(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګلرنګ

[22.Nov.2022 - 17:17]

{د ګل رنګ انسټیټیوټ آف ميډيکل سائنسزز پښتو مشاعره }

 د اکتوبر د مياشتې په دولسمه نيټه کال 2022 د شورو په ورځ د بټ خيلې د پل څوکۍ په مقام ميرال هوټل کښې د پښتونخوا د فعال ادبي تنظيم مل ملاکنډ په مرسته ګل رنګ انسټیټیوټ آف ميډيکل سائنسزز د يو خوندورې پښتو "سپوږمۍ مشاعرې " اهتمام کړې وو چې صدارت يې د پښتنو ستر قامي مترقي شاعر او دانشور پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي وکړو او مشر ميلمه د پښتو ستر فکش رائټر فلورکلسټ ، مورخ او محقق محترم نورالامين يوسفزے وو ياد شاعر ښاغلے فضل سبحان د مشاعرې  اعزازي  ميلمه وو د مشاعرې دويم اعزازي ميلمه ياد شاعر ښاغلے عزيز مانيروال وو خو هغه د خپلې ناروغتيا له وجهې په مشاعره ګډون نه کړې شو اللّه پاک ښاغلي عزيز مانيروال له روغه سټه ژوند ورکړي چې د پښتنو دغسې دستورې پرې آبادې وي د مشاعرې نظامت ادبي مبارز سپيځلي شاعر ، محقق او نقاد دانشور پروفيسر ډاکټر اقبال شاکر په خپل ځانګړي انداز کښې وکړه د ماښام د خوړې او د ماسخوتن د مونځ روستو د قرآن د تلاوت نه د دغې تعليمي يو طالب علم شروع وکړه ورپسې د مل ملاکنډ باني غړي او چئيرمين ياد شاعر ، اديب محقق او نقاد ښاغلي بخت روان عمر خيل ميلمنو ته ستړي مشي ووئيل او په مشاعره کښې ددغې ادارې طالب علمانو سره د ملاکنډ پوهنتون په مشاعره کښې ګډون کوونکيو طالب علمانو ته غږ وکړو چې مونږ نن ستاسو دپاره د پښتنو ياد او استاذان شاعران دلته ميلمانه کړې ستاسو دلته ګډون ددې خبرې ثبوت دے چې تاسو د خپلې مورنۍ ژبې دې شاعرانو سره پښتنه مينه لرۍ زما يقين دے چې تاسو به ددوي نه شعرونه خوند او رنګ دواړه اخلۍ د قومونو فکري او روحاني داسې دستورې مهم کردار ادا کوي . ښاغلي بخت روان عمر خيل ووئيل چې زما په لړ کښې د ډاکټر اقبال شاکر د خبرې سره ماته د خپل کور خبره راياده شوه هغه دا چې مونږ د خپل کور په چت کار کولو نو خپل کشرې ځوے هاشم بخت بره ووخيژول چې د پردې کولو غږ وکړي خو هغه د برې ووئيل دلته نه خو څوک نه ښکاري ماوئيل خير دې غږ وکړه خو هغه غږ ونه کړې شو بيا راته وئيل چې څه جينکۍ ښکاري ما ورته وئيل دوي ته ووايه چې پنا شي هغه بيا هم غږ نه کول زه ورته په قهر چې را کوشه هغه چې را ښکته شو نو ما د لاندې غږ وکړه چې خداې مو وبخښه پرده وکړئ نو هاشم بخت ووئيل ددې ځايه خو هر څوک دغسې کولے شي د ښاغلي بخت روان ددې خبرې سره په محفل د خندا څادر خور شو او ښاغلي نورالامين صاحب زر د هغه دغه خاطره" د پښتون دانش " دويم ټوک دپاره نوټ کړه. بخت روان عمر خيل ووئيل مونږ او اقبال شاکر صيب دي چې ناست يو نو بلا خبرې کوو خو هر ځاے د خبرو نه وي. د ګل رنګ انسټیټیوټ آف ميډيکل سائنسزز طالب علم د خپلې ادارې له خوا ميلمنو ته ستړي مشي ووئيل هغه د خپلې تعليمي ادارې مشر ډاکټر وقاص د انتظاميې نورو مشرانو ته مننه ووئيله چې ماته يې دا درناوے راکړو چې د خپلې ادارې له خوا د پښتو ادب دې ښاغليو استاذانو ته هرکلې ووايم.

