(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سل نړیوال

[08.Jul.2022 - 14:59]

سل نړیوال متلونه:* 

لیک او راټولونه

1. زه سپوږمۍ ته اشاره کوم او احمق مي ګوتي ته ګوري (چینايي متل)

 

2. نننۍ هګۍ تر سبانۍ چرګي ښه ده (پولنډی متل)

 

3. د یوه خره یوه کته وي (منګولیايي متل)

 

4. پردۍ تېروتنه تل تر خپلي هغې ډېره ځلیږي (روسی متل)

 

5. مېلمه لومړی سره زر وي، بیا سپین زر شي او بیا اوسپنه ترې جوړه شي (روسی متل)

 

6. که رمه اتفاق وکړي، زمری به په لوږه ویده شي (کینايي متل)

 

7. راتلونکي ته خوشبین اوسه خو چمتووالی د سختۍ لپاره کوه (جاپانی متل)

 

8. مړو پیشانو ته موږکان هم نصحیت کوي (المانی متل)

 

9. تشویق نیمايي مرسته ده (ایټالوی متل)

 

10. څوک چي په جېب کې پیسې نه لري، ژبه یې باید د وریښمو وي (مالیزيایي متل)

 

11. ودانه خیمه تر کنډواله ماڼۍ غوره ده (جاپانی متل)

 

12. که چا له شا په لغته ووهلې نو پوه شه چې ته مخکي یې (فرانسوی متل)

 

13. له څاڅکو څاڅکو ویالې جوړیږي (جاپانی متل)

 

14. مینه او عطر نه پټیږي (چینايي متل)

 

15. یو رښتین بې عقل، تر سلو دروغژنو هوښیارانو غوره دی (چینايي متل)

 

16. خر د سرو زرو په کتې نه آس کیږي (جرمنی متل)

 

17. د لویې وني سیوری تر مېوې زیات وي (ایټالوی متل)

 

18. د تیار پلاو ونه نشته (جاپانی متل)

 

19. انسانیت اسانه دي خو سړیتوب سخت دی (روسي متل)

 

20. که سړی موړ شي د ډوډۍ په خوند نه پوهیږي (سکاټلنډی متل)

 

21. مفلس له بازاره په منډه تیریږي (انګریزی متل)

 

22. تر اوو کالو پلټنو وروسته په یوې خبري باور کوه (جاپانی متل)

 

23. ژړا اړتیا ده خو چاره نه ده (چینايي متل)

 

24. د شپیلۍ اواز ځکه اوچت وي چي منځ یې تش دی (ترکی متل)

 

25. د شتمن ټوکه تل خندوونکې وي (ایټالوی متل)

 

26. د زړې وني مېوه خوږه وي (نایجیریايي متل)

 

27. د ځنځیر قوت په کمزورې کړۍ کي وي (کاناډايي متل)

 

28. بې ملګرو سړی د بې ګوتو لاس په څېر وي (انګریزی متل)

 

29. څوک چي د مچیو ځاله ورانوي، منډه یې باید ښه زده وي (سینګالی متل)

 

30. مینه ډار نه پېژني (جرمنی متل)

 

31. مینه خرو ته ګډا ورښيي (فرانسوی متل)

 

32. د دنګو ماڼیو ډېری لوړ منزلونه تش وي (جرمنی متل)

 

33. پر غلي خره دووه تنه سپریږي (ارمینیايي متل)

 

34. که لیوه قاضي وي نو د رمې دي خدای مل سي (ډنمارکی متل)

 

35. ډېر خلک بل ته ګواښیږي خو خپله له ډاره لړزیږي (ایټالوی متل)

 

36. قرض په خبرو نه خلاصیږي (انګریزی متل)

 

37. د چا څټ چي له خاشاکو جوړ وي همیشه له اور څخه ډاریږي (فرانسوی متل)

 

38. څوک چي د پیشي د ګټلو لپاره محکمې ته ځي، غوا بایلي (چینايي متل)

 

39. ځیني خلک د بار په وچتولو کي ځکه مرسته کوي چي د بار اندازه معلومه کړي (افریقايي متل)

 

40. مړ زمري د خره هم نه خوښیږي (جرمنی متل)

 

41. څوک چې ړانده ته مېلمستیا کوي، دوه کسان به ورځي (هندی متل)

 

42. کوم چرګ چي اذان نه کوي هرومرو به یې مرۍ کې ستونزه وي (هسپانوی متل)

 

43. که کپس د سرو زرو هم شي مرغه نه شي مړولی (ایټالوی متل)

 

44. د قاضي په مخ کي ژړا د اوښکو له ضایع کولو پرته بله ګټه نه لري (ایټالوی متل)

 

45. په څاه کي ناوړي مه تو کوه یو وخت به دي اړتیا پیښه شي (روسی متل)

 

46. که ته تنها ځغلې نو څوک به درنه مخکې شي؟ (اثیوبیايي متل)

 

47. که د موسکا چل دي نه وي زده، دکانداري مه کوه (چینايي متل)

 

48. خپل مزدور ته هیڅکله راز مه وایه (جاپانی متل)

