(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حمزه بابا ژوند

[20.Jan.2023 - 05:27]

د بابائے غزل امير حمزه شینواري ژوند او شاعري

لیک: ارشدعلي

 امير حمزه شينوارى په کال ۱۹۰۷ د دسمبر په مياشت د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک مير باز خان په کور کې زېږېدلے دے. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وو.وړمبنئ زده کړې يې د لواړګي (د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په سکول کې ترسره کړې، خو ويل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره سزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او له همدې لامله يې مدرسه پرېښوده. دے د اتوؤ کالو وو چې په اسلاميه کالجېټ سکول کې د زده کوونکي په توگه ومنلے شو. سکول ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او ازموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې، خو له درسونو سره يې دومره مينه نه لرله. د سکول نه د زړه ماتی يادونه يې په يو شعر کې هم کړې او ويل يې چې د سکول دا ټلۍ راباندې داسې لگي لکه د اسرافيل د شپېلۍ غږ. هغه وو چې په نهم کلاس کې يې دا سکول هم پرېښود. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم کلاس کې نيمګړی پرايښے وو، خو د هغه پوهه او مطالعه ډېره وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي وو چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري. د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيزس ليکلی دی.

د حمزه شنواري کار روزګار:

ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د خپو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده پلار د لنډي کوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو په ليکو د ټيکو کار کوو او حمزه به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتلو. نوموړی بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. حمزه شينواري له فن او هنر سره هم بې کچه مينه لرله او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځوو او همداسې تر بمبی پورې ورسېد. بمبی د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې وو. هغه مهال چې نوموړی بمبي کې وو نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله، چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې پخوا بې غږه فلمونه ول نو حمزه بابا هم پر ١٩٤٠ زېږيز کال په دغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه، او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي. د سلما اغا نيکه رفيق غزنوي پر ١٩٤١ زېږيز کال د لومړني پښتو فلم ليلا مجنون د قيصې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ او په دې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د هغه په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړلے شوې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو قېصې هم وليکلې.

 پښتو ادب ته مخه:

داسې معلوميږي چې حمزه شينواري د ډېر ماشومتوب نه په شعر ليکلو شروع کړی وه. کله چې هغه په پېنځم کلاس کې وو نو (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لار اوښوده) ارواښاد مولانا عبدالقادر په اتم کلاس کې وو. داسې ويل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه شينواري خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه میرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وو. په پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعري ځانګړی لوړ څای لري. د هغه شاعري د زړې او نوې شاعرۍ يوه ګډوله ګڼړلے کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکي لار خپله کړې او بيا يې په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې ده. په دې ډول ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه وړاندې کړو او د خپل وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی، ځکه خو ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړے شوو. شاعر حمزه څه دپاسه ١٣٠٠ غزلې ليکلې او کليات يې په څلورو ټوکو کې خپاره شوي دي. د حمزه شينواري د شخصيت رڼا يوازې په غزل پورې محدوده نه ده. د هغه په نظم پښتو ژبه تل دننګه غاړه ګرځي. حمزه شينواري تر ٢٠٠ زياتې نندارې (ډرامې) ليکلې دي، چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوې دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې بېلابېلې څېړنيزې ليکنې کړې دۍ، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي، لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب، چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي، چاپ شوی دی. حمزه شينواري تر شلو ډېر پښتو کتابونه او د لسو په خواوشا کې په اردو ژبه کتابونه ليکلي دي.

تصوف ته مخه:

امير حمزه شينواری په ١٩٣٠ زېږيز کال تصوف ته مخه کړه او پخپله به يې په دې اړه داسې ويل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم، يعني پخپله نه وم راغلی ورته راښکلے شوے ووم؛ خو چې راغلم نو داسې وو لکه چې ما خپله ورکه لار بيا موندلې وي. حمزه صاحب د چشتي طريقت لاروی وو. نوموړی په دغه وخت کې اجمير شريف ته هم تللی وو او د تصوف خوندونه يې ليدلي وو. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وو او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب پر ١٩٥٣ په حق ورسېد او حمزه بابا يې يادونه په ١٩٦٩ کال د تذکره ستاريه په نوم په اردو ژبه چاپ کړي وو. حمزه ډېره ادبي مطالعه لرله او د ادبياتو د يو پوهنغونډ په شان وو. نوموړي د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال اردو ژبې ته وژباړه. پر ١٩٣٧ ز کال پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي nD. دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په سکولونو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې، په دې ډول به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول. په دغه ټولنه کې ډېر ښه شاعران او اديبان روزل کېدل. داسې مشاعرې به د رحمن بابا پر ارامځای هم کېدلې. حمزه شينواري لومړي ځل پر ١٩٤٠ زېږيز کال د خپل يو غزل په اورولو سره د غزل د بابا لقب خپل کړ. د هماغه غزل يو بيت يې داسې دی:

تورې سترگې مې د يار زړه ته په ځير دي بــيــا حــبــشــو پــه کــعـبــې تـړلــی لام دی

د پاکستان حکومت هم د حمزه شينواري د مړينې وروسته هغه ته د هغه د کارونو په پايله کې دکړنو ولسمشريز وياړجايزه ورکړه، او پښتو ته د چوپړ په پايله کې د پښتونخوا حکومت په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نامه يو کلتوري موزيم پرانيست.

د حمزه شينواري چاپ شوي اثار يې:

سمول

۱- د زړه آواز.

۲- يون.

۳- بهير.

۴- پري وونی.

۵- سپرلی په آينه کې.

۶- د خيبر وږمې.

۷- ژوند او يون.

۸- د کابل سفرنامه.

۹- د حجاز په لور.

۱۰- د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه.

۱۱- مږې څپې.

۱۲- د کارل مارکس اصول د عقل په نظر.

۱۳- د حمزه ژوندليک.

۱۴- غزونې.

۱۵- تجليات.

۱۶- د خوشال بابا يو شعر.

۱۷- تذکرة الستارية.

۱۸- انساني رڼا او پوهه.

۱۹- د حمزه ليکونه.

۲۰- غزليات (اردو).

۲۱- انسان او زنده گي.

۲۲- د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم.

۲۳- د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه.

۲۴- د ارمغان حجاز منظومه ژباړه.

۲۵- پټهان اور توهمات.

۲۶- قبايل کې رسم او رواج.

۲۷- ژور فکرونه.

۲۸- ډرامې.

۲۹- د حمزه کليات (پېنځه ټوکه).

(ارشدعلي) 20۰01۰2023

-
بېرته شاته