(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولې افغانان/پښتانه

[05.Apr.2024 - 18:17]

ولې افغانان او پښتانهء د تیرو څلویښت کلونو د وژل کیدلو، کورونو ورانیدلو، بیځایه کیدلو ا.د.ن. تاوان نه غواړي؟؟

لیک: ډاکتر حمیدالله زړور ساپی


دا خو ټولې نړۍ ته جوته ده چې داتیرو دوه شلنو یا ۴۰ کلونو کښې لمړی د سور ښامار ، پخواني تش په نامه شوروي اتحاد په مستقیم یرغل ، د برحاله خلقی دیموکراتیک رژیم په سر کې حفیظ اله امین او ډیر شمیر ځوان افغان افسران او ملکیان ووژل شول ،پر کلیو ، باڼډو ، ښارونو د سکاټ او لونا تر بمونو واورول شول او په لس کلونو کې ۲میلیونه انسانان قتل ،مهاجر او معلول او وطن وران شو.

مګر بیرته د افغانستان دشمنه ډلګکیو په مداخله د پنجشیر د چیلی ! او ملا ربانینګ له خوا جنګي غرامات شورویانو ته وبښل شول؟؟ . د کوم ولس په اجازه ؟ ولې ؟د یو څو ورځو قدرت او په کونه پورې د چوکي نښلولو او بیا هم د ۶۰۰۰۰ زیات و کم کابلیانو پر قتل عام په بدل کښې ؟؟ . بیا طالب په اوله دوره کې او غربزده تکنوکراتانو کرزيخان! او دوهم متفکر غني ولد شاجانخان !! ولې د غراماتو غوښتنه خو ونه کړله ؛ لا دوباره ېې داځلي د یوې سپږې (اوثامه ..) په بهانه پر هیواد د القارعه ، ما القارعه مبارک سورت د یهودانو پر ترجماني او د تش په نامه م.م.م. په جعلي پریکړه لیک ، هغه څه چې نیم و نیمکله وطن او ولس کې روغ پاتې و ؛ د ډول ډول بمونو، راکټونو ، ډرونونو آن د ټرمپ د مور د بم  تر ذراتو لاندې ، د هیواد ځمکې شاړې او له کښته ووېستلې؛ ماشومان معیوب زیږیژي یا مړه پیدا کیژي!، ځوانان د بیکوریو، بیکاریو او جنګ له کبله پر خونخوارو ذلیلوونکو لیارو څوک د پنجابي ملیشو د تهاڼو ، څوک د سپاه آخوندان په قفسونو کې لکه شادیانو بند؛ څوک په زیتین بورنو او طوراني پلاستیکي قایقونو کې ډوب یا د کبانو خوراک ؛ څوک د یونان،بلغار، هنګریانو، سربیانو اود سپیانو سره د اغزن تارونو په چنګ واوښتل او دا لړۍ ادامه لري!!؟؟..افغانستان په فساد کې او د مخدره موادو په تولید،استعمال کې اولنمبر شو ؛ خو د ولس ۹۶سلنه د فقر د کرښې لاندې زوند ته ټیل وهل شول اواو..داسېنوور.

امریکونیانو ادعا وکړه ،او لا هم شخوند وهي ګواکې ۳ ټریلیونه ډالرې مالرې ېې خرچه کړي ؛ مګر دا چې پورتني جنایتونه ېې تر آخرنۍ وتلو ورځ پورې وکړل او لا هم د قطري شویو ط.ط. سره ېې د پټو دروازو شاته ، د کینسري(پوک ایسټین +- ازراییل!!) او فارشیعستان او کولابستان د بل بشري ناورین لپاره څه دامونه ایښي ، والله اعلم ؛

 لاکن د  هیواد ویښ او هوښیار لس میلیوني کتلوي ځوانان ، پیغلې او مسولیین باید د تاوانونو غوښتنه جدي وکړي .

دا د تش په نامه فایق مایک په مړې خولې او یا د اسپنتا په فانټا نکیژي !

دو ته د ارواښاد خوله ور امین،؛ یون صاحب، لیوال صیب؛ ځلاند استاذ، او د منظور غوندې سپیڅلي ځوان تر قیادت لاندې پي ټي اېم+ پي اس ډي پي+ افغان ملي تحریک ، +ودان افغانستان ا.د.ن. تر زعامت لاندې داد خواهي  پکار ده او دوامداره پکار ده.

دا چې په کوم میخانیکیت باید افغان ولس خپل حقه حقوق تر لاسه کړي ، هیله مند یم متخصص مشران لاس پکار شي تر څو مونږ ېې هم ترینه زده کړو. و من الله التوفیق.

 

ډ. ساپی زړور

د لړم یا عقرب ۰۳/۱۴۰۱ش.ه.= د ربیع الاول ۱۴۴۴ق.ه. ۲۹== د اکتوبر ۲۵ /۲۰۲۲م

-
بېرته شاته