(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نزاکت پوهیدنه

[07.May.2023 - 12:39]

لیک : سید عبید الله نادر/ نزاکت پوهیدنه د مرکې پر مهال                      

هر که ناموخت از ګذشتِ روزګار

نیز نامــــوزد ، ز هیچ آمـــوزګار

رودکی

طالبانو ته د وینا پر مهال یا د مرکې پر مهال د نزاکت پوهیدنې یو درس:

په دې پوه شئ ، چې خلک تاسي په میډیا کې ویني ،او ستاسو تبصرې اوري ،او دا هماغسي د تل له پاره په رسنیو کې پاتي کیږي ،که زمونږ وي او که ستاسو وي ،او پر مونږ او تاسو به قضاوتونه کیږي .ستاسومرکي ټول اوري ،او دا به په میډیا کې تر ډیر لیري زمانو پوري پاټي شي ،که دا ستاسو وي او که زمونږ وي،حرکات او سکنات مو ټول اهلِ خبره په خپلو سترګو ویني ،ستاسو نا عاقبت اندیشه خبری او د ادب او د وینا د نزاکت نه لیري اکتونه او خبري ،او هغه اکټونه چې ستاسي د استخباراتي بادارانو آستازیتوب کوي ،دا هم خلک په میډیا کې ویني ،اوس خو هغه وختونه نه دي چې سړي به ګوندی یوه خبره وکړه، او هغه به بادِ هوا لاړه ،او وروسته به سړی د هغي د وئیلو نه هم منکر شو، او قسمونه به یې خوړل چې ما نه دې وئیلي .اوس خو زمونږ ټول کړه وړه د مرکې پر محال ، په میډیا کې ثبتیږي ، کومی سهوۍ او خطاګانې چې د مرکې پر مهال کوﺉ ، دا ټول ثبت شوی پاتي کیږي ، ستاسی ټول حرکات سکنات او خبری د ادب او نزاکت نه لیري، او نژدې اکټونه ټول په فیسبوکونو اوټلویزیونوکې راځي ، او ثبت پاټی کیږي ، باید چې د فارسی د دې لنډې وجیزی په استناد چې وایی : ( مرد تا سخن نګفته باشد ، عیب و هنرش نهفته باشد)تاسی باید په خپلو ویناوو هم پام وکړﺉ،تاسي باید داسي خبری وکړئ چې ستاسي فهم او اندرونی جوهر ښکاره کړي، زمونږ ټول د تکبر نه ډکې خبری او یا د عاجزۍ او انکسارۍ حالات ټول ثبتیږي ،او دا بار بار په فیسبوکونو میډیا ګانو او ټلویزیونوکې ښودل کیږي او راځي،یعنی زمونږ خبری بادِ هوا نه ځي، ثبتیږي ،زمونږ لیدنې او کتنې چې د چا چا سره ګورو ، او څرنګه غږیږو دا هم ټول ثبتیږي ،چې په فرض مثال د کوم هیواد صدراعظم یا بهرنیو چارو وزیر سره ګورئ ، او څه وایاست او څه رقم اکټونه کوئ ،دا به لیدل کیږي او پردې به قضاوتونه کیږي ،او دا باید په ډیر انکسارۍ کې وي ، او متکبرانه نه وي ، د بایزید بسطامی وینا ده چې وايي: ( هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید) چې یعنی د متکبره څخه هیڅکله د پوهنې او معرفت بوی نه راځي، تر اوسه چې مونږ کومه تجربه لرو ، او ګورو دا متل خو بیخی سل پر سله تاسی په خپل ځان ثابت کړﺉ چې وایی : (ترکاڼي د بیزو کار نه دی ) سیاست ستاسو کار نه وو ، خو جبرأ دي کار ته راوستل شوﺉ ، طالبانو دا مسایل نه دې مراعات کړی ، په دي اړه یې نه د لیري راتلونکی او نه د نژدې راتلونکی په اړه سوچ کړی ، څومره چې د طالبانو وسع کیږي، په هماغومره په خپل خبرو کې بی باکه دي ، لکه په خپل سیاست او ادارې کې چې بیباکه روان دي ،تر اوسه چې وینو طالبانو د هیڅ چا هم نه ده منلي او نه یې منی ،او دا انتها دي بیباکي او نادانۍ ده ،او دا هغه کوږ بار دی چې تر ابده تر منزله نه رسی ،

ترسم نه رسی، به کعبه ای اعرابی

کین ره که تو میروی ، په ترکستان است

په آخره کې د حضرت حافظ د معنی نه ډک او د موضوع سره په ټړاو بسنه کوم چې وايي:

حافظ وظیفه ای تو دعا ګفتن است و بس

در قید آن مباش ، که نشنید ، یا شنید

-
بېرته شاته