(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په اسلام کې علم

[28.Dec.2022 - 19:08]

آیاپه اسلام کې علم فرض دی او که مباح دی؟

طالبانو دخپل پخواني حکومت کړنلاره بیرته تکرار کړه اوهغه داچې تر شيږم ټولي پورته يې د جنکیو په زده کړو بند یز ولګاوه.

وايي چي نن سبا په نړۍ کې څه نا څه یو ملیارد اوه سوه ملیونه مسلمانان ژوند کوي، خو داسلامي نړۍ په هیڅ هیواد کې دجونو پرمخ دښوونځي دروازه نه ده تړل شوې. هلته په دې برخه کې دجونو اوهلکانو ترمنځ توپیراو تبعیض نشته او دواړوته دالله تعلی د بند ګانو په سترګه لیدل کیږي. حقیت دادی چې زموږ طالبان هم ټول په یوه خوله دجنکیو د زده کړو سره مخالف نه دي، ځنې يې دجونو زده کړو ته بشپړه ارزښت ورکوې. دوی په دې برخه کې د طالبانو په حاکم سیاست نیوکې هم کوي او ځني يې بیا په خپلو لیکنو کې دعلم زده کړه په دواړو، نارینه اوښځینه، جنس فرض ګڼي او داسې هم ویل کیږي چې دځینو طالبانو لورګانې په بهرنیو هیوادونو کې ښوونځیو ته ځي. خو ښکاري چې داسلامي امارت د پیروانو دا ډ له د تعلیمي سیاست په برخه کې دخپل فکر د پیاده کولووس نه لري. دابلې، په ښکاره زورورې، ډ لې يې بیا دعقل سره چندان جوړه نه ده اودعقلي علومو زده کړه له سره مباح ګڼي. مباح هغه څه ته ویل کیږي چې نه يې ثواب وي اونه يې عذاب وي، نه ګټه لري او نه زیان رسوي. مانا داچې دروغتیايي چارو کوم کار پوه او یا کار پوهې چې په دې څانګه کې کومې زده کړې کړي دي او دهغوی په مټ د ناروغانو درملي کوي، یومسلمان اویو انسان د درملو په مرسته له ساري ناروغیوساتي اویايې د ناروغیوعلاج کوي او په همدې ډول د کرنې هغه کار پوهان چې، په خپل کسب دلوږې په ضد د کرنیزو محصولاتود اصلاح او پرمختګ له پاره هلې ځلې کوي او لنډه داچې ټولوعقلي علومو ته لاس رسی او دبشریت په خد مت کې دهغوی کارول مباح اعمال دي اوکه چیرې دامیرالمؤمینین دامرسره په ضد کې واقع شي، نوبیا دامیرالمؤمینین امر واجب الاجراکیږي. دا په ظاهره د د ین د شمې پتنګان خو د د ین نه بې خبره ملایان په دي بې بنسټه دلایلود هغه اوامرو دفاع کوي چې له مخې يې دافغاني جونو په وړاندې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.  

موږ د طالبانواو یا په طالبانو کې دچاپلوسانوله دې دریځ سره داسلامې ارشاداتو په چوکاټ کې موافقه نه شو کولی،ځکه چې داسلام پیغمبر راته فرمایلي دي چېبې عمله علم بې ګټې او بې علمه عمل تباهي دهرښتیا داده چې د نړۍ په کوم ګوټ کې چې علم نشته اویا کمزوری دی، هلته اعمال هم تباه کوونکي دي، زور او وحشت حاکم دي، حق او عدالت ترپښولاندې دي، دژوند په هره برخه کې وروسته پاتې والی، بې وزلي، بې وسې اوناروغۍ ولسونه ځوروي، تردې چې دنابودۍ سره يې مخامخ کوي. دا علم،عالمان اودبیلابیلو پوهنیزو څانګو ماهران دي چې د دې ټولوټولنیزو ناخوالیو په ضد اغیزناکه مبارزه کولی شي او دخدای مخلوق ته د ژوند په بیلا بیلو برخو کې حیاتي اسانتیاوې را منځ ته کولی شي اورامنځ ته کوي يې. داسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی ( ص ) په اسلام کي دالله مخلوق سره دمرستې دمقام په هکله فرمايي چېتر ایمان وروسته تر ټولو لویه ښیګڼه دالله مخلوق ته اسانتیاوې برابرول ديدا نن سبا چې دالله مخلوق د ژوند په بیلابیلو برخو- دمادي نعمتونو په تولید، ترانسپورت، مخابراتو، استوګنې، روغتیا اونوروکې کومې اسانتیاوې او پرمختګونه وینو، په دې ټولوکې پوهه اود پوهانوکار اوزیارغوڅ رول لوبوي. د دې له پاره چې هر مؤمین او هره مؤ مینه دالله مخلوق ته دلویو اسانتیاوود رامنځ ته کولو جوګه شي، اسلام اواسلامي امت ترقي وکړي نو لوی پرورد ګارپه هرمسلماننر اوښځه - د علم زده کړه فرض کړې ده. داسلام پیغمبر( ص ) فرمايي چېدعلم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دهد لته دوه ټکي د پام وړ دي:

