(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خټک او

[14.Jun.2022 - 09:09]

خوشحال خان خټک د افغان نيشنل ازم علمبردار

لیک: افکار اقبال حسین

 9, جون 2022 په ورځ پاڼه وحدت

د تاريخ په اوږدو کښې پښتون قام د‌ ژوند د لوے مبارزې راتير شوې دے. دې ته د پښتنو خوش بختي اووايو که بدبختي ، پښتون چې کومه منطقه پروت دے. دغه منطقه  د معلوم تاريخ نه تر دې دمه د عالمي سامراجي قوتونو د مفاداتو آما جګا پاتې ده. هم دغه وجه ده  کله چې هم زور ګير هندوستان ته تلو هڅه کړې ده نو ړومبې ورته پښتون قام راوتې دے. ليوني فلسفي غني خان د پېښور پرل کانټينټل هوټل په يو دستوره کښې چې هم د هغه په  درناوي کښې راجوړه شوې وه په کومې کښې چې د صوبه خيبر پښتونخوا ګورنر ارواښاد آمير ګلستان جنجوعه ميلمه وه په دغه موقع ليوني فلسفي غني خان په خپلو خبرو کښې ووئيل " دې منطقې ته چې کله هم يو بهرنې يرغلګر راغلې ړومبې يې مخې ته پښتانه راوتي دي او چې کله يې د پښتنو ځان خلاص کړې دے نو اټک نه تر جهلمه چې د کګهړه کومه قبيله ده هغوي مخه نيولې ده او چې جهلم په سين اوړيدولي دي نو ورته سپينې جنډې وچتې شوي دي" 

دغه وجه ده چې پښتانه د خپل ځان د تحفظ دپاره په غرونو رغونو کښې پاتې شوي دي دغه وجه ده چې علمي سطحه يې د نورو قامونو ټيټه ده په دې لړ کښې يو انګريز دانشور په خپل کتاب کښې يو ځاې ليکلي "يقينناً چې په پښتنو کښې علم د نشت برابر دے خو دا قوم دومره کلچرډ دے چې زه دې قوم ته جاهل نه شم وئيلے زه به دې قوم ته په خپل کتاب کښې ان پړ وايم " 

د پښتون قوم د ژوند دغې مبارزې او سپيځلي پښتني روايت وخت په وخت، غوري، غزنوي، لودي، سوري ، روښان ، خوشحال، ابدالي او ستر باچاخان په څير شخصيتونه زيږولي دي نن چې پښتون قام په مادي ، روحاني حواله د ترقۍ په يو ډګر ولاړ دے نو په دې کښې ددغې اتلانو مبارزه او د قام د جوړولو عملي او فکري هڅه شامله ده. خو بده مرغه دغه سامراجي، استحصالي بهرني يرغلګرو وخت په وخت د پښتون د تاريخ د تسلتل کړۍ ماتې کړي دي دغه وجه ده چې پښتون قام نن خپل ځان نه پيژني چې زه څوک يم او د کوم ځاې يم؟ په نورو ټکو کښې د پښتنو نه خپله قامي اجتماعي حافظه ورکه ده. دغه وجه چې د هغه د ذهن په پاک سليټ چې چا هم څه وليکل هم دې يې لولي او عمل پرې کوي هم دغه د حال د نن پښتون دے بل خوا په پښتون قام  کښې لوے ، لوے منورين خداې پاک زيږولي دي چا چې د خپل قام او اولس رهبري او لارښودنه کړې ده او دهغوي حافظه د راتازه کولو او را ژوندي کولو دپاره د ليک او تخليق د لارې کتاب او هنر د لارې خپل خداې ورکړي صلاحيتونه کارولي دي. د پښتنو منورينو په دغه لوے فهرست کښې يو د قدر وړ نوم د محترم نوم د پروفيسر ډاکټر فضل رحيم مروت دے څوک چې د لوے پښتون نابغه شخصيت عبدالرحيم مجذوب صاحب ځوے دے د خپل لوے او ښاغلي پلار په څير يې سينه د جهاني او روحاني علمو ډکه او برجغه ده. او لګيا دے وخت په وخت د علم و دانش ملغلرلې په پښتنو او د پښتنو په بابله خپل نظر د نړۍ سره ورشريکه وي دغه رنګ پښتانه په نړۍ ورپيژني دا ددغه منورينو ډير لوے او عظيم کار او هڅه ده څومره چې هم وستائيلې شي لږ به وي ولے چې د يو قوم په نفسياتو ، احساساتو او جذباتو ، فکري زاويو او عملي تحريکونو د هغوي خپل منورين ښه او په ځاې ليک او تخليق کولې شي. د پښتنو په بد نصيبۍ يو بد نصيبي داده چې‌ د دوي په ژوند ژواک تحريک تاريخ اکثر د بهر خلقو د خپلو ضروتونو مطابق ليکل کړي دي او دوي هم په پټو سترګو قبول کړي دي.

