(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سور مرچ

[01.Jul.2022 - 16:55]

ګوټکا، چالیه، پاڼ، چېپسونه، پاپړ، دالڅي، سور اوړه کړی مرچکی، اچار او چڼاچؤر وغېره د جنوبي اسیايي قومونو نشې چبېڼې دي، کوم پښتانه چې ددې منطقې په سیمو ته وردننه شوې دي' نو دې څیزونو سره یې واسطه راغلې ده او دوۍ بیا دا هڅه کړې ده' چې دا څیزونه له ځانه سره خپلې منطقې «مینځنۍ اسیا» ته راوړي او دلته یې د یو نوې برانډ په توګه متعارف کړې!

 

کوز پښتانه د خپل یخ واورین طبعیت پر څېر د ډېرو چټپټې څیزونو سره اموخته نۀ ول' خو د پاکستان رامینځته کیدو نه پس چې کراچۍ ددې هیواد وړومبئ پلازمېنه شوه' نو دا خلک نوکریو، خوارو او مزدورو پسې لاړل او بیا له ځانه سره یې وخت پر وخت دا لعنتونه راوړل!

 

زموږ مشران چې د پاکستان نه مشران ول' هغوي به چڼه خپلو اسپو ته ورکوله' خو نن یې عام پښتانه خوري، زیاتره د ګېس ناروغان دي ـ 

پخوانیو مشرانو به شین مرچکی خوړو' خو اوسني هلکان او جینکۍ د سرو مرچکو په اوړو کې لړلې شوې پاپړي چېپسونه خوري او په دهغه مرچکو یې وخکي لړلې وي؛ زیاتره د بواسیرو ناروغان دي!

زموږ اوسني مشران نوې کهول ته د بره پښتنو بیلګې ورکوي' چې څنګه ددې لعنتونو څخه ځانونه ژغوري او ددې زېړ او کمزوري وجودونو پرتله ښۀ سرۀ سپین او څاربه وجودونه لري!

 

د مشرف د واکمنۍ پر مهال زیاتره د پاپړو او چېپسو کارخونې په پنجاب کې وې، خو دا اوس په لږه موده کې تر پنجابه زیاتې کارخونې دلته پېل شوې او هر دوکاندار څخه په لسګونو رنګه چېپس ترلاسه کېږي؛ هغۀ زما د ګاونډي زمېن خبره;

د اوسنۍ دوکاندارۍ لپاره په چېپسو کې پي ایچ ډي کول ضروري شوې دي ـ

 

چېپسو دې بې تحاشا خوراک چې د کوزو پښتنو په رنګ و روغن کوم اثر غورځولی دی، د هغي پته د پښتو دې ټپې څخه له ورایه جوتېږي

ښائیست په ټوله دونیا ډېر دی ـ

د پېښور جینکۍ ټولې زیړې دینه!

(وقاص یوسپزي)

-
بېرته شاته