(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کودتا پایې

[01.Jul.2022 - 17:18]

د کودتاه د پای برخه: د مرکزی قواوو قوماندان سردار ولی په نیولو سره موږ خپل هدف ته رسیدلی وو سره لدی چی صدراعظم او لوی درستیز په خپلو کورو کی بی غمه بیده وو ځکه چی د هغوی د نیولو لپاره په لومړی مرحله کی څوک نه لرل او څوک چی په لومړی مرحله کی په لست کی وو هغه ټول و نیول شوه او ټاکلی ځایته چی د عبدلقدیر نورستانی کور وه ولیږدول شول چی پدی کی احمدشاه د پاچا مشر زوی او مارشال شاه ولیخان هم وو

شا و خوا شپژ  بجی وی چی شاغلی محمدداودخان خپله وینا ولیکله او هغه یی محمد نعیم خان، حسن شرق او ماته په وار سره د کتنی لپاره راکړه چی موږ دری واړو و ستاېله. ما وړادیېز وکړ چی ویینا ثبت او د رادیو له لاری خپاره شی، محمدداودخان زما خبره رد او زیاته یی کړه چی په خپله رادیو ته درومی او خپله وینا خلکو ته او روی.داهم باید زیاته کړم چی وینا د پروګرام له مخی په اوو بجو وهپه داسی حالکی چی محمدداودخان د خپل موټر ته کشیناست زه یی تر څنګ او سید عبدلاله شاته. ناست وه د کابل رادیو پلو ته روان شولو خو کله یی چی د سرک په غاړو زهریدار وسایط د خپل امنیت لپاره تر سترګو شول بیرته د کور پلو ته راستون شه او ماته یی وویل تر څوچی دغه وسایط لری نو وی زه رادیو ته نه درومم. کله چی وسایط لری کیدل وخت یی و نیوه .همدا سبب وه چی وینا په خپل وخت یعنی اوو بجو نشر نه شوه.شاغلی محمدداودخان بلد وه د کابل رادیو په انګړ کی له موټر نه کوز شو او سیخ ستودیو ته لاړ.هلته حسن شیرزی د پښتو خبرونو نطاق سره مخامخ شو او پوښتن یی ځنی وکړه چی ما پيژنی؟ حسن شیرزی ورته وویل چی هو صاحب تاسو ولاحضرت سردار محمدداودخان یاستی. محمدداودخان ورته وویل چی انانس ورکړه او صرف زما نوم به اخلی چی سردار او والا حضرت و نه وایی.حسن شیرزی وار خطا ښکارېده انانس یی ور کړ خو ولاحضرت سردار محمدداودخان نوم واخست محمدداودخان اشاره وکړه ورغلم راته ویی ویل چی عینکی می کور هیری شویی زر یی راوړه . ورته ومی ویل کوشش کوم چی زر راشم،خو بیا یی راته وویل چی وینامی اوس لېکلی ده بې عینکو به کوشش وکړم

د کابل رادیو څخه یی د افغانستان پر خلکو د جمهورې نظام زېری وکه او مبارکی یی ور کړه داوخت سره لدی چی وینایی مخکی ما لوستی.وه تر  سترګو می له خواښي اوښکی توی شوی

له ستودیو را و وتلو ګورو چی خلکو سړک نیولای او د خوښی چیغې وهی زیات یی وایی چی ژوندی د وی سردار محمدداودخان . په ‌‌‌‌‌‌ډېر تکلېف له خلکو. له  منځه یی موټر را و ووت او بېرته کورته ستون شه

بیا شاوخوا یو ساعت وروسته صدر اعظم چی موسی شفیق وه په قرغه کی چی لا د کودتاه خبر نه وه نیول کیږې او د عبدلقدیر کورته د نورو بندیانو سره یو ځای شو . له کوتاه وروسته د ورځی او شپي په خلکو کوم بندیز و نه لګیده، هو یواځی یو تکلیف وه چی تلیفون څو ورځی کار نه کاوه 

د کودتاه له پيله بیا تر پایا زه په دریو. شیانو کی له نورو خلکو لومړی وم

اول. د شاهی نظام د ړنګیدو. د محدداود په قومانده د مخابرې له لاری ما اړونده قطعاتو ته و رسوه

