(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میرمنو نړیواله

[13.Mar.2023 - 08:52]

لیک: الماس خان

د مېرمنو نړېواله ورځ.   International Women Day

مېرمن(Shakti) او وتن 

د وتن په کلچر کې يو د منځ ټکې شکتي(shakti)  دې. شکتي ښځينه زور (feminine energy)  دې او د تخليق سرچينه ده. شکتي ګڼې بڼې(forms)  اخيستي دي

شکتي د وتن مشرانو د ديوي(devi)  په نوم ياده کړې ده. د ديوي ځېله ديو(div) ده. د ديو مانا ده هاغه چې ځلېږي. په پښتو کې ډيوه(lamp)  ټکې هم د وتن د تخليقي تخيل هاغه مشال دې چې پښتو د وخت په توپانونو کې بل ساتلې دې

ديوي(devi)  د افغان وتن د مشرانو تخيل(imagination)  ته ګڼ رنګونه  وربخښلي دي. ديوي د ژوند سرچينه ده. ديوي د رڼا بله ډيوه ده. ديوي د ړنګېدو(destruction)  په شا د توپان مستي هم ده. تخليق پکې راولاړېږي، ساه پکې اخلي خو تخليق ته د پائې ټکي هم ږدي.

It creates, sustains and when the time is right it destroys too 

په افغان تخيل کې د وېدي(Vedic)  دور نه واخلې تر عربي يرغله(Arab invasion)  پورې مېرمن د کائنات چلوونکې ديوي(devi)  وه. دغه لويه انرجي د وتن په  ادب او ارټ کې د ګڼو خدائڼو(goddesses)  په بڼه ده. لکشمي(Lakshmi)  د وتن د شتمنېو او ښادئ(riches and prosperity)  ديوي ده

ساراسوتي(Sarasvati)  د وتن د ارټ، هنر او پوهنې(knowledge)  مشره ده

 

اوشا(Usha)  د زړه او زهن نه تيارې(ignorance)  ورکوي او د روڼ سباوون(dawn)  ديوي ده

 

درګا(Durga)  د کږو او ورانو(wrongs)  سمولو ديوي ده.  

 

د وتن په سپېځلي تخيل کې مزکه (Prithvi) پخپله ديوي ده. مزکه مور ده

 

د عرب يرغل نه مخکې مېرمن په وتن کې د هوښيارتيا، پوهې او زيرکتيا علامت وو. د وتن په وېدي ليکنو کې دس-مهاوديا(ten mahavidya)  د لسو ديويګانو(devis)  کهکشان دې. دا لس واړه مېرمنې د پوهې (وېديا) باريکئ او نزاکت ډيوې دي.  

دا زوروره انرجي د وخت او ځائې په ايساب د وتن په تخيل کې ګڼ شکلونه اخلي

کله  د کږو خلو سمولو د پاره د خشم(anger)  سره لمبه شي لکه درګا(Durga) . 

 

کله  د بې سارې سر لښکرې(leader)  په توګه راښکاره شي لکه پاروتي(Parvati) . 

 

کله  د زغم(patience) ، بخښانې(forgiveness) ، او مينې(passion)  نمونه شي لکه سيتا(Sita) .

 

 کله کله د سترګو تور او د زړه ټکور(beloved)  شي لکه رادها(Radha) . 

 

کله رباب په لاس د هنر پوهې او اهنګ ښکلې نغمه شي لکه ساراسوتي(Sarasvati) . 

 

د عربو د راتلو سره د افغان وتن د تخيل وزرې غوڅې شوې. هاغه خاوره چې مېرمن به يې د تخليق سرچينه ګڼله هغه نن د هر جومات د منارې نه دا اواز اوري چې ښځه د شېتان څرخه ده. د ګناه جرړه ده. د سړي جائداد دې. هاغه خاوره چې مېرمن پکې د پوهې او هنر بله ډيوه وه هغه نن هره ورځ د جوماتو د منارو نه دا غږ اوري چې ښځه ناقص العقل ده. نيمګړې ده

هاغه خاوره چې مېرمن يې د پوهنې او زدهکړو ديوي(devi)  وه هغه ملت نن مولا او چڼي ته زاري کوي چې زمونږ جينکو ته د مکتب دروازې پرانيزهپه دې هيله چې د وتن تخيل به د مولا د وحشتناکو پنجو خلاس شي او د خپلې خاورې مړې ډيوې به بېرته بلې کړي.

-
بېرته شاته