(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زماني یاد

[11.Jun.2022 - 08:07]

 

د محمدهاشم زماني د17 تلین په یاد
محمد هاشم زماني په ١٣٠٧ لمريز (١٩٢٨ م) کال کې د کونړ دولايت د لمټک په کلي کې د استقلال دچترال د جبهې د سوبمن(فاتح) غازي ميرزمان خان په کور کې زيږيدلی ؤو. لمړنۍ زده کړې ئي په جومات او کور-کلي کې د وخت دعلماوو نه ترﻻسه کړې، اوشپاړس کلن ؤو چې د خپلی ټولې کورنۍ سره، چې شمير ئې د سلو کسانو نه زيات ؤو، د تش سياسي بند په نامه، د هغه وخت د شاهي ظالم رژيم لخوا د نورو ډيرو سياسي بنديانو په شان پرته له کوم جرم او محاکمې، ديوه نامالومه راتلونکي په تمه ددهمزنګ دوزخي (جهنمي) زندان ته واستول شو.

نوي ځلمي محمد هاشم دخپلې ځوانۍ ديارلس کلونه ددهمزنګ د زندان په تورو او نمناکو خونو کې، د خپلې کورنۍ د غړو سره تير کړل او ددهمزنګ په زندان کې يو  شمير نورو سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان څرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، دناظر- صفر کورنۍ، فرقه مشر غلام نبي خان ( مشهور په چپه شاخ )، او نورو سره پېژندګلوي  وشوه.
محمدهاشم زماني په زندان کی د مروجه علومو په زده کړې پيل وکړ. د هيواد د لوي مشروطه غوښتونکي، دينی عالم او ملي او سياسي شخصيت بابا عبدالعزيز الکوزي، شيخ بهلول ايراني، موﻻنا محمد اکرم کاکاخيل په شان علمي شخصيتونو د شاګردۍ  ویاړ  ور په برخه شوو.
زماني په زندان کې د ناروغيو او ناوړی تغذيي له امله د خپلې کورنۍ د ٢٨ تنو غړو د مرګ شاهد ؤو. دوی خپل لمړني اشعار هم په زندان کې ليکلي اود زنداني احساس په مجموعه کې يي راټول کړيدي.

ځنځىر  د  ظلم شلېږي  مظلومان    آزادوي
پدې  ځنځير    د ظلم  ظالمان  بنديـــــانوي
دظلم ځنځير زنګ شه د ظالم جادو ماتيږي
اوس   خونه د جادو   همدا خواران ويرانوي
 
هغه د خپلی کورنۍ سره د ١٣ کلونو سياسي بند نه وروسته هرات ته شړونکی (تبعيد) او ١٣٤٣ ميلادي کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړيدو پوری د٨ کلونو لپاره هلته دشړونکي (تبعيد) ژوند تير کړ.

دخدای بښلي زماني ليکل شوي اشعار، لیکنې  او ادبي ټوټې د هېواد  په ډېرو ورځپاڼو، مجلو او اوونيزو خپرونو  لکه انيس، هيواد، اصلاح، وړانګه، سيستان، طلوع افغان، بيدار او اتفاق اسلام کې خپاره شويدي.

زماني د ديموکراسۍ په لسيزه کې په قلمي مبارزه بوخت وو. او د داؤد خان د جمهوريت ددورې په لويه جرګه کې يي د کونړ د وکيل په توګه برخه اخيستې وه.
محمدهاشم زماني د ١٩٧٩ ميلادي کال په وروستيو شپو-ورځو کې پيښور ته کډوال شو، هلته يي قلمي جهاد پيل کړ. د هغوې د جهاد لمړئ چاپ شوئ اثر قطبي خرس په انګريزي ژبه ترجمه شوئ ، او بيا وروسته د انګريزي ترجمې ځينی برخی په فرانسوي، ايټالوي او هسپانوي ژبو هم اړول شويدي .