دوهم کله یی چی په خلکو د جمهوریت زیری که رادیو ته د تګ په وخت کی زه یی تر څنګ ناست وم

کله چی غرمه او د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی وخت شو. ددی امکان نه وه  چی ‌‌‌‌‌‌ډېرو راغلو کسانو ته د غرمی ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی ورکړی نو خلک ټول لاړ او زه مجبوروم چی پاتی شم

باز منګل چی ‌‌‌‌‌‌ډېرو به ناظر ورته وېل راغی او راته ویی ویل چی سردار صاحب وایی چی ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ ته راشه

باز منګل ته مې و.وېل چی ماته یی دلته راوړه او هغه خبره و منله او لاړ چی ماته د غرمی ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی راوړی

لږ شیبه وروسته ګورم چی په خپله محمدداودخان.راغی  تر لاس یی و نېولم او راته ویی ویل چی د شپيد خطری په وخت کی زما سره وی اوس به ولی یواځی ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خورې.د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خونی ته لاړو ټول دروند فامیل یی جګ شه او زه یی. خپل ښی پلوته په چوکۍ کښیناستم

دلته می مطلب دا وه چی زه اول کس وم چی د افغانستان اولین جمهور رییس فامېل سره می ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی و. خواړه

البتی مخکې تر دی چی صدراعظم او بیا په کور ناست وه ‌‌‌‌‌‌ډیر ځلې مو یو ځای ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ سره خوا.ړل یی ده

دوستانو

ما د ژوند نه هیریدونکې خاطری  در سره شرېکی کړې هېله ده چی په بد نظر راته و نه ګورې

 

....................

 

د پخوانی پاچا کورنۍ روم ته لیږل:دوی شپی ورځی د شاغلی محمدداودخان سره بی له خوبه کار کولو دومره ستړی کړم چی نور هیڅ امکان نه وه چی ورسره مرسته وکړم.مجبور شوم چی رخصت ور څخه و غواړم او کله چی زما په تکلیف پوه شه راته ویی ویل چی ولی دی مخکی نه ویل.حیران دی ته شوم چی څنګه دی دومره بی خوبې ته طاقت کړی ور زه تر سبا غرمی پوری رخصت یی. بی بی مهرو ته خپل کورته لاړم.له مازدیګر نه می تر سهاره پوره خوب وکړ ،له غرمی مخکی محمدداود خان عاجل  و غوښتلم. څرنګه چی زما دیرشی یی مینځلی وه او لا وچه شوی نه وه نو د لندو لاستوڼو کمیس می له یوه پتلون سره وا غوست او په بیړه محمدداودخان ته ورغلمب. ګورم چی د مرکزی کمیټی په نوم ټول کسان ور سره ناست دی خو ښکاره وه چی کومه پيښه شوی.داودخان په غوصه راته وویل چی ولی  په هوایی قواوو کی کد و‌‌‌‌‌‌ډی ده او ته په خپله یو افسر یی ولې په ملکی لباس کی راغلی یی. ما محمدداودخان ته له حده زیات احترام درلود خو دلته د دوی دریځ‌‌‌‌‌‌ډیر د انصاف نه لری معلوم شو. د میلکی لباس دلیل می ورته. ووایه خو داچی د دوی په اجازه کورته تللی وم ورته ومی ویل چی په دغ وخت کی په هوایی قواوو کی هرڅه چی شوی زه ځان ګرم نه بولم خو بیا هم یوه پوښتنه کوم چی څه شوی دی؟ خبری د مرکزی قواوو قوماندان پیل کړی او زیاته یی کړه:

ما او سردارصاحب مقصد یی محمدداودخان وه پرون شپه پریکړه وکړه چی شاهی کورنی دی روم ته لاړه شی او د کورنی هر غړی حق لری چی د ځان سره څلور بکسه یوسی خو کله چی هوای ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ور سیدو نه یواځی زما امر چا نه مانه لاسونه یی راته وتړل او ویی ‌‌‌‌‌‌ډبولم خو شکر وه د کوماندو قوماندان راغی او ددی سبب شو چی ما خلاص کړی. ښه موقع برابره شوه چی خپل زړه سوړ کړم.ورته ومی ویل چی ستا لوی نقص دا دی چی خپل او د بل حق نه پيژنی.زر یی پوښتنه وکړه چی څنګه؟ ما ورنه خواهش وکړ چی زما خبرو ته تر پایا غوږ شی،ورته ومی ویل چی یادی شویی کورنی ته د پخوانی شاه کورنۍ وایا دوهم تاسو صلاحیت نه لری چی د هوایی قواوو  ځان امر و بولی باور وکړی تاسو ګټه وکړه چی ووهل شوی ځکه په.راتلونکی کی به خپل او د یل حق پيژ نی زما خبری محمدداودخان پری کړی او زیاته یی کړه: زه د ځنو نزاکتو له امله څه نه وایم نو تاسو دلته حاضر کسان هره پریکړه چی وکړی. ماته د منلو وړ ده. دا د بشر قانون دی زور ور نه ملامت کیږی نو شاغلی محمدداودخان هم ځان په دی ملامت نه کړ چی بی مشوری یی حیدر رسولی موظف کړ چی د پخوانی پاچا کورنۍ روم ته ولیږی. موږ ټول یوه لحظه غلی وو ځکه چا نه غوښت هغه کار وکړی چی ګټه نه لری.په نتیجه کی د شاغلی محمدداودخان په څیر په دی بهانه ځانونه خلاص کړل چی هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګر په هوایی قواوو پوری اړه لری او استازی یی دلته ناست دی او هغه دی را پيښ شوی جنجال حل کړی.ورته ومی ویل چی ستاسو دا درېځ نه یواځی بی انصافه  دی دغ دریځ ته ‌‌‌‌‌‌ډارن هم ویلای شو. تاسو ولی ټول مشکل ماته پریږدی. په دی وخت کی محمدداودخان ماته وویل چی د ملګرو دريځ و منه هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګر ته لاړ شه او. را پيښ شوی جنجال حل کړه

 

د پخوانی پاچا کورنی روم ته لیږلو دوام:

ماته خو واک راکړ شوی وه چی جنجال پای ته و رسوم خو چی هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ورسیدم پوه شوم چی جنجال جدی دی. ددی کورنی نه مسلح کسان چاپیر وو او په بیلو بیلو نامو یی ملامت او تهدید کولځنی وایی چی باید مړه شی او ځنو یی د محاکمی ناری وهلی. په دوی کی د پخوانی پاچا مشر زوی احمدشاه او د جنرال محمد عارفخان زوی چی د سردار عبدلولی زوم کیده لیدل کیدل. نور ټول میرمنی واړه نجونی او هلکان وو. خدای شته ‌‌‌‌‌‌ډیر زړه می پری وسو. ورته ومی ویل چی د مرکزی کمیټی له خوا موظف شوی یم چی ستاسو سره یو ځای ددی کورنی د تګ مساله بهرته حل کړو.هرچا له هره پلوه خبری پيل کړی ،ورته ومی ویل چی ستاسو نه دری تنه او زه چی هره پریکړه وکړو هغه به منله کیږی. موږ څلور تنه  یوه کوټه کی يواځی شوو د دوی دریو تنو دريځداشو چی دا کورنی باید محاکمه شی .ورته ومی ویل چی مرکزی کمیټی واک راکړی نو تاسو هم ماته واک راکړی هغوی چی واک راکړ ورته ومی ویل چی دا کورنی چی ‌‌‌‌‌‌ډېر یی میرمنی او کوچنی نجونی او هلکان دی خارج ته دی لاړ شی او لکه د یوه عادی افعان رویه دی ورسره وشی.دوی زما خبره په یوه شرط و منله چی قیمتی شیان او نغدی پيسی له ځان سره نه شی وړای.دا خبره ماهم ورسره ومنله او دا فکر می وکړ که لازم شول وروسته هم امکان شته چی نغدی پيسی او قیمتی شیان ور ولیږل شی .دلته لږ مخکی وایم څرنګه چی د دوی شخصی مال وه نو شاغلی محمدداودخان مکمل وروسته روم ته ور ولیږل

ددغی کورنی په ټولو غړو د افغانستان د ګمرک قانون تطبیق یا په بل عبارت میرمنی یی د میدان د میرمنو او سړی یی د سړیو له خوا تلاشی شول .ټول جواهرات او نغد خارجی اسعار مفصل ولیکل شوه او د افغانستان بانک ته رسمی تسلیم شول او دوی په ځانګړی اریانه الوتکه کی روم ته واستول شوه .بیرته راغم د مرکزی کمیيټي په نوم کسانو او محمدداودخان ته می راپور ور کړ،چی د محمدداواو خان په شمول ټولو خوښی څرګنده کړه او زه یی و ستایلم.خو وروسته دا ستاینه په ګیلو او بیا زما په پړه بدله شوه چی وروسته به رڼا پری واچوم

.............

