(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکرم شاه لالا

[18.Mar.2023 - 14:57]

دقامپرست سیاستوال  اکرم شاه لالا  هم وکوچېد

انالله واناالیه راجعون

د قامي دغورځنګ او دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مخکښ د پښتو ژبې او کولتور په چوپړ (خدمت) نه ستړی کیدونکی چارند (فعال) اکرم شاه لالا   د 2023 ع کال د فرورۍ د میاشتې په 24مه نېټه دجمعې   په ورځ په سهیلي پښتونخوا کې د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره  سترګي پټې کړې .

انا لله و انا الیه راجعون

 

ارواښاد اکرم شاه لالا دپښتنو دحقوقو ددفاع ، دپښتنو دسوکالۍ ، ابادۍ او دیووالي لپاره دخپل ژوندډېره برخه وقف کړې وه.دپښتو، پښتونولۍ  سره یې بې کچه مینه لرله او  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره یې نزدې اړیکي لرلې

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاداکرم شاه لالا  میړنه  ولس او هیواد ته نه جبرانیدونکی زیان بولي ، دارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند  سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي او ارواښاد ته د لوی خدای له دربار  د جنت فردوس غوښتنه کوی.

جنتونه دې په برخه شي

-
بېرته شاته