(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصدیقي دمتن سپړنې

[13.Mar.2023 - 08:50]

صديقي  او د هغه د متن سپړنې  هنر

لیک:محمود ایاز

دا تریخ حقیقت په خپل ځای د منلو وړ او مسلّم دی چې تهیوري، د نوي ادبي فکري بحث و مباحثې او مکالمې لپاره یوه نوې دروازه یا Gate-way خو پرانستله. د ځينو نورو څانګو سره سره ئې باالخصوص په ادبي فضا کې یو نوی شور او هنګامه برپا کړه. خو له بدمرغه  ئې یوه، لاینحل مسئله هم په نړیواله کچه دا رابرسېره کړه چې په عالمي کچه ئې د نقادانو، عالمانو او دانشورانو یوه لویه حلقه له ناتمامې حیرانۍ سره مخامخ کړه. بلکې  له یو نا اشنا  تذبذب سره ئې اشنا کړه. ولې چې په ادبي تهیوري کې یو شمېر فلسفیانه نظري مباحث له تعقلاتو سره تړلي  یو شمېر مشکل اصطلاحات او هره اصطلاح ئې په خپل ځای د یوې بشپړې نظرئې مترادف ده. زما په شخصي فکر و نظر  ذکر شوې پېرائیه نه صرف قابلِ توجه ده بلکې غور طلب هم ده. خو د ذکر شوي تشویش باوجود د تصریح او تشریح حق لري. ولې چې نه خو د مارکس د اقتصاد، مادیت او جماعتي تصادم نظري مباحث  او فلسفه  موږ نظر انداز کولی شو. نه د فرائیډ د لاشعور د نفسي تهیوري او تعبیر نه  زنګار..... هم دغه رنګه نه خو د سارتر د قنوطیت له وجودي شواهدو او حقایقو نه سترګې پټولی شو او نه د فارملسټانو د هئیت پسندۍ اصول لایعني او لاحاصل بللی  شو. د نوي تنقيدي نظري  مباحثو خپل قدر و قیمت دی او د ساختیات، پسِ ساختیات او مابعد جدیدیت د نظري فکري او فلسفیانه مندرجاتو خپل ارزښت او اهمیت

 

زما د دې  تمهیدي اجمالي اظهار نه وروسته، دومره وئیل به بې  ځایه او لاحاصل نه وي چې په داسې عمیقو او دقیقو نظري مباحثو باندې لیکل کول شاید د اوسپنې زړۀ غواړي. د دې ژوندی مثال زما په وړاندې د ګران نعمت الله صدیقي تنقيدي زیار "د متن سپړنې هنر.... ادبي رغښتواله - سټرکچرلزم" دی. د شعر و ادب سره د صدیقي د عشق او لېونتوب کماحقه احاطه کول که ناممکنه نه ده نو اسانه هم بېخي نه ده. ولې  چې په دې اړه زۀ  څه حتمي نتیجې ته  د رسېدلو باوجود له نارسائي سره مخامخ یم. بیا هم که زه ورته یو "غني الذهن تخلیقار" یا ادیب او دانشور ووایم امکان لري چې د قلم خاوندان به  راسره تر څه نا څه حده هم آهنګ، هم فکره او هم خیال پاته شي. د ذکر شوي تنقيدي زیار د کوټلې مطالعې وروسته زه په دې نیتجې رارسېدلی یم چې دې زلمي نقاد، دغه نظري مباحث اوّل هضم کړي، په خپله حافظه کې محفوظ کړي او له دې وروسته ئې بیا په دې مشکل موضوعاتو باندې د طبح آزمائي لپاره بسم الله کړې ده. زما په خیال د ليک او تخلیق  لپاره ذکر شوې وطیره، د یو سنجیده لیکوال اصل  هنر او کمال بلل کیږي

