(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عليخېل درېاب

[23.Mar.2023 - 07:43]

د پروفيسر ډاکټر علي خيل درياب ژوند او فن 

لیک: اقبال حسین افکار

ډاکټر علي خيل درياب چې خپل نوم يي بادشاه روم دے د ملاکنډ ايجنسۍ د سوات راڼيزي تحصيل  امان دره کلي کښې د عبدالرحيم خان کره د عيسوي کال 1970 د مارچ په 21 نيټه زيږيدلے دے.عجب اتفاق دے 21 مارچ د شمسي کال ړومبۍ نيټه ده - هم په دغه ورځ په هغه ملکونو کښې چې د ژوند شمار يي په شمسي کال کيږي په 21,مارچ د نوروز جشن نماځي يو بل له ومبارکۍ ورکوي او خواږه ويشي.په دې حواله چې ګورو نو د پښتو ادب دپاره د ډاکټر علي خيل درياب شتون د جشن نوروز نه کوز  نه دے.

ما  په  رنګونو  کښې نظر  وينځلے

ماته په هر څه کښې ښکلا ښکاري

دا   چې   خبرې د   نسياؤ     کوي

دغه  سړے    ماته   ملا    ښکاري

دريابه   دومره   لرے   وتې   يمه

نومے   ثواب  راته   ګنا    ښکاري (علي خيل درياب)

ډاکټر علي خيل درياب د يو متحرک شاعر ملګري په حيث د عيسوي کال 1980 د لسيزې نه پيژنم د هميشه پښتو ادبي ټولنې له خوا د اووني ادبي ناستو سره وخت په وخت سترې ادبي دستورې راجوړول د هغې رودادونه ليکل د هغه وخت په اووه ورځنې هيواد پيښور او ورځ پاڼه وحدت پيښور کښې چاپول د ډاکټر علي خيل درياب د خپلې مورنۍ ژبې سره ليونۍ مينې ښکاره ثبوت دے .دغهورځوکښې به د ښاغلي درياب نظم او نثر د پښتو په ورځپاڼو مجلو کښې چاپيدل.هم دغه زمونږ يو بل د پيژندنې ښکاره وسيلې وې چې.زمونږ په دې هلو ځلو د پښتو او پښتنو مازيګري  رنګين ,لونګين او ګل ورين وو- د ښاغلي علي درياب سره يو بل ملګرے ښاغلے فضل رحمان شاهد هم وه چې د هميشه پښتو ادبي ټولنې چټک غړے وه.

د ګلونو  ګونې  زيړې   تښتيدلي

پسرلے چې د ګلونو په تا پنډ دے

محبت د  فاصلو نه  بې  نياز دے

څومره مانه چې شو لرے دومره لنډ دے

ستا د ګل يادونو مړي پکښې ښخ دي

زما ذهن چې شل شوے دے زرګونډ دے

يقيناا علي خيل درياب په ملاکنډ وو او زه د مارګلې په لمن  پروت وم - خو مونږ دواړه د پښتو مينې يو بل ته دومره نيزدې کړې وو لکه يو روح دوه کالبوته.د رنګ او نور دا سفر د هغه وخته تر دې دمه روان دے ښاغلي علي خيل درياب د هميشه ګلونو په نوم د خپلې علاقې او ټولنې د شاعرانو ملګرو تزکره د طباعت په کالو ښايسته کړه او  پښتو ادب ته سوغات کړې ده. " د رنګونو په لار د خوشبوګانو سفرد د ښاغلي علي خيل درياب په واده ويلي شوې دمختلفو شاعرانو ويلې سهريزه شاعري ده چې هغه په کتابي شکل چاپ کړې ده او پښتو ادب يي پرې نازولے دے.

په تا خواره دي د جمال پسرلے

ځکه خو تانه کوي سوال پسرلے

دا څه چې شته دے نو په تا دې ياره

ګني په خپله دے  کنګال  پسرلے

رښتيا خبره چې پښتو ادب له زمونږ شاعرانو اديبانو د زړه وينې ورکړي دي د قام د فکري رهنمايي سره په عملي توګه يي ادبي تنظيمونه جوړ کړي ديوخت په وخت دستورې کوي قام کښې ژوند پيدا کوي او ژوند له حرکت ورکوي هم د دوي دې حرکت په برکت پښتو ژبه ادب ددې منطقې د ګاونډي قامونو د ژبو ادب سره څنګ وهي,زه په يقين سره وايم که نن د ژوند په لار پښتوادب د دغې قومونو د ژبو د ادبياتو نه يو قدم مخکښې نه دے نو شاته هم نه دي.د دې درناوې ارومرو د ډاکټر علي خيل درياب په څير د علم و دانش فکرو فن خاوندانو ته ځي.

