(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اډولف هټلر

[01.Jul.2022 - 17:10]

اډولف هټلر

حفیظ الله تراب

د هلکوالۍ ملګري يې یوه ورځ ورته وويل

ـ راځه چې دا برېتونه دې دروخرېيم!

هغه ورته وويل: ( زه پوهېږم چې زما برېتونه د نن وخت د موډ سره برابر نه دي، خو داسې وخت به راشي، چې خلک به زما غوندې برېت پرېږدي).

رښتیا هم په شلمه پېړۍ کې داسې يو څوک پیدا شو، چې د نظر د خاوندانو په وینا نړۍ لا تر اوسه پورې داسې بل ليډر نه دی ليدلی. اډولف هټلر د اسټریا د هېواد د جرمني د پولې سره نږدې د براونو په ښار کې په ١٨٨٩کال کې په يوې بېوزلې کورنۍ کې وزېږېد. پلار يې د ګمرک د ادارې يو عادي کارکوونکی و. د اتو کالو و، چې پلار يې مړ شو. هغه غوښتل، چې زوی يې د هغه په پله لاړ شي، خو د هټلر دا خوښه وه، چې يو ستر انځورګر او هنرمن شي. په اتم ټولګي کې د ریاضي په مضمون کې ناکام شو او د اتلسو کلونو و، چې مور يې هم د سینې له سرطان نه مړه شوه.

وايي، چې له کور سره نږدې يې غونډۍ وې، د شپې به له ملګري سره د غونډۍ سر ته وخوت، شاعري به يې کوله. په قافیه او ردیف نه پوهېده، خو خیالات يې ډېر لوړ وو. د ۲۴ کلونو و، چې جرمني ته لاړ. د شپې لپاره يې ځای نه درلود او په کوڅو کې به ويده کېده. په لومړي سر کې يې مزدوري کوله او بیا يې خپل رسم شوي انځورونه پلورل.

څه موده وروسته د جرمني د پوځ د رضا کارو په ټولي کې شامل او په لومړۍ نړیواله جګړه کې د يوه عسکر په توګه يې د فرانسې سره د جنګ په يوه محاذ کې برخه واخیسته، چې د زړورتوب له امله يې سره له دې، چې لومړی درجه مډال يې حق و، د دویمې درجې مډال ورکړل شو، چې په دې کار سره سخت خوشاله و. هغه په دوو نورو جنګونو کې د زړورتوب د لومړۍ درجې دوه نور مډالونه هم تر لاسه کړل.

هټلر په دې اند و، چې نړیوال کپيټالېزم او کمونېزم دواړه د یهودو شیطاني نظريې دي، چې د بشر خير په کې نشته. هغه د دواړو سېسټمونو سره د جنون تر کچې وران و. هټلر په جرمني کې لومړی د کارګر ګوند غړی شو، خو په ۱۹۲۹ کال کې يې نشنل سوسیالېسټ ګوند جوړ او د جرمني په پوځ کې يې د خپلې نظريې ګڼ ملګري پیدا کړل.

هغه په ۱۹۲۹ کال کې د نورو کودتاه چیانو سره د ملګرتوب په تور په پنځه کاله بند محکوم شو، خو ټولې يې ۹ میاشتې تېرې کړې. د بند په موده کې يې خپل مشهور کتاب ( زما مبارزه) وليکه، چې ۶ ميلیونه ټوکه يې وپلورل شول او د ډېر شهرت خاوند شو.

هټلر د فوق العاده ډېرې انرژۍ خاوند و. هغه د نړۍ يو بې جوړې ویاند او که فلمونه يې وليدل شي، نو له حرکاتو، تګ، سلیقې او انداز نه يې داسې ښکاري، چې د ليډر شيپ په برخه کې بل داسې څوک نشته، چې ورسره پرتله شي. هغه شراب نه څښل او په عیاشۍ هم تورن نه و. چې کله به سټېج ته وخوت او دوه جملې به يې وويلې، نو د لکونو جرمنیانو په رګونو کې به يې وینې په څپو کړې او ټول يې په يوه خبره له سره تېر وو. د همدغو صفتونو له امله يې د جرمنیانو په زړونو کې ځای پيدا کړ او په ۱۹۳۳ کال کې يې ټاکنې وګټلې او د جرمني چانسلر شو.

هټلر يو باډسپلینه حکومت او خورا پياوړی پوځ جوړ کړ، چې د سختې روزنې سره سره اصولو ته له لوړه نیولې تر ټيټه پورې ټول ژمن وو. د هغه د پوځ شمېر څه کم دوه ميلیونو ته رسېده، له سپینو روسانو، هندیانو او نورو يې هم پوځ جوړ کړی و. هوايي ځواک يې هغه وخت بې جوړې و. په ځمکنیو وسلو کې يې پانزر او ټایګر زرهيدار ټانکونه ډېر مشهور او چټک وو. د هټلر د پوځ د جنګ تاکتیک داسې و، چې په لږ وخت کې باید ډېره سیمه ونیسي. هغه خورا پياوړي مسلکي جنرالان هم لرل، چې هر یو يې د تاکتیک، ستراتېژۍ، دفاع او نورو پوځي چارو متخصص و. هټلر د تبلیغاتو خورا پياوړی وزیر، چې له سر نه يې د پښې تر غټې ګوتې پورې تبلیغ کولای شو درلود، چې ډاکتر ګوبلز نومېده.

