(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرهاد او

[01.Jul.2022 - 16:47]

دفرهاد او شیرینې دمینې کیسه او دپښتنو شاعرانو

 په شعرونو او پښتو لنډیو ( ټپو ) کې دهغو یادونه 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

بادشاهانو که قصرونه کړل آباد 

ما دعشق عمارتونه کړل بنیاد

نوم دکوم یوه بادشاه هسې یادیږي 

لکه نوم دی دشیرین او دفرهاد

(رحمان بابا)

دعشقي او دمینې له  کېسو نه یوه هم دشیرین او فرهاد کیسه ده چې زیاتره په فارسي ، ترکي ، هندي ، اردو او پښتو ژبو هم لیکله شوې ده او فلمونه هم ترې جوړ شوي دي.

په فارسي ژبو شاعرانو کې وحشۍ بافقي (۹۳۹-۹۹۱هجری )، وصال شیرازي (۱۱۹۷-۱۲۶۲هجری -قمری) او صابر شیرازي ددیارلسمې هجري پیړۍ  په دویمه نیمایي کې په نظم سره لیکلی دی

دافسانوي روایتونو پر بنسټ فرهاد له شیرینې سره مینه درلودله ، خو پر هغې یو بل شهزاده هم مین و چې خسرو نومید .ددې لپاره چې خسرو ، فرهاد له دغې مینې بې برخې کړي نو خپل نږدې سلاکاران اومشاورین یې راو غوښتل چې په دې اړوند له دوی سره سلا اومشوره وکړي

دده مشاورینو اوسلاکارانو ورته وویل که دې  فرهاد مړ کړ نو یو بې ګنا ه انسان به دې وژلي وي ، نو ښه به داوي چې ده ته ډیرې پیسې. دولت  او سره زر ورکړې  څو دی دشیرینې له مینې  لاس په سر شي . خو مینه مینه ده دفرهاد دزړه نه دشیرینې مینه هیڅکله هم دپیسو په ورکولو نشوه اخیستل کیدلی او هماغه و چې فرهاد داخبره ونه منله.

وروسته بیا خسرو  له خپلو سلاکارانو اومشاورینو سره ددویم ځل لپاره سلا مشور وکړه او هغو ورته وویل چې ده ته یو داسې سخت او ناشونی  کار ورپه غاړه کړه چې کلونه کلونه پرې اخته وي او ترسره کولي یې هم نشي او په دې ډول به هغه دشیرینې له مینې  لاس په سرشي .

خسرو چې پخپله هم پر شیرینې سخت مین و نو ده ته یې وویل تاته یوه ستره دنده درکوم که دغه کار دې تر سره کړ او پکې بریالی شوې  نو شیرینه به ستا وي او ته کولي شې چې واده ورسره وکړې

خسرو فرهاد ته وویل  : سرله ننه به دغه غرسوری کوې که د اکار دې تر سره کړنوشیرینه به ستا وي.  

فرهاد چې دکلک هوډ او عزم خاوند و او هم دشیرینې مینه یې له زړه نه وتله  دغه سخت  کار ته یې ملا وتړله  او د غره دسوري کولو کاریې تقریبا مخ په بشپړیدو و . خسرو پو شو چې فرهاد دپیاوړي هوډ څښتن دی  اوپه خپل کار کې بریالی کیږي نو دا ځل یې خپل نږدې کسان ده ته ورولیږل او په درواغو یې ده ته داخبر ورکړ چې ستا مینه شیرینه مړه شوې ده ، فرهاد ددې خبر په اوریدو سمدلاسه خپله هغه تیشه چې غریې پرې سوری کاوه پر خپل سر ووهله او ځان یې حق ته وسپاره اومړ شو او دی پخپله مینه کې نا کام  شو

محبت کې دشیرینې ناخبره وم

دفرهاد دتیشې واری مې پر سر راغی  

او داهم په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې دشیرین او فرهاد یادونه

جانانه ستا په محبت کې 

                    لکه فرهاد دې د ديدن ارماني يمه

 

غمونو ستا کړمه برباده    

                   لکه فرهاد دې د ديدن ارمانې يمه

 

که فرهاد سر په تېشه مات کړ     

       پاس د محل نه ښکته چا دانګلې دينه

 

باید زیاته کړم چې دغه کیسه په پښتو ژبه هم لیکل شوې ده او لیکوال یې طالب ولی محمد دی چې په ( ۲۰۱۸) زیږدیز کال یې چاپ کړی دی.

(یاد

 

 

 

روه او روهي دمورخینو په لیکنو اود

پښتو شاعرانو په شعرونو کې

-------------------------------------------------

روه هغه نوم دی چې په منځنیو پیړیو کې دافغانانو هیواد ته ویل کیده . روه دافغانستان ،پښتونخوا ، سهیلي پښتونخوا او دیره جاتو سیموته چې افغانان پکې میشته وواطلاق کیده .