د پرون په نسبت د پښتنو نن روښانه په دې چې نن زمونږ سره ډاکټر فضل الرحيم مروت په څير منورين دي چې د علم و دانش په اړه نړيوال شهرت لري د ډاکټر فضل الرحيم مروت صاحب تر اوسه يو درځن کتابونه د پښتو او پښتنو او ددې منطقې سياست ، تاريخ ، کلتور او نورو ګڼو موضوګانو په  انګريزۍ ژبه چاپ شوي دي. زمونږ دغه رنګ منورين د يو په ځاې په دوه سنګرونو جنګږيږي  يو سنګر څنګه چې په له مخه ووئيل د قام اجتماعي حافظه را ژوندے کول او بيا نړۍ سره خپل قام په خپل اصل شکل کښې پيژندل وي. ډاکټر فضل رحيم مروت صاحب په دې لړ کښې په پښتو ژبه ډير کتابونه چاپ کړي دي. له دې سره کله چې په  خيبر پښتونخوا د عوامي نيشنل پارټۍ حکومت راغې نو ډاکټر فضل رحيم مروت يې د خیبرپښتونخوا د ټيکسټ بک بورډ چئيرمين وټاکه هم په دغه مهال د صوبې پنځه غټو ژبو ته تر دولسمه  په مورنۍ ژبه د تعليم د حصول حق ورکړو له دې سره يې ددې ژبو د يو لينګويج اتهارټي جوړولو دپاره قانون سازي وکړه خو ډير د تاسف سره وايم چې د صوبې موجوده حکومت چې هم ددې ژبو ويونکي دي خو متاسفانه د مورنۍ ژبو دتعليم دغه سلسله چې تر دولسم جماعته وه په تيرو اته نهه کلونو تر  پنځم ټولګي رارسيدلي ده. د ډاکټر فضل الرحيم مروت په مشر تابه ددې خاورې تاريخ او اتلانو ذکر د کورس په کتابونو کښې راغې. او بيا د اې اين پي د صوبائي حکومت غټه کارنامه داوه چې ډاکټرفضل رحيم مروت  صاحب يې د باچاخان پوهنتون وائس چانسلر وټاکه هلته هم هغه د پښتونخوا سټډي سرکلر جوړ کړو چې ړومبې ډاريکټر يې ډاکټر زبير حسرت وه او دويم ډاريکټر يې ډاکټر  محب وزير دے ډيرو هلکوانو ، جينکو د باچاخان پوهنتون نه د ايم فل او پي ايچ ډي د ريسرچ سندونه واخست او دغه سلسله له روانه ده ، روانه به وي. ډاکټر فضل رحيم مروت صاحب د باچاخان مرکز د څيړنيز مرکز ډاريکټر د هغه  نوے په انګريزۍ ژبه علمي، تحقيقي او تاريخي کتاب 

"khushal khan Khattak The pioneer AfghanNationalism"خوشحال خان خټک د افغان نيشنل ازم علمبردار 