  د محبت  مرام  ته  تللې  لارې

څومره اوږدې دي سر خوړلے لارې

مونږه په وينو کښې مزل کړې دے

مونږ په زخمونو کښې وهلې لارې

 دا بيله خبره ده چې پښتانه له د علم پوهې په هغه مقام نه دي ولاړ چې خپل دغه رنګ شخصيتونه وپيژني د هغوي د کار و زيار ستاينه د هغوي په ژوند وکړي - دغه شخصيتونه ونازولے شي.خو بيا هم د ډاکټر خيل درياب په څير خلق د نوم نمود په يو خوا دي د پښتو ادب جولۍ د علمي ,تحقيقي ,تخليقي کتابونو ډکه وي. " خوشحال خان خټک او انبياء " د ډاکټر علي خيل يو بل تحقيقي زيار دے چې د طباعت په کالو ښايسته شوې دے  ددې سره د ډاکټر صيب د ايم.فل تحقيقي مقاله " د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کښې تلميحات او اشارات " او د پي ايچ ډي تحقيقي مقاله " خوشحال خان خټک او شخصيات " دپښتو ژبې د تحقيقي ادب په زړه پورې سرمايه ده ددې سره د ډاکټر صيب ړومبې شعري مجموعه " د غزل بڼ " او دويمه شعري مجموعه " بهير د جمال " ده چې تړون يي د پروفيسر اباسين يوسفزي په نوم کړې دے.په دې مجموعه کښې ټول غزلونه دي .

د شيخانو مازغه چرته دې ته رسي

محبت کښې خو ده ګټه په تاوان کښې

په رڼا ورځ که لوټ کيږو نو حيرت دے

چې رهبر زمونږ رهزن دے په کاروان کښې

يقيننا چې د ډاکټر علي خيل درياب په شاعرۍ کښې د جمال رنګونه ډير شوخ دي خو ولے  د هغه فکري او روحاني نظر نه خو دومره کمزورې او پيکه دے.چې  مونږ دې ورته ګوته ونيسو.ديورسا ,پارسا فکر څښتن اوستاکار شاعر اديب په حيث هغه خپلې ذمه وارئ پيژني اوپه ښه جوړله يي پوره کوي هم - داد هغه کمال دےچې هره خبره  په هنري پيکر کښې په جمالياتي انداز  داسې کوي چې د غزل په نازک وجود بوج کيږي نه- دخپل لوستونکي د جمالياتي حس دتسکين سره فکري رهنمايي هم کوي.زه د ښاغلي خيام يوسفزي  منندويه يم چې هغه د ډاکټر علي خيل درياب هغه شاعري د "بهير د جمال" ښايست کړه -کومه چې دهغه په خيال چاپ کول مناسب نه وو- زما په اند دا د ښاغلي خيام يوسفزي په پښتو ادب لوې احسان دے چې دفطري جمال دغه شوخ رنګونه او د سپيځلو جزبو دغه سپيځلتوب يي په دې وينې وينې, ساندې ساندې ماحول کښې په پښتون لوستونکي ورپيرزو کړه.

ستا د مزاج په کږليچونو باندې پوهه نه شوم

په  دې مبهمو  موسمونو  باندې پوهه نه شوم

هم راله اوښکې  وچوي  هم ژړوي  مې په زور

د وخت په دغه منطقونو  باندې پوهه نه شوم

لار  ترينه  ورکه  ده   که  نه  دا  قافله   ورکوي

د خپل لارښود په کرتوتونو باندې پوهه نه شوم

د ډاکټر علي خيل درياب د شعر په بابله د پښتو اکيډمۍ پخوانې ډاريکټر ارواښاد ډاکټر پرو فيسر محمد نواز طاير وايي " زه چې د درياب په کلام راتيردم نو ماته په دې کښې دغه هر څه په لاس راتلل - ما پکښې د حسن او ښکلا رنګينۍ , د عشق او رومان خوندونه د ژوند او جانان رازونه اندازونه او داسې نور ډير موضوعات ليدل هغه واقعي چې درياب دے. لکه چې د خپلو کهسارونو د سردرو نه راپه منډه دے ـ دے هم د شعروسخن او فکر ونظر په لارو تيريږي او هم د علم و ادراک په ميدانونو په سفر دے "

