(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نوح توپان

[22.Nov.2022 - 17:31]

 

دنوح طوفان اوپه بېلابېلو ادیانو کې دهغهذکر او یادونه : لیکوال: ...

او ښکې مې سترګو نه بهيږي     

               توپان دنوح به په دنيا کې جاري  شينه

په ټولو آسماني کتابونو قرآن شریف ،انجیل او تورات کې دنوح علیه السلام او دده دزمانې دیوه ستر طوفان یادونه شوې ده . همداراز په هغو ادیانو کې چې غیرآسماني دي هم دنوح دطوفان ذکرشوی دی

داسلامي تاریخونو او دقرآن  شریف پر بنسټ نوح علیه السلام یو مشهوراو لو العزمه پیغمبر تېرشوی دی .دانسا ب الاشراف  دشجرو دکتاب پر بنسټ نوموړي په لسم پښت کې حضرت آدم ته رسیږي په دې ډولنوح بن لامك بن متوشلخَ بن خنوخ بن إدريس بن يرد بن مهلائيل،  بن قينان،  بن أنوش بن شيث بن آدم أبي البشر.ویل کیږي جې ده(۹۵۰ ) کلونه ژوند کړی دی.

په ًقرآن شریف کې ۴۳ ځایونه په لاندنیوسورتونوکې دحضرت نوح ذکرشوی دینساء ،    اعراف،    ،توبه،    یونس،  هود، ، ابراهیم، ، اسراء، ،مریم،  حج، ، شعراء،  عنکبوت،   احزاب،  صافات،  غافر،   نوح،  نجم،قمر، او سوره تحریم، کې

نوح  خپل قام او امت توحید ته راباله ، خو قام یې دده له اوامرو سرغړونه کوله .په پای کې ده یوه کښتۍ جوړه کړه چې دهر حیوان یو ه جوړه ( نر او ښځه ) او هم هغه کسان یې پکې ځای پرځای کړل چې دده اوامر یې منل ، خو میرمنې او زوی یې په کښتۍ کې له سپرېدلو ډډه وکړه . په دغه وخت ګې طوفان پیل شو او دځمکې پر مخسر کښه  انسانان پکې ډوب شول اوتر طوفان وروسته کښتۍ  دیوه غره پرسر ودریدله چې ددغه غرنوم په قرآن شریف کې د(جودي )په نامه راغلی دی او  تر طوفان وروسته چې کله اوبه وچې شوې نوح علیه االسلام هم دخپلو ملګرو او حیواناتو سره دکښتۍ نه ووتل او دځمکې پرمخ ښکته شول .

دنوح طوفان دسومریانو او بابلیانو په په منابعو کې :

دبابلیانو او  سومریانو تمدن اوتهذیب دنني عراق دبین النهرین په جنوب کې رامنځ ته شوي و او دا ډیر لرغونی تمدنونه ول .هغه لرغونی ډبرلیک چې دسومریانو نه راپاتې دی او دعیسی مسیح تر زېږېدو ۳۰۰۰ کلونه دمخه لیکل شوی دی په هغه کې راغلي دي چې دبابلیانوستر رب النوعه انلیل دهغه وخت پاچا ته دیو ه طوفان دراتلو خبرداری ورکړی و . پاچا چې نیک اوښه انسان و داربا ب الانواعو دمشر داخبره ومنله . هغه یوه کښتۍ جوړه کړه او  دښو انسانانوپه ګډون یې دهر حیوان نه یوه جوړه هم له ځانه سره په دغه  کښتۍ کې کښینول . طوفان اووه شپې  او ورځې دوام وکړ او کله چې طوفان غلی شو  او ځمکې اوبه جذبې کړې نو دوی دکښتۍ نه ووتل اودځمکې بر سر یې قدمونه کېښودل.

