(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داودخاني

[25.Jun.2022 - 08:00]

تاریخ او شننه یې/ لیک: معلم عبدالقیوم

داود خاني ۱۳۵۲ - ۱۳۵۷هجري

    اوله برخه: د خفګان هیڅ خبره نسته، وبه ګورو چي ښاغلی سردار محمد داود خان څوک؟ څونه زده کړي لرلې؟ کومي دولتي دندي یې لرلې؟ څنګه یې پر خپله کورنۍ د ۱۳۵۲ هجري کال د چنګاښ پر(۲۶) نیټه کودتا وکړه او د چا په مټ بریالی او څنګه یې ځان او کورنۍ ووژل؟ په دې لیکنه کي به دغو پښتنو ته تر خپله توانه جوابو ولیکم، ستاسو  څخه هیله لرم چي نواقیصو ته مي متوجي څو اصلاح یې کړم.

   زه د ۱۳۵۷ هجري کال د غواي د میاشتي د(۷) نېټي پاڅون انقلاب بولم او د ۱۳۵۲ هجري کال د چنګاښ د(۲۶) نیټې نظامي عمل کودتأ بولم. مګر په دې لیکنه کي ورباندي بحث نه کوم.د هیواد تاریخ و گورئ،سردارمحمد داود خان د سردارعزیزخان زوی، د سردار یوسف لمسی، د سرداریحیی خان کړوسئ، د سردارسلطان احمد طلا ئی کوسئ او دپاينده محمد پردئ وو. سردارمحمد داود خان په ۱۲۸۸ هجري شمسي کال کي د کابل په شاهي ارگ کي دننه زیږدلۍ دئ. په ۱۳۱۱هجري شمسي کال کي یعني کوم وخت چي ۲۲کلن وو دیوه کال دپاره فرانسې ته ولاړې، البته د سیل، ساتېري او تفریح دپاره، که څه چي علاقمند یې تبلیغ کوي چي هلته درس ووایه، په یوه کال کي فرانسوی ژبه نه زده کېږي او دښاغلي نه وه زده.

   په۱۳۱۳هجري، شمسي کال کي بېرته کابل ته راغلۍ دیوه کال لپاره یې د نظامي زده کړو په نوم ځان مصروف کړې، سمدستي د یوه کال په تېرېدو سره لکه محمد ظاهر خان دی هم ماشیني جنرال سوو، هغه نظامي زده کړي چي نورو نظامیانو په ۱۰ کلونو کي تکمیله کولې سردارمحمد داود خان په حربي لوړو زده کړو کي په ۹ میاشتو لږ حاضر او ډېر به غیرحاضر وو ځان ته دحربي پوهنتون څخه دفراغت سند جوړ او د برېد جنرال په رتبه مقرر سوو

   داسي وي قانون، داسي وي انصاف.او ور سره جفت یې تر دريم برېدمن، دوهم برېدمن، لومړی برېدمن، تورن، جگتورن، جگړن، ډگرمن او ډگروال، تر رتبوغټ گام وا ړا وه کوم چي نور نظامیان د تقاعد تروخته په مشکل سره ترتېرېدای سي یارسېدای سي، ځکه دهري رتبې څخه بلي رتبې ته درې کاله وخت ضروري وو. لکه څنگه چي يې دلسوتعليمي کلونوسند په (۹) میاشتوکي پلاس راوړې په دي ترتیب يې د(۲۰) کالو کار او فعالیت رتبه هم مفته خپل ځان ته ورکړه

 پدې توگه سردار محمد داود خان ۳۰ کاله مخته ټوپ وواهه، او یو دم برېد جنرال سوو. نه پوهیږم قانون، اصول، پرنسیب، طرزالعمل ته به ددې کورنۍ ځونه احترام لاره، تاسي څنگه فکرکوئ؟ چاچي قانون، اصولو او پرنسیفو ته احترام نه وي کړې، نوښه والې یې بیا په څه کي باید ولټول سي؟ سردارمحمد داود خان د۲۴ کالو وو چي فارغ او برېد جنرال سو په ۱۳۱۴ هجري شمسي کال یعني یو کال یې لا په وظیفه کي پوره تیر کړې نه وه چي تورن جنرال سو، د کندهار(کندهار، هلمند، زابل، روزگان) او فراه (فراه، نیمروز)نایب الحکومه او قوماندان دقول اردو له عام او تام صلاحیت سره مقررسو

