(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاري رپوټ

[18.Mar.2023 - 14:55]

کاري رپوڼ

................... 

يو شاعر فرمائيلي وو:

ځان مې ساتلو ستا د دامه په کښې کښېوتمه

پښه مې خطا شوله بې پامه په کښي کښېوتمه

 

د ,, چارسده ادبي تحريک,, ساز شوې وو اوس فعال شو, صدر, ستر سيکتر, نائب صدر, د مجلس عاملې چئيرمېن او تر څه حده ملګري ئې وټاکل شو.

ددې تحريک خيال ښاغلي جان محمد جاني په ډېر اخلاص ښاغلي محمد ارشد خان (خان جي) او ماته وړاندې کړی وو چې د ټولې چارسدې د ادبي تنظيمونو يوه غونچه جوړوو په کوم کښې چې به د چارسدې د ټولې سيمي شاعران, اديبان په يو ځائی سره د يو تنظيم په صورت کښې را غونډ شي.

خان جي  دې خبرې ته د تل په څېر په روڼ تندي هر کلی ووئيلو او زما نه ئې پوښتنه وکړه, ما ورته په خندا کښې عرض کړې وو چې زه ددې په حق کښې ځکه نه يم چې زما هسې خو په کمو ادبي ټولنو کښې ناسته شوې ده خو ښه تجربه نه لرم او متلونه مې د چيندخانو د تول اوريدلي دي.

د دغې نه پس چې دوه درې وارې د خان جي خوا ته شپې ته لاړم نو هم دغه خبره وډنګېده, زه ورته سنجيده نه شوم او دوي د خپلې خبرې نه وانه وړېدل, دوي دوه وو نو د اکثريت په زور ئې د دغه تنظيم بنياد کښېوده, څه موده پس ئې د اجلاس را غوښتو نه خبر کړم, زما تر دغې يقين د ګنجۍ د واده وو خو چې بيا مې په دغه هلو ځلو کښې د جهانزيب مومند, خان عمرزئ, قيصرعلي شاه کاکاخېل, سحر کتوزئ, حيات اقبال حيات, ګوهر علي ګوهر, ناصر خان همدرد, مطهر شاه طاهر او داسې نومونه ډير دي چې بلها درانه او محترم خلک وليدل نو باوري شوم چې دې کار خو سمون وخوړو, بيا مې د دوي په لومړۍ ښه درانه او لويه دستوره کښې ګډون هم وکړو, چې سبا دستوره وه نو د شپې خان جي زما نه د مشرانو او عهدو په اړه پوښتنه وکړه, ما ورته عرض وکړو چې دغه ټول پوهه ملګري دي دوي به ئې وټاکي, ماته به دا برخه راکړئ چې څه تاسو امر کوئ, تر وسه به حاضر يم خو د عهدو د قطار نه مې بېل وساتئ, دواړو پرې راسره بحث وکړو, ما ورته د خپلې مجبورۍ دليلونه وړاندې کړل او بيا متفق شو.

سبا لومړی اجلاس وشو, هم هغومره درز غوبل وشو څومره چې د دومره ګڼو پښتنو په راټولېدو او په يوه خبره متفق کېدو پورې کېدې شي, کابينه خو ونه ټاکل شوه خو کومې ګټورې خبرې چې په متفقه طور منظور شوې هغه دا وې:

 

تنظيم په مينه ومنل شو او سرپرست محمد ارشد خان وټاکل شو.

د تنظيم نوم ,,چارسده ادبي تحريک,, وټاکل شو.

د شپږو کسانو آئيني کميټي وټاکل شوه کومه چې به منشور هم ليکي او د کابينې د انتخاب چارې به هم تر سره کوي, د کميټۍ دغه شپږ مشران وو چې وروستو په کښې کس دوه د څه مجبورو له کبله بدل شوي هم وو:

جهانزيب مومند

قېصر علي شا کاکا خېل

عبدالخالق بادل

سحر کتوزئ

حيات اقبال حيات

ګوهر علي ګوهر

وروستو بادل صېب د خپلې ناروغۍ او ګوهر صېب د ذاتي مسئلو د لاسه په خپل ځائی زولفقار علي خان او ناصر خان همدرد وټاکل.