 

شهید محمداود خان ته پښتونستان او یا چی رسمې ویل کیده د پښتنو او بلوچو  وروڼو حقه حقوق غوښتل   اصلی هدف څه وه  ؟

کله چی شاغلی محمداود خان د صدارت له مقام نه استعفا وکړه، زما لپاره په ګټه وه ځکه د نوموړی سره لیدنه ‌‌‌‌‌‌ډېره اسانه شوله او هم ددی امکان وه چی څومره دې غوښت ور سره خبرې وکړی

زما لپاره ددی لوی شخصیت سره لیدنې ددی سبب شوی چی ‌‌‌‌‌‌ډېر څه ورنه زده کړم او دی کالو په تیریدو په هره برخه کی چی ما پوښتنه کوله په زیاتی مهربانی سره یی ځواب راکول البته زما څخه یی هم معلومات غوښتل چی ‌‌‌‌‌‌ډېر یی د وخت د اوردو او دی افغانستان د خلکو په هکله وه

رابه شم اصلی مطلب ته

د کودتاه نه دوی هفتې تیرې شوی د ملی دفاع په وزارت کی چی شاغلی محمداودخان د هیواد چاری مخته وړی  ماته یی و ویل چی په راتلونکی حکومت کی غواړم چی د سرحدونو چارو وزارت دنده تاسو  په غاړه واخلی،چی رښتیا و وایم د وزارت مقام او نوم یی دواړو حیران کړم نو په فکر کې لاړم

شاغلی محمداودخان زما ځواب ته لږ غلی وه خو پوښتنه یی وکړه چی په مطلب پوه شوی ؟ ورته ومی ویل چی پوه شوم د وزارت مسولیت او هغه هم داسی وزارت چی تراوسه یی ما نوم ندی اوریدلی زما له وسه ندی پوره نو که تاسو مهربانی وکړی دا مسولیت یوه بل کس ته وسپاری او زه دعسکری مقدس مسلک سره مینه لرم

شاغلی داودخان راته و ویل چی په رښتیا د وزارت نوی دی او ته اول کس یی چی نوم یی اوری،ددی وزارت  نوم د اصلی هدف سره هیڅ سر نه خوری اوبل داچی ما ‌‌‌‌‌‌ډېر فکر یی د نوم په هکله وکړ دا په اصل کې د پښتونستان یا زموږ دپښتنو او بلوچو وروڼو وزارت دی او د نوی وزارت لپاره تاسو مناسب بولم او ته باید موافقه وکړی که په کاروکی مشکل درته پيدا کیده مرسته در سره کوم او زیاته یی کړه چی تاسو باید یوه ټکی ته پام وی چی دلته به ستراتیژي نوم ورکړو که موږ افغانستان یو  وجود فرض کړو ددی وجود یو مهم اندام غوڅ شوی ترڅو پوری چی غوڅ شوی اندام د وجود سره بیرته یو نشی موږ باید خپل هدف ته تر رسیدو پورې مخته لاړ شو، هو دا اسانه کار ندی که اړه شوه قربانی غواړی خو اوس زموږ دنده داده چی څه مو له وسه وی هغه و نه سپموو. البته چی بیوخته نزاکت پيدا نشې د پښتنو او بلوچو وروڼو حقه حقوق به غواړو خو اصلی هدف د غوڅ شوی اندام د خپل وجود سره یو کول دی

دا معلومات می ځکه ولیکل چی د سرحدونو

 چارو وزارت دڅه لپاره جوړ شه اوبیا چا دی وزارت ته بل نوم دځه  لپاره ورکړ هم معلومات لرم

(پاچاګل وفادار)

-
بېرته شاته