(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهوښیارتېا بې پلوه

[01.Jul.2022 - 17:03]

د هوښيارتيا کولتوري* بې پلوه تله (Culturefair Intelligence Test)

پيژند ګلوي

د هوښيارتیا کولتوري بې پلوه تله نه يوازې نظرياتي پوهنيز ارزښت لري ، بلکې په عملي ژوند او چارو کې په تيره بيا د ډيرو قامونو په هيواد کې ورته غټه اړتيا ليدل کيږي.

د هوښيارتيا د کولتوري ناپيېلې تلې اړتېا د لومړۍ نړيوالې جګړې څخه لږ څه د مخه د امريکا د متحده ايالتونو په پوځ کې د نوکرۍ له کبله پيدا شوه، چې په بېلابېلو ژبو غږيدل، دروزنې بېلابېل پاټکي(درجې) يې لرلې او د بېلابېلو  قومونو او ټبرونو  پورې ئې اړه لرله

د یو شان (مساویچانس د نارې د لاندې د پوځ د الفا د هوښيارتيا تله ( Army-Alpha-Test ) چې د ژبې پورې تړلې وه، يوه د ژبې څخه ناپيېلی بڼه جوړه شوه ، چې  د پوځ  د بيټا په تله ( Army-Beta-Test ) مشهوره شوه، چې د لومړي ځل لپاره د نړۍ د لومړۍ جګړي په وخت کې ترې کار واخيستل شو  ( ۱ ) .

ددغه وخت راايسې ګڼشمير د ژبې څخه ناپيېلې د هوښيارتيا تلې منځ ته راغلې او پرله پسی دا نظريه غښتلې کيده چې دا د ژبې څخه ناپيېلې تلې د کولتور څخه هم ناپيېلې دي او کیټل (Cattel)خپله د هوښيارتيا تله د ژبې څخه د ناپيېلتوب له کبله د کولتور څخه ازاده (Culture-free) تله وګڼله   

په دغه وخت کښې د هوښيارتيا د ژبې څخه د ازادو( ناپیېلو) تلو په کولتوري ناپيېلتوب نيوکې ( اعتراض  / تنقيد ) هم زيات شو، چې په دې منځ کې تر ټولو جګ پړاو ته رسيدلی دی.

 

د ژبې څخه د ازادو تلو په کولتوري ازادۍ نيوکه:

مېرڅ(Merz ) پدې نښتون کې ليکي چې د خپلې څيړنې په لړ کې  یې ثابته کړيده چې د هوښيارتيا د ژبې څخه ناپیېلې (خپلواکې/ازادېتلې ځانګړي (خاص) اړيکې د ژبې سره لرې

دی زياتوي،  چې سړی د ژبې څخه د هوښيارتيا په ناپيېلې تله کې پايلې ( نتيجې ) ډېرې ښې کولی شي . کله چې د هغه کسانو څخه چې هوښيارتيا ئې تلل کيږي غوښتنه وشي چې هر څه چې ويني يا سوچ ئې کوي په جګ اواز  ووايي . پداسی حال کې چې د ژبې پورې د هوښيارتيا په پيېلې تله کې په دې توګه پايلې (نتيجې ) نه ښې کېږي او يا ډيرې لږې ښې کيږی دا  واقعيت  ميرڅ (Merz ) بيا داسې روښانوي چې « د ژبې څخه د هوښيارتيا په ناپيېلو تلو د ژبې او په دې توګه د کولتوري چاپيريال اغېزه زياته ده ( ۳) .

درنت(Drenth ) او فان دیر فلير (Von Der Flier ) همدا خبره پخوي چې وايي زيات شمير د ژبې څخه د هوښيارتيا ناپيېلې تلې همدوغومره د کولتوري لړونو پورې تړلي دي لکه څومره، چې د ژبې پورې پيېلې تلې دي ( ۴)  .

پدې نوي وخت کې دا پرله پسې روښانيږي چې د هوښيارتيا د ژبې د پيېلو تلو په پرتله د ژبې څخه ناپيېلې تلې ډيرې د کولتوري اغیزې د لاندي دي ( ۵ )  .

زما په څيړنه کې چې ما د پښتونخوا ( افغانستاند کونړ په ولایت (صوبه) او جرمني کې سره ته رسولې ده، راپه ګوته شويده چې د ژبې سربيره نور لړونه هم د هوښيارتيا په دودېزه (عنعنوی) تلو کې رول لوبوي، چې د کولتور پورې تړلی خوي لري ( ۶ ) .   

