(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشمن قبایل

[01.Jul.2022 - 13:38]

 

دشمن قبائل ؟

لیک: مولانا خانزیب

 د اتمام حجت لپاره ډېر حقيقتونه وخت پخپله سپړي پښتانه په 1897 کښې هم دشمن قبائل وو او اوس د ېويشتمې پېړۍ په درېمه لسيزه کښې هم ! که پښتانه دشمن قبائل نه وې نو په نړۍ کښې کم داسې  مهذب هېواد به وي چې د وسلوالو په بانه باندې پخپل اولس جېټ الوتکو نه بمبار اوکړي کورونه کلي بازارونه ئې ړنګ کړي د خپلو سيمو وشړي او تر خوست بکاخېل پورې تراوسه شړلي ساتي او پوره ېو تاريخي مسيد قبيله د ځمکې د مخه ورکه کړي  د ترهه ګر په نوم ئې په کلونو کلونو لادرکه کړي او پينځلس کاله ئې د پاټکونو په نامه ګام په ګام سپکاوې کول شي د کلو او ودانو په مېنځ کښې ورته پوځي چاؤنړې جوړې کړې شي او د کېډټ کالج په نامه ئې ځمکې نيول شي.

 په 1901 کښې پيرنګېانو د اورکزو په ،سمانه سره ګړۍ پوځي قلا ، کښې د پښتنو په ضد د وژل شويو خپل سيکھ  سرتېرو ېادګار جوړولو او اوس د پاکستان زغروال ځواک هم ددغه وژل شوو په ېاد کښې په 2022 کښې ېاد ځائې جوړوي.

 کله چې دا خبره کول شي چې پدې هېواد کښې هرڅه د پنجاپي استعمار د زبر ځواک لپاره کول شي او نن هم پښتنو ته د پيرنګېانو پشان د دشمن قبائل په سترګه کتل کېږي نو دا هسې خبره نه ده په ځمکه  دلائل او حقيقتونه لري څو کاله وړاندې د پېښور په بالاحصار کښې د رنجيت سنګه ،پژه ، د اتل په توګه ولې اولږول شوه ؟ ځکه چې رنجيت سنګه د پنجاپيانو اتل دې او د مارګلې نه راپدېخوا د پښتنو دشمن ، په اورکزو کښې چې د وژل شويو سيکانو ېاد ځائې جوړول شي دا ولې ؟ دا ځکه چې پيرنګېان او د هغوئې د سيکهانو ځانګړې بټالين د پنجاپيانو اتلان دي پرون هم پنجاپې او د پيرنګي ېارانه وه او نن هم مذهب سيکھ هندو کېدل پنجاپيانو ته د خپل قاميت په اړه هيڅ ستونزه نه ده دا لانجه د پښتنو په غاړه کړې شوې .

 د پښتنو دشمنان اوس که ستا په خاوره ستا د دشمن ېاد ځائې جوړولې شي ستا اتلانو سپېځلو ته نن هم دشمن وائي نو څه ګمان مو دې چې د پښتنو په اړه د چا نفسیات چې په 1897 کښې وو ګنې اوس به څه تغيير لري ؟ د پاکستان ميډيا چې دلته بوتلل شوې هغه ډېره واضحه‌ او د حقيقت نه ډکه خبره ښه په جار کوي چې دښمنانو پدې ځائې کښې زمونږ په اتلانو بريد کړې وو او زمونږ دغه اتلان ډېر په ميړانه دلته د خپل بادار لپاره قربان شو .

 

د پنجاپي او پيرنګي  هغه لس زره د خپلې خاورې او ننګ لپاره جنګېدونکي پښتانه اتلان نه مخکښې وو نه اوس دي ځکه هغه وخت کښې هم دغه پښتانه دشمن وو او اوس ترهه ګر!

 په نړۍ کښې چې کله ېو هېواد آزاد شي نو دوه کار سمدستي کوي ړومبې خپل آزاد د ژوند تګ لارې له پخپله خوښه ېو آئين جوړ کړي  دوېم خپل پوځ د تېر بادار په ضد قامي پوځ کړي دلته دا دوانړه کارونه نه وو ځکه چې هند او پاکستان د ېو ماتحت نيم واکه ، ډوميئنين سټېټس ، په توګه د ېارانی د ادل بدل په توګه مخې ته راغلل په آزادې او د پښتنو په وينه باندې مامله کانګرس او مسلم ليګ اوکړه تر 1956 پورې د برطانوي هند د ګورنر جنرل د څوکۍ په نامه بې آئينه هېواد وو او دوېم پوځ هم د قامي کولو په ځائې هم هغه د برطانوي هند په تسلسل سره اوساتل شو ځکه خو ولي خان په تفصيل سره ليکي

