(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Chilblains

[20.Jan.2023 - 05:49]

دسړو سيمو دسړې هوا له کبله د لاسونو او پښو پوستکي ناروغي:

ډاکتر عبدالخالق عباسي

يخ وهلی يا Chilblains څه ته وايي؟

واړه، واړه التهابي يا مکروبي او زخمي شوي ساحي دې چې د ويني واړه رګونه د سړې هوا سره دمخامخ کيدو له کبله په پوستکې کې پيدا کيږي. درد لري او اکثره د لاسونو او پښو پوستکی متاثره کوي

دغي ناروغۍ ته Pernio يا Perniosis هم ويل کيږي چي يخنۍ له کبله د رګونو اختلال يا Cold-induced Vascular Disorder پنوم هم ياديږي

نښي نښاني:

په پوستکې کې واړه او سره پړسیدلي داغونه يا Patches چې په اصل کې آبي رنګه او ځني وخت د پړسوب له کبله ځلانده او روښانه ښکاري.

نوري نښي نښاني يي په لاندي ډول دي

سوزيدونکي احساس

داغونه يا Blisters

خارښت

اسباب يي څه دي:

د يخې يا سړې هوا له کبله د پوستکي سطحي سره نږدې واړه رګونه سره نږدي او کلکیږي او کله چې وغواړو ګرم يي کړو د رګونو دغه ساحه ډير ژر نوره هم پراخيږي او کيدي شي ددې سبب شي چي نږدي انساجو ته هم سوري يا Leak وکړي، چې په نتيجه کې پړسوب را منځ ته کوي. په نتيجه کې دغه پړسوب عصبي ريښې تخريشوي چي د درد سبب کيږي

ډاکټر صاحبان لا تر اوسه پدي پوره ډاډمن ندي چي دا حالت ولی رامنځ ته کيږي مګر کيداي شي چي دغه حالت د يخي يا سړې هوا له کبله او يا د متاثره ساحو د ژر ګرمولو په مقابل کې وجود غير معمول عکس العمل وي.  

کوم فکتورونه ددي ناروغۍ خطر ډيرولي شي:

لکه څنګه چې تراوسه جوته شوي نه ده چې د Chiblain اسباب څه دي خو يو څو شيان ددي ناروغۍ خطر ډيرولي شي:

د ډيرو تنګو جامو اغوستل

د يخي يا ډيرې سړې هوا سره د پوستکي مخامخ کيدل.

يخ او لندبل حات يا Damp Condition او په همدي حالت کي اوسيدل.

سګريټ څکول

ياده ناروغي په ښځينه طبقه کې زيات ليدل کيږي.

په هغه چا کي ليدل کيږي چې وزن يي د جګوالي په نسبت 20% کم وي.

د ويني ضعيف جريان لرونکې خلکو کي هم زيات ليدل کيږي.

هغه خلک چې د Lupus ناروغي يا هغه ناروغي چي د خپل وجود معافيتي سيستم د هغه د وجود په انساجو او غړو حمله وکړي او يا يي په مقابل عکس العمل وښايي.

هغه خلک چې د Raynoud's Phenomenon ولري.

 

دغه ناروغي يعني Chilblains څنګه پيژندلي شو

يو ډاکټر اکثره د فزيکي معايني په وخت کې دغي ناروغۍ ته متوجه کيږي، د يخي هوا سره د مخامخ کيدو په هکله له ناروغ څخه پوښتني کوي. حتي ځني وخت کيدي شي له متاثره ساحي څخه Biopsy هم واخستل شي. که مخکي مو دا ناروغي لرله نو د تشويش وړ خبره نه ده. له ډاکټر سره مشوره وکړئ کيدي شي د يخي هوا لړمۍ يا Cold Urticaria او يا د رګونو التهاب يا Vasculitis وي

ددي  ناروغۍ يا Chilblains څنګه درملنه کولای شو

دغه ناروغي اکثراً ديوي څخه نيولې تر دري اونيو په موده کې پخپله له منځه ځي او ښه کيږي. په ډيرو واقعاتو کې نښي نښاني يي هله پيليږي چي کله متاثره ځايونه ژر ګرم کړو

کچيري دوامداره خارښت موجود وي ډاکټر صاحبان ناروغ ته Cream Corticosteroids توصیه کوي تر څو التهاب کم کړي، او کچيري څوک د شکري ناروغي ولري کيدي شي دغه ناروغ ډير ژر ښه نشي

په ځني واقعاتو کي ډاکټر صاحبان د ويني فشار دواګاني هم توصیه کوي تر څو د پوستکي تر څنګ د ويني واړه رګونه خلاص کړي په نتيجه کې د ويني جريان ښه او پدي سره التهاب او درد کم شي

همدارنګه له يخنۍ څخه د لاسونو او پښو ساتل کولای شي لدي ناروغۍ څخه مو وژغوري

کچيري درد او پړسوب مو له دري اونيو  زيات شو له اړوند ډاکټر صاحبانو سره مشوره وکړئ

کورنی درملنه

اول کوښښ وکړۍ چي ياده ناروغي پخپله دري اونيو کې دننه پخپله ښه شي، دوهم دا چې په کور کې ددرملني لپاره څو شيان کول پکار دي چې د ناروغۍ نښي نښاني کنترول کړو:

کوښښ وکړئ چې ورو ورو متاثره ساحي ګرمې کړۍ او يا يي له کمپلي لاندي پټ همدارنګه دست کشي او جرابو څخه ګټه واخلئ چې بيايد ډير تنګ او چسپ نه وي

کوښښ وکړۍ متاثره ساحي مستقيما له اور اويا نور ګرمونکو شيانو سره مخامخ نکړۍ، دا کار کولاي شي دناروغۍ نښي نښاني نور هم وښيم کړي

له مښلو، مالش کولو او ګرولو څخه ډډه وکړۍ، پدي سره حساسیت او التهاب نور هم زياتيدی شي.

ښه به وي چې متاثره ساحي ورو ورو ګرم کړۍ او يخي هوا څخه يي وساتۍ.

د Anscen Lotion يا د جلد مرطوبونکي لوشن په متاثره ساحو کې استعمال کړۍ، کچيري پوستکي مو Blisters يا پترې ولري ددي لوشن استعمالول ډير اړين دي. د جلد مرطوب Mosturized ساتل له هغه خطر څخه مو ژغوري چې مکروبونه په متاثره ساحي کې انکشاف ونکړي.

لر ليد

دغه ناروغي کيدي شي درد ناکه وي مګر اوږد مهاله روغتيايي مشکلات نشي رامنځ ته کولاي. کچيري نه ښه کيږي او يا ګرم موسم کې هم دغه حالت پيدا شي نو له اړوند ډاکټر صاحبانو سره مشوره وکړئ

 

ډاکټر عباسي.

-
بېرته شاته