(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمخکتنې

[23.Mar.2023 - 07:20]

د مخکتنې رپوټ

 

کونړ کولتوري ټولنې, کولن /جرمني دا ځل د خپلو هلو ځلو په لړ کښې د روان کال د نوامبر د مېاشتې په 17 مه نېټه د کولن په ښار کښې د " پښتو او د تارېخي جبر پړاوونه" تر سرلیک لاندې د ښاغلي محمد رحېم یوسفي په چاپ شوي کتاب د مخکتنې غونډه جوړه کړه, چې د کولن میشتو افغانانو سربېره پکې د شاوخوا سیمو لیکوالانو او د کتاب مینه والو ګډون وکړ.

د غونډې د ویندوۍ چارې ددغه ټولنې د کار د ډلې غړي ښاغلي انجنیر مطیع الله روفي له خوا سمبال شوې وې.

غونډه د دود سره سم د لیکوال او اسلام پوه ښاغلي سیدهاشم هاشمي پاچا صیب له خوا د قران مجید د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. نوموړي د اسلامي اړخه د کتاب او لوست په هکله خورا ارزښتمنې خبرې وکړې.

ورپسې غونډه د افغانستان د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه

د ویناوالو په لړ کښې ښاغلي عزیز سرشار ددغه کتاب او پکې راټولو موضوعاتو پېژندګلوي وړاندې کړه او وېویل, چې ددې کتاب دموضوعاتو بنسټ پر معتبرو سرچېنو ولاړ دی.

پدغه لړ کښې ښاغلی انجنیر  فریدالله ساپي د کتاب د لیکوال ژوند لیک ولوست او د نوموړي د لیکوالۍ د ژوند  په اړخ یې پوره رڼا واچوله.

لیکوال او اسلام پوه ښاغلي امین الدین سعیدي د کتاب په منځپانګه او ارزښت هر اړخېزې خبرې وکړې او دکتاب موضوعات یې اړېن او تارېخي وګڼل.

دغه راز لیکوال او ادب پوه ښاغلي طاهر ځلاند د انساني ژوند په بهېر کې دلیک لوست پوهاوی او د مطالعې په باب په زړه پورې تارېخي مالومات وړاندې کړل.

دغونډې وروستی ویناوال ښاغلي پوهاند ډاکتر محمد قاسم جمدر د کتابونو د لیکونکو د موخو په اړوند په زړه پورې او پوهنېزې خبرې وکړې او د کونړ کولتوري ټولنې د ډېر اړخیزو هلو ځلو ستاینه یې وکړه.

د کتاب لیکوال ښاغلي محمد رحېم یوسفي  د درنو ګډونوالو او د کونړ د کولتوري ټولنې څخه مننه وکړه.

ښاغليو محمداجان یار, علي محمد مجبور, محمد انور وفا سمندر, قانونپوه همایون روفي, ډاکتر حاجي محمد, اسدالله وزیر او پېښوري شېنواري د لیکوال, غونډې او پښتو ژبې په هکله خپل نظرونه څرګند کړل.

په پایې کښې د غازي میرزمان خان دبنسټ له خوا د غازي میرزمان خان مډالونه , چې د کونړ کولتوري ټولنې او لیکوال یوسفي ته یې منظور کړي وو د ښاغلي پوهاند ډاکتر جمدر له خوا  د ټولنې استازي او لیکوال ته وسپارل شول.

(نصیر ستوری) 17.11.2022

-
بېرته شاته