(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

[13.Mar.2023 - 08:59]

د قدرت تنده او د جګړې ولږه  

لیک: طاهر ساپی 

 

افغانستان له څلورو لسیزو په تېرېدو اوس هم د همدې افغانانو له لاسه چې تل دپردیو استخباراتو په جال کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ښکېل دي یو لامل هم ددوۍ په فکرونو د احساساتو غلبه ده ، تل یې احساساتي پرېکړې کړي چې په پایله کې یې دغه ناسمو پرېکړو هېواد دجګړو سور تنور ته غورځولی دی ، یو شمېر خلک خو یې نه خاورې ته وفادار دي نه هم ملت ته که امتیاز ورکړل شو خو خوشاله دي که امتیاز ورنه کړل شي نو بیا ورته دانسان ژوند او دهېواد ملي ګټې هېڅ مهمې نه دي .

د افغانستان په لنډ تاریخ کې څو ځله د افغانستان د تجزیې د پروسې د تطبیق بربنډې هلې ځلې تر سره شوې دي ، د هېوادونو ویش او تقسیم یو استخباراتي هدف دی، چې ددغې خاورې دښمنان یې په زهن کې لري نو له همدې امله هڅه کوي چې دلته دقومونو او سیمو ترمنځ په مخالفتونو پسې پاڅېږي او دغه ستونړه جوړه کړي چې دوۍ پکې خپل ستراتیژیک هدفونه ترلاسه کړي .

د درناوی او غندنې الفاظ خو په دغه سیمه کې له ډېرپخوا رواج دی اوس هم خلک په قومي جوړښتونو فکر کوي او هڅه کوي چې دغه مسله دوامداره وساتي .

هر ملت  دواکمنی ( حاکمیتحق لری. او دواکمنۍ درلودونکۍ ملت هغه دي چه  آزاد ي او سياسي خپلواکي لري

آزاد او خپلواک ملت هغه دي چه اولا - د پردیون استخباراتي جالونو مخه ونیسي او په خپله ملي اراده کې د هېواد خاوره ( وچې ، اوبو ، هوا ) ، شتمنيو اوولس واکمن او سیاسیون  دولس په خدمت کې  وي او همدا رنګه  ملی ګټې ومني يعني(دملي هويت او ملي  موجوديت اوبقا فکر ولري .

نه دا چې دخپلو خلکو لپاره دومره مضره فکرونه وکړي چې هېواد او ټولنه مو په یوه ځنګله بدله شی 

اوپه يوه (دولت - ملت )کې دواکمنۍ حق په ملت اړه لري اوملت ، ملي واکمني په آزادو او منصفانه ټاکنو کې ، مستقیما اویا داستازو له خوا د ټاکل شوونهادونو په وجود کې کاروې

ملت دغوره کولو اوددولت دنظام دڅرنګوالي اود خپلو اساسی حقونو او ازادیوڅخه برخه من کيږي او دولت دملت د افرادود حقونه او ازاديو دتامين مکلفيت په غاړه لري .

تل مو چیغې وهلي چې موږ د اسیا او نړۍ امپراتوران یو موږ دا کړي موږ دا خو په موږ افغانانو کې چې عمل ته اړتیا لرو نه مبهمو الفاظو ته چې د تطبیق سرحد او میکانیزم یې معلوم نه وي.

موږ تل په نا خبرۍ کې د پردیو جګړو ښکار شوی یو او تل مو هر څه په همدې بایللي قربانۍ مو ورکړي کورونه مو وران شوي او په پایله کې مو ان  منظم نظامونه له لاسه ورکړي دي .

 د یوې پردۍ نیابتي جګړې تر څنګ افغانستان ته نورې ګڼې ستونزې هم متوجه دي، چې تجزیه او د افغانستان ویش هم هغه ستونزه ده، چې د افغانستان چارواکي باید ورته ځیر او د دغې لوبې مخه ډب کړي.

 د بشري تاریخ په لړ کې په سیاسي لوبو کې د هېواد تجزیه تر ټول ننګین او د شرمه ډک عمل ګڼل شوی، هغه سیاسیون چې  چې د خپل هېواد د خاورې د ساتنې او خوندیتوب اراده  نه لري، په حقیقت کې ملي روحیه یې ضعیفه او د نورو دګټو لپاره کار کوي، تر د وړاندې چې دخپل هېواد د بقا، سوکالۍ، سمسورتیا، وحدت او پرمختګ لپاره کار وکړي.