د لساني تجزیاتي مطالعو لپاره چې کوم کار او زیار ساسئیر کړی یا د متن د څېړنې کوم نوی تعبیر چې دوئ رابرسېره کړی د دې صداقت اثبات د هغه خپل تعبیرات خپله کوي. ولې چې د هغه نظري مباحثو په نړیواله کچه د قبولِ عام اعزاز تر لاسه کړی. ځکه د ساختیات د تهیوري د تشکیل او تاسیس دستار هم هغه ته تفویض شوی دی او د جدید لسانیات د یو مخکښ  او لوړې هستۍ په حېث عزت افزائي هم د دوئ په برخه شوې. زۀ نه پوهېږم چې صدیقي په خپلو دې  شتمنو کره کتنو یا تنقيدي کاوش باندې له ما نه د لیک غوښتنه ولې کوي؟  زۀ خو د معاصر نظري مباحثو په اړه کټ مټ د هغه نا اشنا کس په مثال یم. لکه یو ځل یو سړي د بل سړي نه پوښتنه وکړه چې "ماما! هغه کوم ستوری دی؟ هغه په ځواب  کې  ورته ووئيل: ماما! زۀ اسمان کې ډېر  نابلده یم". نو زما لپاره هم دغه مباحث د اسمان مترادف دي. خو بیا هم هڅه کوم چې څه نا څه ګډې وډې خبرې به د زېر بحث کاوش په اړه رابرسېره  کړم

 

ساسئیر چې د ساختیات د تهیوري په اړه د ژبې د جامع تجریدي کل نه کومه اخیسته کړې  هغه په خپل ځای د قبولیت او یادونې وړ ده. د هغه تصریحات، په دې اړه د هغه د فکري او نظري  شان او عظمت عکاسي کوي. د  سیګنیفائر (لفظ) او سیګنیفائیډ (تصور) شرح، هغه دوه جملو کې داسې په ګوته کوي چې  معنا په لفظ  یا توري کې  دننه نه وي بلکې د توري  نه  بهر د توري د تصور په  صورت کې شتون لري. لانګ د ژبې هغه مربوط نظام دی کوم چې د اصولونو، کوډز  او رسمیاتو تشکیل کوي او پارول  ئې د تکلم عکاسي او ترجماني کوي او د هغه په خیال داسې کلي  ذهني نظام  هر ژبه لري. ځيني مباحث ئې د خامئیو شومه ګرځېدلي. لکه متن خو د منلو وړ بولي خو ماتن (لیکوال) د هیڅ معنوي ارزښت حق نه لري او قاري خو پکې بې  تاجه باچا معلومیږي. کټ مټ ساسئیر یو حقیقت مني او د بل حقیقت  نه سکوټ انکار کوي. کله کله ئې احساسات د شک او ګمان تر غبار لاندې ښکاري. د مثال په توګه موصوف آئینه مني  مګر آئينه ساز نه منيکائېنات مني او کائېنات ساز نه مني. په دغې فلسفیانه توجیهـ کې، د ذات حق یا د مطلق  صداقت د نظر انداز کولو یو واضح احساس هم قاري له ورایه  محسوسوي. شاید دا څه نوې خبره نه ده. داسې واضح اشارې موږ د هائيډېګر، سارتر، نطشې او رولان بارتهـ سره سره د یوشمېر غربي دانشورانو په تحریرونو کې په شد و مد سره رابرسېره کولی شو. دومره وئیل  به بې  ځایه نه وي چې د یوۀ مکتب یا مدرسې  نظري مباحث په  پټو سترګو، منل پکار نه دي. له مغرب نه چې هره نوې نظریه راځي هغې ته د یو کره کتونکي په نظر کتل پکار دي. ولې چې د داسسې نظري مباحثو په پس منظر کې ځينې داسې اشارې او کنائې شاملِ حال وي کومې چې زموږ د قامي وحدت، مذهب  او کلتور لپاره د تاوان باعث ګرځېدلی شيډاکټر  ناصر عباس نیر او ځيني  نور  نقادان خو د دغو نظري مباحثو دافعین دي او په پټو سترګو ئې  پیروي او تقلید کوي۔

 

