(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هیرا منډیي

[01.Jul.2022 - 13:43]

دا هیرامنډی ده !

د جومات او جمرات تر منځ !

ليک : رحيم خان

هم دلته د '' جمرات '' په مسته، توده، توره او لوڅه میلمستیا کي د هند پخواني شاهزادګانو، ادیبانو او شاعرانو لاتعداده عشقونه کړي او بې حسابه اولادونه زیږولي دي

 

هم دلته مولانا چراغ حسن حسرت رنګه نابغه خپل په تورو او خیرنو خولو ډېر سپین مړوندنه وینځلي دي. دلته منټو هم د خیال له بانو سره تور ماښام کي سپینه وینه توﺉ کړې ده او هم دلته د پارسائیت په جامه پټ اقبال خپله توره قبا په وار وار غورځولې ده.

 

دا د لاهور هیرامنډۍ ده، تاسو ته ښه راغلاست !

 

دلته د ادیب / لیکوال تر نازک خیال د ده د جیب وزن ارزښت لري. دلته شاعر تر خیالي کافرو شونډو په ژوندۍ بڼه موجود مسلماني شونډي زبېښلی سي که یې د قلم پر ځای په رګو کي سپینه وینه او لاس کي د سپوژمۍ د دیدن قیمت وي. دا هیرامنډۍ ده، تاسو ته ښه راغلاست !

 

او بیا تاسو دومره اندیښمن ولي یاست؟... ته ګوره چي په کومه ورځ د ګناه تصور و زیږیدی، ګناهګاري لوبي شروع سوې نو سم دم هغه وختو کي مور کائنات د '' ثواب '' په نوم د یو بل زیږون تر پروسې هم تېریده

 

ګناه او ثواب، د یو او بل د بقا ضمانت ورکوي. که نَن ګناه ختمه سوه نو ثواب به د وینو په ناسور اخته سي او دا رنګه د ثواب بازار موندنه هم د ګناه په رد کولو کي ده.

 

د دې هیرامنډۍ څنګ شاهي جومات کي چي څنګه د ماخستن د لمانځه پس چراغ حسن حسرت، منټو او اقبال د خالق له سجدو فارغ سي نو هلته د جمرات په کوټه کي بدنونه نوي رقص او نابغه ګان نورو سجدو ته اماده وي.۔۔

 د جمرات دا مست بازار هم داسي د مستۍ په رقص اخته وي تر څو چي بیا بیرته د څنګ له شاهي جوماته د سهار د اذان غږ را پورته کیږي

 

دا هیرامنډۍ د اقبال حسین د تور مخ د پراخ تندي پر میدان لیکل سوي د ډېرو سوالونو د جوابونو قرضداره هم ده. اقبال حسین یو مست ارټسټ دی او ما یې لس کاله له مخه د ده په کور کي د ده ارټ لیدلی وو چي تخلیق یې مثال نه لري لاکن هم دغه تخلیق کار اقبال حسین تر اوس په هغه چا پسي ګرځي کوم چا چي د یو چا په لړمانه کي د اقبال حسین نطفه پریښودلې وه. له اقبال حسین څخه خپل پلار ورک دی !

 

دا هیرامنډۍ ده، جلال الدین اکبر ته ښه راغلاست !

-
بېرته شاته