(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه او پښتونخوا

[23.Mar.2023 - 07:03]

پښتـــــــانه اوپښتــــــــــــونخوا

خاوره یوه ده لره وبره
له امو نه  تر اټک
له چترال تر بولان
دا تپلې کرښه  توره توره
يوه پلمه ده خوشې خوشې
يوه کېسه ده هسې هسې
دلته ژبه ده  يوه
اوښکه،موسکا يوه ده
دېره،چلم،سکروټه
خماريو،نشه يوه ده
که خبرې دوه ،کیسه یوه ده
دا د پښت ودپښتون ویجه
يو لوى کور دافغان دى     (ازاد)

د ډیورنډکرښې هاخوا سیمه (پښتونخوا) دګڼو پښتنو یوه نه بېلېدونکې ټوټه ده،داځکه چې : په ټولو برخوکې دخلکوژبه(پښتو) ېوه ده،یوټبر(پښتون)دی،تاریخ یې یودی،دښمن یې یودی،لوږه اومړښت پکې یودی، توره او شمله ېوه ده ،وینه مینه یوه ده،دواړه خواوې مسلمانان دي، داسې بوله چې هېڅ توپیر پکې نشته .له دې امله داسې ښکاري چې : دابه خامخا ګرده سره یو کیږي . دا چې کله به  یو کیږي ؟د هلوځلو کچه او وخت به ځواب  وایي .
که په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ کې په دې سیمه دمغولوله خوا،دملک یحیی خان په مشرۍ د« دلازاکو پښتنو» د شتون او واکمنۍ(۷۵۰ ــــ۱۶۰۷ ز) د پای ته رسولواو ورپسې د« روښاني » غورځنګ د بې ساري  شپېته کلنې سرښندنو، دخوشال خان خټک (۱۶۱۳ ــ ۱۶۸۹ز) د زړورو هلو ځلو ،داخند چالاک او باکوخان جګړې (۱۶۶۶ ز) او د ایمل خان اودریاخان  د بریالیوجګړو (۱۶۶۸ز) د ټکولو اوپرځولو راتېرشو،نودپښتنو دغه لویه پرته سیمه، داتلسمې پېړۍ په پیل کې په لومړي ځل دپرنګي ښکېلاک له خوا دخپلوموخو اوګټو لپاره،له پلرني ټاټوبي(افغانستان) بېله شوې اوبیا داسې په ټوټو ټوټو وېشل شوې چې  اوسنی «خیبرپښتونخوا» یې یوه برخه جوړوي .
دپښتنو پردغه سیمه لومړني یرغلونه،د(۱۸۱۰-۱۸۲۳ز)کلونوپه اوږدوکې د انګرېزانوپه لمسون اومرسته، دپنجاب سکانوپیل کړل اوداباسین د دواړوغاړوګڼ شمېر برخې لاندې کړې .ورپسې انګرېزانو په کال (۱۸۳۸ز) کې د لاهور د درې ګوني تړون له مخې چې : د رنجیت سنګ ،شجاع پاچا او د انګریزانو استازي په ګډون جوړ شوی وو، لاندې شوې برخې لکه :ملتان کشمیر،اټک،پېښور او کوهاټ یې ترخپلې ولکې لاندې راوستو .باید وویل شی چې : پراري شجاع پاچا چې دانګریزانوپه منګولوکې ښکېل وو او دهېڅ ډول حقوقي استازیتوب جوګه نه وو،له دې امله دغه تړون هم کوم حقوقي ارزښت نه درلود اوهسې د نورو لوبو په شان دا هم یوه ښکیلاکي چلوټه وه .خو په کال (۱۸۴۱ز)کې چې انګرېزانوپه کابل کې چورلټه ماتې وخوړه او ورسره شجاع پاچا ووژل شو، دغه تړون هم مات شو .خوانګرېزانو دخپلې ښکېلاکي تګلارې له مخې چې : وېوېشهاو واک پرې وچلوه! په سړه سینه خپلو اوږد مهاله موخوته پونده ورکړې وه .په دې ترڅ کې یې په شمال کې د دیر،باجوړ،سوات او چترال ځانګړي ریاستونه جوړکړل .په سویل کې لاسبېله،مکران،سیبي،پشین،کلات، ښوره رود او خاران د«برتانوي بلوچستان »په نامه ـــ دېره جات،پېښور،هزاره اواټک یې د «محکوم سرحد» په نامه اوشمالي وزیرستان، سویلي وزیرستان،کرمه او تیرایې د«ازاد سرحد» په نامه سره ووېشل .او دیادوسیمو د واکمنۍ لپاره یې نور جوړښتونه د ضلع ،تحصیل ،ایجنسیو ، دفدرالي ادارې قبایلي سیمی FATA (AreasFedrallyAdministeredTribal) او«سرحدي سیمې» (ier RegionFront)په نامه رامینځ ته کړل . شپږ سرحدي سیمې( RF) لکه : پېښورډېوېژن.،ډېر‌ه اسمعیل خان ډېوېژن،ټانک ډیوژن ،کوهاټ  ډېوېژن ،بنو ډېوېژن  اولکي مروت ډېوېژن  یې جوړ کړ او ددې سېمو د واک  چارې  ایالتي ادارې ،شمال لويديځ سرحدي ایالت(NWFP)،اوسني «خیبر پښتونخوا » پورې  وتړ لې .او یو شمېر نورې سیمي لکه:چیرات،دير،سوات، کوهستان،ملکنډ،مانسېره،اوپه بلوچستان کې :ژوب،لورلایي،دالبندان،کوهلو او دېره بوګتي د( PATA ) په نامه په ایالتي ادارې پورې وتړلې .
همدارنګه د دې پېچلو تړنو په بهير کې د FATA (قبایلي سیمو فدرالي اداره) جوړښت  د ایجنسیو په بڼه لکه : د ملکنډ ایجنسي،کرمې ایجنسي، باجوړایجنسي،مومندو ایجنسي ،شمالي وزیرستان ایجنسي، سویلي وزیرستان  ایجنسي، خیبر ایجنسي او اورکزوایجنسي  او ورسره د دېره جاتوایجنسي، لورلایي ایجنسي ژوب اوڅاګۍ ایجنسي اوکوټې ایجنسي  رامنځ ته  شوې  . هره ایجنسي څو اړوندې سیمې د تحصيل په نامه لري . د بېلګې په توګه  د شمالي وزیررستان ایجنسي : نهه سیمې (میرانشاه،غلام خان ،داتاخیل ، میرالي،سپین وام، ښېوه، رزمک،دسلي، ګړیومد تحصیل  په نامه  لري . دقبایلی سیمو دهرې ایجنسۍ لپاره یو سیاسي استازی  (پولیټیکل ایجنټ) له بې خرته واک سره ټاکل کیږي او ټولې چارې یې  د پاکستان په مرکزي واکمنۍ (فدرالي اداره) پورې تړلې دي  .د دې ایجنسیو دنده دا ده چې وېوېشه! واک پرې وچلوه! وېټکوه! او خپلې موخې ترلاس کړه . دا چارې د ایف سي ار  FCR (onFrantier Crims Regula) دقانون له مخې سرته رسي چې مانایې د(سرحد د جرمونو قواعد) ده . د دغه زړه بوږنونکي قانون  د موادوپه لوستلو دسړي غونی زیږ شي . سړی هک پک شي  چې ولې دا نا انساني او د بشر د حقوقو پر وړاندې قانون  چې ان په کال ( ۱۸۴۸ز ) کې د انګریزي ښکېلاک پر مهال جوړ شوی اواوس هم پر دغه بې وزلي اوزورېدلي اولس د ډېرو وړو وړو بدلونو سره همداسې جاري دی . او په دغه  دېموکرات نړۍ! کې داسې څوک نشته چې ورته ووايي : اﺉ د نړۍ خلکو! د دوی ګناه څه ده؟  ولې دغه انسانان په دا ېوشتمه پېړۍ کې د مرییانو په څېر،د نولسمې پېړۍ د جوړ شوي قانون تر چترلاندې، چې د منځنیو پېړیو بوی ترې راځي  ژوند کوي ؟ د ټولو نړېوالو وګړپالو په تېره د پښتون ـ افغان ټبر دنده ده چې :د دې سیمې د خلکو لپاره د دوی د خپلې ارادې له مخې د سولې له لارې د ولسواک ،پرمختللي انساني چاپېریال  دجوړېد و په  موخه ،هم په خپله او هم د نړېوالو سره په پرله پسې توګه هلې ځلې وکړي .