دغه کمېټۍ خپله ذمه واري ډېره ښه تر سره کړه, د نورو کارونو پوره کولو نه پس ئې پينځم (۵) د فروري د انتخاب د پاره وټاکلو, د پينځم نه وړاندې د آئيني حق په طور د کمېټۍ څه ملګرو زما نه هم د انتخاب په اړه پوښتنه وکړه, ما هغو ته هم خپل عذر وړاندې کړو, څه ملګرو راته د مينې پېرزوئينې هم وړاندې کړې چې ته د صدر په انتخاب کښې برخه واخله, هغوي ته مې هم خپل عذر وښودلو, د څه ملګرو چې په خاص توګه په کښې د شير محمد وفا نوم اخلم په واسطه مې هم ملګرو ته پېغام ورسوو چې د مينې د کبله ئې دغه پېرزوئنه کړې وه چې زه په دې کښې برخه نه اخلم, جهانزيب مومند صېب ته مې هم ووئيل چې زما په دې کښي هيڅ قسمه غرض نشته, بيا بې غمه شوم چې انتخاب به وشي او د هغې وروستو به کار شروع شي.

وروستو بيا ملګرو د څو بې خونده خبرو نه هم خبر کړم خو زه په دې وم چې دا وړې وړې خبرې د دومره لوئی کار په وړاندې هېڅ دي خو د پينځم تاريخ نه  دوه شپې وړاندې ملګرو داسې ګېر کړم چې ځان مې د کوم شي جوګه نه ګڼلو په هغې کښې د دغه بيان شوي شعر په څېر کښېوتمه, په دا خبره وغولېدم چې خبرې ورانې شوي دي او اوس بغېر ستانه, نه سميږي, د خپلو غولېدو احساس راته د انتخاب په دوران کښې وشو, چې هلته د دستورې خوند څو وارې پيکا شو, يو وخت زه هم جذباتي شوم خو د دغه مشرانو او په خاص توګه د خان جي د کبله ناست وم چې دستورې د جرګې صورت اختيار کړو, د جرګې مشران

جهانزېب مومند

قيصر علي شا کاکا خېل

ناصر خان همدرد

سحر کتوزئ

حيات اقبال حيات

 زولفقار علي خان, وو

ما د جرګه ايزو مخونو ته وکتل نو راته ښکاره شوه چې دا خو د جرګو مرکو خلک دي او د ادبي هلو ځلو نه زيات د جرکو مرکو پوهه لري, چې دوي د کومې جرګې فېصله وکړي نو هغه به ضرور د خېر وي.

دغه جرګې خپله فېصله واوروله او زه ئې د تنظيم صدر وټاکلم, د جرګې په فېصله به سړی څه وائي خو دا اقرار کوم چې په دومره لوئی او د عزت دستار پسرولو چې کومه خوشحالي محسوسېدې شي هغه ما نه ده محسوس کړې.

دا هم اقرار کوم چې دا ډير لوئی اعزاز دی ځکه چې په دغه تنظيم کښي ډېر داسې کسان دي چې د هغو په وړاندې زما قد ډير کوتاه دی, دغه لويو خلکو دا دستار ما ته را پسر کړو نو خپله دا لوئي ئې هم ثابته کړه چې داسې دستارونه د هغوي په نظر کښې څه اهميت نه لري.

دا اقرار هم کوم چې د دغه لويو خلکو په مينځ کښې به د يو داسې احسان مند په هيڅ تل د دوي په منشا يم چې د سترګو پورته کولو جوګه نه وي.

او دا اقرار هم کوم چې د خپلې کمزورۍ له کبله زه په دغه لړ کښې په چا هم غولېدلې يم د بېرته راتلو په لاره کښې دغه ټول ما خالص د الله رضا بخښلي دي او په زړه کښې زرغون شوې هره ګيله مې ورته بخښلې ده.

د خپلې ناپوهۍ او کمزورو ماته ادراک شته ددې کبله دغلته که زما نه د چا هم زړه ازار شوي وي د هغو نه بخښنه غواړم, چې زړونه مو پاک وي نو وړاندې لارې به مو سمې او روښانه وي, دغه تنظيم جوړېدل د ټولو مينه وه, هم په دغه مينه مې وړاندې مرسته وکړئ چې کومه خوشحالي ما وړاندې ذکر کړې ده, دغه په شريکه محسوسولې شو.

 

طيب الله خان

اسلام اباد

۶ فروري ۲۰۲۳

-
بېرته شاته