 

په تورات کې دنوح دطوفان ذکر او یادونه

په تورات کې چې دیهودیانو کتاب دي اوپر موسی علیه السلام نازل شوی و  دنوح دطوفان په اړه راغلي دي چې کله دځمکې پر مخ دانسانانوسرکښي زیاته شوه نوخدای له خپلو بندګانو نه ددوی دناوړو کړو وړو په وجه خپه شواو نوح ته یې امر وکړ چې یوه کښتۍ جوړه کړي .نوح  یوه کښتۍ جوړه کړه چې دهر حیوان یو ه جوړه ( نر او ښځه ) او هم هغه کسان یې پکې ځای پرځای کړل چې دده اوامر یې منل، خویو ه خبره داده چې په تورات کې دنوح ښځه اوزوی هم ورسره په کښتۍکې سپاره شوي ول. حال داچې داخبره داسلامي روایتونو سره سمون نه خوري.

 

په یوناني  منابعو کې دنوح دطوفان یادونه

په یوناني اساطېرو کې راغلی دي چې دیوناني اربا ب الانواعو سترې رب النوعې زئوس دانسانانو دپیداکولو نه پښیمانه شو او ددوی دناوړو کړو وړو

نه خپه شو نو ویې غوښتل چې دوی له مینځه یوسي نوځکه یې سمندرونو،سیندونو اوداوبو چینوته  امر او سپارښتنه وکړه چې طوفاني شي په دغه وخت کې دیونان پاچا ددغه طوفان درامنځ ته کېدو دمخه هغه ځای دوه نامتو کسانو (دکالیون) او (پیرا )ته امر وکړ چې دانسانانو دنسل دمخنیوي لپاره یوه کښتۍ جوړه کړي اودوی دې پکې سپاره شي .وروسته طوفان پیل شو اوډیر زورور باران وشواوپه لسوورځوکې ټوله نړۍ په اوبو کې پټه  شوه. ترطوفان وروسته بیړۍ دیوه غره پر سر ودرېدله او دوی دکښتۍ نه دځمکې پرمخ راښکته شول ،زئوس  ، دکالیون او پیراته حکم وکړ چې  ترخپلو شا وو  ډبرې واچوي او هغه ډبرې چې دکالیون ترخپلې شا پر ځمکه واچولې هعه په نارینه وو بدلې شوې او هغه ډبرې  چې دده میرمنې  پېرا ترشا واچولې په ښځو بدلې شوې.

په زردشتي منابعو کې

په زردشتي منابعو په تېره بیا داوستا په وندیداد کې ددغه طوفان په اړوند  راغلي دي : چې آهورامزدا جمشید ته وویل چې یوژمنی سخت طوفان راروان دی اوتر هغه وروسته به دویلو شوو واورونه سیلا وونه جوړشي .

په چیني منابعو کې

په چیني منابعو کې هم دورته طوفان یادونه شوې ده .شوجینگ یا «د تاریخ کتاب » په خپلو لومړنیو څپرکو کې چې دعیسی مسیح ترزېږېدو ۵۰۰ کلونه دمخه لېکل شوی دی دیوه طوفان  یادونه کړې ده چې ټوله ځمکه یې تر اوبو لاندې کړې وه.

په هندي منابعو کې

دماتسیا پورانا دکتاب پر بنسټ   دهندوانولرغونی پاچا منو په یوه سیند کې لاسونه وینځل چې ویې لیدل کوچني کب یې په لاسونوکې ګرځي راګرځي اودغه کب منو ته وایي چې  یوه اونۍ وروسته به  یوسترطوفان  رامنځ ته شي چې ټول انسانان به له منځه یوسي نو منویوه ستره کښتۍ جوړوي اودغه وړوکي کب له منو سره مرسته کوي   .

دا و دنوح دطوفان په اړه دبېلا بېلو ادیانو او عقایدو په اړوند لنډ معلومات .

---------------------------------

منابع او ماخذونه

۱- قرآن کریم 

۲-https://answersingenesis.org/the-flood/

؛۳-https://interestingliterature.com/.../bible-story-noah.../

۴-حادثة_الطوفان ویکیپېډیا

-
بېرته شاته