د ساختیات افقي/عمودي اصطلاحات ئې ځانله تهیوري  ده. غالباً دغه  تهیوري رومن جېکب سن په خپله یوه مقاله "د ژبې دوه  اړخونه او د فتورِ حافظه دوه قسمونه" کې وړاندې کړې وه چې عمودي رشتې ئې مماثلاتي او افقي رشتې ئې د تړون او  قربت سره اړيکې لري. په یوه جمله کې د تورو موزونیت او پرله پسې منتخب جوړښت ئې عمودي او په جمله کې د تورو ارتباطي عمل ئې افقي بللی . هم دغسې دال د یو څيز متبادل نه  دی بلکې د یو شي د تصور حاصل، حامل یا مترادف دی. دال خارجي حسي شی دی او مدلول داخلي. د دوئ د دال او مدلول تهیوري  هم  په اصل کې د کثرت معاني  اساس ګرځېدلې ده. د یادونې ووړ خبره خو دا ده چې دال او مدلول په خپله  کې څه فطری رشته هم نه لري. خو دلته ورسره د ثقافتي رواجي کنونشنل (کوډز) لېبل لګول حتمي بولي. دا نیم صداقت  د هېرولو وړ نه دی چې ادبي فکري مکتبونه  جوړول د غرب د Market Economy  یوه مهمه ساحه ده او په شعوري توګه دوئ خپل فکري،  ادبي او لساني  مکتبونه په شعوري توګه د دریمې نړۍ د هرې  ژبې په ادب باندې، خپل تسلط قائم او دائم ساتل غواړي ولې چې د ګلوبل  ولیج (نړیوال کلي) په تندي باندې د وړو وړو ژبو او قامونو مرګ په واضحه توګه لیکل شوی دی. دغه بحث به مزید هم جاري ويخو اوس  لږ د صديقي د کتاب لورې ته ستاسو توجه راګرځوم

 

زه "د متن سپړنې.. ادبي  رغښتواله سټرکچرلزم" د عنوان له دې مرکب "ادبي رغښتواله" سره یکسر اختلاف لرم. باید دا مرکب "ادبي ساختیات" وای یا صرف ساختیات هم کافي او شافي  ؤ. ولې ساختیات چې کوم معنوي مفهوم شیندي "رغښتواله" په هغه مفهوم پوره نه خیزي. لکه ساخت+یات، دلته "یات" د بحث و مباحثې، پوهنې یا علم په معنا او مفهوم د لاحقې په توګه ورسره  تړل شوی  دی. د رغښتواله په ځای که ساخت پوهنه وای،  بیا به ئې هم ګزاره کړي وای. خو حقیقت دا چې ساختیات بشپړ یو توری دی. شاید صدیقي خامخا د قدرمن مجاور احمد زیار د جوړې کړې اصطلاح تتبع او تقلید شاید ځکه کوي چې پیروي ئې  اجمل ښکلي   هم کړې ده او ماته دغه تقلید لاحاصل غوندې عمل ښکاري. رغښتواله د ساختیات متبادل او مترادف نه شي ګرځېدلی. ولې چې د "واله" لاحقه له ډېرو تورو سره په پښتو ژبه کې کارول شوې. لکه بنګړي واله، کلیواله، ښارواله او داسې نور هم. ځکه رغښتواله دلته د ساخت جوړونکې معنا او مفهوم ورکوي. زما دغه نکته به د یادونې په  توګه غالباً بې ځایه نه وي. یوه اصطلاح باید چې د لسانیات یا ژبپوهنې په اصول او معیار پوره وي

 

