(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تالېبانو ټېنګ درېځ

[19.Apr.2024 - 16:25]

سید عبید الله نادر

 

د طالبانو ټینګ دریځ د انجونو د ښوونځیو د نه پرانیستpastedGraphic.pngلو په هکله !

 

د ټولي نړۍ او د ټولې دنیا د شدید ټینګار باوجود او هم د افغانانو د ټینګار با وجود د انجونو د

مکتبونو  دروازې تر ننه پوري د انجونو پر مخ بند دي ،او د پرانیستلو په هکله یې د روښانفکرانواو د وطن د غمخوارانو له خوا کوشیشونه روان او جاری دي،زمونږ د انجونو پر مخ ، د مکتبونو د بندیدو په هکله ټوله نړۍ کې مبارزه شوه ، او ټولو دا وغندله ،خو طالبان څرنګه چې د خپلو بادارانو دستور اخلي د هغوي مني خو دبل چا نه منی ، په هر کنج او ګوټ د دنیا کې ، چې په هر سر د دنیا کې ول ،فشارونه پر طالبانو راوستل شول ،د هغي فشارونو با وجود طالبانو د هیڅ چا و نه منله، چې دا د دوی عدم استقلالیت لا پسي زیان ثابت کړ ،د انجونو د تعلیم د بندیدو په هکله هیڅ داسي یو روښانه دلیل دوی مخکي نه کړ ، او یا روښانه دلیل یې رانه وړ،چې پوره د قناعت وړ وي ،او دا یې هم ثابته کړه چې (ترکانی د بیزو کار نه دي )، سیاست هم  د دوی کار نه وو،خو دوی اوس د پردیو د استخباراتو له خوا راوستل شوي،په هره بڼه،  خو زمونږ دردمن خلک د نوی کال په راتلو سره ډیر سترګي په لاره ول ، چې د انجونو مکتبونه به خلاصیږي ،او دا ډیره تمه وه ،خو هسی و نه شول د بله طرفه اختر هم مصادف د نوی کال سره راغی ،او تمه کیده چې د نوی کال په ویاړ او یا قدم سره طالبان دا کار وکړي،خو داسي و نه شول، د اختر په احترام چې په همدې نوی کال کې راغلی هیله وه چې د انجونو مکتبونه پرانیستل شي ، چې له بده مرغه دا کار هم ونه شو ،او زمونږ وطنوال چې په هر ګوټ د دنیا کې ول ،نا هیلي پاتي شول ،بیا هم هیله مند یو چې طالبان په خپل دي دریځ کې له سره غور وکړي ،او د انجونو مکتبونونه پرانیزي ، او په خپل راتلونکي فکر وکړي ،

 

 

 

 

 

-
بېرته شاته