(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اخترحیات قمر

[12.Sep.2022 - 16:42]

د اختر حيات قمر... ادبي سفر.

ليک... فيروز خان صادق.

قدر من اختر حيات قمر د پښتو معروف شاعر او اديب دے چې تعلق يې د بټګرام هزارې د ډهيرئ بهادر خان کلي سره دے دلته په 13-فروري 1970 کې د محترم محمد مسکين په درنه او عزت منده کورنۍ کې پیدا شو.او بيا يې د ابتدايي ذده کړو پېل د کلي د مکتب سخه اوکړو.وروستو يې لوړې ذده کړې هم اوکړې.او اعلا سندونه يې واخستل.ورسره يې د علم و ادب سره د شوق او د مورنئ ژبې پښتو سره د مينې په بنياد د ليک سلسله هم پېل کړې وه.ځکه چې د ادبياتو پراخه مطالعه يي کړې وه او بيا د شعر ليکلو صلاحيت او قوت هم ورته په برخه شوې وو.

هم دغه وجه ده چې شاعري يې د سکول د وخت نه شروع کړې وه کومې چې د يو شاعر په حيث مشهور کړې وو اؤ د شاعرانو په فهرست کې شامل شوې وو.

بلکه هر کله چې دده د شاعرۍ نمونې په مختلفو مطبوعاتو کې چهاپ کيدې او د نورو سيمو د شاعرانو د نظر نه به تېرېدې نو هغو هم دده د شاعرۍ داد او ستاينه شروع کړه.ځکه چې دده په شاعرۍ کې يو ځانګړې رنګ اؤ منفرد اسلوب عيان او نماياں وو او ورسره يې موضوعات هم ډير اهم وو. بيا د لفظونو ترتيب او ترکيب يې هم ډير جديد رنګ لرلو.

غرض دا چې د شاعرۍ په رموز و اسرار پوهه وو نو د خپل وخت د ټولو مشرانو استادانو شاعرانو اديبانو پام يې ځان ته راجلب کړو.

د معياري شاعرۍ متعلق يې مختلفو پوهانو خپل تاثرات په مطبوعاتو کې اوليکل او هرکله چي دده د شاعرۍ د کتابونو د اشاعت سلسله شروع شوه نو په دغه کتابونو هم مختلفو پوهانو سريزې ،مقدمې او تبصرې اوليکلې. ځکه چې په شاعرۍ کې يې داسې کشش او مقناطيسيت وو چې هر څوک يې متاثره کوول.

ددې سره يې په نثري برخه کې هم په زړه پورې کار کړې دے.د تحقيق،تنقيد ،تاليف،تصنيف،افسانه، ترجمه،مقالې،تبصرې،او داسې نورو ميدانونو کې يې د ذکر وړ کار کړے دے.او ورسره د يو منتطم په حيث هم دده خدمات لکه د نمر روښانه دي.

د هزارې په خاوره د پښتو مختلفو ادبي تنظيمونو سره تړون او تعلق او ورسره مرسته او کمک ، په تيره بيا د يا د ،پښتو اکيډمي هزاره ، د ستر سکتر او باني غړي په حيث هلې ځلې يې د تاريخ يوه اهمه برخه ده.چې د دې ادارې په اهتمام تر اوسه پورې په هر صنف کې د پنځوستو نه زيات کتابونه چهاپ شوې دي او اوس چې پښتو شاعرانو ، اديبانو په صوبايي کچ د ،، قامي ادبي مجلس ،، قام ،،په نوم کوم تنظيم جوړ کړے شوے دے نو په دې کې يې هم د مالياتو د سکتر په حیث خدمات شامل دي.نور هم په ادبي غونډو کې فعال او موثر کردار لوبوي چې دا ټولې هلې ځلې د خپلې پښتو د ژوند او بقا په خاطر کوي ګڼې د تعليم په محکمه کې اے ایس ڈی ای او .. بټګرام..په عهده فايز دے خو خپل ټول ژوند يې د ژبې او ادب ته بخښلي دے او ورسره د قام د راتلونکي نسلونو د تعليم او تربيت فريضه هم ترسره کوي

دغسې هغه په يو وخت ،ماهر تعليم ،شاعر،اديب،منتظم،مصنف،مترجم،محقق،مؤلفاو نورو ګڼو حوالو سره شهرت لري...