انګرېزانود یادوسیمودخپلولو لپاره د«لاهور» له تړون وروسته،د کابل د بالا ایسارله تورې څاه رایستلي افغان رنځور امیر (یاکوب خان)سره ، په کال (۱۸۷۹ز)د مۍ په ۲۶مه د «ګندمک»له سپکاوي ډک تړون د نهم پاړکي له مخې : کرمه ترځاځیو،پشین ترکوږک غره، سیبي،خیبر،میچنۍد اووڅاګانو دختیځوڅنډوپورې، ټولې ځمکې خپلې کړې .مانا دا چې د تګ راتګ دڅلور واړو لویو لارو مورچلي کنډوونه یې تر خپلې ولکې اوڅار لاندې راوستل . او په بل پړاو کې په کال( ۱۸۹۳ ز) کې دامیرعبدالرحمن خان سره،د ډیورند د شرمېدلي تړون له مخې : چترال، باجوړ، بونېر، سوات، څاګۍ، واڼه ،ژوب اوټول وزیرستان اودچمن شاوخوا سیمې یې خپلې کړې .
له بلې خوا انګریزانودښارونو او ښارګوټو په مرکزونو کې دشتمنۍ او راکړې ورکړې چارې د لږکیو سره لکه هندوان، سکان،ایندکویان،سراییکیان،دېګانانو او نورو سره جوړې کړې وې .پښتنو یوازې د پنډیتوب او څوکېوالۍ چارې سر ته رسولې .ېوازې د انګرېزانو په وتلو سره پښتنو ته په ښارونو کې د ژوندیوڅه لارې چارې  هوارې شوه . په اوسمهال کې هم د پنجابیانو او تېروتو پښتنوترڅنګ، همدغه لږکي د پښتنو له سم نوم سره په ټکر کې دي .
دلته لږ څه ژورسوچ پکار دی! ډېری خلک داسې انګیري چې ګواکې پښتانه یووالی نلري! دا یو جګړه مار ټبر! دی  اوتل خپلو منځوکې سره اړم وي ،ان تر دې چې ځینې لوستي پښتانه هم ورته  زړه تنګي شي ،د دوی سترې سترې واکمنۍ مېړانه او سوله پاله ځانګړتیا په پام کې نه نیسې او په پټو سترګو ورته سپکې سپورې وايي . زما په اند یوخوپښتانه له ځایه په غرو رغو او ژورو دروکې اوسي چې له دې امله یو له بل سره یې د اړیکواوپوهاوي چارې یوڅه پڅې اوستونځمنې دي .خو له بله پلوه ،په پرله پسې توګه جګړې پرې تپل کيږي .که د بل هر ټبر سره داسې اوږد مهاله جګړې  دزورورو لوبو او پرمختللو وسلو سره وشي او ورسره  په کاسوکاسو هم وویشل شي ،له لیک لوست لرې پاتې شي ،په سیمه او نړۍ کې څوک ورته دمرستې او ملګرتیا لاس ورنکړي  او د پرمختګ او هوساینې لاره یې ډپ شي .د داسې ټبربه نه نوم پاتې شي او نه نښان . همدا میړنی ټبردی چې دومره سترو ځواکمنو لوبو،چلوټواواوږدو جګړوته یې په یوه سراوږه ورکړې .که چېرې کومې ډلې د خپلو موخولپاره وردانګلي ، هغوی هم  ورپاسه  د دوی د کور په اور غوړي اچولي .خو د دې ګرده ناخوالو سره سره ،نږدې  له دوه سوه کلو وروسته هم خپل نیمګړي نامه ته اتڼونه کوي . دې ته وایي : تلپاتې هیلې او تلپاتی اولس .
انګریزانو دسلوکلو په شاو خوا کې پر دې تشلاسو،سوله پاله خلکو د جګړو سوراور بل کړی وو .د بېلګې په توګه: د کال(۱۸۵۰-۱۸۹۷ز)پورې له سلو ډېرې لوی او وړې جګړې پر اپریدیو،اکاخیلو،مومندو،مسیدو، کورمکیواو وزیرو شوېدي،د«امبېلې» اوپه وروستي کې دپیراېپي(میرزاعلیخان)جګړې(۱۹۳۰ــ ۱۹۴۰ ز) یې  ښې بیلګې کېدای شي .اوپه هره جګړه کې به له څو زرو ترشپېتو زرو انګریزي پوځیانوګډون درلود او په لسګونو،سلګونو او زرګونو تنه یې له مینځ تلل .انګرېزانو د دې سیمې خلک د خپلو لاسپوڅوپه مرسته له لیک لوست او پرمختګ ګوښه ساتل .چې دا ناوړه چلندیې تر اوسه هم دپنجابي پوځ پرمټ همداسې جاري دی . خو پښتنو پخپله د تورې تر څنګ سیاسي او فرهنګي ډګردخپل ویاړلي او نامتومشر باچاخان او دهغه د پیاوړوملګروپه مشرۍ تودساتلی وو.په کال( ۱۹۱۳ ز)کې دپېښورکالج جوړشواو بیا په کال (۱۹۵۰ز) کې په پوهنتون (یونورسیټي) واوښت .د دې مهال دپوهنې وزیر قاضي عطاالله خان وو چې وروسته په زندان کې له مینځ یوړل شو.او د کابینې مشر « ډاکټرخان »(د باچاخان ورور) وو چې په کال(۱۹۵۸ز)کې ووژل شو . ورپسې په کال (۱۹۲۱ ز)کې «انجمن اصلاح افغانه » یانې د افغانانو د سمون ټولنه ،دباچا خان اودهغه ددېرش تنوملګرو(قاضي عطاالله خان،خادم محمداکبرخان،جعفرشاه خان کاکاخیل،عبدالله شاه،تاج محمدخان،میاه احمدشاه اونور…)له خواجوړشو. اوبیا دغه خوځښت  په کال (۱۹۳۰ز) کې د«خدایی خدمتګارانو» په غورځنګ واوښت .
د دې هلو ځلو په پایلوکې دګڼ شمیر ښوونځیو د جوړیدو پیل شوې لړۍ چټکه شوه او د پښتنوګڼ شمیر نومیالیو له همدغه مدرسو سر راپورته کړی .خوواکمنو ډېر ژر یو شمېر جوړې شوې مدرسې او ښوونځي د نن په شان له مینځ یوړل . زه چې اوس دغه کرښې کاږم ، پښتوبرښنا پاڼو.کې لولم چې: «نن د۲۰۱۰ز کال د اپرېل په دویمه نېټه په پاکستان کې د اساسي قانون د بدلون کمېټې ،د سرحد ایالت نوم په «خیبرپښتونخوا» واړولو . د دې خبرتیاسره سم په همدې شپه په اورکزیو ایجنسۍ کې څلور ښوونځي او یو روغتیایي کتنځی په بمونو والوزول شو او په مومندو کې دا شپږدېرشم ښوونځی دې چې په بمونو الوزي » .د ښوونځیو د سوځولو لړۍ ښه توده روانه ده .په دې خبره ټول ښه پوهیږي چې د دې ورانکاریواو تپل شوو جګړو شا ته څوک دي ؟ څوک دپښتون فرهنګ د ودې مخه ډپ کوي؟
د(۱۹۴۷ز) کال د جون پر دریمه نېټه د هندوستان وېشل په ډاګه شول . انګریزانو د دې مهال وېش له مخې پښتنو ته د خپلې ارادې ،خپلواکي ورنکړه،او یوازې ورته دوه لارې مخکې کېښودې :یوه د هندسره او بله دپاکستان سره یوځای کېدل ول .مانا دا چې دپاڼ اوپړانګ کېسه پرې وتپل شوه. دوه نورې  اریني سمې لارې چې یوه یې خپله سیمه ايزه خپلواکي اوبله  دپلرني ټاټوبي(افغانستان) سره یوځای کېدل ول ،له پام وغورځول .

