(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سینوهه

[14.Jun.2022 - 09:00]

سينوهه

ټول ډاکتران د فرعون له معالجې نهيلي شوي ول او يوازې د درملنې يوه لاره پاتې وه ، هغه داوه چې دهغه کوپړۍ وسپړي او وګوري چې ايا دهغه ماغزه کومه ستونزه لري کنه؟

دغه کار په هر حالت کې ګټه درلوده ، ځکه چې دهغه ماغزو کوم عيب درلوداى ، نو بخارونه  يې را ايستل او دفرعون سر سپکېده .

پر هغې ورځ چې پاتور دفرعون ماڼۍ ته ورته چې سريې سورى کړي سهار وختي دارالحيات راغى او زه يې وروبللم هغه يو صندوق راکړ او ويویل په دغه صندوق کې زما د جراحۍ وسايل وي چې په اور کې ايښودل شوي يا اېشول شوي دي.

غواړم تر دې مخکې چې نن سلطنتي ماڼۍ  ته لاړشم دلته د دوو کسانو کوپړۍ سورۍ او وسپړم

د دې لپاره چې تمرين وکړې نو غواړم چې د کار په وخت کې ته د جراحۍ وسايل راکړې .

پوه شوم هغه مرسته چې پاتور غوښتل له ما سره يې وکړي همدا ده ځکه کله چې يو شاګرد د سلطنتي ډاکټر له لوري غوره کېږي چې دجراحۍ وسايل دعملياتو په وخت کې ورکړي هغه غوره شاګرد وي ، دغه شاګرد دهغه نژدې کس وي او د دې لياقت لري چې دهغه طبي مرستيال شي.

له هغه وروسته پاتور مخکې او زه ورپسې هغې برخې ته ننوتو چې لا علاجه ناروغان ، مفلوجين او هغه کسان پکې پراته ول چې په سر کې زخميان شوي ول .

پاتور چې هلته ورسېد د ځينو سرونه يې معاينه کړل او دوه تنه يې  جمجمې د سپړلو لپاره غوره کړل .

يو هغه لاعلاجه بوډا وو ، چې مرګ ورته لويه نيکمرغي وه او بل يو کلک او تور پوستى غلام چې په سر په ډبرې وهل شوى و ، نه يې خبرې کولاى شوې اونه يې د بدن غړي ښورولاى شول .

دواړه يې دجراحۍ حال ته بوتلل او بې له ځنډه يې د اپيمو شيره دهغوى رګونو ته ننه ايستله چې ددرد احساس ونکړي.

په چالاکۍ سره مې دهغوى سرونه وخريل او بيا مې فنګس (کفک) او شنجرف (VERMILION) محلول پرې وموښل ځکه چې په کتاب کې ليکل شوي ول ، چې له جراحي عملياتو مخکې بايد د عمليات ځاى په دغه ډول محلول پاک شي.

پاتور خپله چاړه واخيسته، د سرپوستکى يې پرې کړ ، پوستکى يې دواړو لورو ته واړو، په دې وخت کې د سر د پوستکي له دواړو غاړو وينه بهيدله خو پاتور وينې ته توجه نه کوله

تر دې وروسته پا تور د کوپړۍ د سوري کولو وسيله واخيسته او په سر کې يې دننه کړه، کله چې ددې الې څوکه په سرکې ننوتله هغه يې وڅرخوله په دې ډول چې يو ګرد هډوکى د سر له کوپړۍ بيل شو او مازغه يې ښکاره شول.

پاتور ماغزو ته ځير شو او ويې ويل زه ددغه کس هېڅ نقص نه وينم ، بېرته يې هډوکى پر خپل ځاى کېښود او پوستکى يې چې سره بېل کړى يې و بېرته سره يو ځاى کړ او و يې تاړه.

خو کله چې دهغه سر د تړلو په حال کې و دناروغ رنګ تک شين واوښت او مړ شو

کله چې دهغه سړي مړى يې بهر کړ د دارلحيات مشر هم له يو شمېر محصلينو سره هلته موجود و .

پاتور يوه محصل ته وويل په تاسې کې يو تن چې لږ ځوان وي لاړشئ او ماته لږ شراب راوړئ چې لاسونه مې رېږدي.

يو محصل لاړ او يوه پياله شراب يې راوړل هغه چې يې وڅښل دلاسونو رېږدېدل يې ودرېدل بيا يې امر وکړ چې مريى د عملياتو لپاره وتړي او ورو يې زياته کړه: دسر دهډوکي د قالب نيونې وسايل چمتو کړئ.