اوس اوس د طباعت په کالو ښائسته شو او منظر عام ته راغې او د مي په 17, نيټه د نهې په ورځ به په  څلور نيمې بجې مخ کتنه وي.  زما په خيال دا د باچاخان مرکز د څيړنيزې څانګې يو ډير زيات ګټور اقدام دے چې څومره ستائينه يې وشي لږه به وي. د ډاکټر صاحب په دې کتاب ددې عصر پښتنو منورينو پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم ، محترم آفراسياب خټک صاحب او پروفيسر ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل پرې په زړه پورې ليکل کړي دي او د ډاکټر فضل رحيم مروت صاحب دغه هڅه يې ستائيلې ده. د پښتو قومي تحريکونه درې دي ړومبې تحريک د پير روښان دے ، دويم د د خوشحال خان خټک دے او دريم تحريک د باچاخان دے دې درې واړو تحريکونو پښتو ادب ته ډير څه ورکړي دي خو په دې کښې خوشحال خان خټک تحريک داسې دے چې په فکري حواله په يوويشتمه صدۍ کښې هم د پښتو شعر ددغې محوره ګير چاپيره چورلي.

 

هر مغل د زمانې زمونږ دشمن دۍ

هر پښتون جری دشمن د استعمار

استعمار سره یاری یو مغلتوب دې

او  پښتون له مغلتوبه  دې  بیزار    "سعد اللّه جان برق"

 

اتفاق په پښتانه کښې پيدا نه شو

ګني  ما  د  مغل ګريوان پاره کړو

هر يو چار د پښتانه تر مغل ښه ده

اتفاق  ورڅخه  نيشته  ډير  آرمان  خوشحال خان خټک  

د غرب د احياء علوم د تحريک نه روستو ، صنعتي انقلاب جمهوريت او نيشنل ازم خو خوشحال خان له دې ډير له مخه د عقل او فکر په رڼا کښې په يو داسې وخت کښې چې هيڅ مواصلاتي وسيلې نه وے د پښتنو دتاريخي ، جغرافيائي او کلتوري وحدت خبره کړې وه. د پښتنو دغې تاريخي ، جغرافيايي او کلتوري وحدت ته د خلقو پام په يوويشتمه صدۍ وګرځيده.

درست  پښتون  د قندهاره تر اټکه 

سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار 

د ډاکټر فضل رحيم مروت ددې کتاب په ړومبي سر کښې د خان عليين مکان ژوند ليک قيد و بند ذکر دے ورسره د اورنګزيب د هغه په تعلق خبره شوې ده په بله برخه کښې د نيشنل ازم  تهيوري بيان شوي هم دغه تناظره کښې د خوشحال خان موازنه شوې او سنجولې شوې دے. ورپسې سياست ، انتظام او سلطنت د خبرې سره د خوشحال خان د دستار نامې او د ميکالې دي پرنس او نور کتابونه موازنه شوي دي ددغې کتابونو نه د خوشحال خان کتاب په دې ځانګړې دے چې دغه منورين په اخلاقياتو غلي پاتې شوي دي او خان خوشحال خان په اخلاقياتو خبره کړې ده. بله خان په ړومبي ځل ژبه د سياست دپاره وکاروله. دغه شان په دې کتاب کښې د هغه په مختلوفو علومو لاس برې بيان شوې نور علمي ، تاريخي معلومات دي چې لوستو سره تعلق لري په دې لړ کښې چې ما د پښتو ژبې ستر اديب او دانشور محترم نورالامين يوسفزے وپوښت چې د ډاکټر فضل رحيم صاحب ددې کتاب باره کښې څه وايې نو هغه ووئيل " چې د دوست محمد خان کامل صاحب نه روستو ډاکټر فضل رحيم مروت صاحب هغه محقق دے چې د خان خوشحال خان خټک فکر ، فلسفي ته يې اپروچ رسا او پارسا دے هغه د نړۍ د نورو منورينو سره مقايسه کړې دے د نيشنل ازم، رياست ، انتظام او انصرام او د جهوري رويې په بابله يې د هغه ځانګړتوب د ليکونو او شعرونو په وسيله د نړۍ مخې ته ايښې دے " زه د خپل ليک په آخر کښې د باچاخان مرکز د څيړنيزې څانګې د محترمو مشرانو غوښتنه کوم چې د ډاکټر فضل رحيم مروت صاحب دا کتاب دې په اردو او پښتو ژبه ترجمه او چاپ کړي .

 اقبال حسين افکار

 

-
بېرته شاته