صدیقي د خپل کتاب په سريزه کې د کتاب په درې واړو څپرکیو سیرِ حاصل او معنی خیز بحث  کړی دی او د هر څپرکي اجمالي  غوندې ښننه ئې  په انتهائي هنر او کمال کړې ده. په اوّل څپرکي ئې  اولنی موضوع "لسانیاتي ساختیات" منتخب کړی، یو طرف ته خو ئې  حتی المقدور د ذکر شوي موضوع سره تړلي ټولې  نکتې په  ساده باده، شډله لب و لهجه کې رابرسېره  کړي او بل طرف  ته ئې د هغو ټولو منورینو ذکر هم کړی کوم چې د دغې  تهیوري  له مباحثو سره تړلي او نزدې  پاته شوي. نه  صرف دا، بلکې د ساختیات په اړه ئې د نورو څانګو یادونه هم کړې. لکه لسانیاتي ساختیات، ادبي ساختیات او بشري ساختیات. د مزې خبره خو دا ده چې صدیقي  په  دې کاوش کې د هرې موضوع مهمې نکتې په مزه مزه رابرسېره کوي او په عمومي توګه دا هڅه کوي چې هره مشکل موضوع په اسانه او ساده ټکو کې روښانه کړي ځکه د هغۀ دا ليکنې، د هغۀ قاري له هیڅ مشکل سره مخامخ نه کوي. اصل کمال خو د دې زلمي کره کتونکي دا دی چې هغه د دغو تهیوريو مبادیات او ماهیت په دومره تسلسل سره راټول کړي چې د دغو نظري مباحثو یا تعقلاتو نکته دان ورته وئیل پکار دی. په دویمه موضوع کې ئې د فردیناند دي ساسئیر د ژوند، کار او زیار اجمالي جاج اخستی او په بشپړه دوو پاڼو کې ئې د دوئ په اړه یو شمېر  نکتې په ګوته کوي او د هغه د فکرونظر،  د سوچ او اپروچ اجمالي  جاج ئې اخیستی. دریمه موضوع ئې "د رغښت نظام" دی. له ذکر شوي مبحث نه به یوه نمونه د یوې پېرائې په توګه دلته نقل کړو چې د صدیقي د نثر تماشه هم د ادب لوستونکي وکړي. یو ځای داسې رقم طراز دی چې 

 

"هره فکري او علمي  نظریه د ځینو خاصو زماني او مکاني شرایطو او مواردو زېږنده وي چې له نورو هغو سره  د نظریاتي او فکري غبرګون او اختلاف پایله کې رامنځته کیږي. یا هم د عصري اړتیاوو او  ضرورتونو له مخې ځان ایجادوي. رغښتواله د هم داسې پوهنیز اختلاف له امله رامنځته شوه." 

 

د  کتاب په هم دغه مخ، د ساختیاتي مباحثو نه ئې یو مثال راوړي او وائي چې

 

 "موږ چې کله (کتاب) کلمه وایو، نو دا مطلب مو نه وي چې د (کتاب) کلمه کله؟ چا؟ او په کوم وخت کې رامنځته کړه؟ بلکې مفهوم او تصور ئې راته قابلِ فهم وي، چې د کتاب د کلمې په اورېدلو ئې زموږ په ذهن کې د کتاب شکل او مفهوم تداعي کیږي".  

 

د ذکر شوي پېرائې په دلیل کې، دۀ ساختیاتي دلیلونه خو په شد و مد سره راوړي خو چرته  یو نیم ځای ئې لا هم د اختلاف کولو جرأت نه دی کړی. د نښپوهنه (نشانیات) په ساحه کې دۀ داسې دوه دلیلونه نقل کړي دي لکه "که لفظ نه وای نو مانا به چېرې وه" او "که  دال نه وای نو مدلول به نه وای". زه د اختلافي نظر په توګه دلته د ذکر شویو مدلل  جملو په مقابل کې صرف یو څو جملې نقل ضروري بولم لکه:

 

که لیکوال نه وای نو متن به نه وای

که توري نه وای  نو ژبه به نه وه

که ماضي نه وای نو مستقبل به نه وای

که حال نه وای نو قال به نه وای

که خدای نه وای نو کائېنات به نه وای.  