تر اوسه پورې يې ګڼ شمېر کتابونه هم په مختلفو صنفنو کې چهاپ شوي دي.چې وړومبے کتاب يې د شاعرۍ د ،،ګل لالا ،، په نوم په کال 19940 کې چهاپ شوې دے چې په دغه وخت کې موصوف پخپله ذده کوونکے وو.خو د کتاب د اشاعت سره د هغه وخت استادانو ليکونکو توجه يې ځان ته را ووګرځووله او په دغه کتاب يې په مختلو اخبارونو او رسالو کې ډير سره ليکونه اوکړل.

بيا يې په کال 2003 کې دويمه شعري ټولګه،، د ،، غانټول،، په نوم چهاپ شوه او دا هم لوستونکو ډيره خوښه کړه.

په مارچ 2017 کې يې د شاعرۍ دريم کتاب،، ستا د خائيست ګلونه ډير دي،، په نوم چهاپ شو.

څلورمه شعري مجموعه يې،، څانګه به نن سبا کې ګل شي،،په نوم هم په کال،مارچ ، 2017 ، کې د چهاپ په کالو سينګار شوه..

پنځم کتاب يې د افسانو دے چې د ،، بنګړي واله ،، په نوم اپريل 2017 کې شايع شوې دے .ددې کتاب د اشاعت سره اختر حيات قمر دا حقيقت روښانه کړو چې هغه صرف شاعر نه دے بلکه نثر نګار هم دے او لکه د شاعرۍ په نثر کي هم د معيار خيال ساتي.

په کال 2018 کې يې ،، د اسماعيل ګوهر تحقيقي ليکونه ،، په نوم کتاب چهاپ کړو.چې په دغه کتاب کې د ډاکټر اسماعيل ګوهر خواره واره څيړنيز ليکونه شامل دي.

په اکتوبر 2019 کې يې د سندهئ ژبې مشهور شاعر..شيخ اياز.د منتخبو نظمونو منظومه ترجمه ،،په په نوم په اول ځل پښتو ته اوژباړل چې پښتو لوستونکو نه علاوه د نورو ژبو لوستونکو هم خوښ کړو.

په مئ 2020 کې د هائيکو کتاب ،، اترنګ ،، په نوم د چهاپ د پړاونو سخه راتېر شو چې د مختلفو سريزه نګارانو له اړخه پرې د هائيکو په دې صنف علمي څړنيز ليکونه شوي دي او د اختر حيات قمر د هائيکو ستائينه پکې شوې ده ،اهميت او انفراديت يې په ګوته شوې دې.

په کال 2021 کې يې د نظمونو مجموعه ،، زه چې نظمونه ليکم ،، په نوم چهاپ شوې ده.دا هم ذوق لرونکو لوستونکو ډيره خوښه کړې ده.ځکه چې ډير شاهکار نظمونه ئې پکې شامل کړي دي.چې يوه نمونه يې داسې ده...

نه نه دا نه شي کيدې

په دې يقين مه کوه

مونږه يو بل نه جدا

ژوندون کوولې نه شو

نه نه دا نه شي کيدې

په دې يقين مه کوه

مونږه به مينه کوو

مونږه به غاړه غړۍ

په مينه ژوند تيروو

زما خيسته جانانه

په دې يقين اوکړه چې

مينه په ټوله دنيا

د هر مرض شفا ده

 

د ذکر شوي نظم د نمونې نه يې اندازه کيږي چې شاعر د نظم په فن څومره پوهه لري او داسې موضوع باندې قلم پورته کوي چې هغه د ژوند د پاره ساه ګنلې شي يعنې مينه..او دا مينه ده چې د کائينات ترې جوړ شوے دے ۔د دنيا ژوند ته ښکلا ،راحت اؤ اميد ورکوي.دا ټول منظر په دې نظم کې انځور کړے شوے دے.

