(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

author

[20.Jan.2023 - 05:36]

author avatar

لیک: صفت الله الفت

لومړى به تاسو ته ستراتېژیک عمق در وپېژنم چې په انګلیسی کې ورته (Strategic Depth) وايي. دا نظامي مفکوره د انګلیسي استعمار په وخت کې، هغه مهال رامنځ ته شوه چی د امپراتوریوسیالۍ وې او انګلیسانو دا نظریه د تزاري روسیې په مقابل کې په مرکزي اسیا باندې د نفوذ لرلو په اړوند کاروله چې هغه وخت کې د (Great Game) یا سترې لوبې په معنا وه. دا نظریه په شلمه پیړۍ او د سوړجنګ په دوران کې پاکستان له انګلستان څخه زده کړه چې هغه وخت کې پاکستان اتومي طاقت نه و، د پاکستان د دفاع لپاره يې همدا نظریه خپله پالیسي یاده کړه او پاکستان داسې سیاست غوره کړ چی افغانستان باید د کوم بهرني هېواد او په ځانګړې توګه د هند تر اغېزلاندې نه وي. له پاکستان سره هغه وخت قسمت نوره هم یاري وکړه کله چې روس پر افغانستان يرغل وکړ او د روس د ماتې لپاره جهادي رهبران او په ميلیونو افغانان د پاکستان غېږ کې پریوتل چې د هماغه وخت راهیسې پاکستان د ستراتېژیک عمق د نظریې د پلي کولو لپاره د همدې افغانانو په مټ افغانستان ورانوي.

 

له نن څخه ۷۲ کاله مخکې په ۱۹۴۷م کال کې له افغانستان سره په ګاونډ کې د پاکستان په نوم یو هېواد په ناڅاپي توګه له بريتانوي هند څخه وزېږېده. له زېږېدو څخه تراوسه د سیمی، نړۍ او په ځانګړې توګه د ختیځ او لوېدیځ ګاونډیانو لپاره د یوه ناعلاجه مرض په شکل دوام مومي. پاکستان د ۴ عمده علتونو له وجې په افغانستان کې خپل ستراتېژیک اهداف غواړي ترلاسه کړي.

 

دا څلور عمده علتونه عبارت دي: د پاکستان د داخلي امنیت پېچلتیاوې، د بهرني امینت ننګونې، د کورني سیاست متحرکات او د اقتصادي سرچینو لټون. پاکستان د خپل ژوند د بقا لپاره له پیل څخه افراطي ډلې د ځان لپاره یو ستراتېژیک هدف ټاکلی او خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګټې یې له افغانستان سره په همدې پورې تړلې دي.

 

ستراتېژیک اهداف یو پراخه تعریف لري او ستونزمنه ده چی په دې لیکنه کې ټول ځای شي، خو زه به يې هغه عمده ستراتېژیک اهداف تاسو ته ذکر کړم.

 

د پاکستان لومړی ستراتیژیک هدف دا دی چې افغانستان له هند سره نږدې اړیکې ونه لري او ونه پالي او د افغانستان بهرنۍ پالیسي د پاکستان په خوښه او تر اغېز لاندې وي. دویم هدف یې دادى چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت پښتانه له افغانستان سره یوځای نه شي او یا چېرې د پښتونستان په نوم بېل هېواد جوړ نه کړي چی د پاکستان خپلواکي د ګواښ او امنیت يې له خطرسره مخ کوي. دغه راز د پاکستان فاټا یا قبایلي سیمې د پاکستان د ستراتېژیک عمق یو مهمه برخه ده چی همدې لیکنه کې به وروسته پرې بحث وکړم.

 

د پاکستان درېیم ستراتېژیک هدف په افغانستان کې د پاکستان په خوښه د دولت جوړول دي، لکه د طالبانو امارت د پاکستان په ملاتړ د څو کلونو لپاره په افغانستان کې دوام وکړ او هند له افغانستان څخه لرې پاتې شوى و. همدارنګه په کابل کې د هندوستان سفارت او په مختلفو ولایتونو کې دهندوستان قونسلګرۍ پاکستان له اندېښنې سره مخ کړی دی. پاکستان نه غواړي چی هند په افغانستان کې نفوذ وکړي او یا پراخه حضور ولري او له دې څخه جدي وېره لري. پاکستان د هند د استخباراتو په ادارې (RAW) او د افغانستان په امنیت ملي (NDS)  تور پورې کوي چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې يې قونسلګرۍ د پاکستان پرضد جاسوسي کارونه ترسره کوي او په پښتونخوا او بلوچستان کې خلک ازادۍ ته هڅوي. هندوستان د امریکا او له متحدینو څخه يې وروسته له افغانستان سره دویم ستر مرسته کوونکى هېواد دی چې د طالبانو له ماتې څخه وروسته تراوسه يې په مختلفو برخو کې بیلیونه ډالرمرسته دوام لري.

 

د پاکستان څلورم ستراتېژیک هدف د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان د تجارت پراخوالي او له مرکزي اسیا څخه ګازو او نفتو ته لاسرسى پیدا کول دي. پاکستان د خپل صنعت او اقتصادي ودې د پراختیا لپاره اړتیا لري چې له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د صادراتو او وارداتو لپاره ازاد لاسرسى ولري.

