(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي میرزمان خان

[01.Jul.2022 - 13:48]

غازي مير زمان خان کونړی څوک وو؟

 

د ۱۹ پېړۍ په سر کې د مومندو تیرا (تیرای) محمد اکرم خان، د جنګونو او دشمنۍ له کبله، کلی پریښودو. ځینې خلک دا د اپریدوتیراهګڼي چې سمه نه ده. دا د مومندو او اپریدو ترمنځ د شلمان غرختیځه ډډه ده.

اکرم خان لومړی اتمانخیلوانبارته لاړو او هلته نه بیا د کونړ پهلمټککې میشت شو. ده خپل مشر زوی محمد عمر له د ملک هیبت خان لور واده کړه. د محمد عمر په مړینه د ده بل زوی ګلروزخان د تبر مشر شو. په نورستان کې د امیرعبد الرحمن د حملو له کبله، ګلروز یو وارې بیا کډه شو او دا ځلې د پښتونخوا مردان ته لاړو. د ده درې میرمنې وې چې د دویم میرمن څخه يې په ١٨٦٩ م (١٢٤٨ ه) کې میر زمان وزیږیدو.

د دغه ماشوم ۳۰ کاله په هوجرو او ولسي غونډو کې خپل مشران ولیدل چې یوه شخړه څنګه په خبرو حل شي. د ۲۰ پېړۍ په پېل کې حبیب الله خان په کابل کې امیر شو نو هندوستان ته تښتدلي افغانانو ته معافي اعلان کړه. د اکرم خان ټبربیرته کونړ او بیا کابل ته کډه وکړه. ۳۸ کلن میر زمان په ١٩٠٨ م کې د مومندو د اقرب ډاګ پهسره غزاکې شامل و او د ده جنګیالو انګریز ته تاوان ورساو. د ده کشر ورور خان محمد به هم ورسره په جنګونو کې مله و. انګریز خبر شو او امیر حبیب الله خان ته يې شکایت وکړو چې د ده مخ نیوی وکړي.

په ۱۹۱۵م کې امير حبيب االله خان په یو فرمان کې ټولو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې د انګریز سره په جنګ کې برخه وانخلي. خو د میر زمان مخه چا نشوه نیولی نو امیر د ده د ګرفتارۍ امر او په کابل کې يې زنداني کړو. د امیر میرمن (سراج االخواتین) او زوی شهزاده امان الله خان شا و خوا یو کال د ده د خوشې کولو لپاره، امیر حبیب الله ته مرکې کولې. امان الله خان د ميرزمان خان د خلاصي لپاره لس زره روپۍ نغدې ضمانت ورکړې نو هغه يې پریښودو.

د میرزمان وجود اوس د انګریز لپاره یوه لویه سردردي وه ځکه دی به د خپلو ملو سره د سپین غر نه واوړیدو او هلته په بیلا بیلو غزاګانو کې يې ګډون کاو. د ده لپاره بیا د ګرفتارۍ امر جاري شو او دا ځلې د امیر حبیب الله خلاف د مشروطه غورځنګ نورو باغیانو سره ونیولو. دی ۴ کاله د شیرپور په زندان کې بند وو. په ولس کې دی د میر زمانکنړيپه نوم مشهور و خو په مومندو کې د ده نوم ډېر په ویاړ یادیدو. هغه وخت خلکو به دا سندره زمزمه کوله چې

دا شلمانۍ شوه ګټې ګټې- مېړونه لاړل په لمټکی

تورو تمبو ته وایه داسې- راپریږده میر زمان په ناوګۍ..

….د شلمانۍ

د ۱۹۱۹م په ژمي کې امير حبيب الله خان جلال آباد ته لاړو نو کابل کې شهزاده امان الله د خپلو اختیاراتو نه ګټه واخیسته او د میرزمان د خوشې کولو امر وکړو. پلار يې خبر شو نو فرمان يې واستاو چې زما تر راتلو به، ميرزمان بند وساتئ. شهزاده امان الله خان، ميرزمان ته د تیښتې مشوره ورکړه خو هغه په شاهي کورنۍ کې دننه جنګ نه غوښتو او قید يې په ځان ومنلو. شپږ ورځې وروسته، په ۲۰ فروري، امیر حبییب الله په لغمان کې خپلې خیمې کې ووژل شو. ميرزمان نوی امیر (امان الله خان) ته د ۱۵ سياسي بنديانو نومونه ورکړل چې د ده پلار په زندان کې اچولي وو او ټول په ګډه ازاد شول.

د انګريز سره دريم جنګ (۱۹۱۹م) په وخت میرزمان د کونړ د ولسي لښکر او چترال د جبهې مشر و. د می په ۸ نېټه دی د خپلو ۴۰۰ جنګیالو سره د اسمار په لاره بریکوټ (سوات) ته ورسیدو. مجاهدینو د انګریز د بمباریو سره هم سخته مقابله وکړه او وروسته ميرزمان ته په دغه میړانه دلوى خانلقب، جاګیر او نورامتیازات ورکړې شول.

