(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم

[01.Jul.2022 - 13:41]

د 2022 جون په 25 مه د پي ټي ایم احتجاج

 

 په لاريون کې د بېلابېلو ګوندونو، عوامي ورکرز ګوند، د بلوچ سٹوڈنٹ کونسل RSF، PRSF او د بشري حقونو فعالې ايمان مزاري له خپلو ملګرو سره ګډون درلود.

 

 لاريون ايجنډا

په شمالي وزيرستان کې په هدفي وژنو کې د وژل شوو څلورو ځوانانو لپاره د انصاف غوښتنه او همدارنګه په جناح روغتون کې د علي وزير سره د ناوړه چلند غندنه وه.. 

 

مظاهره د پریس کلب مخی ته شروع شوی وه چی وروسته د منظور پښتین پہ مشرئ کیی د یو ریلی په شکل ډی چوک ته ورسیده.

 

د لاريون مھم ټکي،

١) چې نن چې موږ د خپلو حقونو او د څلورو ځوانانو د وژنې پر ضد لاريون کوو، نو دلته له ډان نيوز او اسد طور نا علاوہ بل هيڅ ميډيا نه ده راغلې. منظور پښتین

 

٢)   په میډیا کې د احسان الله احسان او راو انوار په څېر قاتلانو باندې بندیز نشته بلکې په پي ټي ایم باندې بندیز دی چې د سولې غوښتونکی غورځنګ دی خو دا باید څرګنده شي چې دا بندیز یوازې په پي ټي ایم نه بلکې په ټولو پښتنو دی ځکه چی هغه څلور ځوانان چې شهيدان شوي دی اغہ خو د پي ټي اېم مسله نه وه  نو ولی ورته کوريج نہ ورکړل کیژی

 منظور پښتین 

 

٣پوځ په اغہ سیمه کې چې معدنیات موندل کیږي بدامني رامنځته کوي، ځکه چې که د معدنیات په سیمه کې بدامني نه وي، نو دوی به په کوم نوم په غرونو قبضه کوي اول دوی بدامني رامنځته کوي او بیه د امنیت په نوم معدنیات لوټوي.

منظور پښتین

 

 ٤) په اخر کې منظور پښتین وویل چې مایوسه کېږه مه په ځوانانو کې په مختلفو نومونو داسې اوازې خپریږي چې ستاسو مظاهرې او د پي ټي ایم مبارزه هیڅ ګټه نه لري خو ملگرو په دې غلامۍکې د خپل قام او وطن مقدمه ژوندئ ساتل د پی ٹی ایم لویا کامیابی دہ

 

٥پښتون ژغورنې غورځنګ اوس هم له یوې خوا په دې خاوره کې د قام په خدمت کې لگیا دی  او له بلې خوا د راتلونکي حالاتوں لپاره او د ولس د خپلواکۍ لپاره 

ھلیی زلی کویی.

 

 ٦) ملګرو که مونگ مایوسه شوو نو دا به د پښتون قوم لپاره ستره ماتې وي،

 د دی وطن مقدمہ ژوندي ساتلو لپاره به خپل ژوند قربانہ وو او د دې لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو چې وخت راغی د هر ظلم بدل به په زړورتیا او پہ لوی لاس اخلو.

منظور پښتین

 

 لاريون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابہ منظور احمد پښتون، لطيف وزيري، اولس يار، زبير شاه اغا،محمد علي ډاګيوال، عيد رحمان وزير، حمید شېراني او نظيف لالا وینا وکرہ، او لہ دی سرہ سرہ دعوامي ورکرز ګوند مرکزي صدر يوسف مستي خان او د بلوچ سٹوڈنٹ کونسل غڑئ رحيم داد بوچ ھم خپلہ وينا وکړه.

پی ٹی ایم اسلام آباد اطلاعات

طاہر پشتین.

-
بېرته شاته