(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عثمان کاکړ

[18.Jun.2022 - 11:54]

د " تاریخي جبر " نه اقتباس

عثمان کاکړ یو مستقل مزاجه سیاسي مبارز

لیک: جواد ازار

سردار عثمان کاکړ د مسلم باغ د سردار عبدالقیوم خان کاکړ کره په 21 جولائي 1961م کال کښې پېدا شو. ابتدائي تعلیم یې په کویټه او بهاولپور کښې وکړو، د هغې نه روستو یې د کویټې د Law کالج نه د وکالت اېل اېل بي ډګري وکړه.

 

عثمان کاکړ د خپل سیاست آغاز په 1980م کال کښې د پښتون سټوډنټ ارګنائزیشن نه وکړو، عثمان کاکړ د خپل تنظیم په منظم کولو کښې بنیادي کردار ادا کړو، له هغې نه روستو یې خپل سیاست د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سیوري لاندې برقرار وساتو، په 1989م کال کښې د ګوند صوبائي سیکټري وټاکل شو، له هغې نه روستو په 2004م کال د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبائي صدر وټاکل شو.

 

عثمان کاکړ د خپل وطن او اولس سره د مینې او خلوص ژوره رشته لرله،  هغۀ تل د خپلو خلکو د حقوقو خبره کړې وه، عثمان کاکړ د قومونو بقا په جمهوري سیاست کښې لیدله، خپله هم د دغه جمهوري سیاست برخه وه، په جمهوریت یې عقیده وه، عثمان کاکړ د هر ظالم پر خلاف د هر مظلوم ملګرے وۀ، هغۀ هر وخت د ظلم پر خلاف د مزاحمت سمبول وۀ. عثمان کاکړ یوازې د خپلو پښتنو لپاره نه بلکې د بلوچیانو او د دوي ترڅنګ د ټولو مظلومانو سره د هر ظلم پر خلاف غږ پورته کړے وۀ.

 

عثمان کاکړ په 2015م کال کښې سنېټر وټاکل شو، هغۀ په سینټ کښې د محکومو خلکو لپاره یو موثر رول ادا کولو،  هغۀ هر وخت په هر تقریر کښې د محکومو خلکو خبره کوله، هر کله چې د پښتنو سره ظلم شوے دے هغه د پښتنو لپاره د یو پښتون په حېث خبره کړې ده. کله چې په بلوچیانو بده ورځ راغلې ده عثمان کاکړ داسې غږېدلے چې بلوچو خپل غږ ګڼلے دے، د هزاروو سره د شوي ظلم پر خلاف د هغوي پشان مزاحمتي غږ وو.

 

عثمان کاکړ په خپل سپیځلي کردار سره دا ثابته کړې ده چې عثمان کاکړ د هر مظلوم غږ دے، عثمان کاکړ د هر ظالم پر خلاف د مزاحمت نوم دے. هغۀ په لر او بر افغان وطن کښې د روان جنګ په اړه ډېر واضح موقف لرلو، هغه د پښتنو د نسل کشۍ په راز پوهه وۀ، هغه د جنګ په عواملو خبر وۀ.

 

عثمان کاکړ د ارمان لوڼي د تلین غونډې ته په وینا کښې ویل چې " خلک وائي مونږ په افغانستان کښې امن غواړو، مونږ وایو مونږ په افغانستان کښې مداخلت بندول غواړو، کله چې مداخلت بند شي امن به په خپله راشي.

 

عثمان کاکړ د خپلې قبیلې سردار وۀ خو کله یې هم د خپل نوم سره سردار نه لیکلو، په دولسم اګست په سوابۍ کښې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه وه، زۀ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو ورکر په حېث په مېدان کښې ولاړ وم،  عثمان کاکړ د یو عام پښتون په شان جلسه ګاه ته راغلے ما ورته هر کلے وکړو جوړ پخېر مې ورسره وشو، په خندا خوشالۍ یې راسره خبرې وکړې پس له هغې د سټیج په لور روان شو، ماته یې په دغه ملاقات کښې هیڅ دغه احساس رانکړو چې ګنې زما ملاقات د یوې قبیلې د سردار یا د سینټ د یو ممبر سره وشو.

 

عثمان کاکړ خپل ټول عمر د سردارۍ باوجود د خپل پښتون اولس په خدمت کښې تېر کړو، عثمان کاکړ تل د دې محکوم اولس خبره وکړه، هغۀ خپله په یو احتجاج کښې دغه وینا کړې وه چېوروڼو مونږ پوهېږو! مونږ ته به د دې خبرو سزا راکولے کېږي، مونږ ته به د خپل وطن سره د مینې سزا میلاويږي،  خو خوند یې په دې سزا کښې دے، خوند دا کوي چې د خپل وطن پر ننګ شهید شې، خوند یې په دې سزا کښې دے چې د خپل ولس په سر سزا وخورې. لعنت شه په هغه سیاسي کارکن چې دے د خپل ولس په سر پیسې خوري. لعنت شه په هغه سیاسي لیډر چې د خپل وطن سره غداري وکړي.

 

د دغه بیان تر څنګ عثمان کاکړ د سینټ په اخیري تقریر کښې دغه خبره ډېر په واضح انداز کړې وه چې ماته استخباراتي ادارې بیا بیا دهمکۍ راکوي چې د خپلې لارې نه په شاه شه، د محکومو اولسونو خبره مۀ کوه،  د جمهوریت خبره مۀ کوه، خو زۀ دا خبره په ریکارډ راوستل غواړم کۀ ماته، زما بچو ته، زما کورنۍ ته کوم زیان ورسي هیڅ خبره نه ده. مګر زما دغه خبره په نامعلومه کهاته کښې مه اچوئ.

 

په 17 جون ماښام اووۀ بجې په عثمان کاکړ په خپل کور دننه د استخباراتي ادارو حمله وشوه،  په زحمي حالت کښې د کویټې روغنتون ته بیا له هغه ځایه د کراچۍ آغاخان روغنتون ته منتقل شو، ټول پښتون وطن د عثمان کاکړ د روغ صحت لپاره دعاګانې کولې،  د سوات نه تر کابله او د پېښور نه تر کندهار او ګوادر پورې ټول انسانان د خپل مخلص رهبر لپاره دعاګانې کولې خو د تقدیر فېصله دغه وه چې عثمان کاکړ په آغاخان هسپتال کښې په 22 جون ساه ورکړه،  ټول ملت د خپل مخلص رهبر په مرګ د غم په دریاب کښې ډوب پروت وۀ، د سائینس تر مخه د 22 جون شپه د کال تر ټولو کوچنۍ شپه وي مګر دغه شپه زما او زما د ملت لپاره تر ټولو لویه او د عذاب نه ډکه شپه وه.

 

عثمان کاکړ ریاستي ادارو ډېر په هنر سره قتل کړو د عثمان کاکړ زوي خوشال کاکړ یو خبریال ته وویل چې" په دې کښې هیڅ شک نشته چې عثمان کاکړ ریاستي ادارو قتل کړو". نن د عثمان کاکړ زوي خوشال کاکړ د خپل شهید پلار د لاش سره په احتجاجي جلوس کښې روان وۀ. زما په ژوند کښې د ارمان لوڼي او کریمه بلوچ نه پس عثمان کاکړ هغه شخصیت دے څوک چې تر مرګه نه بلکې د قبر پورې د ظلم پر خلاف د مزاحمت علامت پاتې شوے دے.

 

عثمان کاکړ په 23 جون په مسلم باغ کښې خاورو ته وسپارلے شو روح یې ښاد یاد یې تلپاتې.

 

جواد ازار

-
بېرته شاته