 

د پاکستان پنځم ستراتېژیک هدف افغانستان د ځان لپاره د یوه خوندي انګړ په بڼه ساتل دي که چېرې هندوستان په پاکستان بريد وکړي نو پاکستان اړ دی چې د ځان د دفاع لپاره او د ناکامۍ او تسلیمۍ د مخنیوي لپاره یو پناه ځای پیدا کړي او ددې پناه ځای په موخه پاکستان د ځان لپاره افغانستان یوخوندي ځای احساسوي. پاکستان دا وېره لري که له ختیځ څخه ورباندې هند بريد وکړي او لوېدیځ کې افغانستان هم یو قوي هېواد وي او د پاکستان تر اغېزلاندې نه وي، نو پاکستان په دې حالت کې ځان د ختیځ او لوېدیځ ګاونډیو له خوا محاصره او تسلیم بولي.

 

د پاکستان شپږم هدف د هغو افغان کډوال ایستل دي چی د پاکستان د اقتصاد لپاره ګټور نه دي او پاکستان ورته د شک په سترګه ګوري. پاکستان د افغان مهاجرینو په سر د ملګروملتونو د کډوالوچارو د ادارې (UNHCR) او نورو نړیوالو سازمانونو څخه په ميلیونونو ډالره مرسته ترلاسه کوي او بیا د همدې مهاجرینو څخه په افغانستان باندې د فشار د الې په توګه هم کار اخلي.

 

د هند نفوس او نظامي قوت له پاکستان څخه ۵ چنده زیات دی او په نړۍ کی دویم د زیات نفوس لرونکی هېواد دى. پاکستان غواړي چې له هند سره په افغانستان کې د ځواک توازن وساتي چې دا د پاکستان د توان خبره نه ده، ځکه چې پاکستان د هند په پرتله ډېر کمزوری اقتصاد لري او نه شي کولای چې له هند سره د افغانستان په جوړولو کې اقتصادي سیالي وکړي؛ نو د سیاسي تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې د هند د نفوذ او د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي.

 

په کابل او نورو ولایتونو کې د هندوستان په سفارت، قونسلګریو او همدارنګه په هندي کارکوونکو او پرمختیايي پروژو په ځانګړې توګه د برېښنا په بندونو د پاکستان له لوري بريدونه کېږي. پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ د خپل بهرني امنیت لپاره ګواښ ګڼي او د دې ګواښ د مخنیوي لپاره له هرې مشروع او نا مشروع لارو چارو څخه ګټه اخلي.

 

پاکستان د پورتني ستراتېژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ښکاره د سفارت او کونسلګریو په واسطه له ډیپلوماتیکو لارو څخه کار اخلي او په پټه بیا د حقاني شبکې، طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو، په افغانستان کې د پاکستان د جاسوسانو، د لر قبایلي پښتنو او نورو ممکنه لارو کار اخلي.

 

د پاکستان ۷ قبایلي سیمې چې نږدې ۱۵ لس میلیونه پښتانه په کې مېشت دي او د پاکستان د نفوس ۱۵ سلنه برخه او د پاکستان د مساحت په تخمیني توګه درېیمه برخه تشکیلوي پاکستان ورته د اقلیت په سترګه ګوري او د نورو پاکستانیانو په پرتله په ښکاره توګه له زیاتو بشري حقوقو څخه بې برخې دي او پاکستان ترې د شطرنج د تختې په څېر ګټه اخلي چې د افغانستان او هند پر وړاندې ترې په نیابتي جګړه کې کار اخلي. پټه دې پاتې نه وي چی د قبایلي سیمو ځینی تعلیم یافته پاکستاني پلوه د پاکستان د استخباراتي ادارې(ISI)  او د پاکستان د پوځ لپاره په مختلفو برخو کې کار کوي. پاکستان کې د افغانستان پر ضد اصلي پالیسي جوړوونکي پنجابیان دي، خو د پالیسۍ د اهدافو ترلاسه کولو لپاره د لر پښتنو څخه چې زیات یې په قبایلي سیمو کې مېشت دي او د پاکستان له امنیتي ادارو سره په کار بوخت دي او د افغانستان د ژبې، کلتور او مذهبي حساسیتونو سره ډېره بلدتیا لري ترې کار اخلي. که د پاکستان سفارت او قونسلګریو کارکوونکي ووینئ زیات يې د پاکستان په قبایلي سیمو پورې تړاو لري. پنجابي نظامي مشران د لر پښتنو سره زیات وخت په ناستو کې د هغوی د لمسون او هڅونې لپاره د پښتو دا متل هم ورته وايي : ( پښتانه چی ترڅو په جنګ کې نه وي په امن کې نه وي).

 

دا هم باید په یاد ولرو چې په لر پښتنو کې هم زیات د افغانستان خواخوږي شته او په ویاړ ځان افغانان بولي چې د پنجاب او د ډیورنډ د فرضي کرښې مخالف دي، خو د پاکستان د فشار له امله په هغه سیمه کې د ناچارۍ شپې او ورځې تېروي.

 

د لیکوال پېژندنه: صفت الله الفت د سیاست او نړیوالو اړیکو کارپوه 20/01/2023

 

-
بېرته شاته