په ۸ اګست راولپنډۍ کې د برطانوي او افغان استاځو تر منځ یوه لوظنامه کې افغانستان د یو خپلواکه ملک په توګه وپیژندل شو. د میرزمان جنګي دوره ختمه شوه نو د قامي مشر په توګه يې د جرګو لړۍ پېل کړه. دی د امیر امان الله خان د حکومتي شورا یو غړې و او په ۱۹۲۰م کې يې د ننګرهار پههډهکې یوه لویه جرګه راوبلله چې داتحاد مشرقيپه نوم یادېږي. د جنرل نادر خان په صدارت دغه جرګه کې د پولې دواړو غاړو ۵۰۰۰ مخه ورو کسانو ګډون وکړو. ورپسې لغمان کې يې هم یوه جرګه جوړه شوه.

په ۱۹۲۳م کې د خوست د ګوډ ملا د بغاوت ختمولو کې هم د میرزمان لویه ونډه وه. ده له کابل د یو جنګي لښکر سره پکتیا ته ورغلو او هلته خبرو اترو د لارې دا شخړه ختمه کړه. په ۱۹۲۶م کې میر زمان په هلو ځلو د شينوارو پاڅون پای ته ورسیدو. څو میاشتې وروسته امیر د میرزمان په منځګړتوب د مومندو یوه جرګه کابل ته وروبلله. سیال مومند لیکي،دغه جرګې ته يې د کابل په قلاچه کې د نرنجن داس په سرای کې ځای ورکړو. زه پخپله هم د خپل محترم غازي او شهید تره محمد عمرخان کاکا سره دغه جرګې ته تللې ومغازي بادشاه د مومندو جرګه څو میاشتې په کابل کې پاتې کړه او ډېر دارومدار يې وکړو او د پغمان په بهار هوټل کې ورته ښې درنې میلمستیاوې ورکړلې.” سیال مومند هلته ناروغه شو او وړاندې واییپه کابل کې یو ورکوټې شفاخانه وه چه هندی ډاکټرانو به پکې کار کاو. د میر زمان خان په ګاډۍ کی د هغه خوری اکبر خان یوړم او هغه ډاکټرانو دارو راکړه او زه ښه شوم او شپی له د میر زمان خان ځای ته چه په قلاچه کې وو، راغلو. زه بی هوشه وم خو د شپی ناوخته په هوش شوم. نو میر زمان خان زما په خوا کی په مسله (مصله) ناست وو او د قران شریف تلاوت يې کاوه. زما سترګې چه غړیدلی ولیدلی نو خوشاله شو او وی ویلی څنګه يې؟ ما ویل شکر ښه یم. میر زمان ډېر سخی او ډوډۍ مار سړی وو او د غازی امان الله خان ډیر دوست او ښه همکار وو. د رنګ نه تور سکاڼ سړی وو. ګیره به يې منډۍ کوله . ښه دروند منډلی په ونه برابر سری و او کله نا کله به ئی د اعزازی جرنیلی دریشی هم اغوستله. په غازی امان الله خان ښه ګران هم وو.”

د امیر مخالفانو په ۱۹۲۸م د فروري په میاشت کې ۵۸ کلن ميرزمان خان، د کونړ په شینکوړک کلي په جومات کې د ماسخوتن په لمانځه وویشتلو. د ده قتل یوه لویه فاجعه او غمیزه وه چې په لنډیو کې يې ویر وشو.

میر زمان داسې ارمان وکړو

د ننګیالو جرګې به څوک راټولوینه

د ده له قتل شا و خوا ۴۰ کاله وروسته د نادر شاه ورور شاه ولي خان پخپل کتاب کې د پکتیا او ننګرهار د جرګو او مرکو زکر کوي خو د میر زمان او نورو قامي مشرانو نوم نه اخلي. په ولس کې د ده ذکر اوس هم په ویاړ کېږي. د ميرزمان خان اته زامن او اوه لوڼې وې او دزمانيټبر په لقب د خپلې کورنۍ تاریخ لیکلو سره سره یوه ویبپاڼه لري.

په ننګرهار پوهنتون او کونړ کې د میرزمان په نوم یادګارونه پاتې دي.

سرچینې

۱. د غازي میر زمان خان ژوند او مبارزو ته یوه لنډه کتنه. ډاکټر عبد الرحمان زماني. د مُسكاخپرندويه مؤسسه.

لمريز هجري كال۱۳۹۶. ژمې( ۲۰۱۸م)

اسد دانش مطبعه، كابل، افغانستان

۲. د مومندو غزاګانی- سیال مومند. یونیورسټی بک ایجنسی. خیبر بازار پیښور. ۲۴ ثور ۱۳۵۴ ش.

۳. زمونږ غازیان. محمد ولي ځلمی. د افغانستان د علومو اکاډمي. ۲۸ اسد ۱۳۶۸ ه.

۴.ځما یادونه. مارشال شاه ولیخان غازي. پښتو کوونکی محمد ارسلان سلیمی. مهتمم او مصمح. محمد شاه ارشاد. ۱۳۳۹. د حوت ۳۰.

Sardarwali Haqmal Mohmand

-
بېرته شاته