 د رای اخستلو پرمهال یې هم لویه درغلي وکړه هغه دا چې له دېرش لکوخلکو یوازې د درې لکو رایه په چل ول واخستل شوه، د رایو دسوندوکونو پرسر مسلمانانو ته « قران.کریم » اوهندوانو ته سپېڅلی کتاب«ګیتا» ایښی وو .دغه دخلکو اندپوښتنه (ریفرنډم) پښتنو ته یوه خوره شوې لومه وه چې د( ۱۹۴۷ز) کال د جولای له ۷مې تر ۱۷مې نېټې ترسره شوه، پښتانه داسې پکې ښکېل او راګېرشول چې ان تر ننه، چې د ولسواکۍ پېر دی هم لاس تړلي خوله تړلي ښکاري اود خپل نیمګړي نوم لپاره هم  په تړلې خوله له انګریزي څوکیوالو(پنجابیانو) مننه کوي .
د ډیورند د کرښې پرمهال یې هم افغان امیرته  دوه لارې  پریښې  وې یوه دډیورنډ دکرښې د نخشې لاسلیکول او بله وسله واله جګړه وه .خو دپاچاهۍدتخت خوند،د زړور امیردبخت تخته واړوله او خپل نوم یې د تاریخ په توره تاخچه کې د یاکوب خان او شجاپاچا تر څنګ  تورکړ .کارمل هم همدا خچنه لارغوره کړه، داسې برېښی چې نوربه هم په دې لېکه ولاړ وي .خو دابه د تاريخ پریکړې ته پرېږدو.غواړم د دغه ویر او ماتم دتاریخي پېښو پایلې،په لاندې ټکو ورلنډې کړم :
دنړیوال جال او پرمختللې تخنیکپوهنې اوسنۍ پېړۍ د نړیوالو د خوځښت نوی پړاو او نوی پاړکی جوړوي . له دې امله  لرو برو پښتنو ټبرو ته هم  ښایي چې خپل ګامونه او اندونه ،له دغو  لوړو ژورو سره په پوهه،ویښیارتیا او د نووسکالو د هراړخیزه څېړلو له مخې پخپله ګټه سم سیده  کړي اویوځل بیا په نوو پرمختللو ورانکارو لوموکې ښکېل او راګېرنه شي . ورسره د خپلو سیمو دژغورلو، رغولو ،ودانولو اوټولیز پرمختګ لپاره د سوله پالونړېوالو سره هراړخیزه هلې ځلې جاري وساتي 