يوځل بيا ما هغه ته دجراحۍ وسايل ورکړل ، هغه لومړى د سرپوستکى لېرې کړ ، خو دا ځل دوه تنه د هغه په امر په ښي او کيڼ لوري کې ولاړ وو ، چې د وينې بهېدا مخه ونيسي ځکه چې پاتور نه غوښتل پخپله په وړو کارونو باندې وخت ضايع کړي چې له اصلي کاره پاتې نه شي.

په دارالحيات کې يو بې سواده کس و ، چې کله به د ناروغ په بستر حاضر شو دزخم خونريزي به ودريدله ، خو پاتور په دې وخت کې نه غوښتل له هغه کار واخلي او هغه يې د فرعون دسر سپړلو ته ساتلى و.

له دې وروسته چې پوستکى لېرې شو پاتور د مريي دسر هډوکى ما او نورو کسانو ته وروښوده ، موږ وليدل چې د هډوکي يوه برخه د ګوزار له امله ننوتې وه.

له هغه وروسته يې په خاصې چړې او ارې سره د هډوکي دغه  برخه له جمجمې بېله کړه ، چې اندازه يې د لاس د ورغوي هومره وه ، او پاتوردتورپوستي ماغزه چې  سپين رنګه    وو  ښورېدل ټولوته ورښودل ، مونږ و ليدل چې پر مازغو لږه وينه هم پرته ده او هلته لخته يا کلکه شوې ده.

پاتور وويل داچې دغه سړى خبرې نه شي کولاى او دبدن غړي نه شي ښورو لاى لامل يې دهغه پر مازغو همدغه لخته يا کلکه شوې وينه ده.

بيا يې په ډېرې ځيرکتيا سره دغه وينه له مازغو پورته کړه او يو وړوکى هډوکى يې هم چې پر مازغو پروت و له هغه ځايه په احتياط سره لېرې کړ.

په داسي حال کې چې هغه پخپل کار بوخت و ، نورو په بيړه له کوپړۍ د جلا شوي هډوکي له مخې دهغه قالب اخيست ، قالب واخيستل شو او په دې ډول يې په لرګين څټک هډوکى وټکاوه چې ننوتلى ځاى يې بيرته سم شي او بيا يې دهغه قالب وا خيسته او په قالب کې يې ويلې شوي سپين زر واچول.

سپين زر يې په اېشدلو اوبو کې ساړه کړل او پاتور ته يې ورکړل پاتور هغه دسپينو زرو ټوټه چې دناروغ دسر دجلاشوي  هډوکي په اندازه وه ، دسر په ستر سوري کېښوده او دسپينو زرو په کوچنيو بستونو سره يې د سر له هډوکي سره ونښلوله ور پسې يې دسر پوستکى بيرته د سپينو زرو په قالب راکاږه او له ګنډلو وروسته يې ټپ وتاړه.

پاتور وويل دغه سړى راويښ کړئ ، خو بايد تر دريو ورځو پورې حرکت ونه کړي.

سړى يې راويښ کړ.

هغه چې د کوپړۍ له دې عملياتو مخکې خبرې نه شواى کولاى او لاس او پښي يې نه شواى ښورولاى تر عمليات وروسته يې هم اندامونه خوځولاى شواى او هم يې خبرې 

پاتور هغه ته وويل تر دريو ورځو پورې بايد سر ، ونه ښوروي.

کله چې يې مريى بلې کوټې ته د څملا ستو لپاره بوت پاتور وويل که دغه کس تر دريو ورځو پورې مړ نه شي معالجه به شي ، له دارالحياته وتلاى او له هغه چا څخه خپل کسات اخيستلاى شي چې سريې ورمات کړى و.

له دې وروسته يې محصلين رخصت کړل او ماته يې وويل لاړشه ، زما وسايل په اور کې کېږده ، ويې اېشوه چې فرعون ته ورشو او ته به هم له ماسره ځې.

ما په بيړه د پاتور د جراحۍ وسايل پريمنځل ، په اور کې مې کېښودل ، ځينې مې وايشول اوله دارالحياته ووتو.

دهغه دجراحۍ صندوق ما اخيستى و او په سلطنتي روان تخت کې چې د دارالحيات پر وړاندې يې زمونږ انتظار کاوه سپاره شوو.