مونږ چې د پاکستان پوځ ته ګورو نو پيرنګېان خو په سرکاري توګه په 1947 کښې لاړل خو ولې پاکستان کښې لا هغه شان په زور کښې ناست وو ماسوا د سندھ نه چې هلته د صوبې او مرکز دوانړو دارالخلافې وې. نور په ټولو صوبو کښې ګورنران پيرنګېان وو . په صوبو او مرکز کښې په اهم څوکو چاونړو ټول کښې پيرنګېان ناست وو. ملک په کاغذ کښې ازاد وو خو مهمې څوکې بېا هم د پيرنګېانو سره وې . کم از کم د پوځ په اړه چا دا نه شو وائلې چې دا اوس ېو قامي پوځ دې  ولې چې ټولې اهمې عهدئې د پيرنګېانو سره وې. د اسلام د جهاد في سبيل الله لاندې د جهاد واک هم اوس د پيرنګيانو سره وو. د اختېار پته ئې ددې نه لګېده چې د کشمير په جنګ کښې جنا صېب حکم اوکړو چې پوځ دې کشمير ته ننوځي نو پيرنګي کمانډر انچيف ئې د حکم منلو نه انکار اوکړو. څه درې کاله پس د اېوب خان ترقي د کمانډر انچيف عهدې ته اوشوه چې پاکستان جوړېدو نو اېوب خان ېو کرنېل وو ځکه د پيرنګي په وخت کښې دا نه وه ممکن چې ېو هندوستانې دې د ېو يونټې کمانډ هم اوکړي . پيرنګي ددې پوځ تربيت د خپل مزاج مطابق کړې وو ځکه چې  چې د دنېا په کم ځائې کښې به جنګ وو که برما وه که اپريقا وه که هانګ کانګ او ېا خلافت عثمانیه نو دا پوځ به ئې جنګ له لېږلو پيرنګي ددغه پوځ تربيت د خپل نوابادېاتي غرضونو لپاره کړې وو . ولي خان زياتوي : د آزادې نه پس هغه قامي روحاني او نفسېاتي تشخص  د پوځ سره رانلې چې کم د ېو قامي پوځ لپاره پکار وي ځکه چې په هره غټه څوکې پکښې پيرنګېان ناست وو د زمکني سمندري او هوائي پوځ مشران هم پيرنګېان وو. د سکندر مرزا او اېوب خان د کتاب نه مالوميږي چې د ازادۍ نه پس هم ټول کوشش دا وو د پوځ تربیت هم په هغه طريقه اوشي چې کم د پيرنګي سټائل وو د پوځ د قامي او روحاني تشخص په جوړولو چا هډو پام نه کوو. د ازادۍ نه پس زمونږ حکومت د امريکا او برطانيې نه د امداد سوالونه شروع کړل تر دې چې فېروز خان نون خو تردې لاړو که امريکا امداد راکړي نو زمونږ هریو تن  به د کميونزم پخلاف جنګېږي د بډبېرې هوائي اډه د امریکې د ،ېو ټو طېارو، لپاره ېو څرګند ثبوت وو. اېوب خان سکندر مزرا او غلام مامد ټول پدې زور کښې وو چې پوځ هم په هغه تربيت کښې اوساتو چې کم د پيرنګي نه پاتي شوې وو. کله چې امريکا پدې پوهه شوه چې سیاسي تنظیمونه  زمونږ په واک کښې نه راځي نو د اېوب خان مارشل لا هم د امریکې په ښوښه اولږول شوه چې داهغې د خپلو مفاداتو لپاره ېو آسانه لار ګنړله. د پوځ خو اولسي او سیاسي تربيت نه وي د عوامو سره د مسلو په خلاصولو نه پوهيږي ځکه چې هغې ته هم دا ېوتربيت ورکړې شوې وي چې بس دشمن سره به جنګ کوې او دشمن به وژنې پوځ ته دليل منطق او د مباحثې کم تربيت نه ورکول شي چې کله نه دوئې د اېوب خان په وخت کښې سیاست ته لاس واچوو نو دملک تباهي هم دهغه ورځ نه شروع شوه چې تر ېحې خان او ضیاالحق پورې اوغزېده.