پروفيسر ډاکټر اقبال شاکر نن چې ميرال هوټل کښې د مل ملاکنډ په مرسته د ګل رنګ انسټیټیوټ آف ميډيکل سائنسزز مشاعره  په کوم مقام کيږي نو دا ملاکنډ ډويژن سنګم دے. د ملاکنډ ډويژن ددې سنګم نه د پښتو ددې مشاعرې پيغام دے چې مونږ د پښتنو خاوره آمن غواړو. په دې مشاعره د بره ذکر شوو نومونو سره ښاغلي انور مانيروال، ناصرآمين، ساجد اعوان، رضوان شمال، شمشاد انګار ، حبيب عابد ، غني غورځنګ، ځار يوسفزي، سيد جاويد ګيلاني، ناموس خان ناموس، رحمت خان، طفړعلي ناز، ډاکټر عطالرحمان، ښاغلي نازک ، اقبال حسين افکار، ظفر علي ظفر خپل خپل کلامونه واورول او د سامعينو يې بې دريغه داد واخست، مشر ميلمه ښاغلي نورالامين يوسفزي ددغې ادارې مل ملاکنډ او ميرال هوټل دا هڅه وستائيله هغه ووئيل چې مسلمان سائنسدانان سرپ سائسندانان نه وو هغوي د ادب هم استاذان وو هغه ووئيل تر څو چې په دنيا د د مسلمان سائسندانانو راج وو نو چرته هم  انسان د تباهۍ اسباب نه دي ايجاد کړي څومره سائنسي ايجادات چې هغوي کړي هغه د انسان د خير او فلاح دپاره کړي دي جنګي آلات به لوهارانو جوړول. ښاغلي نورالامين يوسفزي زياده کړه چې د سائنسي تعليم سره د ادبياتو لوسته ډيره مهمه ده له دې سره د انسان شخصيت کښې توازن پيدا شي کومو ډاکټران يا نورو سائسندانو سره چې د ادب نه يو خوا پاتې وي هغوي يا خو د پيسو مشينان وي يا يا جنګ لمبو ته لمنه وهونکي وي. هغه زياته کړه چې پښتو ادب ډير زرين ادب تاسو دلته روايتي اولسي شاعران هم واوريدل او جديد شاعران چې د چا کلام چې د جديديت او روايت امتزاج دے په دې ژوند حقيقتونه هم وو او فکري لارښودنه هم وه. په دې موقع ښاغلي  نورالامين يوسفزي د علامه اقبال د هغه مقالې ذکر په تفصيل سره وکړه کومه چې هغه په 1928 کښې د خان خوشحال خان خټک په فکر ، فلسفه فني عظمت ليکلې ده. ښاغلي نورالامين يوسفزي ووئيل چې يو هندوستانۍ سندره ده " بهاروں پھول برساؤں میرا محبوب آیا ہےله دې په سوونو کاله مخکښې د پښتو اولسي سندره ده 

" ګلونه راوړه ګلزاره، زما آشنا راځي ،د ښاپيرو د باغ مالياره،

دغسې هغه د اردو ژبې د روماني شاعرې د شعر " کو بہ کو پھیل گئی بات شناسائی کی " له پنځوس شپيته وړاندې پښتون شاعر وائي " خبرې به زمونږ کيږي ليلا کلي په کلي."

لنډه چې د خپلې ژبې ادب ته رجوع کول د ژوندي قومونو خاصه ده . اللّه تبارک تعالي ددې کائنات خالق دے او هغه خپل دغه خاصيت حضرت انسان ورکړې دے په دنيا کښې د زيبا هنرونو خالق هم انسان دے تاسو به چرته بل ځانور دا ښائست نه وي ليدلے پکار دي چې د اللّه پاک انسان ته ورکړي دې صلاحيت نه ګټه پورته کړو په نړۍ کښې د  آمن خوشحالۍ دپاره يې وکاره وو. د ښاغلي نورالامين يوسفزي د خبرو روستو چې کله د مشاعر صدر پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي ته ورکړې شوه نو هغه هم ددغې تعليمي ادارې د هوټل د انتظاميې او د مل ملاکنډ د ملګرو په خصوصيت د ګران بخت روان عمر خيل او ډاکټر اقبال شاکر دا هڅه وستائيله هغه ووې چې محترم سعداللّه جان برق صاحب د مشاعرې صدر ته صبر وائي رښتيا خبره ده چې صدر د هر چا خبرې ښه په صبر اوري هم ددې مشاعرې د شاعرانو ملګرو شعرونه ښه په صبر تحمل واوريد خوند رنګ مې ترې واخست په کومه دستوره کښې شيخ الاادب او شيخ الاتاريخ و تحقيق حضرت علامه نورالامين يوسفزے وي نو بيا زه د هغه نه روستو د خبرو کولو ضرورت نه محسوس کوم بس زه به تاسو ته خپل شعرونه ووايم دغه رنګ ډاکټر آباسين يوسفزي خپل څو کلامونه اورول چې د شاعرانو سره سامعينو هم لکه بې دريغه داد ورکړو له دې روستو د ميلمنو  شاعرانو ، د ګل رنګ انسټیټیوټ آف ميډيکل سائنسزز انتظاميې د مل ملاکنډ ملګرو او طالب علمان ګډ تصوير اوويست دغه رنګ په ماسخوتن اووه بجې مشاعره د شپې په دولس بجې وپائيده لکه د مخکښې په شان زه د ګران ورور بخت روان عمرخيل سره د هغه ځاے ته راغلم او نور ملګري په خپل خپل لوري روان شول.

زړه مې ټک چوي چې شي تار تار ملګري

د   پښتنې    مينې    د    لار       ملکري 

په درناوي: اقبال حسین افکار

-
بېرته شاته