ژبه دیوې ټولنې،توکم اویوه هېواد دخلکود شتون او پېژندګلوۍبنسټیزتوکی او دملا تېربلل کيږي، که د یوه ټبر ژبه پرمختللې وي مانا دا چې ټبریې هم پرمختللي دی که  ژبه  ښوونځي ته لار ونه مومي ،د هغه ټبر پېژندګلوي او شتون په سین لاهودی  . که خپلې ژبې ته وده ورنکړل شي  له واره یې  پردۍ ژبي ځای نیسي . له دې امله د ژبې د ودې اوساتلو لپاره  په پرله پسې  توګه پوره  هر اړخیزه پاملرنه پکار ده .دا چارې باید خپله پښتانه تر سره کړي اوله بل  چا تمه ونه لري  .
د پښتون ـ افغان  ټاټوبی د خپل موخه ایزجوړښت له مخې د سیمې او نړۍ یرغلګروځواکو ته په زړه پورې ښکار ځای دی .له دې امله په راتلونکي مهال به هم په دې سیمه دیرغل تالان چارې به نوو بڼو جاري وي .نو پښتون  ـ افغان  ته پکار ده چې دپوهې اوپرمختللې تخنیکپوهنې پرمټ داسې لارې چارې ومومي چې د دغو پېچلو او زورورو لوبو په بټ کې نېنې اوسوي سکاره! نه شي .ېوازې د خپل تاریخ په ویلو او ویاړلو بسنه ونکړي ،دا ځکه چې دټولنيزخوځښت په هر پاړکي کې هر پېر ځانته ځانګړې دندې لري .
 