دهغه کس په ملګرتيا چې دهغه حضور د وينې دبهېدا مخه نيوله د سلطنتي ماڼۍ پر لور راوان شو .

مريانو روان تخت داسې لېږداوه چې بيخي نه خوځېده او ما يو ډول وياړ کاوه ځکه چې پوهېدم ډېر ژر به سلطنتي ماڼۍ ته ننوځم او فرعون به له نژدې و ګورم.

له دې وروسته چې لږ مزل مو په روان تخت وکړ د نيل څنډو ته ورسيدو ، په سلطنتي ماکو کې کېښناستو اود (طلايي کور) يانې سلطنتي ماڼۍ پر لوري روان شو.

کله چې هلته نژدې شو دومره ماکوګان او ګران بيه بيړۍ چې له ګرانو لرګيو جوړې شوې وې ، تر سترګو کېدلې چې د نيل اوبه بيخي نه ښکارېدې.

دخلکو په خوله دا خبره وه چې درباري کوپړۍ سورى کونکى ډاکتر راغلى دى ، ټولو به دوير په بڼه لاسونه پورته کول او ژړل به يې ، ځکه پوهېدل داسې نه دي شوي چې کوم فرعون دې د کوپړۍ له سپړلو وروسته ژوندى پاتې وي.

موږ دماڼۍ په مخکې له ماکو ښکته شوو او د زنبق په نامه له دروازې يې موږ ماڼۍ ته دننه کړو .

ددربار مشرانو اوسترو شخصيتونو زموږ په مخکې خپل لاسونه په زنګنو کېښودل او سرونه به يې ددرناوي په دود ټيټ کړل ، ځکه پوهېدل موږ هغه کسان يو چې مرګ موله ځان سره راوړى دى.

موږ د فرعون د خوب د کوټې پر لوري بوتلو ، ومې ليدل چې فرعون پر يوه کټ پروت دى چې زري بخمل پرې غوړېدلى و او د کټ پښې دخدايانو له مجسمو جوړې شوې وې.

په هغه وخت کې فرعون سلطنتي نښې نه درلودې مخ يې پړسېدلى او اندامونه يې لوڅ ول ، سر يې يوه لورته کوږ شوى او له خولې يې ناړې روانې وې.

ما چې کله فرعون په دې حالت کې وليد متوجه شوم چې ددې نړۍ قدرت دومره نا پايداره دى ، چې فرعون د ناروغۍ او مرګ په بستر کې له هغو بېوزلو سره کوم توپير نه لري چې په دارالحيات کې معالجه کېدل او يا به مړه شول.

خو د کوټې سينګار ډېر ښکلى و ، په ديوالونو دسلطنتي ګاډيو عکسونه جوړ شوي وو او فرعون په هغو ګا ډيو کې د زمريانو پر لور دغشي ويشتو پر وخت انځور شوى و .

پر ديوالونو باندې سره ، لاجوردي او طلا يي رنګونه ځلېدل او دکوټې غولى يې ديو ستر حوض په بڼه ښکلى جوړ کړى و ، چې کبان پکې لامبو وهي او هيلۍ او مارغان پکې الوتنه کوي موږ لاسونه په زنګنو کېښودل او پر ملا ټيټ شوو.

زه او پاتور پوهېدو چې د فرعون دسر سپړل به ګټه ونه کړي او دهغه حالت ښيي چې مړ به شي.

بله دا چې دود داوي چې له مړينې مخکې بايد دفرعون سر سورى شي چې له سره يې بخارونه بهر شي او دا وويل شي چې شاو خوا کسانو د علاج په برخه کې له وروستيو هلو ځلو هم ډډه ونه کړه.

ما د پاتور ، تور بخونه صندوق چې له ښکلي ابنوس (EBONY) لرګي جوړ شوى و ، پرانست چې وسايل يې ورکړم.

زموږ تر ورتګ مخکې سلطنتي ډاکترانو د فرعون سر خرېيلى و او د کوپړۍ دسوري کولو لپاره يې چمتو کړى و.

پاتور هغه سړي ته چې شتون به يې د وينې د بهېدا مخه نيوله امر وکړ چې دفرعون دسر خواته ودرېږي او دهغه سر دې په دواړو لاسون  کې کلک ونيسي.

خو په دې وخت کې دمصر ملکه چې (تي تي ) نوميده رامخکې شوه او ويې ويل نه ! ماتر هغه وخته دهغه ځاى د عظمت له امله دمصر ملکه ، وليعهد او دهغه خور نه وو ليدلي او ټولو دغم له امله لاسونه پورته نيولي ول.