 

49. که سوله غواړې نو جګړې ته ځان تیار کړه (لاتیني متل)

 

50. جګړه له لیري ښایسته ښکاري (هسپانوی متل)

 

51. حقیقت چا ته په بربنډ شکل مه وروښیه، لومړی کمیس ورواغونده (هسپانوی متل)

 

52. پر ړانده یې اوږده لکړه نه لوریږي (مغربی متل)

 

53. ښځه له واده مخکي ژاړي او سړی له واده وروسته (اوکرایني متل)

 

54. ماهی مه راکوه د ښکار چل یې راوښیه (چینايي متل)

 

55. څوک چې پر مځکه ناست وي له رالوېدلو نه ډاریږي (چیکسلواکي متل)

 

56. که پيشي دي وتړله زمری ترې جوړیږي (هالنډی متل)

 

57. د نوکر له خولې د بادار صفتونه مه منه (روسی متل)

 

58. کله کله قیمتي شی ډېر نه ځلیږي (انګریزی متل)

 

59. له ماڼۍ سره نږدې کوډله مه جوړوه (هسپانوی متل)

 

60. زما ملګری هغه دی چې په ژرنده کي مي غنم اوړه کوي (هسپانوی متل)

 

61. څومره چي خبري لږ کوې هومره دي خلک خبرو ته ښه غوږ نیسي (جرمنی متل)

 

62. بندي خولې ته مچ نه ننوځي (چینايي متل)

 

63. درواغ پښې نه لري (چینايي متل)

 

64. حقیقت لکه سهار هرو مرو راخیژي (یوناني متل)

 

65. اصیل هیڅکله درواغ نه وايي (فرانسوی متل)

 

66. څوک چې پردۍ ډېوه وژني د هغه په څېر به دی هم په تیاره کي ژوند کوي (پولنډی متل)

 

67. څوک چې له احمق سره بحث کوي ځواب به یې هم اوري (جرمنی متل)

 

68. له ما پرته هیچا ته معلومات نه کیږي چې بوټان مې پښې ژوبلوي (انګریزی متل)

 

69. بې زخمونو قهرمان نشته (پرتګالی متل)

 

70. روغتیا د هګۍ په څېر ده، که ویې نه ساتې ماتیږي (مغربی متل)

 

71. څوک چې بې ضرورته شیان اخلي له خپله ځانه غلا کوي (سوېډنی متل)

 

72. ښایسته ګلان اغزي لري (هالنډی متل)

 

73. تر پیل یې په پای کي ډېر فکر کوه (بوسنیايي متل)

 

74. چمتووالی د نیمايي جګړې ګټل دي (هسپانوی متل)

 

75. نرم ځواب غوسه له منځه وړي (انګریزی متل)

 

76. د تازه ماړه شوو کولمې لا هم وږې وي (یوناني متل)

 

77. خدای دي څوک په جنت کې هم نه تنها کوي (روماني متل)

 

78. لنډ ګامونه عمر اوږدوي (روماني متل)

 

79. خر د بلبل په اواز څه پوهیږي (روماني متل)

 

80. له ملګري څخه هغه څه مه پټوه چې دښمن دي پرې خبر وي (ډنمارکی متل)

 

81. د کوتک په لاس سړي هره خبره حقیقت وي (افریقايي متل)

 

82. پردي ګلان تل مونږ ته ښه سره ښکاري (جاپانی متل)

 

83. شیطان ته د شیطان په ژبه ځواب ورکول په کار دي (هندی متل)

 

84. هغه اور چې تا نه سوځوي مه یې وژنه (افریقايي متل)

 

85. ښه توکی پخپله خرڅیږي (افریقايي متل)

 

86. شات د خرو خوراک نه دی (هسپانوی متل)

 

87. د فقیر ورځ اوږده وي (هسپانوی متل)

 

88. خوږې خبري لوږه نه ختموي (نارویجنی متل)

 

89. د ګران بچي نومونه ډیر وي (افریقايي متل)

 

90. غل پر هر چا د غله ګومان کوي (نارویجنی متل)

 

91. که لیوه پسه ونه خوري بیا هم لیوه دی (منګولیايي متل)

 

92. مور ته یې ګوره، لور یې غواړه (افریقايي متل)

 

93. د غله سپوږمۍ نه خوښیږي (کوریايي متل)

 

94. هغه تيږه چې لاره بنده نه کړي د خنډ په سترګه مه ورته ګوره (ډنمارکی متل)

 

95. توره خپل تیکی نه غوڅوي (کردی متل)

 

96. د نورو غمونه زمونږ درد نه شي دوا کولی (پرتګالی متل)

 

97. یوه ماهي ته لس ښکاریان د سیند په غاړه ولاړ وي (ویټنامی متل)

 

98. بدرنګه ښځه له هنداري ډاریږي (جاپانی متل)

 

99. چرګه او ښځه چي له کوره راووځي، ورکیږي (هسپانوي متل)

 

100. تر څاه کیندلو، د لور واده کول ضرور دی (هندی متل)

 

-
بېرته شاته