(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نوروز تارېخي شالېد

[23.Mar.2023 - 06:57]

د نـــوروز تاریخی شالید  

لیک: امیرګران 

په نړۍ کی ډیر ملتونه د کال لومړۍ ورځ لمانځی ، مسلمان عربی هیوادونه د هجری قمری کال د محرم د میاشتی لومړۍ نېټه تجلیلوی ، عیسویان د میلادی کال د جنوری د میاشتی اوله په ډیرو ځانګړو او پرتمېنو مراسمو جشن نیسی ، همداډول نوروز او د پسرلی لومړۍ ورځ ، مسلمانان او ځنی غیر مسلمانان لکه ( زردشتیان ، هندوان ، بت پالونکی ، اورپالونکی ) او ځنی نور ملتونه او ولسونه په خوښحالیو او خاصو مراسمو لمانځی ، هیره دی نه وی چی په پخوانی روم یانی د مسیحیت له دین څخه مخکی د ( اورمزد ورځ ) یا د حمل « وری » لومړۍ ورځ لمانځل کیده ، همدارنګه څو پیړۍ وړاندی د انگلیسانو نوی کال د مارچ د میاشتی په 21 مه نېټه پیل کیده چی د هجری لمریز کال د وری یا حمل د میاشتی له لومړۍ نیټی سره ئی سمون کاوه وروسته ئی د نوی کال لومړۍ نیټه د عیسی علیه السلام د میلاد اختر ( Christmas  ) په نوم ونوماوه خو د هغوی مالی کال تر اوسه پوری د مارچ د میاشتی له 21 می نیټی څخه پیل کیږی ،

د نړۍ  د تاریخ په بهیر کی د بشری ټولني د نوښت ، تفکر ، کار او زیار په نتیجه کی د نړۍ په ځینو برخو کی بیلابیل مدنیتونه را منځ ته شوی د بیلګی په توګه ، یونانی تمدن ، د چین بودایــی تمدن ، د مصر لرغونی تاریخی تمدن ، په همدی توګه تاریخ څیړونکی او د سوسیالوژۍ  شنونکی په دی نظر دی چی آریایان د هغوی ژوند ، فرهنگ ، کړه وړه او مدنیت د انسانی تاریخ او ټولنو یوه ستره برخه جوړوی چی په دی لړ کی پریمانه تاریخی آثار ، زاړه ښارونه ، لوښی ، نمونی ، د زړو ژبو بېلګی او کلمی او د بیلابیلو لرغونو توکو موندل او شتون ئی ښه بېلګه کیدای شی ، آریایان د مصر ، سوريی ، ایران ، ترکیی ، د منځنۍ اسیا د هیوادونو ، اوسنی افغانستان ، او د هند د نیمی وچی د غرونو په لمنو ، دښتو ، باغونو او د سیندونو ترڅنګ اوسیدل د دوی ځنی ډلی اروپائی هیوادونو ته هم کــډه شوی دی ، آریایانو د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کی ، مذهبی او دینی سرودونه ، دودونه او رواجونه پاللی او ساتلی او تر دا مهاله اوسنی نسل که څه هم ډیره برخه ئی اوسمهال په پخوانیو مذهبی او دینی باورونو سمبال نه دی ، یاد سوی دودونه ئی ساتلی او پالی ئی ، آریایان د تاریخ په اوږدو کی د اورپالونکو ، لمرپالونکو ، سپوږمۍ پالونکو ، بت پالونکو او زردشت د لارښونو او کړنو عقیدتمن ، پالونکی او ساتندویان پاتی شوی دی ، د آریایانو ستری قبیلی لکه : بابلیان ، سومریان ، هخامنشیان ، اشکانیان د ایران ، فارس خلیج او بین النهرین په پراخو سیمو کی اوسیدلی او د کرهڼی ، کسبګرۍ  ، مالدارۍ او سوداګرۍ چاری ئی په مخ وړی ، په همدی توګه کوشانیان د آرین وګړو یو بل ټبر دی چی د آمو له سیند څخه تر سیند ، کابل او ټکسیلا پوری اوسیدل …. ،

نــــوروز او آریــایان :

