(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظیف لالا

[01.Jul.2022 - 13:40]

په چارسده کښې مې تېره ورځ پينځه جنازې اوکړې په هره جنازه کښې مولانو صاحبانو اوګده اوګده څلور څلور تقريرونه اوکړل په ېو ورځ کښې څه شل تقريرونه مو واورېدل خو په ېو تقرير کښې هم ېو مولا صېب د اولس په ګرانې ،بجلې ،بدامنې او نورو ستونزو ېو خبره اونه کړه ! د امريکې او اسرائيلو په اړه بحث پکښې  ښه ډېر وو خو د خپل قام په حال کمه خبره نه وه.

د عمر فاروق په رياست مدينه کښې به د ممبر دپاسه د اولس خبرې وې.

نظيف لالا وائي مولا صېب ولې د قام د څپ نه ځان  ټول عمر بار ګنړي ولې د اولس په ستونزو غلې دې دا مسائل خو د هرچا مسائف دي دا مولا صېب ولې د اولس په ستونزو ګونګ پاتي کېږي د اولس مسئله د ځان مسئله که  نه ګنړي نو بېا  د اولس په مېنځ کښې څله اودرېږي ؟ 

 

نظیف خان اشنغر

-
بېرته شاته