دمصر وليعهد همغه ډول چې ددغه کتاب په پيل کې مې هم وويل په هغه کال وزېږېد چې زه پکې زېږدلى وم خو ترما دنګ و ، ژامه يې درلوده خو ټټر يې ننوتى و ، هغه د خپلې مور او خور په شان لاسونه پورته نيولي ول.

خور يې دمصر يوه ښکلې نجلۍ ګڼل کېده او له دې امله چې دهغې عکس مې د آمون په معبد کې ليدلى و ، نو پردې خبره له مخکې يوهېدم.

دمصر د چاغې غنمرنګې ملکې (تي تي) په هکله په هغه وخت کې ډېرې خبرې  کېدلې ، ټولو به ويل چې هغه يوه معمولي ښځه وه او له همدې امله دهغې د نيکونو نوم په رسمي اسناد و کې نه راځي.

هغه کس چې شتون به يې د ټپ وينه دروله کله چې وليدل چې ملکې د((مه کوئ))  حکم وکړ دوه ګامه په شاشو.

دغه سړى يو ساده کليوال او بې سواده و ، چې دطب له علمه هم بې خبره و ، خو له دې چې شتون به يې د زخمونو وينه دروله هغه يې په دارالحيات کې ددې لپاره ګمارلى و چې کله به يې څوګ عمليات کول هغه به يې په سر ولاړو .

زه فکر کوم ددې علت چې ددغه سړى شتون به وينه ودروله داو چې دهغه بدن به ډېر کړوونکى اوبد بوى کاوه.

دغه بوى دومره سخت و چې هر څومره به يې دغه کس ووينځه نو بوى به يې بياهم نه ورکېده او دغه بوى هغه ميخ ته ورته و ، چې دانسان په مازغو کې ننوځي.

داچې مازغه او اعصاب پر ټول بدن واکمن  وي نو دوينې د بهېدا مخه به يې ونيوله زه په پريکنده توګه نه وايم چې دغه سخت او کړونکى بوى به د وينې دبندېدا سبب کېده خو له دې امله چې ددغه کارلپاره دمنلو وړبل دليل نه شو موندلى نو زه تصور کوم چې دهغه بوى وينه دروله.

ملکې وويل زه اجازه نه ورکوم چې دغه کس دخداى سر په خپل لاس کې ونيسي بلکې زه په خپله دهغه سر نيسم .

پاتور وويل مېرمنې! کله چې دسرپوستکى ليرې کړو وينه بهيږي او ستاسې لپاره د خونريزۍ کتل ښه نه دي.

خو ملکې وويل زه دخدايانو د وينې له کتلو نه وېرېږم او پخپله يې سر کلک نيسم

له دې چې سلطنتي ډاکټرانو زمونږ له راتګه مخکې فرعون بېهوشه کړى و، پاتور پوهېدو چې هغه به زمونږ غږ وانه وري او که يې واوري هم نو دغبرګون ښودلو وس نه لري ؛ نو خبرې يې پيل کړې ، په همدې حال کې يې پر خپلې ډبرينې چړې دفرعون دسر پوستکى سورى کړ او همدې وخت کې  يې وويل:

فرعون چې له خدايانو دى د آسمانونو پر لور ځي او دخپل پلار آمون په زرين ماکو کې به وي .

فرعون له لمره پيدا شوى دى او لمر لورته به جاروځي او دهغه نوم به تر قيامته پورې پاتې وي......اى بوين سړيه ......ته چيرې يې ؟.

ولې نه راځي چې وينه ودروې.

وروستۍ جملې د پاتور له لوري هغه کس ته وې چې بايد پخپل شتون سره سره يې وينه درولې واى ، ځکه چې پاتور کتل دفرعون دسر له پوستکي وينه بهېږي او پوه شو چې بوين سړى نشته.

معلومه شوه چې هغه سړى د ملکې له ويرې شاته تللى دى او په ديوال يې تکيه وهلې وه ، کله چې پوه شو له هغه سره خبرې کېږي دکټ او دفرعون دسر لورته نژدې شو لاس يې پورته کړ او کله چې يې لاس پورته کړ دفرعون دسروينه چې دملکې په بدن تويه شوې وه بنده شوه ، خو ددغه سړي د بدن خوسا او بد بوى په ټوله کوټه کې تيت شو کله چې وينه ودريده پاتور د جمجمې دهډوکي پرسپړلو لګيا شو او په همدې وخت کې په خبروبوخت شو ، خو هغه يوازې ددې لپاره خبرې کولې چې يو څه يې ويلي واى ، ځکه پوهېده چې يو ډاکتر دسر دسوري کولو په وخت بايد دناروغ له خپلوانو سره خبرې وکړي چې د هغوى پام پر بله خوا واړوي او په دې توګه هغوى له وېرې او اغېزمنتيا وساتي.