 

خو دلته شاید صدیقي زما مدللې جملې راسره وه نه مني ولې چې دا ما وئيلي دي ساسئیر یا بل کوم ساخت پوهانو نه دي وئیلي. له دې نه په پرته، په ساختیاتي مباحثو کې د شطرنج د لوبې او ټرېفک د بتیو مثالونه هم نیمګړي معلومیږي. د شطرنج په لوبه کې د بریا او شکست تصور هم شتون لري کوم چې ساختیت پلویانو عمداً او قصداً حذف کړی دیولې چې په دې لوبه کې یو مقصد هم پنهان دی او د ټرېفک بتیانې د ټرافيکي حادثو د مخنیوي د مقصد لپاره په څلور لارې لګول کیږي نو آیا دلته موږ دا دعوه کولی شو چې متن هم یو مقصدي پېرائیه اظهار دی؟ اوس بیرته د صدیقي د ساختیاتي  مباحثو په لور ستاسو توجه را اړومشاید زما دا لاندينۍ دعوه به یو مخ لایعني نه وي چې دغه منور زلمی د تهیوري د مشکلو او پېچیده نظري مباحثو باندې خورا ګرفت او دسترس لري او په زېر بحث موضوعاتو لاس بری ځکه ښکاري ولې چې د ساختیات او پسِ ساختیات مباحث ئې په انتهائي علمي او فکري انداز د خپلې څېړنې او تجزئې شومه ګرځولي. دۀ نه صرف  ذکر شوي دواړې نظرئې په ساده او روانه پېرائيه کې روښانه کړي بلکې له دغو مباحثو سره تړلي اصطلاوي ئې لا هم په اسانه ژبه کې توضیح کړي دي. نه ئې د فونیم د وضاحت نه چرته ډډه کړې او نه ئې مارفیم نظر انداز کړی. حتی چې له دغو نظري مباحثو سره ئې نور متعلق لټرېچر هم اضافه کړی دی. دلته د دۀ باریک بیني د ستائينې  او داد وړ ده. ولې  چې هم ئې د ساختیات نظري شواهد او حقایق رابرسېره کړي هم ئې د پسِ ساختیات مندرجات. خو زما په اند د صدیقي ساختیاتي څېړنې ماته لږې ډېرې کمزورې او پیکه معلومیږي. د نثري روایت د فقدان په سوب ئې ذکر شوي څېړنې هم تر یو غنیمت کمې نه دي ګڼل پکار. د دې کاوش د کوټلي مطالعې وروسته، زۀ له صدیقي  نه اوس ډېر زیات توقعات لرم. د ادبي تهیوري په ساحه کې دوئ نور د یادونې وړ کار کولی شي. د دۀ لیک او تخلیق "تهیم فرېم" دلکش او پرکشش ښکاري. ښکاره خبره ده چې په داسې فکري مباحثو خبرې کول د هر چا د وس خبره نه ده. دا کار زما په خیال یو وسیع النظر او وسیع الطالعه څوک  کولی شي او صدیقي په دې تول او معیار تر ډېره حده خبر دیولې  چې هغه په دې خبر او آګاه دی چې ساختیات د متن د تشریح، توضیح او تصریح یو داسې ځانګړی طریق کار لري چې له لارې ئې د انساني عمل تجربې او مشاهدې، روئې، ثقافتي رشتو او اضدادي عناصرو مطالعه د ژبې په یو کلي نظام کې دننه عین ممکن ده. هغه هم د کثیر قدري تفاعل په صورت کې او په داسې مطالعو کې دغه زلمی دا حقیقت رابرسېره کولی شي. چې ساخت (Structure) تر وظیفې  (Function) د زیات ارزښت وړ دی او دۀ ته دا فارموله معلومه ده چې د y او z قیمت په x باندې مبني وي

 

د دغو نظري مباحثو منورینو د ساختیات، پس ساختیات او د ساختیاتي او پس ساختیاتي کره کتنې متعین اصول او معیارونه په خپل تصوراتي او تعقلاتي فرېم ورک کې په څومره هنر او کمال خوندي کړي دي؟ دا ځانله مهم سوال دی خو په دې اړه دومره وئیلی شو چې دغه زېر  بحث فکر و نظر یا دا عالي ذهني او فکري تحریک د غرب له فکري او نظري مباحثو سره نه صرف لږ ډېر نزدې پاته شوی بلکې د غرب له  تنقيدي ډسکورسونو نه ئې څه نا څه الهام هم اخیستی دی. د ساختیات او پس ساختیات نظري  شواهد نه صرف مبهم دي بلکې پېچيده او zigzag هم دي. شاید ځکه ډاکټر ناصر عباس نیر لا پورې په دې شک او ګمان کې را ایسار ښکاري. ولې چې دوئ ساختیات یو تعقلاتي فرېم ورک خو مني مګر د یوې نظرئې او علم په اساس ئې نه تسلیموي. ځکه هغه وائي چې

