(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بني اسرایل او

[15.Jun.2022 - 16:42]

بني اسرائیل تر نن شپږ زره کاله پخوا د اوسني عراق له جنوب څخه کنعان او بیا روسته مصر ته وکوچېدل. په یوه حساب تر نن دوه نیم زره او په بل حساب تر نن ۱۸۰۰ کاله پخوا داسې تیت پرک شول، چې نه یې هېواد درلود او نه ګډ ملي بنسټ. په ټوله نړۍ کې خپاره، بې اتفاقه، د ټولو د کرکې وړ او رټل شوي ول، چې د هرچا به لاس پرې بر شو وژل یېپه یوه کال کې شپږ میلیونه هم وژل شوي دي... 

کیسه اوږده ده، خو دا ولې دلته لیکو؟ 

"صهیون" یا "صیونپه اورشیلیم کې د یوې غونډۍ نوم و. د اسرائیلیانو څه هوښیاران راټول شول او په دې نامه یې د اسرائیلي ملتپالنې سیاسي بنسټ کېښود. ښايي د صهیونیزم لومړنۍ پوښتنه به دا وه، چې

 

موږ ولې داسې بدمرغه یو؟ 

 یا 

ولې وطن نه لرو؟ 

یا 

ولې غریب و کډوال یو؟ 

یا 

ولې نالوستي یو؟ ...

 

صهیونیزم بل څه ونه کړل، بس دغو پوښتنو ته یې علمي او عملي ځوابونه، حل لارې او له څو زره کلنو ربړو اوستونزو د راایستلو لارښود رامنځ ته کړ، چې د همدې لارښود په مټ یې په شپېتو یا اویا کلونو کې خپل تیت پرک ولس د زمکې (هېواد)، ستر اقتصاد، پیاوړي پوځي ځواک او پټ نړیوال سیاسي واک خاوند کړ

دوی په خپل تاریخ کې د خپل ولس دیني، فرهنګي، ټولنیز، اقتصادي، دودیز او اعتقادي وضعیت په بشپړه انتقادي بڼه وکوت او د خپل حالت په بې رحمانه کره کتنه کې له هیچا ونه وېرېدل، هیچا یې د تکفیر جرئت هم ونه کړ

 

پخوا، په مسیحیت کې د پيسو ادلون بدلون یا صرافي ګناه او سود ګڼل کېده، هغه مهال چې په مسیحي ټولنو کې یهودیان ځپل کېدل، نو یوه جزا یې دا وه، چې د صرافۍ (سپک!) کار به دوی کوي. صهیونیستانو دا درک کړه، چې په نوې نړۍ کې د بانکدارۍ سېکتور دوی ته ورپاتې دی، له دې یې بشپړه ګټه واخیسته او همداسې یې خپل نور تاریخي ځواکونه او نیمګړتیاوې هم وپېژندلې...

 

 بلاتشبیه بلاتشبیه ... موږ افغانان له دې څه زده کولای شو؟ 

 

څو افغان هوښیاران به پیدا نه شي، چې دا زموږ تاریخي بدمرغي وشني (تحلیل کړي)؟ 

د اسرائیلو کمال دا و، چې ټول پر خپلو هوښیارانو راټول شول او خبرې یې ومنلې، د دونیا هر یهود ځان مکلف وګاڼه، چې د خپلې تاریخي بدمرغۍ د له منځه وړلو په هڅه کې ورګډ شي... 

 

زموږ لومړنۍ ستونزه همدا ده، چې

۱- څو هوښیاران به سره را ټول نه شي او که شي، نو هر افغان ــ چې پخپله من دی ــ د دغو هوښیارانو خبرې به ومني که نه ؟ 

له تاریخي پلوه، موږ افغانان تر اسرائیلو ډېر بدمرغه یو، یوازې د تاریخي بدمرغۍ یوه څنډه مو تر هغو کمه ده او هغه دا، چې یو نیم و نیمکله هېواد لرو، داسې یوه زمکه چې لاس و پښې یې ترې غوڅې شوې دي

نور نو تر پخوانیو اسرائیلو هم وږي یو، هم خوار، هم بې اتفاقه، هم نالوستي، هم روسته پاتې، هم کډوال، هم د نړیوالو د کرکې او مسخرې وړ او هم په خیرنو تربورګلویو او دوښمنیو ککړ...

 

زموږ په لنډ تاریخ کې خوشال خان خټک له لومړنیو شخصیتونو دی، چې د افغان ملتپالنې فکري بنسټ یې ایښی، له خپلو زماني - مکاني ځانګړنو سره سم یې د خپل ولس آفتونه  او د تاریخي بدمرغۍ جرړې پېژندلې وې او د بېرحمه کره کتنې ځواک یې هم درلوده

 

زه خوشال کمزوری نه یم، چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه

 

اوس نو،

ـ موږ ولې داسې یو؟ 

ـ ولې وږي یو؟ 

ـ ولې نالوستي، وزګار او بې اتفاقه یو؟ 

ـ ولې له تربورګلوۍ او دوښمنیو کړیږو؟ 

ـ ولې یوه موډېرنه هوسا ټولنه جوړولای نه شو؟ او ولې ؟ ولې؟ ولې؟ 

 

زموږ  د کلي و ښار تر منځ فکري توپیر و ټکر یې یو لامل دی... نور یې پسې زرګونه درشمارئ...

 

دوه پوښتنې مهمې دي

 

۱- څو هوښیاران شته، چې زموږ تاریخي او روانه بدمرغي وڅېړي او دغو پوښتنو ته ځوابونه ومومي؟ او د " افغانیزم" ملتپاله کړنلار رامنځته کړي؟

 

۲- ایا ولس به دا هوښیاران فکر، کار او خبرو ته پرېږدي؟ که د استخباراتي کړیو په لمسون به يې تکفیر کړي؟ 

د افغانژغورنې تر ټولو لوی دوښمن د دوښمنو په لمسون د "تکفیر" وسله ده

ایا ولس به ټول د دغو هوښیارانو په وړاندیزونو راټول شي؟

 

ایا... ایا... ایا...

 

نورې پوښتنې تاسو ولیکئ، 

خو

 په دې یوې خبرې پوه شئ، چې همدا اوس د نړي تر ټولو بدمرغه او په غمونو کې ډوب ملت همدا موږ یو.

 

 نوره مو خپله خوښه.

)کېږدۍ شپونکی)

-
بېرته شاته