پاتور وويل مېرمنې! له دې وروسته چې خداى اسمانونو ته وخوت د آمون له لوري به پرې برکتونه واوري په دې وخت کې وليعهد پاتور ته ورنژدې شو او ويې ويل تاسې تېروتي ياست ، آمون به پرهغه برکت ونه اوروي بلکې هغه به د آتون له ملاتړه برخمن شي.

پاتور وويل ستا خبره سمه ده ماتېروتنه وکړه او ويې ويل هغه به د آتون له ملاتړه برخمن شي.

زه پاتور نه ملامتوم چې پوه نه شو ، فرعون له کوم خداى سره ډېره علاقه لري ځکه انسان نه شي پوهېدلى چې دهر چا د پام وړ خداى کوم يو دى

په مصر کې تر سلو ډېر خدايان شته او ان کاهنان او ملايان چې دخدايانو دنومونو يادول يې دنده او کار دى  دا ادعا نه شي کولاى چې دټولو خدايانو په نومونو پوهېږي.

وليعهد ژړل او پاتور دخبرو په وخت هغه ته ډاډګېرنه ورکوله تر دې چې دفرعون دسر هډوکى يې غوڅ  کړ اوله کوپړۍ څخه يې يو کوچنى هډوکى چې د ګوتو د دوو بندونو په اندازه و له جمجمې رابېل شو.

ما ته پاتور وويل سينوهه څراغ دې لور ته ونيسه چې زه د سر داخلي برخه ښه وګورم ما څراغ داسې ونيو چې رڼا يې د سر منځنۍ برخې ته رسېدله او پاتور وويل ډير ښه ، ډير ښه

ما خپل کار وکړ او نور مې له وسه وتلې خبره ده ، بلکې آتون بايد فيصله وکړي ځکه چې له دې وروسته موږ خپله دنده خدايانو ته سپارو .

له هغه وروسته يې جمجمې هډوکى بيرته پر خپل ځاى کېښوده مګر له دې وروسته چې د سر هډوکى بېرته کېښودل شو ، د فرعون حالت که څه هم بېهوشه و خو لږ ښه شو .

کله چې پاتور ټپ وتاړه ملکې ته يې وويل

که خدايان اجازه ورکړي او هغه تر لمر ختو ژوندى وساتي ، نو ژوندى به پاتې شي ګني به مړبه شي.

 

(لکه چې ګورئ پاتور کله چې غواړي دمصر ملکې ته ووايي چې فرعون به مړشي ، د هېڅ شي پروانه نه کوي او دا فکر نه کوي چې هغوى به خپه شي. له مقدمې پرته دا خبره ورته کوي ځکه چې په مصر کې خلک شپه او ورځ دمرګ له فکر سره آشنا و ، څوګ له دې خبرې نه وېرېده او نه اغېزمن کېده چې خپلو نژدې کسانو د مرګ خبره واوري)

 

له هغه وروسته پاتور لاس د وير په دود پورته کړ او موږ هم همداسي وکړل ما دجراحۍ وسايل ټول کړل ، په اور کې مې کېښودل اوله پاکولو وروسته مې پخپل صندوق کې کېښودل .

ملکې موږ ته وويل :زه به پاموړ ډالۍ درکړم ، بيا يې رخصت کړو.

موږ له هغې کوټې را وواتو چې فرعون پکې پروت و او يوې بلې کوټې ته ولاړو ، هلته يې موږته خواړه راوړل او امريانو زموږ پر لاسونو اوبه را واچولې

ما له پاتور څخه پوښتنه وکړه : وليعهد ولې وويل چې پلار يې د آتون د خداى پلوى دى نه دآمون.

سرچېنه: بېلابېل (سینوهه)

 

 

 

 

سینوهه، چې د فرعون ډاکټر وو، یوه شپه د نیل سمندر په غاړه په نشه کې ویده کیږي او بل سهار یو مصري غلام ګوري په خوا کې یې ولاړ دی چې غوږونه او پوزه یې پرې شوې دي چې د غلامۍ نښه ده.

