(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملا, ملټري الیانس

[23.Mar.2023 - 07:39]

ملا، ملټري الاینس یا ترهګري تر شا وردي / وقاص خان اېسپزی

 

تر اوسه پورې ځینې کسان به دې خبرې په سوچ کې اچولې وو چې د مردان ملایان لکه شجاع الملک او عطاءالرحمان کې څنګه دا جرات پیدا شو چې ښه په جار د مشال خان د قاتلانو ملګرېتا وکړي؟

دا ځکه چې دې خلکو د مشال خان وژنه سیاسي باله او په عوامي نېشنل ګونډ به یې ورتپله ————– خو دوۍ د ترهګرۍ تر شا وردي نه ښکارېده! یا یې بیخي ځانونه ناخبره ساتلې وو, که چیرې د مشال خان په وژنه کې پاکستاني استخباراتي شبکه ملوث نۀ ده نو د مشال خان قاتلان! د رهایۍ نه پس! څنګه ښه په جار پخپل جرم ویاړي؟

سره د جرم اقراره ژوندي او سلامت ګرځي او هېڅ قسمه قانون نافذ کوونکي ادارې ورته د جرم د اقرار په تور کې غږ نه کوي ـ حال دا دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړیرحمت اللهچې د سوات په جلسه کې د پاکستان پوځ مرده باد او اسرائیل پوځ زنده باد! شعار پورته کولو باندې زنداني کړی شو او د یو بې ګناه پښتون قاتلان چې ښه په جار د وژنې اقرار کوي، څرګند ګرځي ـ

راو انوار نه وړاندې چې کوم سهولتونه د مشال خان قاتلانو ته ترلاسه شوی وو ـ هغه هم د چا نه پټ دی، مجرمانو له داسې سهولتونه ورکول خو د هاغه سیاسي ګونډ کار هم نه دي، چې یواځي په قامي اسمبلۍ کې یو دوه چوکۍ، په صوبایي اسمبلۍ کې څلور پینځه چوکۍ او په بلدیاتي کچه دې په دوه والسوالیو کې واکمني ولري ـ

اوس اصل موضوع له راځم چې د مشال خان د مرګ دسیسه څنګه جوړوه شوه او د مردان دا ملایان څنګه وتونیدال چې د مشال خان د قاتلانو پر ډاګه ملاتړ وکړي؟

د مردان ملایان لکه شجاع الملک او عطاالرحمان په دې ولسوالۍ کې د پاکستاني استخباراتو زاړې مهري دي؛ وخت په وخت یې د خپلو کارونو او پلانونو لپاره کارولي دي ـ خو اوس وخت او حالاتو پښتنو ته پر ډاګه کړې دي.

د مشال خان د مرګ دسیسه ځکه جوړه شوه چې پاکستاني استخباراتي شبکي غوښتل؛ چې د اکوړې مدرسې په ډول هاغه مدرسې چې د دوۍ پر سرګرمۍ کې پښتانه ماشومان د خشاکو په توګه کاروي او د جهاد بټۍ پرې ګرمه ساتي. د هغي د بدنامۍ د مخې ډبولو لپاره؛ د خلکو مخه یې پوهنتون ته کول غوښتل یعنې دا چې په کوم کارونه تاسې مدرسۀ بدناموئ، اصل کې دهغه کارونه په پوهنتون کې کېږي ـ

د مشال خان داسې په وحشتناک انداز کې ووژل؛ پښتنو ته دا ښودل چې خپل بچې د داسې وحشتناک مرګ نه د ژغورلو لپاره مدرسو ته ولېږي. ځکه مدرسې دهغه مدرسې د امن سمبول دی ـ

کیدای شي پورتنې لیک سره سره د ملګرو په ذهن کې دا سوال راپورته شي چې په پښتونخوا کې خو بلها پوهنتونونه وو ـ ولې د دې دسیسې لپاره د مردان عبدالولي خان پوهنتون انتخاب اوشو؟