  ۱۳۱۷ هجري کي د مشرقې(جلال آباد، لغمان، کنړ، نورستان) نایب الحکومه او قوماندان قول او ردو سو، ۱۳۱۸هجري شمسي کي قوماندان قوأ یې مرکز او قوماندان دحربې ښوونځی سو، ۱۳۲۵ هجري شمسي کي وزیردفاع دمملکت سو، ۱۳۲۶ هجري شمسي کي په فرانسه کي سفيرسو، ۱۳۲۸ بیاهیواد ته راغلې او ددفاع وزیرسوو، ۱۳۳۲هجري، شمسي کي صدراعظم سوو

  لیکونکئ :" په یوه مملکت کي چي قانون حاکم نه وي هلته ژوند خراب او طراب وي. "۱۳۱۱ه ش کال کي يې هم د فرانسي سفير، چکرونه او ساتیری هم د نظامي زده کړو تکمیل کول ټول سرته ورسول، د۲۳کلنۍ عمرپه یوکال یې ټول تکميل کړل، ۲۴کلنۍ برېدجنرال په ۲۵کلنۍ تورن جنرال، والې قوماندان دقول اردو، وزیر، صدراعظم او ریئس جمهوردغه ته وائې کلّه، استعداد او بخت زما په باور نوموړي به نه دمکتب او نه هم د کاراووظیفی پروخت، یو کتاب لاترپایه لوستي وي

  د سردارمحمد داودخان دا قوت، زور، حق او صلاحیت له کمه وو؟ ښه ټول پوهیږو. ایاهغو ټولو میندي او پلرونه کورنۍ او لادونه نه لرل چي ده د وظیفولیري کول، نیول، بندي کول او وژل ؟ایا د وژل سوو کورنیو، خپلوانو او عزیزانو به د خپلو دوستانو پروژلونه وي ژړلي؟ فکروکړې څوک دی چي دپلار په وژنه خپه نسي، کمه مورده چي داولاد پر مرک یې نه دی ژړلي ؟ او نور.. .. 

  که د نورو انسانانو دوژلو خبره یوه ساده، د قسمت او د ازل برخه بولي، نو ایا سردار صاحب داودخان بیا تردې خبري ازلي سرنوشته لوړ وو؟. که د خپل عمل سزا حق وي، هغه چي ده کرلي وه، هغه يې باید نه وای ریبلي؟ دې سلطنتي کورنۍ زېږولی غم به همېشه دولسو نو پر کور میلمه وای؟

  ښاغلې کاندید اکاډ ميسن محمدابراهیم عطائی په "دافغانستان پر معاصریوه لنډه کتنه" کي د سردارمحمد داود د شخصیت پېژندنه داسي کوي او لیکې چي:" داودخان د شخصیت په درو ناروغیو اخته انسان وو

اول: د" نارسیس "په مرض، یعني ځان تر هر چا لوی په نظر ورتلۍ

دوهم : د"ایگوسانتریک "چي ځان یې جامع اکمالات باله یا د علم مرکز

درېم:"سکزوید" یا درون گرا چي لس کاله یې ژوند په جلاوالي او مایؤسي کي تېرکړی وو، سخت دعقدوډک وو". 

  خدای (ج)بخښلي عطائې صاحب داودخان خورا ښه پېژندلۍ وو، د شاه محمود خان د صدارت پروخت یو ځل غبرگ سرداران سردارمحمد داودخان او ورور یي سردار محمد نعیم خان خارج ته ولاړل دلته په کابل کي د سردارشاه محمودخان د صدارت پر وخت، دویښوځلميانو خوځښت، جمعیت وطن او جمعیت نداخلق سازمانونه فعال او د اخبارو نوڅښتنان سولنور بیا

-
بېرته شاته