انګریز ختیز پیژندونکی او ګرامر پوه هینري جیورج راورټيHenry George Raverty( ۱۸۲۵- ۱۹۰۶ زیږدیز ) دروه په اړوند وايي چې هر څوک چې په ديره جاتو کی ديره شوی وي هغه ته به روه د خپل کور ديوه لوښي ياکالي په شان آشنا نوم وي. (۱)

هینری والټربيلیوHenry Walter Bellewچې دافغانستان دتوکمونو په نوم کتاب یې لیکلي بيا وايي چې هنديان د افغانانو ملک روه بولي او روه په هندي ژبه کې د غره معنا لري اودروه اوسيدونکو ته روهيله يعنې دروه اوسيدونکي وايي. (۲)

دپټهان دکتا ب انګریزي لیکوال سراولاف کیروSir Olaf Caroe وايي 🙁 دروه کلمه چې دافغانانو د ملک یا هیواد په معنا کارول شوې ده په جنوبي پنجابي ژبه کې د غره معنا لري .

تر ټولو نه پخوانی لیکل شوی سند چې دروه نوم پکې ليدل کیږي هغه تاريخ داؤدي دی چې عبدالله له کال ۱۵۷۵ نه تر کال ۱۵۷۶ ميلادي پورې تأليف کړی دی،نوموړی دهند دمغولي واکمن جهانګیر معا صر و .ماددې مقالې لیکوال دغه اثر ژباړلی دي او په کابل او پیښور کې چاپ شوی دی. عبدالله دروه نوم د شيرشاه د حالاتو د بيان په ترڅ کې يادوي او ليکي: (کله چې سلطان بهلول واکمنۍ ته ورسيد، له روه نه يې چې د افغانانو ټاټوبی دی، ډير افغانان راوغوښتل او د فريد نيکه چې نوم يې ابراهيم و، له روه نه هندوستان ته راغی.) (۴)

د هند د مغولو د عصر ډيرو نورو مؤلفينو هم د روه نوم ياد کړی دی. يو له دغو مؤلفينو نه عباس سروانی دی چې تاريخ شير شاهي يې له کال ۱۵۷۹ زیږدیز نه لږ څه وروسته ليکلی دی. دی روه د افغانانو د ملک په توګه پهپر له پسې ډول يادوي او يو ځای د هغه فرمان له يادولو نه وروسته چی ملک بهلول هند ته د پښتنو مشرانو وربللو لپاره صادر کړی دی ليکي: (کله چې دا فرمان ورسيد افغانان د روه له ټولو برخونه ډلې ډلې هندوستان ته راغلل. (۵)

خواجه نظام الدين احمد هم چې طبقات اکبري يې له کال ۱۵۹۲ نه تر کال ۱۵۹۴ پورې ليکلی دی د روه نوم اخلي او ليکي: (کله چې سلطان بهلول لودي ځواک ترلاسه کړ ډير زيات شمير افغانان يې له روه نه چې د افغانانو ملک دی، راوغوښتل) (۶)

په تاريخ فرشته کې چې مو لف یې محمد قاسم هندوشاه اوپه ۱۶۰۹ زیږدیز کال تالیف شوی دی هم د روه نوم په مکرراوپرله پسې ډول ياد شوی دی. يو ځای راغلي چی (دسوريانو د کورنۍ يو غړی د روه په افغانانو کې ميشت شو.) ((۷)

خواجه نعمت الله هروي هم د روه کلمه بيا بيا نوم اخیستی ده او يو ځای د سلطان شهاب الدين د سوبو او فتوحاتو دبيان په ترڅ کې ليکي چې(درې يم وار يې د افغانانو د قبايلو دولس زره سواره له ځان سره راوستل..سلطان شهاب الدين دا خلک د روه په غرنۍ سيمه کې ان د ملتان تر سرحده آباد کړل. (۸)

خو داچې روه کومه سيمه ده ؟ په دې باره کې هم په هغو آثارو کی چه د بابر له زمانی نه رادی خواته په هند کی ليکل شوی بشپړ صراحتونه شوی دی، خو تر ټولونه پخوانی اثر چه د روه تعريف پکې ليدل کیږي هغه بيا هم د عبدا لله (تاريخ داؤد ي) دی. په تاريخ داودي کې يو ځای راغلي چې (دروه دسیمې پلنوالی او اوږدوالی دباجوړ او سوات نه نیولې تر سیوۍ پورې چې دبهکر له توابعو نه ده او دحسن ابدال نه دکابل او کندهاره پورې دی او هرڅومره سیمې چې په دغه مینځ کې پرتې دي هغه دروه په نامه یادیږي )(۹)

