(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افضل خان لالا د فاتحې

[01.Jan.2016 - 17:23]

جرمني: د ارواښاد محمد افضل خان لالا د فاتحې مراسم تر سره شول

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند روان کال دروان 2015 ع کال دنوامبر په 15 مه نېټه د المان دهورت په ښارکې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود، د پښتنو روحاني، سیاسي او ولسي مشر ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د فاتحې مراسم تر سره کړل، چې د المان د لیرې او نیزدې ښارونو سره بیره، دګڼ شمیرټولنو او ګوندونو استازو، په اروپایي هیوادونو کې میشتو پښتنو/افغانانواو په بن کې د افغانستان جنرال کونسل محمد ظریف اسیر هم پکې ګډون کړی ؤ.
د فاتحې مراسم د ښاغلي سید هاشم پاچا صیب له خوا د قران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.
نصیرستوري د ارواښادمحمدافضل خان لالا په ژوند لیک رڼا واچوله.
ښاغلیو عزیز سرشار، محمد شیرین ګردیوال، الحاج محمداقبال لالا او حاجي فضل الرحمن شیر د ارواښاد خان لالا په سیاسي، ټولنیز او ولسي ژوند او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره په اړیکو لنډې، لنډې خبرې وکړې او د ارواښاد خان لالا د نظرئې د خورولو د پښتنو د سیاسي شعور او احساس په را بیدارلو ئې هراړخیزې څرګندونې وکړې.

ورپسې ښاغلي سید هاشم پاچا صیب د اسلام د سپیڅلې دین په رڼا کې د خان لالا په سیاسې او ټولنیز ژوند رڼا واچوله او داروښاد خان لالا سپیڅلې اروا ته د دعا په کولو سره د فاتحې مراسم پاې ته ورسیدل

محمد افضل خان (خان لالا) دباچاخان د پښتنو دملي ازادۍ بخښونکی غورځنګ پیرو(لاروی)، د پښتون/ افغان قامي وحدت د سیاسي مفکورې او نظرئې ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر، لیکوال، اديب او په خپله خبره، ژمنه ( وعده)، ملګرتیا ،انډیوالۍ او دوستۍ ولاړمشرؤ، چې په 1926 ع کال د ‌ډسمبر په میاشت کې د سوات په درشخیله کې زیږیدلی وو
. د ښوونځي او طالبعلمۍ د زمانی راایسی په سیاست کې فعال ؤ. د سوات بار کونسل بنسټ ایښودونکې صدر (مشر)، دعوامي نیشنل ګوندد پښتونخوا سوبې صدر(مشر) پاتې شوی او دای این پي دمرکزی جرګی غړی ؤ.
خان لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دریځ لرلو،چې: « تر څوپوری پښتون خپل قامي وحدت نه وی حاصل کړی، ترهغې پورې د پښتون قام ستونزې (مشکلات) او محرومی نه شی ختمیدي ، د یو قام دغړی په حیث دوۍ احترام نه شي ګټلی،اود سوکالۍ اوعزت ژوند نه شی موندلی».
د پښتون قام دا ګډه هستي د 2015 ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه (1394 لمریز کال د لړم په لسمه نېټه ) ديوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د 89 کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.

انالله و اناالیه راجعون

دفاتحې دمراسمو دلیدلو او اوریدلو لپاره دلته ټک ورکړئ

https://www.youtube.com/watch?v=C6RuZWpN450

-
بېرته شاته