(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پیرنګیانو خلاف دباچاخان او د

[19.Jan.2016 - 22:30]

د پیرنګیانو خلاف دباچاخان او د خدائي خدمتګارو نفسیاتي/روحي (سیکالوجیکل) مبارزه

لیک: قانونپوه علي خان محسود ـ اوپرتال / جرمني

داچې باچاخان د مکار دښمن سره مخامخ ؤ،نو هم دغه وجه وه، چې د خپل لښکر ملګري ئې په سیاسي او نفسیاتي توګه ښه روزلی ؤ.

دباچاخان بابا دعدم تشدد خدائې خدمتګارو د غورځنګ لارویان او ملګري ټول غریبانان او کسب ګر پښتانه ؤ، د ګوتو په شمار یو څو ملي خانان او دیني عالمان هم د بابا سره ملګري ؤ.

باچا خان به خپلو خدائې خدمتګارو ملګرو ته د هندوستان سره او په ځانګړي توګه د پښتنو اوافغانستان سره د پیرنګیانو ظلمونه،شوکې او ناکړدې وار په وار تشریح کولې. درې درې ورځې او شپې یوپر بله پسې ناستې او غونډې کیدلې، هند ته دپیرنګیانو راتګ په موضوع به رڼا اچول کیده او د سیمې، علاقې او نړۍ په هره موضوع به ژور ژور بحثونه کیدل، د هرې ربړې او موضوع به بیلابیل (مختلف) اړخونه څیړل کیدل، د قسماقسم پایلو(نتیجو) اوشونتیاو ( امکاناتو) اټکل به پکې وړاندې کیده، چې په دې توګه به نالوستي (بې سواده/ انپړ) خدائې خدمتګار دنړۍ (جهان) او منطیقې د حالاتو نه هم خبر او پوه وه.

هم ددې روزنې برکت ؤ، چې خدائې خدمتګار نه خرڅ شول او نه وډاریدل، ځکه چې دوۍ سم شعوري روزل شوې ؤ.

داچې پیرنګیان درې ځلې په افغانستان کې شرمیدلي ؤ، نو دوۍ په هند کې افغان او پښتون د وحشي، لیوني او سرتمبه په نوم مشهور کړی ؤ، دا ځکه چې ددوۍ سره ډار ؤ، چې که چیرې پښتانه د هند د ازادۍ د غورځنګ سره یو ځای شي، بیا به د هند ساتنه ګرانه شي.

په دغه وخت کې به باچاخان بابا د هند دورې کولې ، او هندوستانیانو ته به ئې وئیل ، چې پټانان هم ستاسو په څیر خوله، دوه غوږونه او سترګې لري، بل مخلوق نه دی، داچې پیرنګیانو مونږ تاسو ته بد درپیژندلې (معرفي) یو، ددې شاته د پیرنګي سیاست دی، پیرنګیان نه غواړي، چې هند کې قومونه سره یو شي، پیرنګیان په شوکې او لوټ مار پسې راغلي دي، پیرنګی زمونږ او ستاسې ګډ دښمن دی. نه ستاسو دوست دی او نه زمونږ.

دغه رنګه خبرې پیرنګیانو چیرته زغملی شوې. دوۍ هندکې پروپاګنده کوله، چې تاسو هندوستانیان د وحشي پټانانو نه مونږ ساتلې یاستئ که مونږ نه ؤ، دوۍ به تاسو ژوندي وخوري.

د باچاخان د هلوځلو، منډو ترړو له امله ورو ورو د هند دخلکو دپټانانو نه ډار کم شو ،دوۍ لیدل، چې بابا هم پټان دی، دی خوسم دم پرامنه انسان دی.

مګر پیرنګي کله غوښتل،چې د هند په میشتو قومونو کې اتفاق او اتحاد پیدا شي.پیرنګی د متحده هندوستان مخالف ؤ. لومړنۍ تفرقه ئې د مذهب په نامه د هندو اود مسلمان په نوم واچاوله، چې دغه بې اتفاقۍ ته مسلیم لیګ ډېره لمن ووهله،دوۍ هیڅکله ددې په حق کې نه ؤ چې هندو او مسلمان دې یو موټی شي.

څه وخت چې باچاخان په هند کې په هندوانو، مسلمانانو او هم پارسیانوخلکو ګران شو، نو د مسلیم لیګیانو سره غم شو، چې باچاخان بابا راته د هندو او مسلمان اتفاق جوړوي.

دغه وخت کې جناح د پیرنګي او مسلیم لیګ نه خفه شوی ؤ او په لندن کې مرور ناست ؤ، پیرنګیانو جناح پسې لیاقت علي خان ولیږه، چې د خدای له پاره د باچاخان، ابوالکلام ازاد او ګاندهي جي مخه ونیسه او پیرنګیانو مسلیم لیګیانو ته سترګه وهلې وه، چې مونږ درسره ملګري یو.

جناح راضي شود مسلمان او هندو نفرت ئې له سره بیا راژوندی کړ، چې پایله (نتیجه) ئې د هند ویش (تقسیم) شو.