 

"ساختیات نہ نظریہ ہے (نظریے کے حقیقی مفہوم میں) اور نہ  علم۔ یعنی ساختیات، مارکسیت یا وجودیت کی طرح نہ فلسفیانہ تھیورئ ہے اور نہ طبعیات، بشریات اور  نفسیات کی مانند باقاعدہ علم  (Discipline)     بلکہ یہ جانکاری  کا ایک طریق کار ہے۔"

 

شاید موصوف په دې عقیده وي چې ساختیات صرف د متن د یو خاص تجزیاتي طریق کار د مطالعې غمازي کوي. د ساختیات اصطلاح په اصل کې یوه وسیع المشرب اصطلاح ده. ځکه لږ ډېره بعید الفهم معلومیږي. ولې چې شرحه ئې په فلسفیانه او ژور فکري تناظر کې شوې ده. بلکې د لفظ او معنا د رشتې د نظام یو فلسفیانه توجیهـ ده. دا په متن کې دننه د معنیاتي نظام ژوره مطالعه کوي. خو حاصل ئې بیا هم د نیم او نیمګړي حاصل مترادف معلومیږي. ولې  چې ساختیاتي تنقید خو د معنا د تشریح په مقابل کې د معنا پیدا کولو د نظام رابرسېره کولو هڅې کوي یا د ضابطو د نظام په تصور پسې په یبلو او لڅو پښو منډې کوي. په دغو نظري مباحثو کې د جوناتهن کلر او نوم چومسکي خیالات او احساسات هم لږه ډېره هم آهنګي لري. ولې چې کلر د چومسکي د نظري مباحثو د تقلید په ارتباط  دغه نظري مباحث له څه اضافو سره نور روښانه کړي دي. شاید ځکه کلر په دې اړه څه داسې وائي چې "د شعریات اصل معروض متن نه دی بلکې د دې لوستل دي یا قابل فهم ګرځېدل دي". مطلب دا چې هغه د متن و لوست ته زیات اهمیت ورکوي او له دې لارې د معنا تر ترسیل پورې رسائي ممکنه بولي. لکه د متن په ساخت باندې زور نه اچوي بلکې په متن کې د نظام یافت مهم بولي. لنډه دا چې ساختیاتي تنقید صرف د پیاز خورونه پرله اړوي را اړوي خو د آخري خور اړولو وروسته هم هیڅ نتیجې ته نه رسي. هم دغه ئې په اصل کې لاینحل المیه ده

 

زۀ د صدیقي د نظري مباحثو د کوټلې تجزئې سره سره څه نورې داسې مهمې نکتې په خپله لیکنه کې په دې خاطر راغونډومکومې چې د زېر بحث مباحثو په جریان کې، د ادب لوستونکیو د نورې مزیدې استفادې باعث ګرځېدلی شي. دلته زما په خیال یوه نکته دا هم زېر نظر ساتل پکار ده چې د رومن جېکب سن په لساني تجزیاتي ماډل او په ساختیاتي تجزیاتي ماډل کې یو واضحه توپیر دا دی چې رومن جېکب سن د متن شعریات په لسانیات یا لساني تناظر کې دننه په ګوته کوي. خو د دۀ په مقابل کې رولان  بارتهـ او نور ساختیاتي کره کتونکي د متن د شعریات ريښې په ثقافتي نظام کې لټوي ولې چې د قرأت په اړه ساختیاتي تنقید ځان له خپله پیمانه، معیار او روش لري. د کره کتنې په لحاظ د مارټن هېډېګر  دغه لانديني تناظرات بلاشبه  د ساختیات او پسِ ساختیات د تنقيدي تجزیو لپاره یوه بنیادي زمینه برابره کړې لکه هغه چې یو ځای وئیلي چې "ژبه د یو څيز  د اظهار لپاره نه ده بلکې دا د وجودونو په دنیا کې دحقیقي اګاهي وظیفه تر سره کوي". او بل ځای په دې اړه څه داسې وائي چې

 

"د متن تفهیم یو حرکیاتي سرګرمي (Dynamic Activity) ده. د دې تفاعل یا مکالمه کله هم په پوره توګه نه تکمیلیږي کله هم نه ختمیږي او نه درېږي."