ددې سره د غزل هم استاد دے ددې صنف په ټولو ادابو او لوازماتو يې هم لاس بر دے ځکه چې هغه د ادب پراخه مطالعه کړے ده او د هر صنف بابله کوټلي معلومات لري.

د خپل ژوند يوه منظره او څنډه په يو غزل کې داسې بيانوي...

 

زما  ژوند  ټول  کتابونه ، کتابونه

ډير مې لوستي دريابونه ،کتابونه

 

زه د ډيرو حادثو نه راتېر شوې

ماته ياد دي ټول وختونه ،کتابونه

 

تا چې هر څه پرې وايل دي ما ښکول کړ دي

ستا د سرو شونډو سرونه ، کتابونه

 

اوس به څوک د چا يادونه زړه کې پټ کړي

اوس خو ټول دي همه زړونه ، کتابونه

 

بل ته مه ګوره خپل ځان کړه په ځان پوهه

د هر چا دي خپل لاسونه ، کتابونه

 

ټول يې ويني ټول يې ګوري خو ټول چپ دي

مړاوې   مړاوې  ،  ګل  مخونه  ،  کتابونه

 

د  غانټول  که  د  لالا  دي خو  قمره

ما  ليکلي  دي  ګلونه  ،  کتابونه 

 

د ذکر شوي غزل د نمونې نه يې د معيار او اسلوب اندازه په اسانۍ سره کيدے شي. ځکه چې په کلام کښې يې پختګي هم ده او رواني هم.بيا د لفظونو چوڼ او د اشارو ، کنايو ، ترکيبونو او تشبيهاتو انداز يې هم ډير سوچه ، منفرد او مؤثر دے .

هم دا وجه ده چې اختر حيات قمر هر کلام د معيار په تله ، تللې او بيا يي چهاپ کړے دے او دا حقيقت يې دنيا ته واضحه کړے دے چې دا هر څه د مينې ، اخلاص ،صداقت ، پوهې او محنت په برکت ممکن شوي دي.

حقيقت دا دې چې د ادب خدمت هغه څوک کوولې شي چې د اختر حيات قمر غوندې خپل ټول ژوند او صلاحيتونه وقف کړي نو په ادبي نړئ کې يو مقام ترلاسه کوولې شي.

ښاغلے اختر حيات قمر د چهاپي اثارو تر څنګ د

نا چهاپ اثارو هم ښه ډيره ذخيره لري نو امکان دے چې هغه هم په خپل وار سره د چهاپ په کالو سينګار او د خپلو مينه والو د غاړے هار کړي.

ځکه چې دده په هره فن پاره کښی د خپل اولس درد

رانغښتے دے۔ د امن ، او سوکالۍ، مينې او ترقۍ خبره يې کړے ده.

دا هغه فلسفه ده چې د انسانيت د بقا او سلامتيا د پاره بنيادي حيثيت لري.

نو په داسې حال کې د اختر حيات قمر د علمي، تخليقي او ادبي اثارو دا فن پارې د خپل قوم او ټول بشر د پاره يوه داسې بيش بها ډالئ ده چې ددې ډالئ قدر و قیمت به کله هم کم نه شي.بلکه د وخت تېرودو سره به نور اهميت خپلوي.

د اختر حيات قمر د کار او زيار سلسله نوره هم فراخه ده خو په قول د قمر راهي صيب (مرحوم) چې

 

ما  وائيل  زه  به  د  جانان  ښکولے تصوير جوړوم 

زه اعتراف د عجز و فن کړم ما تصوير جوړ نه کړو

ريډيو پاکستان کوهاټ..

30-8-2022 نيټه..

 

 

-
بېرته شاته