چه افغان سره ډغــــــــرې چا وهلې
دمرګ څړيکه يې د سر نه راختلې
لړځيدلې رپيدلې کــــــــــــــــــړيدلې
په کوپـــــــــــړه د ماغزويې ساختلې
 
زماني د جهاد په دوران کې د هيواد دخپلواکۍ دپاره دهلو-ځلو په ترڅ کې په بين المللي کنفرانسونو او غونډو کې دګډون دپاره ګڼ شمير باندنيو هيوادونو ته سفرونه وکړل. دوی په ١٩٨٧ کال کې د امريکی متحده ايالاتو ته کډوال او د کاليفورنيا دايالت د سانفرانسيسکو د بې ايريا په سيمه کې د هيوارد په ښار کې ميشت شو.
د ارواښاد محمد هاشم زماني د پښتو اودري ژبو ځينی اشعار د زنداني احساس، قطبي خرس، سړي خوړه بلا نه سربېره د ازادۍ مشال، دازادۍ ارمان، خواره ګلونه،او دسولی زمزمې نومې کتابونو کښې راټول او چاپ شويدي.

که څه هم زماني په ١٩٩٠ کال کې د زړه ددوېیمی حملې او مغزو د سکتې له امله د اوږدې مودې په ناروغۍ اخته شوئ وو، او د وجود يوه خوا يې فلج شوی وه، دافغانستان د حالاتو او پيښو سره دژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې تړلې وو او خپلو ادبي او کولتوري فعاليتونو ته يې ادامه ورکړه. د خورو ګلونو دوهم ټوک او د زخمي زړه د اشعارو مجموعې  يې وليکلې او د زنداني خاطراتو په نامه د پښتو نثر کتاب يې چې ٢٨٨ مخونه لري هم چاپ کړ.

مشکلاتو کې به ځان خپل امتحان کړم
په همت به هر مشکل ځان ته اسان کړم
په مجمر کې د وطن د ميني خپل به
سپيلنی د نظر دود به يې خپل ځان کړم

ارواښاد محمد هاشم زماني تل هيله درلوده چې روغتيايي حالت يې لږ څه ښه شي، بيرته وطن ته ستون شي او د خپل ګران هيواد او درديدلو هيوادوالو چوپړ  ته دوام ورکړي. ددوی يواثر همدا د پوهنی ملي انقلاب نوميږي چې د مرګ تر شپې يې ددغه اثر په دوهم ټوک کار کاوه.
توره شپه اوږده د جهل سبا کيږي
دپوهنې لمــــــــــر راخيږي رڼا کيږي
چرته غل- غدو بيا ځان شي پټولې
مخ د غل-غدو توريږي رسوا کيږي
 
په اسلام، هيواد او ولس مين، مبارز- ليکوال او شاعر خدای بښلې محمد هاشم زماني د جمعی په مبارکه شپه د ۱۳۸۴ ل کال د غبرګولي د مياشتی په ١٩ ( د2005 ع کال دجون د مياشتی په لسمه ) نيټه د ٧٦ کلنۍ په عمر دزړه د ناڅاپي حملې له امله لدی فاني نړۍ نه سترګی پټې کړي. ددوې جنازه افغانستان ته انتقال او ددوې پلرني ټاټوبي کونړ کې خاورو ته وسپارل شوه .

زه به يم او يا به نه يم
دا خزان وطن به مې بهارستان شي زه به يم او يا به نه يم
زاغان ځی ورداخل به بلبلان شي زه به يم او يا به نه يم
اولسونه    شاته   نه ،     په   مخ         روان       وي
افغان ولس به مخکی هم روان شي زه به يم او يا به نه يم

ارواښاد محمد هاشم زماني زما د پلار ډاکتر کبیر ستوري ماما وو او ددې سربېره کلک او نژدې ملګری یې هم وو
اروا یې ښاده، یاد یې تل تازه .

دا وطن زما زه یې واکدار ېمه
زه یې خدمتګار او هم بادار ېمه

-
بېرته شاته