د موصوف ذکر شوي توجیهات د رولان بارت د دې لانديني تناظر متبادل او مماثل معلومیږي چې "د متن قرأت نامختتم وي او کله هم تمام ته نه رسي". 

 

ځکه دا خبره د منلو وړ ده  چې له دریدا سره سره نورو ساختیت پلویانو د هائيډیګر له افکارو او خیالاتو نه کماحقه استفاده کړې ده. باالخصوص دریدا خو د ذکر شوي استفادې په  ردّعمل کې د متن د معنا متعین مراکز (Fixed  centers  of meaning) نه صرف چېلنج کړ بلکې په خاورو  کې ئې د هېشه لپاره دفن کړ. اوس ګوره چې صدیقي  زما د نقل شویو شواهدو سره اتفاق کوي او کنه؟ دا په خپل ځای یو سوالیه نشان (Question Mark) دی

 

په یوه بله موضوع کې، کومه چې صدیقي د "ادب او رغښتواله" تر عنوان لاندې موږ ته هدیه کړې ده فکر کوم چې له ذکر شوي موضوع سره  ئې پوره پوره انصاف کړی. یو خو ئې د موضوعي ارتباط په اړه ژور مباحث د خپل کوټلي او معنا خېز بحث شومه ګرځولي بل ئې په موضوعي اساس د یادونې وړ مهمې نکتې هم قلم  زد کړي دي او د موضوعي بحث په اړه ئې د تکړه او سنجیده معاصر کره کتونکي فطرت یوسفزي ځينې د یادونې وړ متعلق نکتې هم رابرسېره کړي. ذکر شویو نکتو په شامولول ئې خپل موضوعي بحث نور ښه روښانه کړی دی. بلا شبه فطرت سوسفزي په زلمیتوب کې د کره کتنې په ساحه کې ډېر اهم رول لوبولی دی

 

ساختیاتي کره کتنې که لږې ډېرې (د فلسفیانو د اصولونو په سوب) بې  نتیجې ښکاري نو پس ساختیاتي کره کتنې زما په خیال د بې نتیجې څېړنو او تجزیو یو نامختتمه سلسله ده. ولې چې دلته په دې حرکي سرګرمي کې د "پیاز" تر آخري خور یا پوټوخي پورې رسائي بېخي ممکن نه ده. لوئ علت ئې د متن د مرکز څخه حتمي او یقیني محرومي ده.دا د متن د قدر و قیمت د تعین سره یو ناروا لوبه وه. کله چې د یو متن مرکزیت ختم شي  نو بیا په داسې صورت کې د هغه تجزیه او مطالعه څنګه ممکن ده؟ د دریدا په مقابل کې خو هارولډ بلوم د انتهائي زیات تجاوز نه کار اخیستی او وائي

 

"د متن په اړه زموږ مثالي رویه صرف التباسات دي او په اصل کې د متن په نامه یو څیز وجود نه لري. که ئې لري نو هغه د تشریحاتو یو سلسله ده."

