(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روڼ اندي

[23.Mar.2023 - 06:25]

هغه روڼ اندي  چې ملي ګټې ورته هېڅ ارزښت نه لري.

: 1- بهرمیشتيپه بهرنیو هېوادونو کښې اوسېږي. ځانونه پوهان، سېاسي شننونکي  او هر کاره ( جامع الکمالات) ګڼېټوله کورنۍ نر او ښځې یې   د ژوند د هر اخیزه اسانتېاو برخمن وي. د اشغال او فساد اوپه نورو بېلابېلو پلمو د ملي بنسټونو، ملي ارزښتونو او د نظام  د ړنګولو هڅې کوي، د هېوادوالو په وژلو ،  د ملي شتمنیو په ویجاړولو او تالان د خوښۍ څرګندونه کوي. د بې وزله افغانانو او په تیره بېا د پښتون وژنې فتواوې  هم ورکوي

2- هېواد مېشتي روڼ اندي  : په دولتي کرسیو یې ځانونه هم ټومبلي وي او  ټوله کورنۍ یې په حکومت کښې ښه غوښنه برخه لري په لنډغر توب کښې تر ټولو مخکې وي او په فساد کښې ډوب وي. دا ډله هم لکه د بهر مېشتو روڼ اندو  دنظام ړنګولو، چور او تلان ته په څو ناست وي.

له دندو ګوښه شويدوۍ له دندو ګوښه شوي، د رشوت، فساد او زور مخه یې نیول شوي وي او پدې لټون کښې وي،چې دولت او نظام ړنګ شي او په نوي دولت کښې په لوړه کرسۍ ځان وټومبي.

4- دوه مخې، بدلېدونکي رابدلېدونکي او 

دوۍ له هرې وسیلې او پلمې  کار اخلي، په غوړه مالۍ کښې ډېر تکړه وي   او چې کومه خوا درنه وي په هغې پورې ځان وتړي.

 

جزباتي او غیر روڼ اندي: ددې ډلې ځینې په ولسي جرګه او مشرانو جرګې غړي وي او ېو شمیر یې له ولسمشره رانیولې تر وزارتو او ریاستونو او ولایتو مشاورین وي. دوۍ د دونېا له حاله ځان نه خبروي، تنخوا ګانې اخلي او ټک کار نه کوي.

 

جلال امرخیل .

 

داوود عابدي په امریکا کې ناست دی، همهغه فوځ ته مالیه ورکوي، چې شل کاله یې په افغانستان کې زموږ وینې تویې کړې، خو اوس وایي که څوک جنت غواړي، د جنت دورازې د کابل تر دروازو رارسیدلې دي. هر څوک چې په کابل کې قتل و قتال کوي، نیغ به جنت ته ځي.

دا یو نه دی، نن سبا ګله ګله امریکا میشتي افغانان او افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخواني خدمتګاران، ترجمانان او اشپزان له یوې مخې طا. لبان شوي دي، د کابل د چپه کولو او هلته د جهاد فتوې ورکوي. هغوی چې پرون یې د امریکایي فوځیانو دلالۍ کولې، زموږ پر دیوالونو یې امریکایي فوځیان راخیژول، زموږ پر انګړونو یې د یرغلګرو ځواکونو د راختلو کمپیوتري نقشې جوړولې، لارې یې ورښودلې، کالي پیزار یې وروینځل، کتابت او ترجماني یې ورته کوله، نن هماغه امریکایي خدمتګار داوود عابدي دی، وحید فقیري دی، خیرالله شینواری دی، فیض محمد ځلاند  دی، ولی الله شاهین او شفیع دیوانه دی، چې د شرعي نظام د راوستلو لپاره د کابل په لارو کوڅو کې د وینو هره بهیدلې ویاله ورته د جنت دروازه ښکاري.

 

د رب نظام به قایم شي، زما باور دی، خو دا خلک به د خپلې یوې یوې ورځې امریکایي خدمت او بیا د اوسنۍ افغان وژنې د یو یو لفظ ځواب وایي.

Jalal Amarkhil

-
بېرته شاته