(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان شهید زېږون ورځ

[08.Jul.2022 - 14:45]

د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د زېږون ورځ

7م جولائې 1907.

ليک: فضل اشنا 

په دا ورځ د پښتون افغان د مستعمريت ، محکوميت او د ظلميت په خلاف داسي ماشوم دنيا ته راغلی چې نغري يا خاندان يې شاو خوا 147 کاله د خپلي خاوري د ساتنې او د خپل اولس د ازادۍ دپاره پرله پسې سرشيندنې کړې وې، د هر زورور ظالم ، جابر  استعمار ، سامراج او استثمار په خلاف يې نيکه برخوردار خان اڅکزی 1764، کې په پاني پت هندوستان کې د خپلي توري ځلا آسمان ته ورسول، د وخت د زورور مغزي يې په افغاني توره او پښتني غیرت داسي ورمات کړه چې تر اوسه يې د اولادونو په غوږونو کې  د هغه ننګيالۍ توري شرنګی ازانګې کوي، د اتلسمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې بوستان خان اڅکزی (تېمورشاه واکمني  ) فاتح ترکستان سو، په لومړي افغان انګليس جنګ کې غازي عبدالله خان اڅکزي د انګرېز جنرال برنس هډونه ورمات کړه، او کابل يې د انګرېز په وينو ولړئ، د مور لخوا يې فتح محمد خان اڅکزی د کندهار ګورنر او د فتح محمد خان اڅکزي زوی جنرال محمد حسين خان اڅکزی د ميوند د جنګ بريد جنرال وو، په هم دغه جنګ کې د شهيد غازي عبدالله خان اڅکزي زوی جنرال اکرم خان اڅکزی په هرات کې ازلي دښمن ايران د انګرېزانو دپاره په شهادت ورسوی.

پښتانه متل کوي (نغری د سکروټو نه خالي کيږي.)

په هم هغه غښتلي او تاريخي نغري کې پر 7م جولائې 1907 کې په عنايت الله خان کارېز کې د نورمحمد خان اڅکزي په کور کې يو ماشوم وزېږېدی چې نوم يې صمد ورباندې کېښود ، چې ورسته د پښتون افغان په تاريخ کې يې د خپل غښتلي مړانې ، ننګ او د پرله پسې قربانیو په نتيجه کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په نوم خپل ځان صفت کړ ، 323 کلن فرنګي سامراج ته په ټوله خطه کې چا د جابر حاکم ،او ظالم خطاب نه سو کولای ، يو خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی وو چې د فرنګي سامراج په خلاف يې داسي فتوا ورکړه چې هغه جوړ غښتلی سامراجي نظام يې ولړزوی، د هر زورور ظالم، جابر، واکمن حکمران په خلاف يې د داسي جمهوري او تنظيمي سياست خښته کېښول چې نن هم پښتانه افغانان د هغې محبوبې سندرې وايې، تاریخ په خپله غېږ کې هر هغه چاته ځای ورکوي ، چې تاريخ ته درنښت او وقار بښلی وي.

 

لا به نور ګلونه وا سي په دې باغ کې.

 

د زیږون ورځ دي مبارک ، د شهادت ورځ دي وياړ د مبارزې لار دي ودانه .

 

7م جولائې د بابا پښتون غښتلي او وياړلي سياسي مخکښ، سياستپوه ،تکړه ليکوال ژباړن او ژورناليسټ خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د زېږون ورځ ده . 

 

ليک.        فضل اشنا 

 

د خان شهيد ونۍ 

#KhanShaheedWeek

-
بېرته شاته