(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختلاف ولې ؟

[12.Sep.2022 - 16:46]

 

اختلاف ولې ؟

لیک: مولانا خانزېب

 قرآن کښې سورت توبه کښې ېو اېت دېاتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ ،  ژباړهبني اسرائيلو د خپلو مولانو او پيرانو خداېان جوړ کړي وو ، عدي ابن حاتم  ېو صحابي دې د مشهور سخي حاتم طائي ځوئي وو دې پخوا نصراني وو د نبي ع نه ئې ددې اېت په اړه پوښتنه اوکړه چې مونږ خو خپلو مولانو پيرانو ته سجده نه وه کړې ؟ 

نبي ع ورته وائي چې هغې به څه ته حلال وائل او څه ته حرام تاسې به هرڅه په پټو سترګو داسې منل لکه د خدائې چې سړې مني ؟ 

هغه وائل آو داسې خو وه نبي ع ورته وائي هم دغه د بنده بندګي وه .

 

د مولانا طارق جمیل د دوه کروړه روپو په غت ګاړي کښې د ګرځېدو سره اختلاف نه لرو دهغه د اربونو روپو د  سوداګرۍ په ځانګړي برانډ د خپلې  نامې د څانګې سره هم اختلاف نه لرو ، د کم سياسي ګوند په ملاتړ هم ورسره اختلاف نه لرو  ځکه جمهوري حق د هيچا اخيستل جمهوريت خوښي نه ده ، د  کروړونو روپو په محل او فارم هاؤس کښې د اوسېدو سره هم اختلاف نه لرو ،  اختلاف که لرو نو د رسول الله ص د ددې حديث په رڼا کښې  ئې ورسره لرو چې( لايؤمن احدکم حتی یحب لاخيه ما يحب لنفسه )

 ژباړه : ېو سړې تر هغې مسلمان نه دې څه ځان له خوښوي هغه بل مسلمان له خوښ نه کړی.

 رسول الله ص تر شام پورې په تجارتي جوپو کښی تلې ايماندار سوداګر ئې د پېغمبرانو په څپ کښې ولاړ وائلې قرآن کښې خدائې  د لس کرته نه زيات تجارت کسب ته خپل ، فضل ،وائلې امام ابوحنيفه د دعراق د ټولو لوئي سوداګر وو د اسلام د فقهې د تدوين نيم مسائل او استنباطات د تجارت او سوداګري معاملاتو په اړه دي د مخلوق نه وتل جلا کېدل په ګوټ  کښې کېناستل په اسلام کښې د دين عيسويت رهبانيت ګنړل شوې او په کلکله رد کړې شوې .

مونږ اختلاف که لرو نو دا لرو چې مولانا تارېق جمېل صېب پخپلو وېناؤ کښې نيمګړې او ضعيف دين بېانوي اولس ته په قرآن کښې د بېع شراء په اړه د نازل شوي اووه سوه آیتونو حوالې نه ورکوي.

مولانا صېب د قرآن د دنيا او آخرت د امتزاج په اړه د قرآن دا الهامي رواېت ربنا اتنا فی الدنیا حسنة و فی الاخرة حسنة ولې نه بېانوي.

 مولانا صېب په سورت بقره کښې د اخيستو خرڅولو په اړه د قرآن د ټولو ستر  نازل شوې اېت مداينه  نه بیانوي چې فقهاوو ترې دوه نيم سوه د دنيا د تجارت مسائل استنباط کړی دی .

مولانا صېب د خطيب الانبياء شعيب ع د پېغمبري  ژوند فلسفه د ميزان د انصاف په استعارې سره د تجارت سره تړل شوې پېغمبري نسبت  نه بېانوي ، د حضرت داؤد د اهنګرې او د خپلو لاسو د خوارې پېغمبري فلسفه  نه بېانوي ، مولنا صېب د فرض مونځ نه پس د حلالې روزې فرض شوې طلب  نه بېانوي ، حقيقت دادې چې دا مولانا صېب د دين نيمګړې خامه فلسفه وړاندې کوي چې د عقل خوښې پدې دور کښې ترې فتنه جوړېږي دين فقط د مشکو او کافرو نه جوړ د حورو د نزاکت په اړه ضعیفو روایاتو پسې ټول دين غوټه کول چرې هم نه دې د بده مرغه ددغه نيمګړي دين ټول زيان زمونږ قام ته رووځي پنجاپيان سنديانو ته که خپل کم واعظ د دنيا پرېښودل اووائي نو هم نه ئې مني خو پښتانه د دين په نامه هره فلسفه په ړندو سترګو قبلوي  .

 

مولانا خانزېب

-
بېرته شاته