زه د بابا او ددوۍ د ملګرو یو څو بیلګې (مثالونه) راوړم، چې دوۍ په سیاسي او روحي / ساوال (نفسیاتي) توګه څومره پاخه روزلی شوي ؤ.

لومړی: د کوهاټ ربړه (تنازعه)

د پښتنو خپل قبیلوي ویش وي. کوهاټ کې یو ورکوټې غر ؤ، په دې باندې د بنګشو اوخټکو تنازعه او ربړه وه، دغه د1942 ع کال خبره ده. د کوهاټ ډیپټي کمیشنر د روغې جوړې له پاره ورغلی ؤ،د دواړو غاړو نه ئې تپوس کړی ؤ، چې په څه وران یاستئ؟. بنګشو ورته وئیلي ؤ، چې په دغه غره باندې . دغه غر زمونږ دی، خوخټکو چټي پرې دعوه کړې ده.

خټکو ورته وئیلې ؤ، چې نه صیب د پښتونولۍ په تقسیم کې دغه غر زمونږ دی.

پیرنګي ورته وئیلی ؤ،چې دغه کلی چې غره ته نزدې دی د چا دی؟.

د بنګشو ملکانو ورته وئیلې ؤ، چې صیب دا زمونږ دی. د خټکو له ملکانو نه ئې تپوس کړی ؤ، چې ستاسو کلی چیرته دی؟.

د خټکو کلی د غرنه لرې ؤ، نه ښکاریدو. ډیپټي کمیشنر خپل نوکر ته وئیلې ؤ، چې دوربین راکړه، بیا ئې په دوربین کې د خټکو کلی لیدلی ؤ، پریکړه ئې د بنګشو په حق کې کړیوه، بنسټ ئې دغه ؤ،چې د بنګشو کلی غره ته نژدې ؤ او د خټکو کلی په دوربین کې هم سم نه ښکاریدو، حقیقت کې غر د خټکو ؤ.

په دې وخت کې یو خدائي خدمتګار راپورته شوی و، ډیپټي کمیشنر ته ئې وئیلې ؤ،چې دوربین راکړه.

خدائې خدمتګار دوربین کله ځمکې ته، کله اسمان ته، کله ختیځ ته، کله لودیځ ته، کله سوئیل ته او کله شمال ته نیسي. پیرنګی غوصه شوی ؤ، چې لیونیه څه ګورې، د دوربین چل هم نه درځي؟.

خدائي خدمتګار ورته وئیلې ؤ، چې ډیپټي کمیشنر صیب تاسو خو د خټکو کلی په دوربین کې ولیده، ماته خو ستاسو کلی په دوربین کې هم نه ښکاري. پیرنګی سپک شوی و،او په منډه تللی و. دغه وو د بابا روزنه (تربیت).

دویېم:

د کوهاټ د علاقې نه ئې په دویم جنګ کې د بنګشو او خټکو د قبیلو نه ځوانان د پوځ له پاره ګومارل ( بهرتي کول). بابا به د پیرنګیانو د تنګولو او نفسیاتي دباؤ له پاره د کوهاټ دورې کولې. خټکو او بنګشو ته به ئې وئیل ، چې پیرنګی دښمن دی ، تاسوخپل بچي د توپ خولې ته مه ورکوئ، چې له همدې امله ډیرو بنګشو او خټکو ځوانانو د پیرنګي د پوځ دګومارنې ( بهرتي) کیدو نه انکار وکړ او بابا د پیرنګیانو له خوا په کوهاټ بند شو.

دریېم:

ارباب سکندر خان شهید،چې د ای این پي یو لوې او عزتمند مشر و، مونږ ته خبره کوله، چې ۱۹۳۰ع کال کې مونږ اسلامیه کالج پیښور کې پوهیدونکي (سټوډنټس) ؤ، مونږ باچا خان دوینا( تقریر) له پار ه رابللی و، د باچا خان د راتګ سره پیرنګیان وارخطا شول زښت ډېر پوځ ئې راوستی ؤ.

ارباب صیب وئیل:چې مونږ واړه ؤ، حجرې کې به دغه خبره کیدله، چې که څوک پیرنګي ته ګوته ونیسي، پیرنګی دغه نه زغمي. دستي ګوته یانې د شهادت ګوته ترې پریکوي. ارباب صیب وئیلې چې یوې خوا زمونږ زړه کیدو، چې ګوته ورته ونیسو له بلې خوا ډاریدو چې پرې ئې نه کړي. دغه نفسیاتي ویره (دباؤ) د پیرنګیانو ایجنټانو او جاسوسانو خوره (مشوره) کړې وه، چې ددې نفسیاتي دباؤ نه باچا خان خبر ؤ او پرې پوهه ؤ، کله چې اسلامیه کالج ته راورسیدو، زښت ډېر پیرنګیان هم ولاړ ؤ.

باچا خان د خپل تقریر نه مخکې لومړی غږ وکړ، چې پیرنګیانو ته ګوتې ونیسئ، لومړی باچاخان پیرنګیانو ته ګوته ونیوله مونږ هم ورته ګوته ونیوله. ځنې ګوره ګان (پیرنګیان) ددې خبرې نه خبر نه ؤ، هغوۍ هم مونږ ته ګوتې ونیولې.