دویم نړیوال جنګ: کله چې المان په لومړي نړیوال جنګ کې ماتې وخوړه، نو فاتحینو پرې ډېر درانه بارونه کېښودل. په جرمني کې د پنځو لکو عسکرو اوسېدل، د هغوی لګښت، د وسلو ورکول او نور داسې څه وو، چې جرمنیانو د خپل ملت لپاره سپکاوی باله. هماغه و، کله چې هټلر واک ته ورسېد، نو یاد تړون يې لغوه اعلان کړ او ويې ويل، چې جرمني کله هم دې ته حاضر نه دی، چې دا کارونه وکړي. هټلر لومړی په پولنډ حمله وکړه، پولنډ يې ونیو. اروپايي، ځينې هېوادونه يې په يوه ورځ کې ونیول، پاریس لنډه دا نیمايي اروپا يې ونيوله. څرنګه چې جرمني قوتونه د نړۍ په پراخه برخه کې د فرانسې، انګلستان او نورو سره جنګېدل، نو جرمني د خوراکي او نورو جنګي موادو له کمي سره مخ شو. هټلر څه د خپل نظریاتي اختلاف او څه هم د پورته خبرې پر بنسټ په ۱۹۴۱کال کې پر روسیه او د بالکان پر هېوادونو حمله وکړه او داسې يې ګڼله، که چېرې زه دا کار ونه کړم، نو روسیه به ورته عمل کوي. په روسیه کې جرمني پوځونه ډېر مخکې لاړل، تر دې چې مسکو ته نږدې شول. د سخت ژمي او د خوراکي موادو د کمي له امله جرمني پوځ ډېر تلفات ورکړل، تر دې چې په دې کار سره د هټلر ۸۰ سلنه پوځي ځواک له منځه لاړ او په پای کې روسانو په متقابلې لويې حملې پيل وکړ.

د هټلر بله لویه تېروتنه دا وه، چې امريکې ته يې هم له دې امله د جنګ اعلان وکړ، چې د انګلستان پلوي يې کوله. امريکا چې د پوځي تجهیزاتو او مالي امکاناتو له پلوه خورا بډایه وه، د المان د پوځونو ملا ماته کړه او په لوېديځ محاذ کې د جرمني ډېر عسکر ورته تسلیم شول. ۱۹۴۵ کال و، چې د روسانو بې شمېره ټانکونه د برلين ښار ته رانږدې شول. امريکا او انګلستان له نورو لوريو د برلین نیولو ته راروان وو. د برلین له نیولو يوه ورځ مخکې هټلر د برلین جنرالان راوغوښتل، مجلس يې ورسره وکړ. دې وخت کې جرمني ته ټول ټال د برلین د دفاع لپاره ۱۶۲ ټانکونه پاتې او منظم پوځونه يې لوېدیزه جبهه کې امریکا او انګلستان ته تسلیم شوي وو. هټلر هڅه وکړه، چې په رضاکارو د برلین دفاع وکړي، خو خپل مشهور جنرال يې ورته وويل، چې د دومره درنې حملې پر وړاندې داسې خلک دفاع کله کولی شي؟! د همدې شپې پر سبا هټلر له خپلې زېرزمینۍ راووت، د ماڼۍ مخې ته يې د ډېر لږ عمر د عسکرو اته نهه کسه ولاړ وو. د يوه عمر په کې يوولس کاله و. هغه د هر يو پر مخ د مینې لاس راکښه او داسې ښکاره کېده، لکه د ابد لپاره چې ورسره خدای پاماني کوي. په دغه وخت کې چې انسان د هټلر استقامت او صبر ته ګوري، نو خامخا به ورته ګوته په غاښ شي.

تر ټولو د حیرانۍ خبره دا ده، چې په همدې شپه په داسې حال کې چې د روسي قواو د توپونو مرمۍ د هټلر پر ارګ لګېدلې، هغه د ایوا براون سره واده وکړ. هغه جرمني جنرالان، چې په برلېن کې وو، د زهرو د ګوليو په خوړلو يې ځانونه ووژل. هټلر براون ته وويل: ( يوه الوتکه شته، که غواړې انګلستان ته پناه يوسه). خو هغې وويل: ( زه هم هغه برخليک ته تیاره یم، چې ته ورسره مخامخ يې). تر دې وروسته هټلر خپله هغه وینا رښتیا کړه چې: ( که بریالی شوې، تشرېح ته اړتیا نشته او که ناکام شوې، د تشرېح لپاره باید شتون ونه لرې). هټلر خپل سر ته توپانچه ونیوله، هغه چې ۴۲ ځله پرې د مرګ حملې شوې وې او ونه وژل شو، په پای کې يې خپل ځان پخپله وويشتروسانو تر ډېرو کلونو د هغه د جسد د یوې برخې د پيدا کېدو هڅې وکړې، خو تر ننه هم دا جوته نه شوه، چې هټلر څه شو او چېرته لاړ؟!

-
بېرته شاته