(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راشدخان کلېزه

[23.Sep.2022 - 16:18]

نن د اسطوره‌ یي اتل راشد خان کلیزه ده

د شپږم ټولګي پښتو کتاب کې مې د ده بیوګرافي/ ژوندلیک راوړی و. هغو کتابونو سر وخوړ نو متن به یې دلته وګورئ:

لیک: محب زغم

ولولئ او دریاد یې کړئ: لاندې متن ولولئ. د متن د هر پراګراف تر لوستو وروسته له ځان سره فکر وکړئ چې «دا راته څه شی یادوي؟» دې ته ورته معلومات مو پخوا چېرته اورېدلي، لیدلي، یا لوستي وو؟ 

 

ډاکټر که کرېکټر؟

 

مور یې غوښتل چې دی ډاکټر شي. په همدې خاطر به د کرېکټ لوبو ته نه پرېښوده او ویل به یې چې درسونو ته دې پام وکړه. د ده هم ډاکټري خوښه وه، خو له کرېکټ سره یې لا ډېره مینه وه. ده به هم درسونه ویل او هم به یې د کرېکټ لوبې کولې او بیا داسې وخت راغی چې مور یې پخپله ورته وویل: «آفرین راشده ګله! نور نو بې غمه کرېکټ کوهکیسه داسې وه چې د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ لوبډلې د پاکستان له لوبډلې سره سیالي کوله. دا لوبه په ټلویزیون کې خپرېده. راشد خان په دې لوبه کې پنځوسیزه ووهله او لوبه یې وګټله. خلکو د ده پلار ته ټیلفونونه کول او مبارکۍ یې ورکولې. مور یې هم د ده ښه لوبه کتلې وه او ویې لیدل چې خلک راشد خان څومره ستایي. هماغه وه چې د لوبو اجازه یې ورته ورکړه.

راشد خان ارمان د ۱۳۷۷هـ. ش. د وږي په ۳۰ نېټه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دی شپږ وروڼه او څلور خویندې لري. هغه کرېکټ په ماشومتوب کې له خپلو وروڼو سره پیل کړ. په لومړي سر کې د توپ وهنې شوقي و. وروسته ملګرو ورته وویل چې ته په توپ اچونه کې ډېر تکړه یې او په همدې برخه کې باید زیار وباسې. ده ډېره خواري وکړه او دومره تکړه شو چې د افغانستان د نولسو کلنو او بیا ملي لوبډلې ته غوره شو. دی په لوبو کې دومره ښه وځلېد چې څو ځله د کرېکټ د نړۍوالې شورا په درجه‌بندۍ کې د دنیا غوره بالر یا توپ اچوونکی شو. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د کرېکټ نړۍوالې شورا د تېرې لسیزې غوره لوبغاړي معرفي کړل چې راشد خان په ټوله نړۍ کې د دې لسیزې غوره بالر شو

راشد ارمان لومړنی افغان ورزشکار دی چې نوم  د ګېنس په کتاب کې راغلی دی. په دې کتاب کې د داسې کسانو نومونه لیکل کېږي چې ریکارډونه یې جوړ کړي وي. راشد خان ډېر ریکارډونه جوړ کړي دي، لکه: دی تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې ۱۰۰ وېکټې یې اخیستې دي؛ په شل اوریزو لوبو کې یې ۵۰ وېکټې پوره کړې دي؛ په څلورو پر له پسې توپونو یې څلور وېکټې اخیستې دي او څو نور ریکارډونه.

راشد خان په ټوله دنیا کې مشهور لوبغاړی دی خو دا نوم یې په آسانۍ سره نه دی ګټلی. هغه هره ورځ ۴ ساعته تمرین کوي او ډېر عمر یې په مسافرۍ کې تېرېږي. ده په ۲۰۱۹ کال کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: «په تېرو یو نیمو کلونو کې مې ایله ۱۰۱۲ ورځې له خپلې کورنۍ سره تېرې کړې دي او نور وختونه مې ټول په سفرونو او سیالیو کې تېر شوي ديتر سختو تمرینونو او مسافریو ورهاخوا، راشد خان ډېر دردونه هم ګالي. کله کله په لوبه کې خوږ شي او سخت دردونه زغمي، خو لوبه نه پرېږدي

راشد ارمان د نړۍ په ډېرو لویو تجارتي لوبو کې لوبېدلی دی، لکه د هندوستان غوره لیګ (IPL)، د آسټرالیا بېګ باش، د کارابین غوره لیګ (CPL)، د بنګله‌دېش غوره لیګ (BPL) او نور. دی په هر ډګر کې ښه ځلېدلی دی او په هر هېواد کې خپل مینه‌وال لري، خو خپل هېوادوال ډېر ورباندې ګران دي. دی وايي: «د خپلو هېوادوالو خوښي او مینه ډېره انرژي راکوي

راشد خان ښوونځی تمام کړی دی، خو په کرېکټ د بوختېدا په وجه یې لوړې زده‌کړې نه دي کړې. دی وايي چې د ورزش تر څنګ تعلیم هم ډېر مهم دی. په همدې وجه په ۲۰۱۹ کې د کابل روزنتون ته ولاړ او له بېوزلو ماشومانو سره یې د پیسو مرسته وکړه چې خپل درسونه ووايي.

-
بېرته شاته