(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوث خیبری

[01.Jul.2022 - 17:19]

غوث خیبری  د راډیو تلوویزیون نومیالی ژورنالیست ، پروګرام جوړونکی او غوره لیکوال 

لیک یوسف هېواددوست

د افغانستان  راډیو تلویزیون په تاریخ کې د داسې شخصیتونو نومونه  مو هم  تر سترګو کیږي چې دغه اغېزمنه ژورنالیستیکه رسنۍ  ( راډیو ـ ټلویزیون ) یې د هېواد د سترو او ملي ګټو د خوندي ساتلو او د ملي او د دې هېواد د تاریخي ارزښتونو د څرګندولو او بیان  د اغېزمنې وسیلې په توګه کارولې او د دې وطن د دښمنانو غوږونه یې کاڼه کړي .یو له دغو نومیالیو شخصیتونو څخه ګران غوث خیبری دی .زه له ګران غوث خیبري صیب سره  له ۱۳۴۷ کال نه راپه دې خوا پېژنم .زه لا کوچنی وم چې راډیو ته به تلم او له غرمې وروسته  پیاده او پلی به بیا له راډیو  کله اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ، کله د کابل مرکزي کتابتون او د معارف  کتابتون او کلوب ته او ډېر ځله به هم په دولتي مطبعه کې د ورځپاڼو او مجلو دفترونو ته ورتلم  او له دوي سره مې قلمي همکاري درلوده .ښه وختونه او له پيرزوینو ډک مشران او کارکوونکي ول .هر یوه به تشویقولم او زما له کار نه به یې ستاینه کوله یو له دغو ځوانانو چې په همدغو مرکزونو کې به ما لیده  همدا پر ما ګران ښاغلی غوث خیبری و .رسا قلم او  ښه ډد د نطاقی غږ یې درلود .غوره لیکوال او بې جوړې ژورنالیست و .دی په ۱۳۱۲ل کال کې د ننګرهار دکامې ولسوالۍ د سنګرسرای په کلی کې زېږېدلی .لومړنۍ رسمي دولتي دنده يې په ۱۳۳۸ ل. کال کې په راډیوافغانستان کې پيل کړه او په همدې کال کې د کابل راډيو د پښتون غږ د راډيويي مجلې د مدير په توګه يې دنده سر ته رسوله. په هغه مهال د کابل راډيو نوم په افغانستان راډيو نه ؤ اړول شوی او د پښتون غږ مجله د کابل راډيو يو خپرندويه اورګان ؤ.

ښاغلی خيبري نيژدې اوه کاله په هند کې د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې وياند او د تاريخي ادبي مقالو ليکوال پاتې شوی. په دولتي چارو کې يې د لومړۍ رتبې نه پورته د مافوق رتبې او خارج رتبې پورې په لوړو دندو، له کورناستۍ (تقاعد) پرته خپلې چارې پرمخ بېولي دي. د هغه په نورو رسمي دندو کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پراختيا د رياست د مرستيالۍ دنده، د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د ننګرهار د ورځپاڼې مسؤل مدير، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د طلوع افغان د ورځپاڼې مسؤل مدير، د جمهوريت د ورځپاڼې د تدقيق مدير او د پښتو سرمقالو او فيچرونو ليکوال، د راډيو افغانستان د پښتونستان د اووه ساعته خپرونې د چلولو مسؤل، همدا رنګه د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې، د دې خپرونې د تاريخي، سياسي مقالو د ليکلو او خپرولو مسؤليت او دنده يې هم سر ته رسولې.پاکستاني سامراج او د هغوي باداران د غوٍ خیبري په شان لیکوالو له رغنده مطالبو نه چې د راډیو افغانستان له څپو به خپرېدل په ویره کې ول .کله چې ما د افغانستان د ټلویزیون د هنر او ادبیاتو د ادارې مشري په غاړه درلوده ، هلته ما یوه پروګرام  په خپله تر څارنې لاندې نیولی و چې ( هسکه شمله ) نومیده .په دغه پروګرام کې به جناب غوث خیبري  په هرو پنځلسو ورځو کې یو وار برخه اخیسته او موږ دواړو به د پشتو په حماسې ادبیاتو غږېدو  ( په دري ژبه کې د شهرستان سخن  په نامه دا پروګرام خپرېده چې ښاغلی واصف باختري به تل زموږ مېلمه و ) .د هسکې شملې پروګرام د ښاغلي غوث خیبري په ګډون زموږ د حماسي ویاړلي تاریخ او زموږ د حماسي او رزمي ادبیاتو یوه غوره بېلګه وه . د پخواني راډیو تلویزیون په خپرونو کې د جناب غوث خیبري برخه ډېره درنه او د ویاړ وړ وه .اوس په جرمني کې اوسیږي او څه دپاسه ۴۰ کتابونه یې لیکلي .الله دې ورته ډېر عمر او نیکمرغه ژوند ورکړي

( له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیویي مجله )

-
بېرته شاته