(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي جرنيل

[28.Dec.2022 - 18:54]

ادبي جرنيل

 اقبال حسين افکار

مننه: د قدرمنې او محترمې حسينه ګل چې د ساره خان په خواست د هغې په ما په کتاب تاليف کولو دا ليک کړې وو او ما د دواړو د اجازت نه بغير ګران ورور ګل محمد بيتاب سره شريک کړو او هغه په پښتنه مينه  د ورځ پاڼه وحدت د خصوصي پاڼو ښکلا کړو د درې واړو شخصيتونو د پښتنې مينې پور وړې يم اللّه پاک دې راته درې واړه ژوندي ، سلامت کور وداني لري آمين . ستاسو افکار 

 

  اقبال حسين افکار چې د پښتو ژبې او ادب د پاره په خپل فعاليت او حرکت  د ادبي جرنېل په نوم يادېږي  دى په ريښتيا په دغه نوم او خطاب برابر دى دا ادبي جرنېل زه د ډير وخت نه پېژنم او چې څنگه مې د  پېژند گلو په ابتدا کې ليدلى دى په يوه منډه په يوه چغه په  نو تر دې دمه ې نه حرکت کم شوى دى او نه توان څنگه چې دى هم هاغه رنگ دى  څه هم که ژوند او استوگنه ې د مارگلې په لمن کې ده ډير وخت ې دغلته د پښتو ژبې او ادب د پاره ستړيا گانې او هلې ځلې کړي دي او کوي ې نو بلخوا  لوې افغانستان دى که لويه پښتونخوا  بلکه ددې سره سره د پاکستان په هر يو ايالت کې چې چرته هم ادبي او فرهنگي غونډې وي نو د افکار نه بغير نه وي  هر کار به ې په ډاگه پرېښودلى وي خو ځان به دغه غونډې ته رسوي او چې کله غونډه سرته رسي نو افکار بيا د غونډې ټول روداد په ليک کې هم راوستلى وي او هغه ې د سوشل ميډيا د لارې خپور کړى هم وي پخوا چې سوشل ميډيا نه وه نو هم به افکار خپل د هرې لوې غونډې ليکلى روداد په بېلا بېلو د پښتو  ورځپاڼو او مجلو کې شائع کؤلو نو ځکه مونږ دا وئېلې شو چې افکار صيب نه يواځې يو مستند اديب  شاعر دى بلکه په دغه ذکر شوو حوالو خپلې د سوشل ميډيا په وسيله يو قسم صحافتي ذمه وارئ هم په ښه توگه ترسره کوي په دې کې د واټساپ د ځينو فعالو گروپونو ذکر که وه نه شي نو دا به زياتى وي ولې چې ددې لارې ډير ادبي سياسي او اولسي بحثونه مسائېل او نورې هلې ځلې تر مونږه په ډيرې چټکتيا  رارسوي د پښتو ادبي سوسائيټئ اسلام اباد که روح روان دى نو په دغه نوم د ځانگړي واټساپ ټولگي ايډمن هم دى د افکار صيب شخصيت ډير گڼ اړخيزه دى هغه د يو ښه ملگري د يو ښه مشر او شفيق استاد همه صفتونه په خپل ځان کې لري د کشرانو مرسته او ملا تړ کؤل ې خپله ذمه واري گڼلي ده په دې کې خو د هر چا نه وړاندې دى خو د خپلو مشرانو اتلانو ې چې ټول عمر په کومه مينه خدمت کړى دى د هغو د کړي کار زيار ې په هر فورم ستائېنه کړي ده نو زه فکر کؤم داسې خلک نن سبا ډير کم وي افکار چې څنگه په نيت پاک او سپين دى د منافقت نه ې ټول عمر ځان ژغورلى دى که د چا سره ې تنازعه او اختلاف  راغلى  هم دى نو خپل اختلاف ې تر ذاتياتو نه دى رسولى بلکه د يوې ضابطې او اخلاقي چوکاټ دننه ې خپل اختلافي نظر په ډاگه ښکاره کړى دى او ددې اختلاف نه ې هم ژبې او ادب ته گټه رسولي ده افکار صيب يو سوچه باچا خانى دى  د باچا خان د سياسي سوچ او فکر نه ې ډير څه تر لاسه کړي دي او بيا دغه ټولې رڼا گانې او شعور ې د خپل ژوند او ذات په دنيا هم کارولى دى دغه وجه ده چې د هر پښتون اديب شاعر د حقوقو د پاره  ې په هر ميدان غږ پورته کړى دى او د هغه د پاره منډې تړې وهي دې نه علاوه  افکار صيب هاغه څوک دى کله چې د پښتنو اديبانو شاعرانو ميرمنو د ځانله د يو ادبي تنظيم ضرورت  ځينو مشرانو لکه ډاکټر اباسين يوسفزي محسوس کړو نو افکار صيب لمړى کس وو چې ددې تنظيم د جوړؤنې او دې تصور ته د يو عملي شکل ورکؤلو د پاره د ډاکټر اباسين يوسفزي په څنگ کې کلک اودريدو او داسې د پښتنو اديبانو ميرمنو لمړى خالص سوچه پښتني تنظيم  خويندې ادبي لښکر   يعنې خال  خپل وجود اوموندلو او  د صوبې په کچ يو شمېر پښتنې ليکوالانې ددې لښکر  غړي شوې بېشکه دا تنظيم د پښتنو ميرمنو شاعرانو اديبانو  يو نماينده تنظيم دى چې په ډير فعاليت سره وخت په وخت خپلې ادبي هلې ځلې جاري ساتي د پښتنو په هره سيمه کې پښنې شاعرانې ليکوالانې موجودې وې خو د هغو د پاره د يو مناسب تنظيم جوړؤل او هغو ته  په دغه پلېټ فارم د راښکاره کېدو او د خپلو خيالاتو موقعې برابرؤل دا يو تاريخي کار وو چې په شا ې زمونږ دغسې فکرونه  لگيا وو او دا کار ې سرته رسؤلو نو ددې لوې لاس ته راؤړنې نه پس په دعوې سره دا خبره  کؤلې شو چې افکار صيب په ټولنه کې د ښځې په ذات کردار او اعتماد پوره يقين ساتي دا د هغه د دغه دعوې دليل دى چې نن د گڼو نارينه ادبي تنظيمونو تر څنگ د پښتنو ميرمنو ليکوالانو   تنظيم   خال  په ډير باوقاره انداز کې موجود دى او د پښتنو ميرمنو  فکر او ادبي زيار ته يوه ځلا بخښي دا نه يواځې يو ادبي تنظيم دى بلکه د پښتنو د يوې روښانه څهرې  سوچ او فکر د پرمختيا علامت هم دى  نو د افکار صيب دغه ټولو منډو او هڅو ته چې گورو نو خپل ټول ژوند ې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختيا نه لوگى کړى دى  او دې کې هېڅ شک يا مبالغه  نيشته چې تاريخ داسې وگړي هميشه ياد ساتي ژوندي ساتي  الله پاک ې په عمر قلم او فکر برکتونه کېږده او د  پښتو ادب او شاعرئ دا خادم دې تل هڅکه غړئ د آمو نه تر اباسينه هم داسې متحرکه او فعال اوسي چې د ژبې او ادب د پاره د داسې خلکو  شتون ډير د گټې دى آمين 

په درنښت 

  سيده حسينه گل (تمغه امتياز)

  ٢٩  اکتوبر ٢٠٢٢

مردان

-
بېرته شاته