هم هغه ورځ وه، چې دغه ویره او دباؤورک شو. پیرنګیان د سره له دې خبرې خبر نه ؤ، دغه پروپیګنډه د هغوۍ تالي څټو خوره کړې وه.

څلورم: د وسیع بابا خبره

مونږ د۱۹۷۴ ع کال د جولاې د میاشتې څخه تر ۱۹۷۵ ع کال د مئ د میاشتې پورې د ذولفقار علي بهټو په وخت کې هریپور بندي خونه (جیل) کې بندیان ؤ، هغه وخت زه د پښتون سټوډنټس فیډریشن د پوهنتون (یونیورسټۍ) او د حقوقو د پوهنځي ( لا کالج) مشر صدر) وم).

وسیع بابا عمر به هغه وخت د ۷۳ کالو ؤ دمنګ (عمر) نه پوخ، مګر دطبیعت نه هلک ؤ. مست مست به ګرځیدو، مونږ به ورته ځوان وئیلو، مونږ سره به ئې ولیبال کولو، منډې به ئې راسره وهلې، خدای روغ وجود ورکړی ؤ، د پیرنګیانو د وخت کیسې (قیصې) به ئې راته کولې.

وئیل ئې،چې زه یوه ورځ پولیسو ونیولم دغه هم ۱۹۴۲ خبره وه، چې درې ورځې مې په تهاڼه کې تیرې کړې بیا ئې مردان کې پیرنګي مجسټریټ ته پیش کړم، پیرنګي پوښتنه وکړه،چې څه ورانی دې کړی دی؟ ، ما ورته ځواب ورکړ، چې هیڅ جنګ جګړه مې نه ده کړې، فقط د هند د ازادۍ چغه مې وهلې ده، پیرنګي راته ووئیل ، چې بیا به دغه چغه نه وهې ضمانت راکړه!، ما ورته ووئیل چې د څه ضمانت؟. ده راته ووئیل چې ونه تښتې.

ما ورته ووئیل، چې ته ضمانت راکړه. پیرنګی په غوصه شو، چې دماغ دې خراب دي، ما ورته ووئیل چې نه! دا ځمونږ وطن دی، زه به چیرته وتښتم، ضمانت ته راکړه، چې لندن ته ونه تښتې، پیرنګی نور غوصه شو، پولیسو ته ئې ووئیل ، چې وئې باسئ.

دغه ؤ د بابا روزنه او تربیت، چې یو ساده باده خدائي خدمتګار پیرنګی بې ځوابه کړ.

دغه کیسه (قیصه) به مونږ بیابیا کوله، ډېر خوږ اوښه بابا ؤ، اوس هم کله ناکله راته یاد شي، که څه هم زه

اوس پخپله د بابا پوړۍ ته نږدې شوی یم

پنځم: د کلي نائې (ډم) او وروسته د باچاخان د غورځنګ جرنیل:

د کرک د سیمې د پیرنګیانو مشهور غټ اعتباري جاسوس ( ایجنټ) د خټکو علي قلي خان (خان بهار) چې د غازي امان الله خان په مقابل کې ئې ډیر زهرجن رول لوبولی ؤ، د ګوډ ملا اومجددیانو په زریعه ئې د ملکې انځورونه (عکسونه) په پښتنو او بره افغانستان کې خواره کړي ؤ

د علي قلي خان (خان بهادر) به دغه اصول ؤ، چې کله به د اخترونو په وخت کې کلې ته لاړ، چې څوک به ستړي مه شۍ او اختر مبارکۍ ته راتلل، نو یو یو کس ته به ئې یوه یوه روپۍ ورکوله.

په هغه وخت کې یوه روپۍ ډېر شی ؤ. د کلي نائي (ډم) ته به ئې دوه روپۍ ورکولې.

یو ځل دغه دکلي ډم د خان قلي خان د اختر مبارکۍ ته نه ؤ راغلی، علي قلي خان تپوس کړی و، چې ناروغه (بیمار) خو نه دی؟ چا ورته ویلې وو، چې روغ او جوړ دی.

بیا ئې پسې خبر لیږلی ؤ، چې راشه ، هغه ورته ځواب ورکړی ؤ، چې ته یانې خان بهادر صیب دې راشي. قلي خان ویلې وو، چې زه ولې ورشم ته خو تل (همیشه) ماته راتللې

دډم ځواب دغه و،چې هغه وخت زه د کلي ډم وم او اوس زه د خدائي خدمتګارو د غورځنګ جرنیل یم، ما او تا کې ډېر فرق دی. تاسو پیرنګی ټینګوۍ او مونږ ئې شړو. زه اوس د باچاخان ملګری یم . خبره کیږي، چې قلي خان سوړ اوسیلی کړی ؤ او ویلې ؤ، چې دا راته هم سور پوش شو. یانې کانګرسي ، خدائې خدمتګار

دغه ؤ څو بیلګې (مثالونه).

دبابا خدمتونه حد نه لري.

ستا د خایست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

په درناوي

 

 

-
بېرته شاته