(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پیازو پردې

[01.Jul.2022 - 17:07]

د پیازو پردې،  ولې د وینا ژبپوهنه؟

لیک: نجېب منلی

- پیاز مې لږ ډېر سره کړل.

په دې جمله کې یواځینۍ باوري خبره دا ده چې پر «پیاز» یو څه شوي دي او دغه څه ما کړي دي.

پر «پیاز» څه شوي دي؟

- پیاز سره شوي دي.

د دې خبرې مطلب څه دی؟ سور/سره له یو رنګ سره تړاو لري. دا رنګ، که د نور د ترکیب له مخې تعریف کړو نو د لیدو وړ الکترو مقناطیسي څپو هغه صنف دی چې اوږدوالی یې د ۶۰۰ نانومترو او ۷۸۰ نانو مترو تر منځ وي (یو نانومتر د یو متر یو ملیاردمه برخه ده). په لومړي نظر کې د پورته جملې مطلب دا دی چې ما د پیاز رنګ بدل کړ یانې زما تر مداخلې مخکې چې د پیاز رنګ هر څه و، خو اوس یې رنګ «سور» دی.

پیاز څنګه سورکېدای شي؟ بیا هم که په لومړي تقریب کې پرې فکر وکړو نو مطلب به دا وي چې د پیاز پر سطح داسې رنګ ور زیات شوی دی چې د «سور» په تعریف برابر دی. خو په ژبه کې سور یوازې د رنګ په مانا نه کارول کېږي. د لیدو وړ رڼا د اوږدو څپو برخه د تودوخې په بڼه حس کېږي. کله چې وایو «اوبه سرې دي» نو ممکن مطلب مو دا وي چې اوبه تودې دي. همدغه راز، د پیاز د «سور کولو» له پاره د پیاز پر سطح د سور رنګ موښل ضرور نه دي، د تودوخې لوړې درجې ته رسول یې هم همدا نتیجه ورکوي. نو کله چې زه وایم «پیاز مې سور کړ» زما د وینا اورېدونکی پوهېږي چې ما پیاز په تودو غوړیو کې اچولي او تر هغو مې په دې چاپېریال کې ساتلي چې رنګ یې اووښتی دی خو لا سوي نه دي. په بله وینا دلته شاید د پیاز پر سطح منعکس شوې رڼا د څپو اوږدوالی ۶۰۰ نانو مترو ته نېږدې وي خو ضرور نه ده چې دقیقاً دې د سرې رڼا له تعریف سره تطابق ولري، خو په غوړیو کې پخېدل او وچېدل یې په نخښه شوي دي.

ښه نو ما پیاز په تودو غوړیو کې واچاوه او تر هغو مې پرېښود چې وچ شو او رنګ یې واوښت. هغه عملیه چې ما تر سره کړه، په هغو ټکو کې نه شته چې زما په جمله کې راغلي دي خو د جملې اورېدونکی (یا زما د وینا بل لوری چې د اسانۍ په پار به یې مخاطب وبولو) د خپلې تجربې او خپل فرهنګي پس منظر په مرسته ترې دغه مانا اخیستلای شي. تر دې ځایه هر څه سم روان دي.

پیاز مې سره کړل.

دلته څو خبرې نورې هم شته چې مخاطب یې د ژبنیو اوزارو او وړتیاوو په مرسته درک کولای شي.

په دې جمله کې فعل «کړل» د تېر مهال د جمعې په حالت کې دی. مانا دا چې دغه عملیه تر دې شېبې (چې زه دا خبره کوم) تر مخه اجرا شوې ده

د پښتو ژبې قاعده را ته وایي چې که فعل متعدي وي (یانې پر یو چا یا یو څه تطبیقېږي) نو فعل په تېر مهال کې له دغه چا یا څه سره خپله بڼه عیاروي یانې که ښځینه وي د ښځینه نخښې اخلي او که نرینه وي د نرینه؛ که یو وي د یو نخښې اخلي او که ډېر وي، د «ډېرګړي». دلته یو خوا ته پیاز راغلی او بل خوا ته فعل (سره کړل) د ډېرګړي په بڼه راغلی، یانې پیاز ته د ډېرګړي په ارزښت قایل شوی یم. بیا هم ستونزه نه شته، ځکه چې د پښتو ګرامر را ته وایي چې هغه شیان چې شمېرل کېدای نه شي، په حکمي ډول، د ډېرګړي حیثیت لري نو دلته هم مخاطب پوهېږي چې زما مطلب «د پیاز غوټه» نه ده، بلکې «د پیاز ماده» مې په نظر کې ده.

اوس نو خبره دا شوه چې تر دې شېبې د مخه، ما د پیازو ماده په غوړیو کې وریته کړې ده.

- پیاز مې ډېر سره کړل.

دلته نو د عنعنوي ګرامر پښه ګوډه ده. «ډېر» مخاطب ته جنجال جوړ کړ. ډېر د مقدار یا د درجې د تشدید نخښه ده. که دا جمله لږه بدله کړم:

- پیاز مې ډېر سور کړ

پیاز چې د یوګړي په بڼه راغلی، غالباً (خو دا هم حتمي نه ده) د پیاز د یوې غوټې څرګندونه کوي. که داسې وي، ډېر د مقدار افاده نه کوي ځکه چې مقدار مالوم دی. نو کله چې وایم «پیاز مې ډېر سور کړ» مانا دا ده چې د «سورکولو» درجه مې تر مناسب حد (خو مناسب څه دي) پورته کړه: پیاز مې تر مناسب وخت ډېر په تودو غوړیو کې پرېښود، رنګ یې د تور (سوزېدلي) خوا ته نېږدې شو او وچوالی یې خپل لوړ حد ته ورسېد.

خو اوس چې خپلې مخکینۍ جملې ته پېرته راشم، «پیاز مې ډېر سره کړل» نو هدف مې د پیاز ماده ده چې د مقدار قید هم پرې لګول کېدای شي. دلته که مخاطب یوازې د ژبې پر شکلي اوزارو او وړتیاوو (صرف او نحو، سېنټاکس Syntax او جوړښت Structure) باندې اکتفا وکړي نو د دوو خبرو تر منځ فیصله نه شي کولای:

- ډېر مقدار پیاز مې سره کړل

- پیاز مې (هر څومره چې وی) تر مشخص حد پورته په تودو غوړیو کې پرېښودل.

دلته محاطب اړ دی چې له ژبنیو اوزارو وراخوا د وینا شرایطو او چاپېریال ته هم پام وکړې چې پوه شي چې زه څه وایم (Pragmatics).

اوس که راشم خپلې لومړۍ خبرې ته:

- پیاز مې لږ ډېر سره کړل

دلته لږ څه نقش لري؟ ایا «لږ ډېر» د دوو متضادو مفاهیمو مجموعه نه ده؟ دلته نو د عنعنوي ګرامر ملا بېخي ماته ده. د وینا شرایطو او چاپېریال ته نظر هم ډېره مرسته نه کوي. د دې له پاره چې په دې جمله کې د «لږ» په نقش پوه شو نو په کار ده چې د ویناوال ذهني دنیا ته ورننه‌وځو (Subjectivity). د وینا وال ذهني دریځ « دوینا ژبپوهنه» (Linguistics of Enunciation) را ته واضح کولای شي.

-
بېرته شاته