په لومړي سر کې ډاريږي، مګر کله چې پوه شي چې غلام بې ضرره دی، خبرې ورسره کوي.

غلام له سینوهه څخه غوښتنه وکړه چې هغه د مصر د یوه ظالم او نامتو اشرف زاده قبر ته بوځي او له هغه امله چې سینوهه لوستی و، هغه ته هغه جملې ولولي چې خدایانو د دغه ظالم په قبر لیکلې دي.

 

سینوهه له غلام څخه وپوښتل چې ولې غواړي د دغه کس د قبر برخلیک معلوم کړي؟ 

غلام وایي: کلونه وړاندې زه یو خوشحاله او آزاد سړی وم، یوه ښکلې ښځه او یوه ځوانه لور مې درلوده، زما کور کوچنی خو د بې حده ځمکو په څنګ کې وو،

یوه ورځ د دې قبر مالک چې یو له اشرافو څخه و د فرعون مامورینو ته یې رشوت ورکړ او زما ځمکې یې په خپل نوم ثبت کړې او زما د سترګو په وړاندې یې زما پر مېرمن او لور جنسي تېری وکړ زما غوږونه او پزه یې پرې کړه او د کانونو کارګرۍ ته یې تسلیم کړم او زما مېرمن او لور چې کالونه یې ترې ناوړه ګټه پورته کړه د نوکرانو په توګه یې وپلورله چې اوس ترې خبر نلرم.

 ما اوریدلي چې هغه سړی مړ دی او له همدې امله راغلی یم چې خدایانو د هغه پر قبر څه لیکلي دي.

 

سینوهه د غلام سره د مړو ښار (قبرستان) ته ځي او د سړي قبر په لاندې ډول لولي:

 

او یو باعزته او صادق انسان و چې په خپل ژوند کې به یې تل د بې وزلو سره مرسته کوله او د خلکو عزت به یې په امن کې ساته  او خپلې ځمکې به یې غریبانو ته ورکولې او کله به چې  چا پیسې له لاسه ورکړې نو د هغه مال به یې ورکاوه. او اوس هغه د مصر لوی خدای (امون) سره دی او ابدي نعمت ته رسیدلی دی.

 

په دې وخت کې غلام په ژړا پیل کوي او وايي: ایا دا دومره صادق او باعزته سړی و او زه نه پوهېدم؟

سینوهه له غلام څخه په حیرانتیا پوښتنه کوي چې ولې په تا باندې د ټولو ظلمونو سره سره بیا هم داسې فکر کوې چې هغه ښه او صادق سړی و؟

 

غلام دا تاریخي جمله وایي: کله چې خدایانو د هغه په ​​قبر داسې لیکلې وي، نو زه څنګه کولای شم چې یو با عزته سړی برعکس وبولم؟

او وروسته سینوهه په خپلو یادښتونو کې د دې کیسې په حواله لیکي:

"دا هلته و چې زه پوه شوم چې د انسان حماقت پای نه لري او د خلکو جهالت او توهین په هر دور کې کارول کیدی شي.

 

سینوهه.

....

د انسان یو شی هیڅکلہ نه بدلیږی او هغہ د ده ناپوهي ده ، کہ یو لاکھ کالہ وروستو کوم انسان پیدا شي؛ نو زمونږ د وختو انسان او هغو انسانانو په شان به ناپوه او تېروتی وي ، چې تر مونږ مخکې يې د اهرامونو د جوړېدو په وخت کې ژوند کولو.

بیا به هم انسان ناپوه وي او راتلونکی انسان هم په دروغو او تشو وعدو تېر وځي ، ځکہ چې انسان د ژوند د دوام لپاره دروغو او چټي وعدو ته آړتیا لري ، او د هغہ فطرت همدا غواړي چې تل تر رښتیا پر دروغو باور وکړي او د رښتیاؤ پر ځای په تشو وعدو ایمان لري چې هیڅکلہ به عملي نه شي.

ځینی کسان شتہ چې وايي هغہ څہ چې نن پېښېږي مخېنه نه لري او هیڅکلہ به په نړۍ کې نه وي شوي؛ خو د دوی دغہ خبره د وګړو د کمې تجربی او د فکري ځواک د کموالي لہ آملہ ده؛ ځکہ چې په نړۍ کې چې کومہ پېښه شوی ، د هغی مخېنه ارو مرو لیدل شوې ده.

سرچېنه :سینوهه

-
بېرته شاته