نو دې دسیسې لپاره د عبدالولي خان پوهنتون ځکه انتخاب اوشو چې دا پوهنتون د هاغه شخصیت په نوم وو ـ چې یو سیکولر سیاستدان وو او په سیاست کې تل د مذهبي ملاوټ مخالف وو ـ بل په دې پوهنتون کې د شجاع الملک او عطاءالرحمان د چڼو واک هم وو ـ

کیدای اوس د ځینو کسانو کې په ذهن کې دا سوال وي ـ چې ولې اخیر د مشال خان ته دسیسه جوړه شوه، بل محصل ته ولې نشوه جوړېدی؟

مشال خان ته دا دسیسه ځکه جوړه شوه هغه وړومبی د ولي خان پېروکار وو، د نظریې او پوهې کچه یې هم په دې پوهنتون کې د خپل تنظیم د ملګرو نه لوړه وه ـ مشال خان دوۍ ځکه په نښه کول غوښتل چې هغه په دې پوهنتون کې د ولي خان د نظریې، لارې او د پوهې سیاسي جانشېن وه او هغه هم لکه د خپل لارښود ولي خان پشان د ډېره حده د مذهبي ملاوټونو مخالف وه ـ بلخوا د پوهنتون د انتظامیې لپاره هم سر دردی وو، چې هغوي ګپلې یې پر ډاګه کولې ـ د پوهنتون انتظامیه او پاکستاني استخباراتو چې څومره نږدېوالی لرو او دواړو چې کومه یوه شرېکه ستونزه لرله نو هغه د پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاز شیراز پراچه ددې خبرې نه پر ډاګه کېږي چې پوهنتون ته به د پاکستان استخباراتو والا هم ډېر تلل راتلل. خو! هغوي موږ ته د مشال خان پېښې رامینځ ته کیدو په اړه هیڅ خبرتیا نه وه راکړې چې موږ باید د پېښې مخینوی کړی وی.

د مشال خان د تنظیم هاغه ملګرې چې د دۀ د پوهې د لوړتیا او نظریي د سپېڅلتیا نه سوزېدل ـ ځکه چې مشال خان خو سیاست ډګر پر دې تود کړی وو، چې د ظالم پر ضد د مظلوم، د شاونېزم پر ضد د قامولۍ، د خان او ملا پر ځای د غرېب او کسان پر کار راولي ـ هغه د ټېکو او د چوکو طلبګار نه وو ـ نو ځکه مشال خان د وژنې لپاره ملټري خپل ملا راپاڅولو او ملا ورپسې خپل چڼې راپاڅول، دهغه چڼو د مشال خان هاغه لالچي ملګرې راپاڅول؛ ټولو لاسونو یو کړل او هر یو د خپلې مخ خنډ لرې کړو ـ ـ ـ ـ ـ

اوس د مشال خان د وژنې کال پورا شو او کال پس د دهغي دسیسې کرېکټرې د مُلا, ملټري الاینس یاد ترهګري تر شا ورديپر ډاګه شوهڅنګه چې دوۍ د خپل شرېک درد سر مشال خان د وژلو لپاره لاسونه یو کړي وو ـ کال  اوس دوۍ خپل دوېم سر منظور پښتون د پښتون ژغورنې غوزځنګ پر ضد دوۍ لاسونه یو کړي دي او پښتون ژغورنې پر ضد یې د پاکستان تحفظ موومنټ په نامه تنظیم جوړ کړی دی او ملا او ملټري الاینس یا ترهګري تر شا وردي په څرګند ډول په مردان کې جلسې کوي ـ

د دروېش دراني صېب په دې اړه یو ډېر ښه شعر دی :دا دوه لاسونه نه دي چې دوستانو سره ورکړل
دروېشه! د لستوڼو دوه ماران سره یو ځای شول

18.05.2018

-
بېرته شاته