(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وېره

[01.Jul.2022 - 16:50]

د پښتنو ژوند د وړوکوالی نه د وېرې د بېلابېلو ډولونو لکه د بلا او ببو وېرې ، د غربت وېرې، د تربګنی وېرې، د اسماني افتونو وېرې او نورې داسی ډیرې وېرې، چې د دوۍ نه راچاپیره دي، تبا او برباد کړی دی.

.......................

د ویری څخه د حاکمیت د یوې وسیلې په توګه د  دینونو په منځ ته راتګ او وده کښې هم کار اخستل کیږي،  چې له یوې خوا د دوزخ د عداب څخه انسانان ډاروي او د بلې خوا د جنت ژمنه ورکوي.

 

دغه راز په اقتصادي ، ټولنیزو، پوځي او سیاسي چارو کښې واکمن کسان د خپلو علائقو د پوره کولو او موخو (هدفونو) د لاسته راوړلو لپاره رښتیاني او یا غیری رښتیاني خطرونو ته چې د ویرې د منځ ته راتګ سبب ګرځي،  ګوته نیسي او پدې ډول ویره پیدا کوي او وګړي خپل اطاعت او غاړې ایښودلو ته اړ او مجبوروي.

 

ددی ټولو ټکو څخه دا پایله لاس ته راځي،  چې وېره یوازز د یوه تن ربړه نده،  بلکې یوه ډله ایزه پیښه هم ده.

د وېری د ډله ایزتوب لپاره دا واقعیت هم خبرې کوي،  چې وېره دیون بل ته تلوتکي (ساری) خوی لري. 

په نورو تورو سره د یوه انسان څخه بل انسان ته تللی او ختلی شي. لدی کبله د ویریدونکو انسانانو سره اړیکې (تماس ) او راشه درشه په سړی کښې وېره پیدا کوي او پدې ډول زیات انسانان د وېری په رنځ اخته کیدلی شي.

له بلې خوا  ډله ایزه وېره په کسانو ویشل کیږي . نو که  شخصي/ځاني ( ذاتي ) وېره د منځه لاړه هم شي، نو د ډله اېزی ویرې څخه سړی په ډډه کیدی اوبچیدی نه شي.

لنډه دا چې وېره د ډله اېزی ربړې په تو ګه په پای کښې یوه شخصي ( ذاتي ) ربړه ده.

http://kabirstori.com/files/books/Wira.doc.

(سرچېنه: وېره د ساپوهنې په رڼا کې)

-
بېرته شاته