(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فریډ دهڅو

[23.Sep.2022 - 16:32]

د فرایډ د هڅو ګڼنه ( فرضیه ) : فرایډ (Freud) په لومړی سر کې غوښتل چې هڅې  (Triebe) په دوو ډلو وویشي.

۱ ) د مینې ( جنسي) هڅه چې د بهر خواته زور کوی.

۲ ) ځان خوښوونکې ( خود پرسته ) هڅه چې د ځان د ژغورنې دنده پغاره لري.خو ورسته بیا ورته د ژوری څېړنې په لړ کې جوته شوه چې ځان خوښوونکي هڅه د مینې د هڅې سره هیڅ توپیر نلري.

ځان خوښوونکي هڅه د مینې د هڅې یوه بڼه ده،نو لدی کبله فرایډ (Freud) د ځان خوښوونکی او د مینې د هڅو نظریه پریښودله او ددیې پر ځای ئې د دوه متضادو میراثي هڅو چې مینه او تیری دی، ګڼنه (فرضیه ) وکړه.

د هیرنګ (Heringe) نظریه د ده دغه ګڼنه تا ئیدوی چې، وائي: په ژوندۍ ماده کې  دوه متضاده کښښونه شته دی،  چې یو ئې جوړونکی او بل ئې ورانوونکی دی.

فرایډ ( Freud ) پخپله داسی دلیل راوړی چې د ژوند منځ ته راتګ د ژوند د دوام او مرګ ته د نژدیوالي مانا لري. مرګ د ژوند هدف دی او ژوند خپله د دوی په منځ کې روغه جوړه ده.

ساایز جوړښت : فرایډ (Freud) ساایز جوړښت د یوه ماشین په شان تصور کوي، چې د ډیرو پرزو څخه جوړ شوی وي او یو ټاکلی ځای نیسي .

دده په عقیده ساوالې ( روحي/ رواني ) پیښې  یوازې په هوښ ( شعور ) کې پرتې ندي،   ځکه چې په هوښ کې پرتو پیښو د څرګندونې او روښانولو  لپاره نور مواد  پکار دي،  کوم چې د هوښ څخه بهر دي.

سربیره پردې  تجزیوي ازمیښتونه ښايي چې یوه برخه د ساوالو ( نفسی ) پیښو داسې پټ خوي لري چې په هوښ کې د ښکاره پرتو پېښو د خوي سره سمون نه خوري لکه د ځان پخپله مرګ.

فرایډ (Freud) د هوښ د لاندی د ساوالو پیښو یو څرنګوالی  (خاصیت  یا کیفیت ) پوهیږی. دا خبره سړی په یوې بېلګې  سره جوتولی شي.

که چیرته مونږ یو ساایز شی لکه یو خیال یا د چا نوم په یاد  کې ونیسو نو دغه خیال یا نوم تل زمونږ په یاد کې نه پاتې کیږي. وروسته د یو څه وخت څخه زمونږد یاده  وزي او هیریږي. کیدای شي، چې دغه خیال یا نوم د ځینو شرطونو د لاندې بیرته زمونږ یاد شي نو دلته دا پوښتنه پیداکیږي، چې دا خیال یا نوم پدې منځ کې چیرته و  او څه پرې شوي وو او څه بڼه ئې لرله.

ددې پوښتنی په ځواب کې ویلی شو چې مونږ نه پوهیږو چې دا خیال یا نوم پدې منځ کې څه شوی وو  او څرنګه بڼه ئې لرله خو دومره ویلی شو چې زمونږ  د یاده وتلی  و او چیرته پټ و.

په مسلکی ژبه کې ویلی شو، چې دغه خیال یا نوم زمونږ د هوښ (شعور ) څخه وتلی و او د هوښ بهر ( غیر شعور کې ) پروت و.

ددې  واقعیت له مخې فرایډ (Freud) ساایزی پېښې او شیان په دوو ډلو د هوښ دننه ( شعور ) او د هوښ بهر ( غیری شعور) وویشلې.

ټولې هغه ساایزې پېښې او شیان چې سمدستي مونږ ته په یاد دي د هوښ دننه او کومې چې مو سمدستي په یاد ندي د هوښ بهر وګڼلې.

خو بیا وروسته ده د خپلو څیړنو په لړ کې د هوښ بهر دوه ډوله  ساوالز پېښې او شیان پیدا کړه . یو ډول هغه ساوالز پېښې او شیان و ، چې د هوښ په درشل کې ولاړ و  او ډیر وړاندې تللي نه وو او سړی یې په لږه پاملرنه سره هوښ ته راوستلی شيلدی کبله دغه پېښې او شیان د هوښ د درشل (vorbewußt) ساایزې پېښې شیان  وبللې.

او خپله د هوښ بهر (unbewußt) استلا ئې د هغه ساایزو پېښو او شیانو لپاره وساتله چې د هوښ بهر دومره لیرې تللې وو چې هوښ  ته بیرته راتګ ئې ډیر په سختۍ سره امکان لرلوپدې ډول سره ساوالې پېښې او شیان په دری لاندی ډولونو وویشلې.

۱ ) د هوښ (bewußt) ساوالې پېښې او شیان.

۲ ) د هوښ د درشل (vorbewußt) ساوالې پېښې او شیان.

۳د هوښ بهر (unbewußt) ساوالې پېښې او شیان

ددی مالوماتو له مخې فرایډ (Freud) د هوښ دننه او د هوښ د درشل ساوالې  پېښې د یوه خیل او د هوښ بهر ساایزی پېښې د بل خپل وګڼلې او دا ځکه چې د هوښ د درشل پېښې هر  وخت د هوښ دننه ته راتلای شي،  کله چې ورته لږه پاملرنه او غږ و شي، خو د هوښ بهر ساایزی پېښې په لږه پاملرنه سره نه، بلکی د ټاکلو شرطونو د پوره کولو څخه وروسته په ډیره سختۍ سره راتلی شي،  خو دا هم نیغ په نیغه نه، بلکې مجبورې  دي،  چې لومړی د هوښ درشل ته او بیا د هوښ دننه  یا هوښ ته راشي ( ۱۳ ).

 

فرایډ (Freud) سریبره پردی دری ډوله ساوالو پېښو او شیانو دری ډوله نور ساایز لړونه مونده کړه چې د پورتنیو ساایزو پېښو او شیانو سره ئې د جوړښت له پلوه توپیر لرلو او په خپلو منځو کې اړیکې لرلې

--------------

اخستونځی: وېره د ساپوهنې په رڼا  کې

-
بېرته شاته