(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخېټې

[18.Nov.2022 - 22:55]

ایادخیټی پړسوب لرۍ؟

لاملونه یی څه دی اوڅرنگه تری ځان وساتو! »

 

موږ ټول دا ډول احساس کوو، یعنې داسې احساس کوو چې معده د ډېر خوراک له امله ډکه شوې ده. که څه هم ډېر خواړه مو نه وي خوړلي، خو پوښتنه دا ده د خېټئ د پړسوب لامل څه دی، آیا ډېرې اوبه څښل؟ ځانګړی خواړه؟ یا کومه ناروغي؟ډېر ګاز؟ ښایي داسې نه وي

 

ځینې خلک داسې فکر کوي چې دوی خېټه ځکه پړسېږي، ځکه چې دوی له ګاز سره حساسیت لري، ښایي ګاز یې لامل وي خو دا هر وخت نه وي. د خېټې پړسوب د معدې د ناروغۍ په حالت کې رامنځته کېږي، خو په عادي حالت کې یې لامل بل څه کېدلی شي.

 

د خېټې د پړسوب ځینې عام لاملونه:

 

مالګه:

زموږ بدن مالګې ته اړتیا لري، خو زیاتره خلک یې په زیاته اندازه استعمالوي، چې د بدن اوبه راټولوي او د وخت په تیریدو سره د مختلفو ناروغیو لکه د وینې لوړ فشار لامل کیږي، خو په لنډمهاله توګه د خېټې د پړسوب تجربه کیږي.

 

دکاربوهایډریټ زیات مصرف:

کاربوهایډریټ زموږ د بدن لپاره د سون توکو په ډول کار کوي چې سمدلاسه کارول کېږي، خو ډېر مصرف یې په بدن کې د اوبو راټولولو لامل کیږي، په ځانګړي توګه سپینه ډبل ډوډۍ، پیسټري او نور توکي د کاربوهایډریټ زیاته اندازه لري، چې د خېټې پړسوب زیاتوي.

 

ډېرخوراک:

زموږ معده د ورغوي په اندازه وي، چې د اړتیا سره سمه پراخیږي، خو ډیر خوراک یې د پړسوب لامل کېږي، په ځانګړې توګه کله چې خوراک کې په زیاته مالګه او کاربوهایډریټ وي.

 

سوډا:

سوډا لرونکې مشروبات ګاز لري او کله چې وڅښل شي، نو د هاضمي سیسټم ډکوي، چې په پایله کې خېټه پړسوي، کله چې داسې وشي نو ارګمي پیدا کوي خو کله چې کولمو ته ورسېږي، نو ژر تر ژره خارجېدل ممکن نه وي.

 

ګړندی خوراک:

هر څومره چې ګړندی یا تېز خوراک کوئ، هومره په تېزۍ هوا دننه کېږي، چې په پایله کې خېټه پړسېږي. کله چې هوا کولمو ته دننه شي نو دماغو ته په ځنډ پیغام رسېږي، چې خېټه ډکه ده.

 

قبضيت:

زیاتره خلک وخت په وخت قبضیت تجربه کوي چې دا ناروغي د خېټې د پړسوب لامل هم کېږي. ځینې ​​خواړه، کمې اوبه څښل، په خوړو کې ناڅاپه بدلون یا فشار د قبضیت عام لاملونه دي. معمولاً دا ستونزه پخپله حل کیږي، خو که له څو ورځو څخه زیات دوام وکړي، باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

 

دشېدویالبنیاتواستعمال:

شیدې او لبنیات د ګاز، د معدې درد او پړسوب په څیر ستونزې رامینځته کوي. دا هغه مهال رامنځته کېږي کله چې زموږ بدن په اسانۍ سره لیکټوز هضم نه کړي، خو دا کومه جدي ستونزه نده، خو دا غوره ده چې د شېدو یا لبنیاتو څخه ډډه وشي.

 

دبدن دوزن زیاتوالی:

که د یو کال په اوږدو کې د بدن وزن ۴.۵ کیلو ګرامه یا ډېر لوړ شي، نو د معدې ستونزې پیدا کوي، ځکه چې د معدې شاوخوا وازګه پیدا کېږي او د معدې پراخوالي لپاره ځای کمېږي.

 

غوړ

زموږ بدن د حجرو، عصبي نسجونو او هورمونونو لپاره غوړو ته اړتیا لري، خو ډېر مقدار یې د خېټې پړسوب لامل کېږي، ځکه چې زموږ بدن د غوړو هضمولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري. غوړي ډېره کالوري لري چې وزن زیاتوي او د پړسوب لامل کېږي.

 

فرکتوز

د شکر دا ډول هضمول ستونزمن وي، چې د ګاز، پړسوب او د معدې درد لامل کېږي. دا ډول شکر په فاسټ فوډ کې خورا لوړه وي او په ځینو مېوو (وچه مېوو)، شات، پیاز او هوږه کې هم شتون لري.

-
بېرته شاته