 

افغانستان چې له تاریخي پلوه یو زوړ تمدن لري دغی خاورې ته د لرغونو تمدنونودزیږیدو او د ودې ټاټوبۍ او زانګو وایی .

 پدی خاوره کې ستر فرهنګونه اودینونه را منځته شوی ، سره یو ځای شوی او غوړیدلي دی . اوددې ځايه دعلم اوفلسفې َ، ریاضی  ، نجوم ،طبابت ، عرفان ، هنر او ادب ستوري ځلیدلي دي او را پورته شوي ، خپلواکي اوآزادی لپاره سرښندونکې مبارزه ، ددې ولس ملي ځانګړتيا او ټول تاریخ تشکیلوی .

 دافغانستان  په ۱٧۴۷ میلادی کی د احمدشاه بابا ترمشرۍ لاندی د معاصردولت په تاسیس سره ، سیاسی - ملی هویت او ملي دولت رامنځته کړ ، په ډیره لنډه کی په یوه ستره امپراطوری بدل شو، چه د مشهد نه تر کشمیره او ددهلي اود امو دسیند نه  ترعربي بحیرې، ېې  په یوه ستره برخه حاکمیت درلود .

  دافغانستان د تاريخي موجوديت او ملي هويت ساتل او ټينګول ، د ملي حاكميت داصل تامين او ددولت په چارو کې دولس ګډون ، د هیواد والي او ټولنیزجوړښت ته په کتو سره دهيواد دټولو اوسيدونکو رسمي برابری او دهیواد ولو د اساسی حقونو اوآزادیو تامین، ، د مرکزیت اوپه هيواد کې اوسيدونکو  دبرابري داصل پربنسټ دهيواد او ملت یوالي پر اساس پرمختګ او دټولنی هراړخیزه وده  ، مدرنې قانون جوړونې پر بنسټ د سیاسی تاسیساتو، دولتي دندو او حقوقي سیستم عرفی کول ، دملي اردوجوړل او دافغانستان دملي ګټو پر بنسټ دمتوازنو نړیوالو اړیکو  او خپلواک ملی سیاست پر مخ بیول دي.

  هرملت  دنړيوالو اړيکو اوحقونو له مخې  دملي ګټو درلودونکۍ دي يعني د اقتصادي ، سياسي ، او فرهنګي حقونودتامين ، ملي موجوديت او هويت ساتل ، بقا او په خپل سياسي برخه ليک د تسلط لپاره هڅه او هاند کوي .

 خو له بده مرغه افغانستان تراوسه دا توان ندي پيداکړۍ چه خپلې ملي ګټې په ځان بسیاینې ډول وساتي  اودنورو دولتونو سره دبرابر چلند له مخې عمل وکړي .

دا څو ورځې راته دسیاسي واک او قدرت دتږو سیاسي مشرانو عملونو سخت خفه کړی یم چې نه ورته ملت مهم نه دی نه هم هېواد نه ورته د چا وینې تویید نه مهمه ده نه هم د چا د ژوند تباهي دلته لویه او لویه ستونزه دا ده چې که سیاسي واک ونه لري نو بیا دې په ناستو مجلسونو او لویو غونډو لاریونونو او په مطبوعاتو کې په حکومت پسې را واخلي او هڅه کوي چې حکومت حتی سیستم له منځه یوسي ، دمجبوریتونو په اساس یې یوه کتله او یوه برخه دملت له ځان سره ګروګان کړې هغوۍ خپلو مجبوریتونو ته په کتو سره اړ دي چې ددوۍ هر ډول مشروع او نا مشروع غوښتنو سره د تکبیر نارې ووهي او خبرو ته یې لاسونه وپړکوي ، خو زما په اند دا ملت نور هغه حالت کې نه دی چې څوک وکولای شي د نا امنیو او په هېواد کې د انارشۍ لپاره دې بیا خپله خاوره هېواد او ملت اور ته واچوي .

د سیاسي واک او قدرت لاسته راوړلو لپاره د بیلابیلو ډلو ټپلو، سیاسي ګوندونو، قومونو او اشخاصو او افرادو حرص باندې افسوس راځي .

یاد ګروپونو له راز راز تکتیکونو، مادي لګښتونو، غوړه مالیو کار اخلي13.03.2023

دا مقاله ۲۰۱۷ کال کې لیکل شوې اوس هم صدق کوي 

Tahir Safi

-
بېرته شاته