مونږه غرڅني يو مونږ د غرونو عادت خلق يو

مونږه  د   جمال د   بهيرونو  عادت خلق    يو

مونږ  ساه  وځي د  تصنع  په  محفلونو  کښې

مونږه  د  چينو  د  چينارونو  عادت  خلق   يو

يقيننا چې ډاکټر علي خيل درياب په شخصيت کښې تصنع نيشته نن سبا هغه د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څنګې مشر دے. خو خپله ساده پښتون فطرت يي دغې مصنب نه دې بدل کړې انتهايي انکساري يي خاصه ده.هم دغه وجه ده چې په ادبي سيمينارونو , مشاعرو کښې کم په نظر راځي.د هغه په شخصيت کښې جمالياتي جلال دے.زړه راښکون لري خو برند کتل ورته د بنده نظر کيري ,بيري کوي.شايد ځکه چې د هغه شخصيت جمالياتي جلال امتزاج دے.

لا حاصله دے خو بيا هم پسې زغلو

حسن څومره دلفريبه زړه چاودون دے

شيخه ته يي په ناتکو شپو کښې ګوره

زما  ژوند  خو  له  ازله  اعتکاف  دے

پروفيسر ډاکټر پرويز مجهور د ډاکټر علي خيل  په بابله وايي " د جمال ذوق چې کله خالص فطري او روحاني شي نو هغه يو مابعدالطبيعياتي تصوفي رنګ واخلي لکه څنګه چې رابندرنات ټيګور وايي  د صوفي په نزد د حسن مابعدالطبيعياتي حقيقت د راښکاره کولو آله ده.ددغه حقيقت د ښکاره کولو په لړ کښې د درياب فن او د جمال حس مونږ ته ددغې سفر غمازي راکوي.

آخير دې غيږ کښې درياب ونيو

د   ښايستونو    سمندره    ياره

زما ذات زما دا ستا په مينځ کښې اړ دے

د حجاب نه پس په مخه بل حجاب دے

د ډاکټر علي خيل درياب بله ادبي هڅه پښتو نثري ادب کښې " افسانچه " ده چې مونږ ورته د لنډو نه لنډه قيصه يا افسانه ګۍ هم ويلے شو.يقينا چې زمونږ ځنې ملګرو په دې طبع ازمايي کړې ده چې ښکاره نوم ورکښې ښاغلي د عنايت الله ضياء دے.ښاغلي فاروق سرور هم لکه د علي خيل درياب د انګريزي ادب نه باخبره دے - نو څه نه څه هغه هم ليکي دي خو په دې صنف کښې هم ځانګړ توب ښاغلي درياب ته ورته دے ـ ولے د هغه د افسانچو ړومبې کتاب د ګل پاڼه په نوم چاپ دے - د ادب لوستونکو ته دې معلومه وي کوم وخت چې دا کتاب چاپيدو نو هغه وخت د سندر غاړې ګل  پاڼې نوم نشان نه وو.دا خبره مې ځکه وکړه ولے  ډاکټر صيب چې د پښتنو د ګل پاڼې سره دا مينه  وليده نو په دې ويلو مجبور شو " کاش چې ددې کتاب نوم ما ګل پاڼه نه وې ايښې.لکه څنګ چې مخکښې مې ويلي متاسفانه پښتانه له دعلم پوهې له خوا ډير لري دي.کنې د ډاکټر علي خيل درياب ګل پاڼه به يي پيژندله

د ډاکټر صيب د افسانچې " غنې او غندلې " زما په وړاندې د- او ډير زر په ستاسو په وړاندې هم وي- او لکه زما به يي ستايي.داهره افسانچه مضبوط پلاټ قيصۍ ماحول کردارونه سسپنس عروج انجام لري

د لوستو روستو بنده په سوچ کولو مجبوره کړي جوخت داسې لکه بنده چې په آيينه کښې خپل مخ ويني او بيا د خپلې څهرې دسنګهار دپاره سوچ کوي-

هم دغه سوچ ژوند دے -په خپله ټولنه کښې دښکلا رنګونه نوستل په ژوند کښې ژوند پيداکول ديو رسا , پارسا شاعر,اديب د فن کمال وي- زما خيال ډاکټر علي خيل درياب په دې افسانچو ليکو په ښه جوړله پوره کوي-په دې کتاب اتۀ نوي(98) افسانچې مالوستي دي يقيننا 