آخره کښې دومره وايو زمونږ اتلان خپل شته سیکھ پيرنګ مو دشمن وو څوک ئې چې اتل ګنړي نو په تاريخ کښې هرڅه مالوم دي .

جرنل باجوه دا برطانئې نه دا سيکهان ډېر په ارمان روستي خو بائد چې لږ خپل تاريخ اوګوري چې دلته پښتنو ېواځې د ېويشت سيکانو ،کپرۍ ، نه وې خاورې کړې بلکې د سمانه هنګو ټل نه تر د تيراه ددغه اګست نه تر اکتوبر پورې 1897 په دوه مياشتو کښې پښتو اتهه سوه کپرې خاورې کړې وې پکار ده چې باجوه د یوویشت نه د اته سوه کپرو ېاد ځائې جوړ کړي او د هر ېو په څلي دې خپل بېل بېل ماتم اوکړی !

د تاريخ د وضاحت لپاره دومره واېم چې په اګست 1897 کښې د ، سمانه ، دا جنګ ېواځې نه وو دغه کال د پښتنو د قامي مبارزینو په اړه دومره په تاريخ کښې ستر دې چې کتابونه پې ليکل شوي بائد په اوس وخت کښې ډکومنټري فلمونه پښتانه پخپل وياړلي تاريخ جوړ کړي .

په 1893 کښې د ډېورنډ کرښې د راښکلو نه پس په پښتنو کښې ېو غوغا روانه وه چې دغه کال ئې سر ښکاره کړو د پښتنو داسې ځوان به پدغه کال نه وو چې دغه جګړو کښې ګډون نه وو کړې پيرنګېانو ددغه کال جنګونه د سرحدي جګړو په نامه ېاد کړي او د بې کچه زيانونو سره مخ شوي پيرنګېانو دا پخپله منلې چې دا زمونږ لپاره ېو تاواني کال وو بائد چې مونږ ددې نه ډډه کړې وې .

دا جنګ د وزيرستان د مئزر سيمې نه په لسم د جون کښې جوړ شو او تر اکتوبر پورې په ټوله پښتونخوا کښې( ملاکنډ چکدره ،، بونېر،  باجوړ ، مومند ، لواړګۍ ، جمرود، ډېرۍ ، تيراه ، هنګو ،او،  ،ټل ، پورې  لکه د اور پشان خور شو.

مولانا نجم الدین اخونزاده المعروف اډې صېب ، بابړې مولا صېب ، مولا پاونده ، مولوي ګلاب نور ، مولوي سېد اکبر ، او ،سرتور فقير ،  پشان بې شمېره  اتلانو د پيرنګېانو نه ېو دوه خطا کړل .

مائیزر ته مه راځه پيرنګه

مائېزر ډنډونه دي قچرې غرقوينه

تيراه او اورکزو په لور پيرنګېانو چې په اکتوبر 1897 کښې کم د 34203 پوځيانو لښکر روان کړې وو مؤرخين حېرانتيا ښکاره کوي چې دغه وخت د تيراه اورکزو په سیمه کښې څه څلوېښت زره ټول پښتانه مېشت وو خو داسې بريښي لکه پيرنګېانو چې چرته په جرمني ېا جاپان ېرغل کولو.

د تيراه د نيولو  لپاره ، سمانه ، مهم ځائې ګنړل شو ځکه د پيرنګېانو لوئي چارواکو به د ګرمې وخت دلته تېرولو  .

هم پدغه ځائې کښې د تيراه پښتانه راغونډ شوي وو او ددغه ځاېه د درې لويو قلاګانو نه لوئې جګړې روانې شوې د پيرنګېانو د پوځ ستر درستيز جنرال ،سروليم لوکاړټ ،وائي مونږ د تيراه اورکزو نه ډېر تاواني رووتلو پدې ېو مياشت جګړه کښې څه دولس سوه د پيرنګېانو پوځيان اووژل چې د جرنل Ain Hamilton پشان لاړ رتبه چارواکې هم پکښې وو پدې جګړو کښې څه اتهه سوه ټوپکې هم لاس په لاس جګړه کښې د پيرنګېانو څخه پښتنو اخيستې وې د بشپړ ناکامې پټولو لپاره پيرنګېانو لکه د باجوړ د جګړې پشان ځان د جرګې د لارې د دغه سيمې هم ددغه کال په ژمي کښې ډېر تاواني په منډه رویستو.

مولانا خانزېب.

-
بېرته شاته