د څيړني څخه د مخه مونږ د دانيل(Daniel ) په شکلونو کې د هوښيارتياتله (Figure Reasoning – Test)  د هندارې د تصوير په شان د کيڼ څخه ښې پلو ته واړوله او د پښتو د ليک دود سره مو سمه کړه او د هوښيارتيا هنداره / آينه (Spiegel der Intelligenz) مو  ونوموله

د څيړنې په پای کې راپه ډاګه شوه، چې پښتانه « د هوښيارتيا په آينه » کې چې د دوی د ليک دود او سوچ د عادتونو سره برابره وه ښې پایلې (نتيجې) « په شکلونو کې د هوښيارتيا د تلې » څخه لري او جرمنيان بيا برخلاف په شکلونو کې د هوښيارتيا په تلې کې د هوښيارتيا د آينې څخه ښې نتيجې لري ( ۷ ) .  دا ددې مانا لري چې سوچ د روزنې او ټولنيز کيدلو د لړۍ پواسطه په ځانګړي (خاص) پلو وده کوي او پلو ( طرف ) د هوښيارتيا د پوښتنو په حل کې رول لوبوي چې د کولتور  پورې تړلی خوی لري .

لينګمان (Liungman ) د هوښيارتيا د ژبې څخه يو شمير ازادی تلې

(Culture-free Test von Cattel and Raven Matrices)  راسپړلي ( تحليل کړي ) او دې نتيجې ته رسيدلی دی چې د هوښيارتيا د ژبې څخه د ازادو تلو د يو شمير پوښتنو سم اندي يا  سم سوچې ( منطقي ) کړنلاره (اصول)د بېلابېلو کولتورونو د کسانو لپاره بېلابېلې  ماناوې لري، چې د تلې د جوړونکي د سوچ سره توپير لري ( ۸ ) . 

مونږ هم د ريون ( Raven ) د شتانډار د  پروګرسيو ماتر یسو Standard progressive)  ( Matriceتلې پوښتنې راوسپړلې ( تحيل کړې ) او راپه ګوته شوه چې د ځينو پوښتنو د حللاره په ښوونځي کې زده کيږي او د ښونځيو پورې تړلی خوي لري . دا ددې مانا لري چې ددې پوښتنو د حل لپاره د ښوونځي زده کړه شرط ده او نالوستي کسان ددې پوښتنو د حل د لارې سره اشنا ندي او ورته سخته تمامېږی ( ۹ ) .

د هوښيارتيا د ژبې څخه په زيات شمير ازادو تلو کې هندسوي مواد چې په ښونځيو کې ورسره سړی  اشنا کيږی لګول شوي دي او له دې کبله لوستي کسان ددې سره بلد دي او د نالوستو کسانو په پرتله چې ورسره بلد ندي ښه کار ترې اخستلی شي سربيره پر دې د هوښيارتيا  د ژبې څخه د ازادو   تلو په زیات شمير کې د لاتيني تورو يا عربي شمير پواسطه د پوښتنو ځواب په نښه کيږي دا چې په ځينو کولتورونو کې د شمير بل ډول سيستم کارول کيږي نو ددې کولتور د کسانو لپاره د پوښتنو ځواب په لاتيني تورو يا عربي شمير په نښه کول د هغه کولتور د کسانو په پرتله چې ددی شمير يا تورو سره بلد وي سخت تماميږي

څرنګه چې په ټولو کولتورونو، ګړندی او د وخت د فشار د لاندې کار رواج ندی نو د پوښتنو د حل لپاره د وخت تنګه پوله هم بې نيوکی ( انتقاده ) نده .

د هوښيارتيا د ژبې څخه د ازادو تلو د اتبار( Validity ) او باور(Reliability)اندازه چې د کلاسيکې نظريې له مخې د تلې د غوره والی نښې دي په بېلالبېلو (مختلفو) کولتورونو کې د رضايت وړ نده ( ۱۰ ) .

که ځېر شو نو وبه وينو چې د هوښيارتيا د ژبې څخه د ازادو تلو په کولتوري ازادۍ نيوکې ( انتقادونه ) نه يوازې مونږ ته دا راښي چې د ژبې څخه ازادې تلې د کولتور څخه ازادي تلې ندې ، بلکې يو شمير غوښتنې هم راپه ګوته کوي چې د هوښيارتيا د يوې کولتوري بې پلوه تلې د پيژند ( تعریف ) او 

ودې سبب ګرزيدلی شي .

..............

*د کولتور ( Kultur/Culture )يا کلچر  

لپاره په پښتو کې د ثقافت ،تهذیب ، فرهنګ ،  هڅوب ، ژوند دود او کړنې ویۍ اولفظونه هم پکارول کيږي . خو موږ د کولتور استلا غوره وګڼله

...............

سرچېنهد هوښيارتيا کولتوري بې پلوه تله

-
بېرته شاته