چې په يو يو ځانله بنده کتاب ليکې شي خو دا د ډاکټرصيب کمال دے.چې سمندر يي په کوزه کښې راټول کړې دے.خو د فن نازک وجود ترې زخمي شوې هم نه دے - غني خان وايي چې د يو ملا او شاعر اديب کښې دا فرق وي د ملا خبرې په سړي بوج شي خو شاعر اديب هم هغه خبرې په جمالياتي انداز بيان کړي نو په يو وخت هغه د خپل لوستونکي د جمالياتي حس تسکين هم کوي اواصلاح هم.په دې

افسانچو کښې ډاکټرصيب د ټولنې تضاد دوه رنګۍ دځان خوښي, اناپرستي دروغ راښايي د کومې وجهې چې زمونږ  ټولنه د ګڼ شمير ستونزو سره مخ ده.که چرې مونږ د خپلو دغو مرضونو علاج وکړو نو زمونږ ټولنه به د ښکلا پيکر شي.زمونږ چاپيرچل به په مينه اډاڼه شي کومچېدډاکټرعلي خيل درياب او د هغه په څير د نورو شاعرانو ,اديبانو مرام او مقصد دے -ارسطوچې فن يا تخليق ته د انساني جزباتو تزکيه نفس ويلو نو ادب ورکښې هم شامل وه.فيض احمدفيض ادب د کلچر د ټولو نه زيات همه ګير او موثر جز ګڼي- اوواييچې ادب د خپل کلچر ,مصوراومفسر وي - ترجمان اوناقد همحقه داده چې ادب د ژوند او تهزيب عکاس او ترجمان وي(دسليم راز سريزې) د پورته دوه حوالو په تناظر کښې چې د ډاکټر علي خيل درياب دې زيارته چې ګورونو په ډانګ پيلي ويلے شو چې هغه په حيث د يواستاکار او د رسا ذهن څښتن اديب خپله ذمه واري په ښه شان له پوره کړې ده.د خپلې  ټولنې د فکري او تهزيبي رهنمايي کښې بريالې شوې دے ـ زړه غواړي چې ځنې افسانچې دلته راوړم خوبيابه يي خوندپيکه شي ښه به داوي چې "غنې او غندلې " تاسوپه کتاب کښې ولولئ خوند ترې هم واخلئ اورنګ هم په دې افسانچوکښې ځنې دمزاح په پيرايه کښې طنز دے چې زماپه څيرسنجيده سړےيي په خندامجبورکړې دے خو د فکر ,سوچ بلنه يي هم راکړې ده دځنو افسانچو سره ماته دپښتو متلونه هم رامخې ته شو لکه د "تقاضې " سره " چيندخ په لوټه وخوت کشمير يي وليد " بل ځاې " دغل په ګيره کښې خس

دا ستاني ادب د انساني ژوند سره ښه څنک په څنګ روان دے. هم په دې قيصۍ داستانونه کښې د قومونو د اولسونو د جزباتو ,احساساتو,ټولنيز  ژوند ترجمان او نقاد هم وي.د داستان په ناول په ډرامه, افسانه په خپل خپل ځاې پښتو ادب کښې پرمخ روان دي.ولے افسانچه چې په انګريزي او اردو ادب کښې په کاميابۍ روانه ده خداې دې وکړي چې په پښتو ادب د نوي کهول د ډاکټر علي خيل درياب دې هڅې ته پام شي - که داسې وشي نو مونږته  به لکه د هايکو په  څير دافسانچې نوي او ښه ليکوال په لاس راشي او دغه ليکوالو ته به په پښتو ادب کښې د قدر وړ مقام په لاس ورشي او د پښتو ادب اوږې به ددې بې توکه شاعرانو له بوجه سپکې شي چې درناوې زمونږ ورور ,دوست او ملګري بادشاه روم چې دنيا يي د ډاکټر علي خيل درياب پيژني او خوښوي يي -

دا د پرهر د پاسه څوک يي بل پرهر جوړه وي

د خپل وطن په پرهرونو باندې پوهه نه شوم

سخکال دي واورې , زلزلې او سيلابونه راټول

آسمانه ستا په ګردشونو باندې پوهه نه شوم

دريابه   څوک   محبتونه    قتلوي      زمونږه

په دغه  پټو سازشونو  باندې پوهه  نه شوم

په درناوي: اقبال حسين افکار 

Alikhel Daryab, by Iqbal Hussain Afkar

23.03.2023

-
بېرته شاته