(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماته ائینه

[20.Jan.2023 - 05:25]

 

ماته آئينه

 

افسانه _ لايق زاده لايق

 

             لکه د نور کله په شان دا هم د لاهور يو عام مازيگر ؤ. ټول ښار په لوګو کښې پټ ؤ. ولې د‌ شاهي جومات په لوړو منارو لا اوس هم د شفق رنگونه واضحه ښکارېدل. ددغه رنگونو په سيوري کښې چا په خوند خوند د قرآن پاک تلاوت کولو او څوک د مازيگر د نمانځه نه پس د امام صېب خبرو اورېدو ته‌ غلي ناست وو. بلخوا جومات سره په ډيره لږه فاصله کښې د «شاهي محل» خنداگانې هم واضحه اورېدے شوې

           چې څرنگه څرنگه د‌ ورځې په مخ د تورې شپې تور چادر خوريدو نو د گونگروگانو شړنگا سره خنداگانې نورې هم سېوا کېدې. خو دا څه نوے خبره نه وه. شاهي محل د ډيرو کلونو راسې د ژوند دا تماشې ليدلې وې

             «ضمير گل» په د هغه ورځې نه هر مازيگر په شاهي محل کښې ځوړند سر روان ؤ. کله نه چې هغه د خپل کلي نه لاهور ته راغلے ؤ، نو د ډير کوششونو نه پس ورته معمولي غوندې نوکري په لاس ورغلې وه. هغه د شاهي محل نه څو قدمه قبلې اړخ ته يو کوارټر په کرايه نيولے ؤ. دغه کوارټر که هر څو تنګ ؤ خو چې ضمير گل به ورته د ماښام په خړه کښې ستړے ستومانه راغے او په کټ کښې به خور وور پرېوتو، نو داسې به دمه شو لکه چې د مور غېژه کښې يې سر اېښودے وي

           ضمير گل د شاهي محل د آدابو نه ښه خبر ؤ خو غريبي يې لويه مجبوري وه، او ددغه مجبورۍ د مخه هغه په خپله وړه کمره کښې يو اړخ ته د خپلې «مينې» عکس لګولے ؤ او بل اړخ ته يې يوه «آيينه» لګولې وه چې ضمير گل به ورکښې کله کله د خپلې جل وهلې ځوانۍ څارنه کوله او چې کله به يې د زړه تارونو محل نغمه وچېړله نو ضمير گل به د خپلې «مينې» عکس ته کتل. خپلې حيا او پښتو به ورله سترګې ښکته کړې او ضمير گل به زر غوږونو ته ګوتې يوړې. «توبه خدايه توبه» هغه به د ځان سره ووې.

            دا د هغه د کلونو معمول ؤ خو نن د هغه زړه ډوب ډوب کېده د خپل کار نه وختي رااووتو او تر ډېره ناوخته په شاهي محل کښې ستړې ستړې گرځېدو. کله به د خورو اوربلونو تماشې ته ودريدو کله به يې د گونگروگانو شړنگا سره د زړه درزا سېوا شوه او کله به يې د شاهي محل غټ خيټو دلالانو ته په ژور نظر لاندې باندې کتل. د هغه ذهن ته به ډېر داسې سوالونه راغلل چې د ځواب په چل به يې نه پوهېدو

             د ماښام تيارې په خورېدو وې او ضمير گل ساعت پس خپل کوارټر ته اورسېدو. هغه په مات زړه کوارټر دروازه خلاصه کړه او د خور آسمان لاندې په کټ کښې داسې خور وور پرېوتو چې پېزار ويستو ته يې هم خيال نه شو. په‌ آسمان کښې ستورو پټ پټاڼې شروع کړي وو.‌ ضمير گل له بيخي خوب نه ورتلو . هغه بيا بيا اړخونه بدلول. د څه ساعت دپاره يې يو ځل بيا آسمان ته وکتل. هلته وريځې يو بل پسې زغلېدې او ضمير گل داسې محسوسوله لکه چې ټول آسمان په منډو شوے وي. بيا وريځو په دغه منډو کښې يو بل له جوختې غاړې ورکړې او ګټان ګټان د ضمير گل د سر دپاسه جرگه جرگه شوې. د هغه ساه ډوبه ډوبه شوه. مرۍ يې ونښته

           وريځې د هغه په ذهن کښې الول کېدېهغه راپاسېدو، دوه درې ګوټه اوبه يې په ډير زور د مرۍ نه تېرې کړې او بيا د شپې په توره تياره کښې په درنو قدمونو بهر ووتو. هغه ته د کوارټر د بندولو خيال هم رانغے او لږه شيبه پس په داسې حال کښې کوارټر ته واپس راغے چې «د زړه درزا» يې نوره هم سېوا شوې وه. د هغه په هر رگ کښې زلزله وه. د تندي خوله يې اوچه کړه او بيا نيغ کمرې ته ننوتو هغه په «آيينه» کښې د ځان کتو د پاره خپل لکه بت اودرېدو خو آيينه په مينځ بيله شوه. ضمير ګل خپل ټوټې ټوټې مخ ته نه شو کتلے ساه يې راماته شوه او په وارخطايۍ يې «عکس» ته مخ راواړولوعکس هم ضمير گل سره سترگې ونه لگولے شوې او په درز پړ مخې راپرېوتو. ضمير گل په درنو قدمونو عکس ته نزدې ورغلو . په رپېدونکو لاسونو يې عکس راپورته کړو او چې کله يې د عکس سترگو ته وکتل نو د خولې نه يې بې اختياره کريکه ووته ځکه چې عکس ټول په وينو کښې لړلے شوے ؤ

 

چې  مې  د  فکر  آئينـــه  ماتـــه  شــــوه

اوس به د ځان تصوير په څه کښې ګورم

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

ښاغلے لايق زاده لايق

کتاب / ماته آئينه

مخونه _ 20,21,22,23,24

-
بېرته شاته