په دې پېچلو لوبوکې دښمن ،د دوست په بڼه، له رښتینودوستانو،دښمنان هم جوړوي ، چې په دې توګه ګڼ شمېر تېروځي او د دښمن د ژرندې په وټي اوبه  وراړوي .دلته باید پوره پاملرنه  وشي ،ځکه چې ډېری دښمن ځواکونه  د خپلو موخو لپاره یو بل ته د مرستې لاسونه  ورکوي .

زماپه اندد«خیبرپښتونخوا» نوم په اوس مهال کې دسیمې د نوو ځانګړتیاو له مخې د نورو نوو پرمختګونو  پر لوري لومړی ګام بلل کیږي .دبلې خوا دفلسفي ار له مخې هم دیوې ښکارندې (پدیدې) بڼه (شکل) د دننيجوړښت (مضمون) سره بایدهمغاړی وي چې دواړه یو د بل په وده او پرمختګ پوره اغیز لري . ورسره وړانديز کيږي چې د پښتونخوا نوم  په سمه توګه «پښتونخوا» ولیکل شي .که بل هر ډول یې ولیکي په مانا کې بدلون راځي . په پای کې باید وویل شی چې له  ډېروستړو ستومانه هلوځلو وروسته دا لومړنۍ کوشنۍ  لاسته راوړنه ، د نورو ستر و بریاوو پیلامه ګڼلی شو .خو ورسره دا خبرهم د هېرېدو نه ده چې :
دا د پټي سردی،پټی شاته سورور دی .

پای
اخځلیکونه او سرچینې :
افغانستان در مسیر تاريخ    (غبار)
تاج التواریخ         (امیرعبدالرحمن خان)
تاریخ مختصر افغانستان      (حبیبي
دلازاک برښنا پاڼه     (اشاعت خان)
پوهنغونډ   (وېکېپېډیا
رڼا او دفاع  (کاکړ)

لیکوال : ...... ?? (له لر او بر ډات کم نه په مننه)

-
بېرته شاته