د نظام الدين په طبقات اکبری، دمحمد قاسم په تاريخ فرشته او د نعمت الله هروی په مخزن افغانی کې هم همدی ته بيخی ورته تعريفونه راغلي دي. (، خو نواب محبت خان بړيڅي، چی رياض المحبت يی په کال ۱۸۰۶م کی ليکلی او پدی برخه کی اصولاً د زياتره صلاحيت خاوند دی،روه يو ستر ملک بولی او ليکی چی (د شرق په لور ترکشميره او د غرب په لور ترهير منده( هیلمنده ) چی ددوه نيمو مياشتو مزل دی، امتداد لری; دشمال په لور ترکاشغره او د جنوب په لور تر بلوچستانه امتداد لری; دا دافغانانو هيواد دی او افغانان پکې میشت دي)

دفرشته په تاریخ کې  د روه حدود او ثغور داسې راغلي دي

«روه هغه غرنۍ سېمه ده چې له  له باجوړه تر سیوۍ پورې غزیدلې  او له بکر او حسن ابداله  نیولې تر کابل او کندهار پورې پرته ده .

موږ دروه د کلمې څرک په پښتو ادبیاتو کې هم لیدلای شو ،لکه دستر خوشال بابا زوی اشرف خان هجری چې روهي تخلص یې هم کاوه او دجنوبي هندوستان د ددکن دبیچاپور په جیل کې د هند دمغولي واکمن اورنګزیب له لاسه بندیوا ن و دابیت :

(قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

سلام باد رارسوي منت یې تم دی)(۱۱)

یعنې ډیره موده وشوه چې قاصدان دروه دسیمې نه زما پوښتنې ته نه دي راغلي.نو ددې بیت نه هم جوتیږي چې په هغه وخت کې دپښتونخوا او اوسني افغا نستان نوم روه و.

په بل ځای کې اشرف خان هجري دروه په اړوند داسې وایي:

یا د زړه باز يی تل د روه پر ځمکه ګرځی

که هجری په دکن ناست خالی بدن دی

کا ظم خان شیدا وایی وایی:

په هندي ادا یې وکړې په ما چارې

زه شیدا په زړه ساده دروه افغان یم(۱۲)

کاظم خان شيدا په بل ځای کې وايی:

په زړه می ګرځی د غرونو څوکې

حملې د بازو د زرکو کوکې

ووايه څه کا د روه نسيمه

ګيرا منګولی زيبا مښوکې (۱۳)

 شیدا واستوه ديوان د هنده روه ته

چې لبریز یې په صدا هم کوهستان شي

خوشحال خان په ډيرو فارسی اشعارو کی ځان روهی بولی.

چه شرابيست اين که روهی را

به يکی جرعه بی خبر کردی

خوشال بابا وایی:

چې دروه

 په ملک کې ښه پښتون یا دیږ

نن مومند ، بنګښ ، اورکزي اوا پریدي دي

اشرف خان هجري بیا وایی:

په اشعار مې دپښتو فارسي تیری کا

که هجري په ذات خټک دروه افغان دی

کاظم خان شیدادخوشال بابا په اړوند بیاوایی:

خان ممتاز دتمام روه دی

بل استاد ددې ګروه دی

په بل ځای کې کاظم خان شیدا دروه په اړوند بیا وایی :

شیدا استوه دیوان له هنده روه ته

چې لبریزې په صداشي کو هستان هم

رحمان باباوایي 

په اميد د زلفو ونښتم په دام کې

روهيلے وم ساده دل په هندو بار ګډ

--------------------------

ددې مقالې په لیکلو کې مې دلاندنیو کتابونو نه ګټه اخیستې ده :

1-Notes on Afghanistan and part of Baluchistan (1881–1888, Pakistani edition 1978)

2-The races of Afghanistan: By Henry Walter Bellow, London, 1880-2

3-The Pathans By : Sir Olaf Caroe , London -3

۴- داودي تاریخ ، دعبدالله لیکنه ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ، ۱۷۷ مخ ، ۲۰۰۷ کال ، دپيښور چاپ .

۵- تاریخ شیرشاهي ، دعباس سرواني لیکنه ،دارواښاد ډاکتر دولت محمد لودین ژباړه دکابل چاپ

۶- طبقات اکبري ، دخواجه نظام الدین اخمد لیکنه ، دهند چاپ .

۷- تاریخ فرشته ، دمحمد قاسم هندوشاه لیکنه ، دهند چاپ

۸- مخزن افغاني ، دخواجه نعمت اله هروي لیکنه ، دهند چاپ

۹- تاریخ داودي ، ۱۷۷ مخ.

۱۰- ریا ض المحبت ، دنواب محبت خان بړیڅي اثر ، دهند چاپ ، ۱۸۰۶ کال

۱۱- داشرف خان هجري دیوان

۱۲- دحمید مومند دیوان

۱۳- دکاظم خان شیدا دیوان

۱۴- دخوشال بابا فارسي اشعار

۱۵- درحمان بابا دیوان

۱۶- دروه ، روهیله اوروهیلکهنډ په اړوند د(لطیف یاد ) یا دداشتونه

Latif Yad

 

 

-
بېرته شاته