 

اوس که دلته د ردّتشکیل په تناظر کې د ساختیات او پس ساختیات د وړاندې شویو نظري مباحثو جاج واخیستل شي نو د دوئ تعقلات هم بیا د حتمي معنا په معیار پوره نه خیزي. ولې چې دغه نظري  مباحث د متنونو په صورت کې رابرسېره شوي دي. که چرته دا رښتیا دي؟ نو بیا د دغو تهیوریو اصول او معیارونه ولې نقادان په حتمي معناوو متصور وي؟  او د عملي تنقيد په صورت کې ئې د عملي کولو بې ځایه هڅې کوي. اېډورډ سعید خو د ردّ تشکیل نظري مباحث بېخي مني نه، ولې چې هغه په دې عقیده دی چې متن په اصل کې د سیاسي او ټولنیز تناظر او ماحول پېرزوئینه ده او د موصوف د دغه تناظر تصدیق دریدا خپله په څو تورو کې داسې کړی چې:

 

"متن ځکه د سیاسي جهت حامل دی ولې چې هغه له طاقت سره متعلق وي."

 

غالباً یو ځای ئې د سیاست تور په نطشې باندې لا هم لګولی ؤ. اېډورډ سعید تمام متون دنیاوي ګڼي. ځکه هغه وئيلي چې په متن او دنیا کې فاصله پیدا کول یو مصنوعي عمل دی. د دغو نظري مباحثو په پس منظر کې د شاعر او ادیب د سیاسي او ټولنیز شعور لاش موږ په اسانه پخپلو سترګو لیدلی شو. دلته دا سوال راپورته کول به بې ځایه او بې محله نه وي چې یو شاعر او ادیب آخر لیکل ولې کوي؟ په ذکر شوی سوال کې یو شمېر نورې پوښتنې خپل وزر رپوي. که داسې نه ده نو بیا خو چې د فلسطين د قامي شعور او آزادۍ لپاره  محمود دروېش کوم شعرونه وئیلي دي هغو ټولو شعرونو ته به له صفر سره ضرب ورکوو. د خوشحال دیوان به له معنوي ارزښتونو نه یو مخ محروم شي. د هومر رزميئې کومې چې د اساطيري تاریخ او ټولنیز ژوند په ردّ عمل کې وئیل شوي یو مخ به لایعني او لاحاصلي وګرځي. زما په شخصي فکر یو شاعر، ادیب او نقاد چرته په خلا کې نه اوسي. ښکاره خبره ده چې ادب په عمومي توګه همېشه له جذباتو او تجرباتو سره تړلی او هم آهنګ پاته شوی دی. ځکه ټېري اېګلټن په ادبي متن کې د مستقل او حتمي معنا اقرار په واز کومې کړی او دا اعتراف ئې هم کړی چې ادب یو داسې سطر دی چې په یوۀ سر ئې مصنف او په بل سر ئې قاري موجود وي. شاید په دغه سوب هغه ساختیت د ټولنیز او لساني بحران علامت ګڼي

 

اوس غواړم چې د یو مجموعي تناظر په توګه د صديقي د دې کار او زیار په اړه خپلې خبرې راټولې کړم. فکر کوم چې دغه زېر بحث کاوش په کلي اساس که څه نه دی نو بې څه هم بېخي نه دی. زما په خیال د نثر په ساحه کې دا کتاب یو قیمتي سرمایه ګرځېدلی شي. په دې کتاب کې په شاملو موضوعاتو  باندې صدیقي د خپل سوچ، اپروچ او مطالعې په  سمه انتهائي اهم کار کړی. بلا شبه دا زیار او کاوش د معاصر قاري د تنقيدي بصیرت باعث ګرځېدلی شي. زه و صدیقي ته ډېر زیات شاباسی وایم چې په دومره ستوخه او مهبم نظري مباحثو ئې د خپلې کوټلې مطالعې رد عمل کې خپل فکرونظر له موږ سره شریک کړی. زه په شخصي توګه د دۀ د فکر و نظر اعتراف کوم. خو د خپل تشویش په دې  څو تورو خپله  دا نیمګړې مقاله ختموم. چې امکان لري  چې صدیقي د متن د پیاز دغه آخري خور (پوټوخی) پیدا کړي. خو دا امکان لري چې د خپل انتهائي تلاش و جستجوی وروسته راته ووائي اے بسا آرزو کہ خاک شدہ۔  

 Sadiqqi de Maten sparrany Hunar, By Mahmood Ayaz /.   13March.2023

ومن الله التوفیق

-
بېرته شاته