د یادولو وړ ده چی د آریایانو د مختلفو ټبرونو او قبیلو د دودونو او زړو رواجونو ځلانده بېلګی تر دا مهاله په افغانستان او پورتنیو یادی شویو سیمو او ملتونو کی شتون لری چی یو د هغو مشهورو او لرغونو دودونو له جملی څخه د لــیـږدیز لـمریز ( هجری شمسی ) کال د لومړی میاشتی وری یا حمل لومړۍ نېټه نـــوروز یادولی شو اړینه ده چی د دغی ورځی په تاریخی اهمیت او ارزښت یو څه رڼا واچوو ، نوروز د پسرلی په موسم کی پیل کیږی او پسرلی د طبیعت هغه سوغات ده چی د نوروز په موسکا سره د نړۍ ولسونو ته د نوی ژوند ، کار او پیکار زیری ورکوی ، انسان هم د طبیعت یوه برخه او د خپل چاپیریال په لمنه کی زو شوی او زده کړه ئی کړی هغه د زوکړی له لومړنیو ورځو د طبیعت او چاپیریال د مهار کولو سره په نه شلیدونکی مبارزه کی ده او د دغه سوغات یانی پسرلی  هر کال استقبال کوی ، ځنی تاریخ پوهان په دی نظر دی چی نوروز د دغی سیمی یا د اریایانو د ټاټوبی د بنسټ ایښودونکی د لومړی پاچا کیومرث یادگار ده چی وروسته ئی شهرت او پالل د جمشید پاچا لخوا ترسره کیدل ولی ځنی نور بیا وائی نوروز پخپله د جمشید پاچا چی زرونه کاله مخکی د بلخ شهریار وو او هغه ورځ چی په تخت کیناست دا ورځ ئی نوروز وبلله ، جمشید چی د جم یا روښانتیا په مانا ده د هغه د واکمن کیدو په مهال د نوروز د لمانځلو لړۍ دوام وموند ، 

د ټولو نوروز باورو ولسونو بیلابیلی کته ګورۍ ، بی وزله او بډای ، ملنګ او پاچا دغه ورځ د ځانګړی موخی لپاره چی هغه نوی هیله ، ښه ژوند ، ودانۍ او پرمختګ ، برکت ، د کرهڼی - مالداری د ښیرازه توب ، بڼوالی ، ښکلا ، نېکمرغی ، نیک فال او روحی ارامتیا لپاره لمانځی له دی کبله ده چی زموږ د آریائی پلرونو او نیکونو د لرغونی ولی روښانه آریائی فرهنګ ارزښت او لمانځل تر دا مهاله زموږ د نسلونو په زړونو او دماغونو کی ځای لری ، 

ځنی شنونکی او محققین د نوروز په اړه په دی نظر دی چی نوروز زردشتی ائین ده ، خو عربی او غیرعربی محققین بیا دا نظر ردوی او لیکی چی نوروز څو پیړۍ د زردشت له تولد څخه مخکی د جمشید په عصر کی پیل شوی لکه څنګه چی ابوریحان بیرونی پخپل کتاب آثارالباقیه په نهم فصل کی لیکلی چی ( اگر نوروز یادگار عصر جمشید است پس در عصر جمشید در ( آریانا ، خراسان ، افغانستان ) آئین خداپرستانه ای میترائی رواج داشت و جمشید هم معتقد به آئین میترائی بود

د نوی کال او نوروز په هکله د پښتو د ادبیاتو روښانه ستوری ارواښاد ګل پاچا الفت د نوی کال تر عنوان لاندی لیکلی ( … له نوی کال سره نوی خیالونه ، نوی فکرونه ، نوی کارونه ملګری وی ، که نوی کال خپل ټول کالی نوی نه کړی ، یو څه نوی کوی او ځینی زړی جامی له ځانه لیری غورځوی ، موږ هیله لرو چی نوی کال په ډیرو نوو جامو کی ووینو او ډیر نوی شیان ورسره وی ، موږ له نوی کال نه په رښتیا نوی څه غواړو او په دی پوهیږو چی زوړ بوډا په نوی جامه کی هم زوړ دی او نوی ځلمی په زړو جامو کی زوړ نه دی ، د نوی کال د لومړۍ ورځی میله هم څه نویتوب نه لری ځکه چی زموږ په هیواد کی د هر نوی کال شروع په میلو او ساعت تیریو کیږی او قلبه کشی یانی د کار آغاز رسماً یو نمایشی لوبه ده ، موږ باید په دی پوه شو چی نوی کال له موږ نه څه غواړی او پخپله څه کوی ، نوی کال سمدلاسه د ورځو په اوږدولو او د شپو په لنډولو پیل کوی یانی د خوبونو وخت کموی او د بیدارۍ وخت د کار فعالیت لپاره زیاتوی ، د تیاری او تورتم عمر لنډوی او د رڼـــا عمر اوږدوی ، که موږ د نوی کال په رمز او اشاره پوه شو او پسرلی بریښناگانی ، همدغه مطلب ته اشاره کوی چی د نوی ژوند اساس په برق او برښنا ایښودل شوی دی او هغه زمانه تیره شوه چی د حیات اوبه په تورتم کی وی او ژوند په تیارو کی وو ، 

د نوی کال له شروع کیدو سره سم په هوا کی اعتدال پیدا کیږی او د ژمی سوړوالی ورکیږی ، د نوی کال لومړی درس همدغه دی او ساړه زړونه ئی نه دی خوښ ،

امیر ګران

De Nauroz tarikhi Shaleed By: Amir Mohammad Gran

Frankfurt - Germany 23.03.2023

-
بېرته شاته