لومړی داچې د ټولو نورومقدسوا سناد و( آیاتونواوحد یثونو ) په شان په دې مبارک حد یث کې هم د ( علم ) ټکی راغلی، علم دیوه واحد بهیر په توګه پیژندل شوی دی او په د يني، عقلي اویا عصري علومو نه دی ویشل شوی. دوهم داچې علم په دواړو(نارینه اوښځینه) جنسونو فرض دی. اوس نو هغه څه چې داسلام پیغمبر فرض بللي دي، دهیڅ په اصطلاح دیني عالم په خوله مباح کیدلی نه شي. نوځکه د تعلیم د مخنیوي په هکله د هر آمر یا مامور امرد دیني فرض سره ټکر دی اودا تضاد دین او هم د نیا ته لوی خطر دی. دا چې علم فرض دی، نوزده کول يې د فرض ادا کول دي او د فرض ادا کول بیا په خپل واردین دی اوعباد ت دی. له بلې خوا دعلم په مرسته ټولنیزو ناخوالیو، لوږې، بې وزلۍ، رنځورۍ، بې وسۍ، کمزورۍ اونوروبد مرغیو ته ماته ورکولی شواو دهیواد دفاعي ځواکمني تقویه کولی شو. په رڼو سترګو وینو چې په پوهه یانې ډول ډول مسلکونو، کسبونواو هنرونو سنبال ولسونه ازاد ولسونه دي، شتمن او اباد ولسونه دي. د دوی په ازادۍ هیڅوک تیری کولی نه شي، دسوکالۍ او پر مختګ مخه يې نیولی نشي. خوشال خان خټک دخپلې پراخې اوژورې پوهې له مخې داسلام په پاک د ین کې دعلم په ارزښت ښه پوه شوی و، نو خکه لیکي چې:

په دنیا چې تور اوسپین دی       واړه علــم وتــه مبېــن دی

علــم دیــن دی هم د نیا دی       د بـا د شــاه هــم دګــدا دی

چې فـقــیر وي عـلم زده کا       خـدای يې لـويــه مـرتبه کا

په هر نیک، په بد اشنا شي       د د نیـا، د دین باد شاه شي

پــوهـــه واړه عـنــایت دی       غــوره لار دعـبــا د ت دی

غـــوره پـــوهـــه ده وماته       له طـاعـات لــه عـبـاد ا ته

وايي چې زموږ هیواد، ګران افغانستان، دطبیعې زیرموله مخې دسیمې تر ټولو شتمن هیواد دی، خو دولس بې وزلي او بې وسي مو په نړۍ کې ساری نه لري. له بیوزلۍ د بد ن غړي اوکوچني اولادونه پلورو او بې وسه او کمزوري خو ځکه یو چې دخپلو طبیعي شتمنیو نه د ګټې اخیستنې تکنالوژیکي توان او په ټول هیواد کې دیوه هوايي ډ ګرد کنترولولو فني او مسلکي قابلیت نه لرواو دا توان په ښوونځیو، پوهنتونونو او پوهنځیو کې په زده کړو تر لاسه کیږي. طالب مشران باید په دې پوه شي چې د جنګ، دځان په وژنه د بل دوژلو له لارې به په د ښمن نظامي بری تر لاسه کیږي، خو دخپلواکۍ بشپړول اوساتل د بې وزلۍ اوبې وسۍ نه د مسلمان ملت په ازادولو پورې اړه لري او دا کارد ټوپک او سوټک په زور نه کیږي، داکار دسر او مټو کار دي اودا د ټولنیز ژوند په بیلا بیلو برخو کې دعلم په تکنالوژیکي استعمال پورې اړه لري. څوک چې ځان دیني عالم اویا مولا بولي او تراوسه داسلام په مبین دین کې دعلم ارزښت او مقام نه پیژني، هغه پوره ملا نه دی، هغه نیم ملا دی او نیم ملا بلا د دین دی هم د د نیا دی. پاس مو ولیدل چې د مبارک حد یث له مخۍبې علمه عمل تباهي دهمانا داچې بی علمه ژوند دینداري او نیکمرغي نه دی بلکې جهل دی، ظلمت اوبربادي دی. څوک مو که نراویاښځه له علمه بې برخې کوي، په حقیقت کې مو ژوندي په ګور کوي، دا نو زموږد ین، هیواد او هیواد وال سره لویه جفا ده، ستره ګناه ده باید مخه يې ونیول شي.

په ډیره خواشینۍ مې دپورته کرښو دلیکلو په ترځ کې دا خبر تر لاسه کړ چېټول امارتي، دولتي او خصوصي پوهنتونونه او موسسات دې دجونو د تحصلاتو دتعطیل حکم په عاجل ډول عملي کړي او وزارت ته دې اطمینان ورکړيپه خبر کې راغلي دي چې دغه اعلامیه دطالبانو دلوړوزده کړو وزارت له خوا خپره شوې او د دې وزارت سرپرست وزیر ملا ندا محمد لاسلیک کړی ده. وايي چې شیخ ندا محمد ملا هبت الله ته ځان ډیر وفادار ښيي او په خپل دې اقدام يې وښوده چې امرته يې دالهی ایاتونواو نبوي حدیثونو څخه لوړ ارزښت ورکوي. دملا ندا محمد دا اقدام اسلامي اوعلمي بنسټ نه لري، د پټو سترګو اطاعت محصول اوبې علمه عمل دی. بې علمه عمل لکه څنګه چې داسلام پیغمبر( ص ) فرمایلي دي تبا هي ده، د دين او دنیا تباهي ده.

دا نه وایم چې ګوندې طالبان له سره شیطانان دي، تل په شرلګیا دي او خیر نه رسوي. دغلو او لوټمارانو بې واکه کول، دنسبي امیت ټينګول، تر یوه حده د فساد مخه نیول او دښځو د ولور منع کول، دا ټول نیک کارونه دي، خلک يې هم مني او هرکلی يې کوي. خو دعلم اوښځوسره دیو شمیر طالبانوبې سارې دښمني دا ټول ترسیوري لاندې راولي و دټول ملت، دټول عالم اسلام اوحتا دځینو طالبانو نارضایتي اوغوسه راپاروي اودا ټول حق هم لري، ځکه دنړۍ مسلمانان ورځ تر بله په دي حقیقت پو هیږي چې بې علمي دیني اودنیوي کمزوري ده، بې علمۍ او ناپوهۍ دتاریخ په اوږدو کې کمزوري کړي دي، دنورو تر حاکمیت لانې يې راوستلي او نورو ته اړ کړي دي. یوازې منجمد سرونه په دې نه پوهیږي چې نورو ته اړولسونه ازاد ولسونه نه دي. دازادۍ رښتینې مانا یو په بل پسې داړتیاوو له منځه وړل دي او دا کارد علم، فن او مسلک په مرسته تر سره کیدلی شي. د علم، فن اومسلک نه محرومیت په فقر، بې وزلۍ او بې وسۍ دایمي محکومیت دی. دجونو دزده کړې په هکله دطالبانوروان سیاست ښيي چې افغان ولس دبربادۍ په لورروانوي. اوس نو دټولو هیواد والو دیني او میلي دنده ده چې لاس په کارشي اود دې ناورین مخه ونیسي.

-
بېرته شاته